د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کډوالۍ ترخې کیسې، هدیه یونان ته ورسېده، د معصومې د لو ر خبر نشته

9 جون 2026
د کډوالۍ ترخې کیسې، هدیه یونان ته ورسېده، د معصومې د لو ر خبر نشته

هدیه/ عکس: ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

زحل آزاد

«یوه شپه او ورځ مو په یوه خرابه کښتۍ کې د اوبو پر سر تېره کړه، له دې وېرې سره، چې هره دقیقه امکان شته کښتۍ له اوبو ډکه او ټول ډوب شو.»  هدیې په هغو سختو شېبو کې یوازې د یوه شي په اړه فکر کاوه: که چېرې خپله د کډوالۍ په دې سخته لار کې مرګ ته تسلیم شي، د ماشومانو برخلیک به یې څه کېږي؟ اندېښنه یې یوازې همدا نه وه: «یا که خدای مه کړه، پر هغوی (ماشومانو یې) کومه څه راشي، څه ډول به ژوند ته دوام ورکوي؟»

هدیه ۲۷ کلنه ښځه ده، چې په دې وروستیو کې یې د قاچاقي او سرحدي سیندونو له لارې ځان یونان ته رسولی دی، هغه لار چې سلګونه نور پناه غوښتونکي، تر ډېره له افغانستان او نورو جګړه ځپلو هېوادونو یې د مرګ خولې ته ورکړل.

له هدیې زرګونه کیلومتره لرې، معصومه* په افغانستان کې یوه بله ښځه لا هم خپلې لور ته سترګې په لار ده. د هغه نجلۍ، چې یوه ورځ یې یوې ښې زندګۍ ته د رسېدو په موخه کور پرېښود، خو نور له هغې هېڅ خبر نشته، نه اړیکه، نه پیغام او نه یې هم له برخلیک نه کومه نښه.

هدیه او معصومه یو بل نه سره پېژني، خو د تجربو تر منځ یې یوه ګډه کرښه راکښل شوې ده، هغه کرښه چې له کډوالۍ پیلېږي او له بې شمېره خاطرو سره غوټه کېږي. خو پایلې یې سره توپیر لري. لکه هدیه چې له ګواښ څخه ژوندی راوځي او یا د معصومې لور، چې معلومه نه ده، څه پرې شوي دي.

ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې اعلان کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۹ زره کډوالو د لارو په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړی دی. دې سازمان ویلي، کره شمېرې ښايي له دې هم لوړې وي.

هدیه وايي، د پلار او مور له مړینې وروسته یې په ۱۳۹۹ کال کې افغانستان پرښود او ایران ته ولاړه تر څو د خپل کوژدن تر څنګ نوی ژوند پیل کړي. خو په ایران کې ژوند هغه ډول چې دې فکر کاوه مخ ته نه لاړ او د هغې په وینا، د افغان کډوالو لپاره شرایط له سختو ستونزو سره مل وو.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۱۴ مه د طالبانو په لاس د کابل نسکورېدو سره سم، افغانستان ته د ستنېدو هیله هم له منځه لاړه او هغوی پرېکړه وکړه، چې په قاچاقي لارو اروپا ته ګډوال شي.

د هدیې لپاره دا تصمیم له سره انتخاب نه وو، بلکې د هغو شرایطو پایله وه چې په وینا یې د هغې لپاره یې بله هېڅ لار نه وه پریښې: «موږ ان نه شوای کولی په خپل نوم سیم کارت واخلو، د نانوایۍ په لیکه، روغتون او د کار له ځایه تر کوره پر لاره یې افغاني راته ویل، سپکاوی راته کېده، افغانستان ته ستنېدو امکان نه درلود او کومه راتلونکې مو هم نه درلوده.»

په دې اړه نور ولولئ...

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

په تهران کې له لنډې مودې اوسېدو او د واده مراسمو تر سره کېدو وروسته، هغوی ترکیې ته روان شول. هدیه وايي، شپږ کاله یې په ترکیه کې ژوند وکړ، هغه کلونه چې اروپا ته د رسېدو لپاره د پرلپسې هڅو او دوامداره ناڅرګندتیا تر منځ تېر شول.

د هدیې دوه لوڼه په ترکیه کې وزېږېدې، په ترکیه کې هم د کډوالو لپاره ژوند آسانه نه وو. هدیه وايي، د کور پیدا کېدل هم ورته ستونزمن وو او په ډېری مواردو کې د کورونو خاوندان په کرایه د ورکولو لپاره چمتو نه و او که چېرې کوم کور پیدا کېده هم، په ډېره لوړه کرایه، چې هغوی یې د ادا کولو توان نه درلود.

د دې ټولو ستونزو تر څنګ، افغانستان ته د ستنولو وېرې له هر څه ډېر دوی ځورول: «افغانستان ته د ستنولو وېرې زه لیونۍ کولم. له ځان سره مې ویل که چېرې هغه دوزخ ته چې طالبانو جوړ کړی ستنه کړای شم، د څلور او دوه کلنې لوڼو راتلونکې به مې څه شي؟»

په داسې حال کې چې هدیې د خپلې دوسیې د برخلیک په اړه ورځې په یونان کې تېرولې، په افغانستان کې معصومه لا هم د خپلې لور د احوال په تمه ده، هغه احوال چې هره ورځ په تمې او وېرې سره پیلېږي.

معصومه کابو ۵۸ کاله عمر لري او د اوو اولادونو مور ده. د هغې لور ۲۲ کلنه وه، چې افغانستان یې پرېښود او اوس شاوخوا اووه کاله له هغه وخته تېرېږي. معصومه نه پوهېږي، چې لور یې د دریاب په هغه څپو کې چې دې یې یوازې په اړه اورېدلي دي، ژوندۍ پاتې ده که نه.

د معصومې د خبرو له مخې، لور یې په ۱۳۹۸ کال کې په تحصیلي بورس ترکیې ته لاړه، خو د هغې دا پرېکړه د پلار او وروڼو د خوښې خلاف وه. «تل یې ویل، ځم له افغانستانه ځم، دا د ژوند ځای نه دی، هغه لکه د نورو خویندو په شان نه وه او اصلآ یې د پلار خبرو ته غوږ نه نیوه، سرکښه او ضدي وه. تګ ته نېږدو ورځو کې يې کور کې جنجال وو. د سفر پیسې یې هم خپله پیدا کړې وې او ویل یې له ملګرو یې پور اخیستی دی.»

په وروستي ځل چې معصومې د خپلې لور غږ د پیغام له لارې اورېدلی وو، کابو پنځه کاله کېږي. «ویل یې له ترکیې وتلې او د اتریش په لور ځي. ویلي یې وو مور جانې دعا راته کوه، کله چې ورسېدم، خامخا اړیکه درسره نیسم. خو تر اوسه له هغې هېڅ خبر نشته دی.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې یې د لور د احوال موندلو لپاره کوم ګام نه دی پورته شوی، نا ارامه وونکی ځواب ورکوي. «هر کله چې وغواړم په اړه یې خبرې وکړم، پلار یې ناارامه کېږي وايي، نجلۍ چې له کوره ولاړه، هغه نور د حق له لارې لرې ده، ښه به دا وي چې نه وي. وروڼه یې هم وايي، ښايي له چا سره تښتېدلې وي او له شرمه اړیکه ورسره نه شي نیولی.»

د معصومې لپاره د دې خبرو کول آسانه نه دي. «فکر کوم تېر کال وو، چې چا راته و ویل، د لور مشخصات دې انټرنېټ ته پورته کړه، تر څو ښايي پیدا شي. کله مې چې دا خبره له مشر زوی سره شریکه کړه، راباندې غوسه شو او ویې ویل، زموږ له غزت سره لوبې کوې؟ خپلوان به څه وايي؟ ویل یې لور دې له سره بده وه او خامخا له چا سره تښتېدلې ده.»

په ژړا دوام ورکوي: «تل له خپلو لوڼو پوښتم، چې آیا خویندو یې پیغام ورکړی یا یې زنګ ورته کړی دی. دومره مې ترې پوښتلي چې احساس کوم ستړې کړې مې دي. څه وکړم، زما په لاس کې نه دي.»

د یونان په ټاپوګانو کې داسې هدیرې دي، چې په هغې کې بې نومه تیږې یو د بل تر څنګ په لیکه شوې دي. هره یوه یې د یوه سفر، یوې تمې او شاید د یوه ژوند پای وي. هېڅوک نه پوهېږي چې دا قبرونه د کومو کسانو دي.

د کډوالو د دې بې نوم او نښانه قبرونو ګڼ راپورونه او انځورونه په رسنیو او ټولنیزو شبکو خپاره شوي دي. په هغه ویډیو کې چې په دې وروستیو کې د یوه ایراني ګرځندوی له خوا خپره شوې ده، له سلو زیات بې نوم او نښان قبرونه لیدل کېږي، چې ویل کېږي یو شمېر د هغو د افغان کډوالو اړوند دي.

په دې ویډیوګانو کې یوازې د دریو قبرونو لپاره نوم او مړینې نېټه درج شوې، چې یو له هغو د یوې افغان مېرمنې دی.

د بشري حقونو فعاله سیما نوري، چې له کلونو راهیسې یې د ښځو له حقونو د ملاتړ برخه کې کار کړی دی وايي، د ښځو او نجونو غیرقانوني کډوالۍ د بشري حقونو په یوه جدي بحران اوښتی دی.

د مېرمن نوري په وینا، ډېری له دې ښځو د نه خوندیتوب او خوندي لارو چارو نشتوالي له امله، اړ کېږي، چې له غیرقانوني لارو تېرې شي او په دې لارو کې د ناوړه ګټې اخیستې، قاچاق او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

هغه ټینګار کوي، ترانزیټي هېوادونو، لکه ایران، پاکستان او ترکیې ته تر رسېدو وروسته، دا ښځې د بې سرپنایۍ، ټولنیز ملاتړ نشتوالي، نیونې، بېرته ستنولو له خطرونو او له روغتیايي او رواني خدماتو محرومیت سره مخ کېږي. د هغې په وینا، د قانوني اسنادو او حقوقي ملاتړ نشتوالی، هغوی په لا ډېر زیان مننونکي وضعیت کې اچوي.

یادونه: معصومه مستعار نوم دی

اړوندې لیکنې

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026
غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي
خبر

غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي

14 جون 2026
هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»
دسته‌بندی نشده

هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»

14 جون 2026
هلمند کې ماین چاودنو د یوه ماشوم ژوند واخیست
خبر

هلمند کې ماین چاودنو د یوه ماشوم ژوند واخیست

14 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه