د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د حیض ګډودي، بدخشان کې نجونې د کلتوري بد انګېرنو له امله خپلو ستونزو ته یوازې پاتې کېږي

۱۸ زمری ۱۴۰۴
د حیض ګډودي، بدخشان کې نجونې د کلتوري بد انګېرنو له امله خپلو ستونزو ته یوازې پاتې کېږي

رها آزاد

په دې راپور کې د فیض آباد ښار او ورڅېرمه ولسوالیو له ۲۴ ځوانو نجونو سره چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۲۵ کلونو دي خبرې شوې او هغوی د میاشتني عادت د شدیدې ګډودۍ په اړه خبرې کړې دي. دوی وايي، په میاشتني عادت کې د ځنډ، غیرمنظمې خونرېزی او له میاشتني عادت سره هم مهاله سختو دردونو په څېر ستونزې یې تېرې کړي دي.

د هغوی په وینا، ډېری وخت د کلتوري بد انګېرنو له امله نه شي کولی د خپلو ستونزو په اړه خپلو کورنیو ته څه و وايي او یا هم ډاکتر ته لاړې شي، په پایله کې د دوی په وینا، له دې ستونزو سره یوازې پاتې کېږي.

دغه راپور کې له بدخشان نه درې روغتیاپالانو ویلي، د طالبانو د محدویتونو د وېرې له امله په نجونو کې د میاشتي عادت کډوډوۍ زیاتې شوې دي.

دوی ویلي، پټه وېره په میاشتني عادت باندې د پام وړ اغېر لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله تېر شوي دي، په دې موده کې یادې ډلې د زیاتو محدویتونو په پلي کولو سره د ښځو ژوند د کور تر څلورو دېوالو پورې راچاپېرې کړې دي، له زده کړو، کار، ټولنیزې خپلواکۍ مخنیوي او پر واټونو له ښځو سره د طالبانو د مامورینو له تاوتریخوالي ډک چلند په دغه څلور کلونو کې د خبرو سرټکي وو.

د نړیواله خپلواکو بنسټونو ارزونې ښيي، د طالبانو دغه چلند ښځې له رواني اړخه زیاتې زیانمنې کړې دي. له دې ډلې د بشري حقونو برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ ویلي، د طالبانو اقداماتو ښځې د کور په څلورو دېوالونو کې بندې کړې او هغوی یې د خفګان او ډار لور ته بېولې دي.

په دې راپور کې د دغه خبرو پر ځينو جزیاتو رڼا اچول شوې ده. له دې نجونو یوه یې هم ۲۲ کلنه مروت ده، ګوګ سترګې، رنګ بایللې څېره او ناارامي یې د هغې د وینې د کمښت او سختو شېبو روښانه ګواه دی.

مروت مې د درملنې په انتظار ځای کې ولیده، د مور تر څنګ یې په څوکۍ ناسته وه او خپل نوبت ته یې انتظار کاوه، رنګ یې الوتی او له ډېره درده یې بې واکه چیغې وهلې، درد یې دومره زیات و، چې څو تنه ناروغانو سره له دې چې وار یې وو، له ځایه پورته شوې او خپل ځای هغې ته ورکړ.

د مروت مور ۴۸ کلنه ښځه ده او د ډاکتر له کوټې تر راوتلو وروسته مې خبرې ورسره پيل کړې. هغې و ویل:« دوه میاشتې د مروت په ملا نه وو درد شوی، خو تېره شپه پرې درد شو، وضعیت یې ډېر خراب شو، په همدې خاطر مې راوستې، تر څو یې ډاکتر وګوري، چې څه ستونزه ده.

د مروت مور وايي، لور یې له هغې وروسته چې ونه توانېده ښوونځي ته ولاړه شي، ځان غوښتونکې او خفګان یې پیدا کړ:«اشتیا نه لري، له چا سره زیاتې خبرې نه کوي او د ملا درد یې هم غیر منظم شوی دی، دوه درې میاشتې وروسته درد پرې راځي او حالت یې ډېر خرابېږي.»

د انتظار په لیکه کې یوه بله ځوانه نجلۍ ناسته ده او وايي، میاشتنۍ عادت یې درې میاشتې ځنډېدلی دی. ۱۹ کلنه فاطمه چې له خپلې ۱۴ کلنې خورځې سره روغتون ته راغلې، د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو له یوه کاله زیات وخت کېږي، چې فیض آباد ښار کې د خپلې خور کره اوسېږي.

د فاطمې تر څنګ څوکۍ تشه وه، لاړم تر څنګ یې کېناستم او خبرې مې ورسره پیل کړې، که څه درد یې درلود اما خبرو ته چمتو شوه.

فاطمې و ویل:« زه په ځنډ ځنډ میاشتنۍ ناروغېږم، د بېلګې په توګه کله څو میاشتې وروسته او کله هم چې کېږم نو زیات درد لرم او اوس مې خوړ اړ کړم چې یو ځل ډاکتر ته راشم.»

فاطمه درې کاله کېږي له دې ستونزې سره مخ ده او دا یې لومړی ځل دی، چې ډاکتر ته راغلې ده. هغې دا دلیل چې ډاکتر ته یې مخکې مراجعه نه ده کړې داسې توجېه کوي:«مور مې وايي د ملا درد یو عادي درد دی، ټولې یې کاږي، اړتیا نشته چې څوک ډاکتر ته ولاړ شي او پیسې ولګوي، پیسې چې وي نو څوک به ژوند وکړی شي.»

فاطمه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د ښوونځي په نهم ټولګي کې وه، خو هغه د طالبانو له واکمنۍ وروسته د زرګونه نورو نجونو په شان له ښوونځي پاتې شوه او د دې په وینا چې خفګان ورته پيدا شو او په میاشتو میاشتو یې له چا سره خبرې نه کولې:«له کله چې ښوونځي وتړل شول، له هر پلوه مې وضعیت خراب شو، زیاته ناروغه شوم، اشتیا نه لرم او دا میاشتنۍ ناروغي مې هم ګډوډه شوې ده، یعنې په میاشتو میاشتو نه مریضږم، شاید دلیل یې همدا اروايي او رواني ستونزې وي.»

د افغانستان په ډېرو لرې پرتو سیمو کې میاشتنی عادت نه یوازې یوه طبعي پدیده نه منل کېږي، بلکې له شرم او چوپتیا سره مل ده.

هغه نجونې، چې د بلوغ دې پړاو ته رسي، له همغه پیله د کلتوري او کورنیو محدویتونو له ټولګې سره مخ کېږي، له نه پوهېدا نیولې تر پټ او ښکاره سپکاوي پورې.

فاطمه په خپلو خبرو کې زیاتوي، په همغه کلي کې چې د دې کورنۍ په کې ژوند کوي، میاشتنی عادت یو لوی شرم دی، نجونې د میاشتني عادت پر مهال له پخلي منع کېږي، همدارنګه د ماشومانو له پاللو او دسترخوان پر سر له کېناستو، ځکه په دې وخت کې د یوه ناپاکه انسان په سترګه ورته کتل کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل ځوانان او د مینانو ورځ لمانځل: «د وحشت په ښار  کې مینه یوازې خوښې ده»

«نوریه» د یوه سړي ګوژدن او د یوه طالب سره د جبري نکاح له خطر سره مخ

د ډاکتر له کتنې وروسته فاطمې ته ویل کېږي، چې رحم یې کېسټ لري او دغه راز وینه یې هم کمه ده، باید مناسب او کافي خواړه وخوري، تشویش او وېره له ځانه لرې کړی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې له ۷۰ سلنه زیاتې مېرمنې د وړ روغتیايي میاشتي عادت څخه برخمنې نه دي.

دغه راز د افغانستان په ځوانو ښځو کې د میاشتني عادت ګډوډي او شدید دردونه ډېر زیات دي او ټولنیز او روانی لاملونه له هغې ډلې د طالبانو د محدودیتونو څه وېره، د ښوونځینو تړل کېدل او د درملنې د اسانتیاو کمښت دغه وضعیت لا خراب کړی دی.

په (مستعار نوم) سمانه ۲۴ کاله عمر لري او د خپلې اته کسیزه کورنۍ سره د بدخشان په بهارک ولسوالۍ کې ژوند کوي، سمانه هم د میاشتي عادت له سختو دردونو شکایت کوي:« خپل ځان ته مې پام دی، خپل بدن پېژنم، په ځانګړې توګه کله چې کومه ستونزه ولرم او یا له رواني پلوه ښه نه وم، کله داسې کېږي، چې په یوه میاشت کې دوه دورې راباندې راشي، له سختې وینې بهېدنې سره سخت دردونه لرم.

سمانه زیاتوي، کله چې ډېر تشویش ولري او رواني حالت یې ښه نه وي، په میاشت کې دوه ځلې میاشتنی عادت پرې راځي.

سمانې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په بدخشان پوهنتون کې حقوق او سیاسي علوم لوستل او یوازې یو کال یې د زده کړو پای ته رسېدو ته پاتې وه، چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې. سمانه هم زیاتوي:«له کله چې پوهنتون تړل شوی، تل په کور کې وم، حالت مې لا خراب شوی دی او راتلونکې ته زیاته په اندېښنه کې یم.»

سمانه په خپل میاشتني عادت کې اختلال او ګډوډي د پوهنتون د تړل کېدو له تشویش څخه بولي.

۲۳ کلنه راضیه هم ورته ستونزه لري، هغې ویلي، له هرو درې تر څلورو میاشتو پورې میاشتنی عادت پرې راځي، له شدید درد، زړه بدوالي او کمزورۍ سره:«د طالبانو له راتګ وروسته مې هم کار له لاسه ورکړ او هم پوهنتون، وروسته مې اروايي او رواني حالت ګډوډ شو، له څه مودې وروسته مې سره له دې چې په ټول ژوند کې ګډوډي راغله، میاشتی عادت مې هم ګډوډ شو.»

راضې په بدخشان پوهنتون کې اقتصاد لوست او دغه راز په یوه دولتي اداره کې په کار بوخته وه.

په دې راپور کې د ښځو برخې له درې متخصیصیونو سره هم خبرې شوې دي.

۳۵ کلنه ډاکتر جمیله راسخ چې د بهارک ولسوالۍ په مرکز کې خپل شخصي کتنځای لري وايي:«که څه هم د میاشتني عادت دردونه طبعي درودنه دي، خو که له سختو دردودونو او وینې بهېدنې سره مله وي، هغه مهال باید ډاکتر ته مراجعه وشي، ځکه کېدای شي دا کس تر دې لا جدي ستونزې ولري.»

دغه متخصصه چې اووه کاله کېږي په خپل کتنځای کې له ګڼو ناروغانو سره سر و کار لري زیاتوي:«هره ورځ له ۳۰ تر ۳۵ پورې ناروغان لرم او په دې منځ کې له څلورو تر پنځو پورې ناروغان ځوانې نجونې دي، چې د میاشتني عادت له ستونزو سر ټکوي.

دغه را ډاکتر راسخ زیاتوي:«دا شمېره چې زه وایم تر اوسه دقیقه شمېره نه ده، ځکه زیاتره نجونې چې له دې ډول ستونزو سره مخ دي، ډاکتر ته نه ځي.»

هغه ټینګار کوي، چې ډېری دغه ډول نجونې د بېلابېلو لاملونو لکه محدودونکي دودونو، شرم، حیا، کورنیو فشارونو یا ان اقتصادي ستونزو له امله ډاکتر ته له تلو ځان باسي، ان تر دې که په میاشتني عادت کې سخت دردونه ولري او یا یې د میاشتي عادت په دوره کې اوږدمهاله ځنډ هم ولري.

په (مستعار نوم) سمیرا سادات ۴۱ کاله عمر لري او په فیض آباد کې یو له تجربه لرونکو ډاکترانو څخه ده، هغه د نسايي ولادي برخې متخصصه ده، شپږ کاله یې د فیض آباد په دولتي روغتون کې کار کړی دی او په فیض آباد ښار کې شخصي کتنځای لري. هغه وايي:«هره ورځ له شپېته تر اوویاو پورې ناروغان راځي، چې له دې پنځه تر شپږو پورې یې هغه ځوانې نجونې دي، چې په میاشتني عادت کې ځنډ لري.»

دغه متخصصه زیاتوي، سخته وېره، پټ ډار یا زیان راوړونکې تجربې کولی شي د نجونو د بدن هورموني سیستم کډوډ کړي او دا یې د میاشتي عادت په دوره کې ځنډ او یا بې نظمي رامنځ ته کړي.

هغې ویلي دي:«له کله چې نظام بدلون کړی، ډېری ځوانې نجونې راځي چې د میاشتني عادت له دردونو او یا هم په کې له ځنډ څخه شکایت لري، ځکه لوږې، بې کارۍ، وېرې، د زده کړو د فرصت نه شتون او دا ټولو مواردو د هغوی په روح او روان باندې اغېز پریښي او رواني ستونزې هم طبعي ده، چې د میاشتي عادت په دوره کې خپلې اغېزې لري.»

وجیهه رسولي، چې د ښځینه ناروغیو متخصصه ده او فیض آباد ښار کې کتنځای لري وايي:«کابو هره ورځ کم تر کمه یوه داسې ناروغه لرم، چې په میاشتني عادت کې له ځنډ او یا هم شدید درد څخه سرټکوي.»

مېرمن رسولي څلور کاله کېږي چې فیض آباد ښار کې په کار بوخته ده، هغه یو له هغو درې متخصیصینو ده، چې په دې راپور کې ورسره خبرې اترې شوې دي.

د دې روغتیاپالانو په وینا، له دوی هره یوه یې هره ورځ ډېری ځوانې نجونې، چې په میاشتني عادت کې ستونزې او یا ګډوډۍ لري ګوري. دا شمېرې په بدخشان کې د ځوانو نجونو او ښخو تر منځ د دغې ستونزې د پراختیا او جديتوب ښکارندويي کوي.

د دې روغتیاپالانو د وینا پر بنسټ، په میاشتني عادت کې ځنډ، شدیده وینه بهېدنه یا غیر طبعي دردونه کېدای شي بېلا بېل لاملونه، له هغې ډلې وېره او رواني فشارونه، خوارځواکي، هورموني ګډوډۍ، د تخمدان سنډروم پلي کیستیک یا نورې ناروغۍ ولري.»

هغوی ویلي، ځینې نجونې او ښځې هم په تناسلي آله کې د عفونت، د رحم فیبروم، یا لومړنۍ درد لروونکې تجرو په دلیل سخت میاشتني عادتونه تجربه کوي، په دې سره له دې مواردو ډېری یې د ټولنیز شرم، دودیزه بد انګېرنو او کافي پوهې د نشتوالي له امله نه تشخیص کېږي او کس ډاکتر ته له ورتلو پرته له دې ستونزو سره یوازې پاتې کېږي.

اړوندې لیکنې

د «ناهید» کوچینی خو ځواکمن اقدام
دسته‌بندی نشده

د «ناهید» کوچینی خو ځواکمن اقدام

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د تیارو کلونه او په کور د کېناستو درد!
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د تیارو کلونه او په کور د کېناستو درد!

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴
نر او ښځې له بېلچو سره میدان ته راووتل، تر څو د طبیعت د زندان مخالف شي
دسته‌بندی نشده

نر او ښځې له بېلچو سره میدان ته راووتل، تر څو د طبیعت د زندان مخالف شي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴
که مې نه وای لیکلي، د درد او غم تر بار لاندې مې ځان ورکاوه
دسته‌بندی نشده

که مې نه وای لیکلي، د درد او غم تر بار لاندې مې ځان ورکاوه

۹ سلواغه ۱۴۰۴
ناګناه کړې سزا، کابل کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د صحرايي محکمې کیسه
دسته‌بندی نشده

ناګناه کړې سزا، کابل کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د صحرايي محکمې کیسه

۸ سلواغه ۱۴۰۴
«ښځې له کتاب او تخیل سره»، د طالبانو د محدودیت په وړاندې د اعتراض یوه وړه کړۍ
دسته‌بندی نشده

«ښځې له کتاب او تخیل سره»، د طالبانو د محدودیت په وړاندې د اعتراض یوه وړه کړۍ

۷ سلواغه ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه