حجتالله ضیاء
«واوره له دروي چې حکایت کوي
له جدایۍ شکایت کوي»
زه ګمان کوم لیکل د شپانه د دروي هغه غمجن غږ دی، چې باد هغه د پراخو دښتو په لمن کې له ځان سره وړي، پرته له دې، چې پوه شي د چا تر غوږونو به ورسېږي. لیکوال د هغه شپون په څېر دی، چې سریند په شونډو ږدي تر څو یې غمونه او یوازیتوب باد ته وسپاري. لیکل هغه نغمه ده، چې د یوه کړېدلي انسان له درده پورته کېږي او د کلیمو په غلي بدن کې ساه باسي تر څو انسان د دې نړۍ په شورماشور کې ورک نه شي او د «هغه نغمې ښکلا چې خلک یې یاد ته وسپاري»
لیکوال همغه نوم ورکړی مسافر دی، چې د ژوند بې په پایه دښتو کې له لالهاندۍ وروسته، د بدن ستوماني او د روح ستړیا د کلیمو په اوږو اچوي تر څو یې وزرې سپکې شي، کلمات له هغه «نیستان» د جلاوطنه کیسې بیانوونکې ده، د یوه مات شوي دروي نغمه ده، چې لا هم د نړۍ په خاموشۍ کې د بېرته راستنېدو په هیله نلېږي.
یا ښايي لیکل د یوه انسان د ځپلي روح په تیارو کوڅو کې هماغه صوفیانه چلند دی، چېرته چې لیکوال خپل کړاونه د غم په تار په سپین کاغذ بخۍ کوي.
لیکوال هغه کرونده ګر ته پاتې کېږي چې د ژوند په تیاره فصلونو کې، د کلیمو تخم د وخت په لرې پرتو دښتو کې کري، تر څو ښايي یوه ورځ پرې ستړي لاروي د هغې تر سیوري لاندې دمه شي او یا په یوه لرې پرته ځمکه، یو ناپېژانده کس د خپلو افکارو له مېوو موړ شي.
لیکنه د وخت په دېوال کې د انسان د روح او د هغه د پښو نښو پناه ده. کتابونه، لیکونه او مقالې یوازې کلمې نه دي، دا هغه لوښي دي، چې خلک په کې د خپل روح یوه ټوټه د راتلونکو نسلونو لپاره پرېږدي.
د کتاب او لیکلو په نشتون کې زموږ د نیکونو د کتلوري دود یوه لویه برخه، زموږ د نیاګانو کیسې او زموږ د زړو کلیو افسانې له منځه ولاړې شي، د حافظ، مولانا او سعدي نغمې به د وخت په دوړو کې ورکې شي او له هغو ټولو رڼاو به یوازې ایرې پاتې شي.
کتاب د ملتونو د کلتوري هویت او تاریخي حافطې کونجۍ ده، چې په خپل ځان کې د یوه تمدن، فکرونه، ارزښتونه، افسانو، خوبونو او تخیل ساتنه کوي. د ملتونو عملي میراثونه او اخلاقي ارزښتونه د کتاب په پاڼو کې ژوند کوي، چې پخوانیو نسلونو ورسره ژړلي، فکر یې پرې کړی او نړۍ یې پېژندلې ده، له مثنوي، ګلستان او شاهنامې نیولې د الطیر، ویس او رامین تر منطق پورې.
کله هم لیکوالان خپل افکار لکه د نیلوفر مېخونه د کلام پر خاموشو کالمونو پېچې او د خپلو اوسپکو په شبنم یې د الفاظو په ګرمۍ کې کري، تر څو راتلونکي نسلونه له هغو وڅښي. نو ویلای شو، لیکوال همغه کلال دی، چې د انسانانو د کتلوري هویت لرغونو میراثونو او اخلاقي ارزښتونو د ساتلو لپاره د ماتو کډه شویو یادونو له خاطرو لوښي جوړوي.
کله هم لیکل، د شاعرانو او لیکوالو د احساساتو په سیند کې د الفاظو ګډا او نڅا او د کرښو په رګ کې داوودي نغمه ده، چې تر ټولو غلي زدونه لړزوي. شاعران د یار مړاوي شوي باڼه په الفاظو کې اوډي او د هغو له سرو شونډو د غزل په ګرم بستر کې خورا خوندورې مچکې اخلي. ترکیبي کلمې د لیکوالانو د امید جړق او ناپاکه غمونه دي، چې کله د لوستونکي ستونی ترخوي او کله هغو ته خوښي بښي.
لیکنه، هغه سمین تنه او نارنجي اغوښتونکې ښځه ده، چې د ذهن په دهلېز کې ورو ورو ګرځي. جملې د هغې ناز او ښکلا ته پاتېږي، چې کله په خوږه موسکا سره ړونه وړي او ځینې وخت په سړه چوپتیا سره زړونه ماتوي. الفاظ د تورو سترګو هغه راښکل شوي رانجه دي، چې د پانې پر سپینه لمن جاري کېږي یا د کتاب په ستومانه اوږو لکه د زلفو په شان راخورېږي.
لیکوالان د غلیو کوټو د کړکیو تر شا له نړۍ سره خبرې کوي او الفاظ لکه لړزانه شبنمونه، د هغوی د عمر د څراغ له سوځېدو، د کتاب او ورځپاڼې په نمناکه پاڼو کېني. کتاب سړې او بې روحه ایرې نه دي، لسیزې یې په کرښو کې لکه د مینې ژوندي څاڅکي، غمونه او انساني خوبونه ځلېږي.
لیکل د هغه انسانانو تر منځ یو پل دی، چې ښايي هېڅ وخت یو بل ونه ویني، موږ له پېړیو وروسته هم د تېرو زمانو په شعرونو او کیسو کې یو پېژانده غږ اورو، داسې لکه ګواکي، چا په تېر کې زموږ د نن ورځې درد پېژندلی او یا زموږ ژبې خبرې کړې دي. لیکل مخکې له دې، چې په کلمو او الفاظو کې نغاړل شوې وي، د انسان د «شتون» ساتنه ده. کله کله د لرې لیکوال یوه جمله د دوو نسلونو تر منځ د وخت واټن له منځه وړي. کتاب هغه هینداره ده، چې موږ له خپلو وېرو، شکونو او زخمونو سره مخ کوي. داسې لکه یو څوک چې د کتاب او ورځپانې د پاڼو تر منځ ساه اخلي.
انسان لیکل کوي تر څو د مخاطبانو پر مخ یوه نوې کړکۍ پرانیزي او نړۍ هغې ته پراختیا ورکړي. چا چې په ښارونو، دریابونو او دښتو کې سفر نه وي کړی، ښايي نړۍ د خپل کلي په کچه تصور کړي، خو یو کتاب کولی شي هغه د خپلې استوګنې له کوڅو د نړۍ تر پای پورې ورسوي. کله کله یو شعر یا یوه کیسه ما دې ته هڅوي، چې نړۍ د نانوایۍ په لیکه کې د یوه کډوال سپین ږیري، د یوې یوازې او ناهیلې ښځې، په جګړه کې مات شوي سرتېري او د جګړې په منځ کې د ټپي ماشوم په څېر و وینم او د ژوند واقعیتونه ښه ترا درک کړم. الفاظ د جغرافیې پولې ماتوي او انسان ته تازه لید لوری بښي.
له کتاب او لیکلو پرته نړۍ، هغه ریګي دښتې ته ورته ده، چې د مسافرو د پلو هېڅ نښه په کې نه وي او هر نسل په کې خپلې ورکې شوې لارې په تیارو کې پلې کوي. هېڅ یوه کیسه سبا ته نه رسېږي او هېڅ خاطره د ژوند په حافظه کې نه پاتې کېږي.
له لیکلو پرته، د تېرو او راتلونکو نسلونو تر منځ واټنونه دېوال جوړېږي او وخت لکه بې پوله سیند، هېڅ لاس بل لاس په لرې لسیزو کې نه شي لمس کولی. له لیکلو پرته نړۍ کې، خلک لکه د غمجن سیوري په څېر راتل، پرته له دې، چې د وخت په هینداره کې خپل ځان وګوري، داسې لکه د هر ژوند د تیارې په پای کې یوه لنډه شغله.







