د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو څار ډله: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ لا هم پراخه دی

15 اگست 2026
د بشري حقونو څار ډله: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ لا هم پراخه دی

انځور: رخشانه رسنۍ

د بشري حقونو د څار سازمان پر افغانستان د طالبانو د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، په دې هېواد کې د بشري حقونو کړکېچ لا هم پراخ دی او دې ډلې «په دې اوږده تاریخ پورې له بشري حقونو نوې سرغړونې او کړاونه ور زیات کړي دي.»

رخشانه: دې سازمان نن (شنبې د زمري ۲۴ مه) په یوه راپور کې وايي، طالبانو په خپلو سختو سیاستونو سره، افغانستان په نړۍ کې، په ځانګړې توګه د ښخو او نجونو لپاره د بشري حقونو په یوه نوي کړکېچ بدل کړی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې راغلي، طالبانو په دې موده کې، ښځې او نجونې خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو ته له لاسرسي بې برخې کړې، خبریالان او رسنیز فعالان یې نیولي او زنداني کړي دي.

راپور وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د مخکني حکومت لسګونه کارکوونکي او امنیتي سرتېري، د طالبانو د جبري ورکېدو او غیرقانوني وژنو قرباني شوي دي.

د راپور له مخې، له افغانستان سره د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته، د دې هېواد نیمايي وګړي د خوراکي او روغتیايي توکو مرستو ته اړتیا پیدا کړې ده. له ۳.۷ میلیونه زیات ماشومان په حاده خوارځواکۍ اخته شوي او روغتیايي خدمات سخت کمزوري شوي دي.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي، د طالبانو واک ته له بیا راستنېدو وروسته، له ځنډ پرته د خپلواکو رسنیو محدودول پیل کړل. د دې ډلې ځواکونه خبریال تر وهلو ټکولو لاندې او ونیول، په راپور ورکولو یې محدودیتونه ولګول او د خبرونو خونې یې تر څار لاندې ونیوې.

دې بنسټ زیاته کړې، د دې محدودیتونو په ترڅ کې، افغانستان کې لسګونه رسنۍ وتړل شوې او ډېری خبریالانو هېواد پرېښود او یا له کاره لاس په سر شول. ښځینه خبریالان په رسنیو کې یا د خبرونو په خونو کې له شتون ته څنډې ته کړای شوې.

د بشري حقونو څار ډلې په خپل راپور کې د ښځو اعتراضي غونډو جوړېدو ته هم اشاره کړې وايي، ښځو پر زده کړو، کار او عمومي فضا کې د محدودیتونو له لګولو وروسته، د «ډوډۍ کار او آزادۍ» شعارونو په ورکولو سره میدان ته راووتې.

دې بنسټ ویلي، افغان معترضه مېرمنې د طالبانو د حاکمیت په وړاندې د مقاومت په څېرو واوښتې او طالب ځواکونو یې په ځواب کې له تاوتریخوالي، وهلو ټکولو، ګواښلو او خپل سرو نیونو کار واخیست.

د بشري حقونو څار ډلې په خپل راپور کې، په افغانستان کې ترانس جندر وضعیت ته هم کتنه کړې وايي، دا کسان د طالبانو له بیا راتګ وروسته له پراخو ګواښونو او ځورولو سره مخ شوي او ډېری هغو یې هڅه کړې، چې هېواد پرېږدي.

دې بنسټ ویلي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د قوانینو او فرمانونو یوه ټولګه وضع کړې، چې ښخې او نجونې تر ډېره د دوی د جنسیت په دلیل له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي. د بشري حقونو څارډلې زیاته کړې، له خپلو حقونو د ښځو پراخ او منظم محرومیت، د بشريت په وړاندې د جرم او جنسیتي ځپنې بېلګې دي.

د بشري حقونو څار ډلې ویلي، د افغانستان د روغتیايي سیستم کړکېچ د اقتصادي سقوط، د مرستو کمېدل او د طالبانو د محدودیتونو تر ټولو څرګندې پایلې دي. د بودیجې د کمېدو له امله روغتیايي مرکزونه د اړینو درملو او طبي توکو له کمښت سره مخ دي.

دې بنسټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د کډوالو پراخې ستنېدنې ته هم اشاره کړې وايي، داسې هېواد ته، چې په کې د ځورولو، څارلو، ربړولو یا نورو جدي ګواښونو خطر په کې وي، په زور د کسانو لېږل د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

د بري حقونو د څار سازمان ویلي «نړیوالې غندنې کافي نه دي» او دولتونه باید طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو پای ته رسولو لپاره تر فشار لاندې ونیسي.
دا بنسټ وايي، نړیواله ټولنه باید د «ملګرو ملتونو د نویو خپلواکو تحقیقاتي میکانېزمونو او د جرمونو نړیوالې محکمې د روانو څېړنو له لارې» په افغانستان کې د طالبانو د ځواب ویلو او عدالت ته د رسېدو د هڅو ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو څار ډلې زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید د آلمان، کاناډا، استرالیا او هالنډ د هغه نوښت ملاتړ وکړي، چې طالبان د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون د سرغړونو له امله مسوول ګڼي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالب ځواکونو خوست کې دوولس خبریالان په «سپکوونکې توګه» د یوه نندارتون پر مهال نیولي

اوچا: افغان ماشومان د زده کړو لپاره له ګڼو خنډونو سره مخ دي

دې بنسټ ویلي، دا ډاډ باید تر لاسه شي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري غبرګونو پلان په بشپړه توګه تمویل شوی او دا مرستې ښځو، نجونو، معلولینو او نورو له ګواښ سره مخ ټولنو ته رسېږي.

د بشري حقونو څار ډلې ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د خلکو جبري ستنول ودروي او له پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره خوندي او قانوني لارې برابرې کاندي.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني
خبر

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

8 سپتمبر 2026
افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی
خبر

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

8 سپتمبر 2026
بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه