د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډله: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام په رسمیت وپېژني

15 اگست 2026
د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډله: نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام په رسمیت وپېژني

انځور: ارشیف: رخشانه رسنۍ

د اګست پنځلسمه، پر هېواد د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په مناسبت، د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډلې، له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر نظام په رسمیت وپېژني.

رخشانه: دې بنسټ نن (شنبې د زمري ۲۴ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بشري، بشردوستانه، اقتصادي او ټولنیزو حقونو له ژور او څواړخیزه کړکېچونو سره مخ دی.

د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په منظم ډول ښځې او نجونې له زده کړې، کار او عمومي ژوند څخه محرومې کړې دي.

د اعلامیې له مخې، دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، معترضان او خپل مخالفین په خپل سرې توګه نیولي، شکنجه کړي او کورنۍ یې په وېره کې اچولې دي.

په اعلامیه کې راغلي، طالبانو په دې موده کې د قومي او مذهبي لږکیو او رنګین کمان یا LGBTIQ+ ټولنې ځورولو ته دوام ورکړی او د دې قومي- مذهبي او ټولنیزو ډلو حقونه یې په منظم ډول تر پښو لاندې کړي دي.

د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډلې ویلي، د طالبانو ډلې د ۲۰۲۱ له اګست وروسته، خپل ځپوونکي سیاستونه او اقدامات، په بشپړ خوندیتوب سره تر سره کړي. دې ډلې په خپله پنځه کلنه واکمنۍ کې له سلو زیات فرمانونه صادر کړي، چې اساسي حقونه یې په شدت سره محدود کړي او عدالت او ځواب ویلو تګلارو ته یې لاسرسی په جدي توګه کم کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

دې بنسټ زیاته کړې، د طالب چارواکو له خوا خپل سرو نیونو، ربړونې، په عام محضر کې د دورو وهلو، جبري بې درکه کولو، جبري شړلو او غیر قضايي وژنو په ګډون د سختو او پراخو تاوتریخوالو راپورونه د طالبانو د وحشت او غیرانساني چلند یوه وحشتناکه څېره وړاندې کوي.

د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډله زیاتوي، د جنسیتي هویت پر بنسټ د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو بنسټیز شوی نظام «جنسیتي توپیر» ګڼل کېږي او د نړیوالو قوانینو له مخې باید جرم وګڼل شي.

د دې بنسټ په وینا، د قومي او مذهبي لږکیو په ځانګړې توګه د هزاره ګانو ځورول «د بشریت په وړاندې د جنایت بېلګه» ده. دې بنسټ ویلي، د هزاره ګانو په وړاندې د ځورونې او سیستمایتکو بریدونو مستند شوې بېلګې د «د نسل وژنې جرم ځانګړتیاوې» لري.
دغه بنسټ له دولتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د معافیت د پای ته رسولو لپاره پرېکنده، همغږي او پرلپسې اقدامات وکړي، عاملین یې ځواب ویلو ته چمتو کړي، د افغانستان له خلکو او د هغوی له اساسي حقونو ملاتړ وکړي.

دې بنسټ ویلي، دولتونه او نړیوال بنسټونه باید «کورني قضاوت یا دودیزه نورمونو» ته اجازه ور نه کړي، چې د نړیوالو قوانینو د سرغړونو توجیه کولو لپاره وکارول شي. طالبان باید د دوی د واکمنۍ لاندې تر سره شویو سرغړونو لپاره مسوول وګڼل شي.

‌د افغانستان د ځواب ویونکو څار ډلې له طالبانو سره تعامل باید «د ښځو او نجونو په وړاندې له تبعیض څخه ډکو محدودیتونو د پای ته رسولو، له اساسي آزادیو د ساتنې، د نیولو شویو کسانو د خوشي کولو او د لږکیو او نورو زیان مننونکو ډلو حقونو ته درناوي» پورې مشروط کړي.

دا بنسټ وايي، دولتونه او نړیوال بنسټونه باید د جنسیت پر بنسټ د ښځو او نجونو د ځپلو بنسټیز شوی نظام په رسمیت وپېژني او د هغو سیاستونو د ننګولو لپاره نړیوال میکانېزمونه وکاروي، چې په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې له زده کړې، کار، عمومي ژوند او ټولنې له نورو برخو څنډې ته کوي.

د افغانستان د ځواب ویونکو د څار بنسټ له هېوادونو غوښتي، چې له خطر سره مخ کسانو د جبري نه ستنولو اصل ته ژمن پاتې شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د خلکو په زور ستنولو څخه ډډه وکړي.

دې بنسټ ټینګار کړي، دولتونه باید د یوې جامعې سیاسي پروسې، چې له ښځو، لږکیو، مدنې ټولنې، د بشري حقونو له مدافعانو او د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو څخه جوړه وي، په افغانستان کې د حکومتولۍ اوسني کړکېچ ته د رسیدګۍ څخه ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه