د افغانستان د ښځو سیاسي ګډون شبکې او د افغانستان د ښځو د تاریخ بدلون اعتراضي غورځنګونو د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیز په درشل کې وايي، نړیوالې ټولنې په دې موده کې د افغانستان خلک له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو په پلمه د خپلو سیاسي ګټو قرباني کړي دي.
رخشانه: د افغانستان د ښځو د سیاسي ګډون شبکې د غورځنګ غړو نن (شنبې د زمري ۱۸ مه) په یوه بیانیه کې لیکلي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول ځپلې او هغوی یې د هېواد له ټولنیز، سیاسي او زده کړو چاپېریال څخه لرې کړې دي.
د ښځو د سیاسي ګډون شبکې د اعتراضي غورځنګ په بیانیه کې راغلي:«د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه نړیوالې ټولنې په ډېرې بې پروايۍ سره د افغانستان د ۳۶ میلیونه وګړو برخلیک د یوې ترهګرې ډلې په واک کې ورکړ.
د دغه اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، په هېواد کې د طالبانو څلور کلنه واکمني«له ظلم، وېرې، لوږې، اجباري کډوالۍ، وژنو، زندان، ربړونې، تېریو، سپکاوي او بې عدالتۍ» سره مله وه.
معترضه مېرمنو«د افغانستان د خلکو د رنځ پر وړاندې د بشري خواخوږۍ شعارونه، د ملګرو ملتونو منشور او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې اصول» تبلیغاتي توکي وبلل.
هغوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د طالبانو جنایتونه جنسیتي توپٍیر وپېژني او د دغه ډلې مشران تحریم او نړیوالې محکمې لاندې ونیسي.
معترضه مېرمنو دغه راز له نړیوالې تولنې دا هم غوښتي، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي.
د افغانستان د ښخو تاریخي بدلون اعتراضي غورځنګ هم په اعلامیه کې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي، یادې ډلې په دغه موده کې د میلیونونه وګړو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو، انساني کرامت او اساسي حقونو له پامه غورځولي دي.
هغوی په هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکۍ پر وړاندې د طالبانو پراخه محدویتونو ته په اشارې زیاته کړې:«دا اقدامات د (۱۹۴۸) د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې، د ښځو پر وړاندې د تبعیض لرې کولو (CEDAW)، د نړیوالو مدني او سیاسي حقونو د تړون (ICCPR) او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۲۵ کال د پرېکړه لیک په ځانګړې توګه د ښځو، سولې او امنیت سره په ټکر کې دي.»
د افغانستان د ښخو تاریخي بدلون اعتراضي غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د بیان آزادۍ په سیستماتیک ډول ځپلې، مدني فعالان یې نیولي او شکنجه کړي یې دي.
معترضه مېرمنو د طالبانو له لوري د قومونو او لږکیو ځپنه د هاک نړیوالې محکمې(ICC ) د رم اساس پاڼې پر بنسټ د بشریت پر وړاندې د جنایت ښکاره بېلګه وبلله او ویلي یې دي«نړیواله ټولنه او نړیوال بنسټونه په ډېره بې پروایۍ سره د هغه ارزښتونو د بشپړ پاشل کېدو ننداره کوي، چې لسیزې ورته هڅې شوې وې.
هغوی د نړیوالو حقونو د اصولو او بشري حقونو د الزام راوړونکو قوانینو په استناد«د طالبانو له لوري له بشري حقونو پراخ او سیستماتیک سرغړاوی» په کلکه غندلی دی.
د افغانستان د ښخو تاریخي بدلون اعتراضي غورځنګ غړو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو او د ښخو پر وړاندې د کاري او ټولنیزو عرصو د بېړنۍ پرانستو غوښتنه کړې ده.
هغوی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو په پر مشرانو بندیزونه ولګوي، افغانستان ته د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ولېږي او په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو د مستندولو لپاره د ځانګړی خپلواک کمېسیون جوړ شي.
معترضه مېرمنو د افغانستان د خلکو د رایې پر اساس د یوه پراخ بنسټ عبوري، خلک محوره او مشروع حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي، چې د افغانستان خلک د ترهګرۍ او افراطګرایۍ پر وړاندې یوازې پرېنږدي.







