د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه

16 اگست 2026
د اګست ۱۵ مه، افغان وګړو د المان فرانکفورت کې اعتراضي غونډه وکړه

انځور: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی

المان کې مېشت یو شمېر افغان وګړو او فعالانو، پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعتراضي غونډه کې د طالبانو له سیاستونو و محدودیتونو سره خپل مخالفت اعلان کړ.

رخشانه: د دې اعتراضي غونډې ګډنوالو پرون شنبې د (زمري ۲۴ مه) د ۲۰۲۱ د اګست۱۵ مه، «د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ» وبلله.

فعالانو او افغان وګړو «طالبانو ته نه»، «طالبان ترهګر دي» او «طالبان په رسمیت مه پېژنۍ» شعارونو په ورکولو سره، د طالبانو له پالیسیو او محدودیتونو سره خپل مخالفت وښود.

د دې اعتراضي غونډې ګډنوالو همدارنګه د «تحصیل، کار، آزادۍ» او «ډوډۍ کار، آزادۍ» په شعارونو ورکولو سره، د هېواد له ښځو او نجونو خپل ملاتړ اعلان کړ.
معترضانو له نړیوالې ټولنې د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار او د مدني آزادیو او بشري حقونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

دوی له نړیوالې ټولنې، دولتونو او د نړیوالو بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې طالبان د افغانستان د خلکو د حقونو د مراعت کولو پرته په رسمیت ونه پېژني.

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې سره سم، خلکو په بېلا بېلو هېوادونو کې د اعترضي غونډو په جوړولو سره، د افغانستان د خلکو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

طالبانو پرون د زمري ۲۴ مه، د خپلې «فتحې ورځې» په توګه یاده کړه او دا ورځ یې واک ته د بیا رسېدو په دلیل په ټول هېواد کې ولمانځله.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو تخار کې یوه ښځینه شاعره نیولې او زنداني کړې

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې په هېود کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو سخت محدودیتونه لګولي دي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه
خبر

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

1 اکتوبر 2026
د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه