احمدشاه بیان
په دې ورځو کې د هرات نجونې د طالبانو تر سپین بیرغ لاندې، د ژوند تر ټولو تورې ورځې تېروي. محتسبین سپینې چپنې او دورې په لاس، د هرات ښار په بېلا بېلو سیمو کې ځان ښودنه کوي. هغوی کوڅه په کوڅه ګرځي تر څو هغه نجونې او ښځې چې د دوی د خوښې اسلامي حجاب یې نه وي کړی ونیسي او زندان ته یې واچوي.
په تېرو څو ورځو کې موټر ټول د نړۍ په هر ګوټ کې، هرات ولایت کې د ښځو او نجونو د نیول کېدو ويډیوګانې خامخا لیدلي دي، خو هغه څه چې په دې وروستیو ورځو کې په هرات کې رامنځ ته کېږي، له هغه څه ډېر وېرونکي دي، چې په رسنیو کې ښودل کېږي. دا هله درک کولای شو، چې د هغو نجونو خبرو ته غوږ شو، چې د طالبانو له کسانو یې ځور او آزار لیدلی دی.
پرون په انسټاګرام ټولینزه شبکه کې بوخت وم، ما د خپل یوې ملګرې نجلۍ، چې د هرات اوسېدونکې ده سټوري ولیده. لیکلي یې وو: «نه پوهېږم څه ډول له دندې کور ته ولاړه شم، ډېره وېرېږم.»
نو هم مې د پوښتنې او هم مې د پېښې د لا زیات بیان لپاره پیغام ورته پرېښود. ځواب یې راکړ، چې تېره ورځ یې دا سټوري ایښې وه، له سل وېرو سره کور ته تللې وه. له نیولو وېره او زندان ته له تګ نه، یا د طالبانو امربالمعروف ځواکونو لاس ته لوېدو وېره، چې څو ځلې یې شاهده وه او خپله یې تجربه کړې ده.
په (مستعار) نوم عاطی ۲۵ کلنه او هرات کې د طالبانو د یوې دولتي ادارې کارکوونکې ده. د هغې د خوندیتوب لپاره یې د کار ځای نوم په دې کسیه کې نه راوړل کېږي. لږ تر لږه دوه کاله کېږي، چې په دې بنسټ کې یې کار کړی دی.
دوه کاله پرلپسې تګ راتګ یې له شخصي ترخو تجربو سره مخ شوی یا لږ تر لږه د نورو نجونو د ترخو تجربو شاهده وه، خو په اند یې دا ورځې له نورو هغو ډېرې وېروونکې دي.
په داسې غږ چې په رښتیا اندېښنه او خپګان ترې ښکارېده، ما ته یې و ویل: «پرون یې کابو اتیا تنه له جبرئیل نه یووړل او دلته مې همکاران وايي، تېره ورځ یې هم شپېته نجونې له ښار څخه ونیوې.»
که دغه شمېر رښتیا وي، نو له هغه شمېرو خو ډېرې دي، چې په رسنیو کې اعلان شوې دي.
له هغې پوښتم، ته د دولت پېژند کارت نه لرې، چې ور یې ښايي چې د دولت کارکوونکې ده؟ ښايي هغه وخت له تاسو سره کار ونه لري.
ویې ویل: «دا لا بده ده! زه چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف په یوه چک پانټ کې درول شوې وو، سره له دې چې حجاب مې سم وو، د چادرۍ نه لرلو او نوکانو د لاک په خاطر یې چې څه خولې ته ورتلل راته و ویل، کله مې چې کارت وروښود او ورته ومې ویل زه ستاسو همکاره او د دولت کارکوونکې یم، سپکاوی یې لا زیات شو، ځکه دلیل یې دا کاوه، چې ته د دولت کارکوونکې یې ولې بلده نه یې، چې اسلامي حجاب رعایت کړې او د امیر له امره سرغړونه کوې.»
هغې له دې ماجرا ډېرې کیسې وکړې، خو د پېژندو له وېرې یې نه شي کېدای چې ډېر جزیات وړاندې کړو.
عاطی د اقتصاد له څانګې فارغه ده او تر څو یې یادېږي، تل یې هڅه کړې، چې په خپلو پښو ودرېږي. همداسې هم وه، هغه له ټولو محدودیتونو سره سره، چې واکمنې ډلې په ښځو لګولي دي، بیا هم له هڅو نه ده لاس په سر شوې.
خو وايي: «د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې ژوند رښتیا هم وېرونکی شوی، پرون چې کله دنده کې وم، ملګرو او کورنۍ مې راسره اړیکه ونیوه، چې له جبرئیل نه یې نجونې بوتلې، ان هغه چې حجاب یې درلود او ماسک یې اچولی وو، ان هغه نجونې چې سینګار کړې هم نه وې. ما ته یې سپارښتنه کوله، چې د کور پر لور راتلې، پام دې وي چې جورابې ولرې، نوکان د رنګ نه وي او زه له دې چې نوکان مې رنګ وو، ډېره وېرې اخیستې وم، که څه هم کمیس مې اوږد و او پر سر مې ټکری وو، خو له سلګونو وېرې سره کور ته ستنه شوم.»
کله مې چې په پای کې ترې وپوښتل نن وضعیت څه ډول دی؟ آیا بیا دندې ته ولاړې؟ له غمه په ډک غږ یې ځواب راکړ «وضعیت لا هم خراب دی. پرون خو جبرئیل ټول خالي [د ښځو او نجونو څخه] شوی وو. خو نن دندې ته راغلې یم، اړیم چې ولاړه شم او باید له کوره ووځم. د دوی [طالبانو] هدف حجاب نه دی، بلکې زموږ په زړونو کې وېره اچول دي، چې له کورنو بهر نه شو او کار ته لاړې نه شو. خو که موږ په کور نه کېنو، نو دا خپله د دوی امرونو ته د نه یو لوی ځواب دی.»
یادونه: د رالېږل شویو لیکنو د منځپانګې مسوولیت خپله د لیکوالو په غاړه دی.







