د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هلمند کې ماین چاودنو د یوه ماشوم ژوند واخیست

14 جون 2026
هلمند کې ماین چاودنو د یوه ماشوم ژوند واخیست

انځور: ټولنیزې شبکې

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دې ولایت سنګین ولسوالۍ کې د دوه کړۍ پخوانیو ماینونو په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا دوه کړۍ ماینونه نن سهار (شنبې د غبرګولي ۲۳ مه) د سنګین ولسوالۍ (مجید چوک او آب ژرندي» کې په دوه جلا پېښو کې چاودلي دي.

خبرپاڼه کې راوړل شوي، یوه کړۍ پخوانی ماین نن د سنګین ولسوالۍ «مجید چوک» کې چاودلی، چې په ترڅ کې یې څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا ماشومان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

خبرپاڼه وايي، په یوه بله پېښه کې هم یوه کړۍ پخوانی ماین، نن سهار ۱۰ بجې د سنګین ولسوالۍ «آب ژرندې» سیمه کې چاودلی دی.

سرچینه کاږي، په دې ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د دې پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

دې ریاست د یادې پېښې د ټپیانو د عمر او جنسیت په اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

«لېوره ته کېناستل» هغه دود چې لا هم له ښځو قرباني اخلي

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د «توپ» د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله، د پنځو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او څلور نور ماشومان ټپیان شوي وو.

د یوناما د راپور له مخې، افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

اړوندې لیکنې

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

هزاره ګان او طالبان: آیا قومي پاګونه دوام لري؟ (وروستۍ برخه)

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی
دسته‌بندی نشده

د برچي په لین د «ټونس» موټرونو بندول او د ښځو لپاره بل سرخوږی

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه