د خپلواکۍ پر لور د ښځو اعتراضي غورځنګ پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په درشل کې ویلي، د افغانستان د خلکو په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا، د بشري حقونو نړیوالو اصولو ته د نه پاملرنې په مانا ده.
رخشانه: د دغه اعتراضي غورځنګ غړو نن (یکشنبې د زمري ۱۹ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، افغان وګړي په تېرو څلورو کلونو کې د دوامداره، سیستماتیکو او پراخو بشري حقونو د سرغړاویو شاهدن وو.
د دې اعتراضي غورځنګ په اعلامیه کې راغلي:«د [ طالبانو په واکمنۍ کې] ښځې، قومي او مذهبي لږکي، د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او ځوان نسل یا چوپ کړای شوي، یا د زندان د دیوالونو، جلا وطنۍ او په مرګ ورک شوي دي.»
معترضه مېرمنو، د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو او اساسي خپلواکیو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدویتونو ته په اشارې ویلي، دغه محدویتونه په «ښکاره توګه د سازمان شوي جنستي توپير او په بشپړه توګه د انساني کرامت سره د ژوند کولو حق تر پښو لاندې کول دي.»
هغوی زیاته کړې، پر افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې«قومي لږکي په ځانګړې توګه هزاره ګان او د تشیع مذهب لارویان تر مرګونو بریدونو، اجباري کډوالۍ، د املاکو مصادرې او سیستماتیک توپیر چلند لاندې راغلي دي.»
د خپلواکۍ پر لور د ښځو اعتراضي غورځنګ زیاته کړې، طالبانو نه یوازې د سمون، خبرو اترو او روغې لپاره کوم ګام نه دی اخیستی، بلګې د هر ډول ګډون دروازې یې د خلکو پر مخ تړلې او ځپلو او ځان غوښتنې ته یې زور ورکړی دی.
د دغه اعتراضي غورځنګ غړو د «افغانستان په اړه د نړیوال سیاست د بدلون» غوښتنه کړې وايي، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او لږکیو حقونو ته د درناوي په موخه باید په طالبانو دیپلوماتیک فشارونه راوړل شي.
هغوی په افغانستان کې د یوه مشروع او د خلکو په خوښه دولت د جوړېدو لپاره د پراخې او رڼې سیاسي کړنلارې د رامنځ ته کېدو غوښتنه هم کړې ده.
د « لږکیو په ځانګړې توګه د هزاره او شعیه ټولنې په وړاندې د جنایتونو نړیواله پلټنه او د هغو د عاملانو ځواب وینه» د معترضه مېرمنو بله غوښتنه ده.
د خپلواکۍ پر لور د ښځو اعتراضي غورځنګ، د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او د ښځو حقونو د مدافعینو د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.
هغوی په پای کې«له هر ډول نړیوالې رسمیت پېژندنې څخه د طالبانو محرومولو او د قاتلینو او بشري حقونو د سرغړونکو په توګه نړیوالې محکمې ته د هغوی د دوسیو په سپارلو» ټينګار کړی دی.







