د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له ایران نه په زور ایستل او د بې وزلۍ او طالبانو تر بدمرغه سیوري لاندې ژوند،«مېړه وکړه ځکه پیسو ته اړتیا لرم»

۲۳ زمری ۱۴۰۴
له ایران نه په زور ایستل او د بې وزلۍ او طالبانو تر بدمرغه سیوري لاندې ژوند،«مېړه وکړه ځکه پیسو ته اړتیا لرم»

د انځور ښي لور ته په(مستعار نوم) هاجر او چپ لور ته په (مستعار نوم) نرګس: رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی انځور

آزاده تران

«ټولې هغه پيسې چې موږ کور پرې ګرو کړی وو، ایران کې د کور په څېښتن پاتې شوې، دلته هېڅ شی نه لرو، نه زدکړې شته او نه هم کار، اوس مې پلار ما او خور ته مې وايي، تاسو ودوم تر څو مو په پیسو کور واخلم.» دا خبرې په ارامه توګه چې د ناهیلۍ ښکارندوی دي په خوله راوړي.

دا په (مستعار نوم) د ۱۹ کلنې مریم او د روشن په(مستعار نوم) د هغې د خور د ترخه برخلیک خبرې دي.

مریم او روشن د چنګاښ په میاشت کې له خپلې کورنۍ سره له ایران څخه تر جبري ایستو وروسته افغانستان ته راغلې او اړ شوې، چې د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې ژوند وکړي.

دغه دوې خویندې له خپلې کورنۍ سره د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم ایران ته کډوالې او د ایران په قم ښار کې مېشت شوې، خو له ایران څخه د افغان کډوالو په زور ایستلو  څپې په ترڅ کې بېرته افغانستان ته راستنې شوې او د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې ژوند کوي.

د ایران دولت د نوي کال په پیل سره د سږ کال (۱۴۰۴) د چنګاښ تر پنځلسمې، قانوني اسناد نه لروونکو کډوالو ته وخت ورکړی وو تر څو دا هېواد پرېږدي، خو د سږ کال د غبرګولي په ۲۳ مه پر ایران د اسرائیلو تر ۱۲ ورځني برید وروسته د کډوالو ایستلو لړۍ زور وموند.

د ښځو او ماشومانو په ګډون هره ورځ زرګونه کسان پر پولو افغانستان ته اوړي او دا مهال هم له ایران څخه د کډوالو ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده، د ایراني سرچینو په حواله تر اوسه پورې له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال ایستل شوي دي.

د ایران او پاکستان څخه د ګډوالو ایستلو زیاتې اندېښنې رامنځ ته کړې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې اعلان کړی، چې ښځې او نجونې، د بې وزلۍ، کم عمره ودونو او زور زیاتي د ګواښونو له زیاتوالي سره مخ دي.

نرګس او خور یې هم وايي، افغانستان ته په ستنېدو سره د بېوزلۍ او د پلار له لوري د اجباري ودونو تر فشار لاندې دي.

نرګس رخشانې رسنۍ ته و ویل:«پلار مې وايي، مېړه وکړۍ، ځکه پیسو ته اړتیا لرم، مور مې هم وايي، نجلۍ چې څومره [وړه ] ناوې شي همدومره نېکبخته کېږي، هېڅوک زموږ خبرې نه مني.»

نرګس له خپلې کورنۍ سره د سږکال (۱۴۰۴) په چنګاښ میاشت کې افغانستان ته راستنه شوې ده او وايي، له خپلوانو یې یو کس د دې په مرکه راغلی وو او پلار یې هغې او خور ته انتخاب ورکړی، چې یوه باید واده کولو ته غاړه کېږدي.

نرګس چې پر تلېفون یې په غږ کې ناهیلې او بې وسي له ورایه ښکاري وايي، د طالبانو د واکمنۍ تر «بدمرغه» سیوري لاندې ستنېدل په خپله یو خوب دی، څه دا چې د بې وزلۍ په خاطر واده کولو ته هم اړ شې.

هغې ویلي دي:«دلته زده کړې او آزادي نشته، بهر ته نه شو تلای، طالبان ټولې نجونې بندیانوي، دا په رښتیا وېروونکې ده، همدا د ښوونځیو تړل کېدل خپله د نجونو لپاره بلا ده، اوس بیا دا د دې لامل شوی، چې ټول غواړي نجونې باید مېړونه وکړي.»

اوس مهال د طالبانو واکمني څلور کلنه شوه، هغه واکمني، چې له لومړۍ ورځې یې د بنسټ ډبره د ښځو لپاره په محدودیتونو او مخنیویو اېښودل شوې ده، د کار، زده کړو، ټولنیزې خپلواکۍ حق اخیستل، د تاوتریخوالي زیاتوالی، اجباري ودونه او د رواني روغتیا ستونزې د ښخو او نجونو د دردوونکي ژوند د واقعیتونو یوه برخه ده.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په درشل کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی، چې طالبان له عمومي ژوند څخه د ښځو لرې کولو موخې ته نېږدې ښوي دي.

یاد بنسټ ویلي، طالبانو پر افغانستان په خپله څلور کلنه واکمنۍ کې «د ګڼو کړنلارو پر مټ افغان مېرمنې او نجونې له خپلو حقونو او وقار څخه محرومې کړې دي.»

مریم او روشن وايي، د دې لپاره چې د زده کړو فرصت له لاسه ورنه کړي، ایران ته کډه شوې، هغوی ایران کې د افغان زده کوونکو لپاره په یوه ځانګړي شوي خصوصي ښوونځي کې زده کړې کولې.

سره له دې، چې نرګس په ایران کې د یوې کډوالې په توګه له دې سره د شوي ناسم چلند څخه له درده ډک زړه لري خو وايي، لږ تر لږه  هلته یې زدکړې کولی شوای«په لارو، په ښار، په پارک او ټولو ځایونو کې موږ ته سپکاوی کېده، د بېلګې په توګه ویل به یې، افغانانو زموږ هېواد اشغال کړی. یا به یې ویل، کثافت، خو بیا هم موږ خوښ وو چې زده کړې کوو او خپلو هیلو ته رسېږو.»

خو اوس د نرګس او خور ورځې یې د غالۍ اوبدلو  کڼي کې خاورې کېږي.

ډېری نجونې نرګس او روشن ته ورته کیسې لري. ۱۹ کلنه ستاره تازه له ایران څخه راستنه شوې ده، ستاره دوه کلنه وه، چې کورنۍ یې ایران ته کډه وکړه، هغې تر لسم ټولګي پورې په ایران کې زده کړې کړې او په پای کې له دغه هېواد څخه و ایستل شوه.

ستاره وايي، سره له دې، چې ایران کې يې په سختو شرایطو کې زده کړو ته دوام ورکړی وو، خو د شپې به یې د جامو جوړولو په کارخونه او یا هوټل کې کار کاوه، ستاره له خپل زاړه پلار او مور سره ژوند کوي او د کور ډوډۍ راوړونکې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

ستاره افغانستان ته تر راستنېدو وروسته اندېښمنه او نارامه ده:«نه زده کړې شته او نه کار، کاش چې کار وای، اوس څنګه او په کوم پیسو زه له پلار او مور څخه ساتنه وکړم؟»

۶۸ کلنه ګلثوم د ستارې مور ده، هغه چې په لړزېدلي غږ خبر کوي وايي:«له ایران نه چې راغلي یو د خپلوانو کره اوسېږو، د ژوند لپاره ځای او پیسې نه لرو، خاوند مې د ملا درد لري، کار نه شي کولی، د لور لپاره مې کار نشته، چې لږ تر لږه یې زموږ د خوړ لپاره پیسې پیدا کولی، اوس دلته د خلکو په کور کې لاس تر زنې ناست یو.»

ستاره په داسې حال کې، چې اوښکې یې پر سترګو ډنډ دي وايي«حیرانه یمه چېرته لاړ شو، اصلآ د نجونو لپاره کار نشته، ما زده کړې او ښوونځی پرېښود، کاش د کار زمینه راته برابره وای، تر څو مې خپل او د کورنۍ لګښتونه راوړلی.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راپدېخوا له ۲.۴۳ میلیونه څخه زیات بې اسنادو کډوال، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

۱۸ کلنه هاجر له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، میاشت وړاندې له ایران څخه افغانستان ته راستنه شوې ده، هغه له خپلې کورنۍ سره د کابل په لوېدیځ کې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي، هاجر دوه کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره د یوې ښې راتلونکې په خاطر افغانستان د ایران په مقصد پرېښود.

هاجر زیاتوي، سره له دې چې ایران کې مې ګڼې ستونزې زغملې، خو دا چې زده کړې مې کولې خوښه وم، خو له دې هېواد تر ایستلو وروسته هاجر او خور یې په افغانستان کې د نجونو له هغه کاروان سره یو ځای شوې، چې له زده کړو پاتې دي.

د هاجر شته ناشته ټول په ایران کې پاتې دي، د هغې ودانۍ څښتن چې دوی په کې ژوند کولو د کور د ګروۍ پیسې هم نه دي ورکړې، له همدې امله د هغې کورنۍ په سختو اقتصادي ستونزو کې راګیر ده، هاجر و ویل، دا چې تر نورو شپږو خویندو مشره ده، نو په وار وار یې کورنۍ ور تر غوږ کړې، چې باید د واده لپاره چمتوي وي:«کورنۍ مې وايي، اوس زده کړې نشته، پېغله شوې یې، باید په ښه نوم مېړه وکړې او خپل ژوند ته ولاړه شې.»

د هاجر په وینا، هغه نجونې، چې د طالبانو د واکمنۍ او افغاني دودیزه ټولنې تر سیوري لاندې ژوند کوي، د اجباري واده کولو پرته بله لار نه لري:«اوس چې افغانستان ته راغلې یم، کورنۍ مې غواړي په زور مې واده کړي.»

راپورونه ښيي، چې له ایران نه په راستنو شویو کې یو پر درېیمه او له پاکستان نه په راستنو شویو کې نیمه برخه ښځې دي.

۵۰ کلنه کبرا  د دریو ۱۶، ۹ او ۶ کلنو لوڼو مور ده، کبراه له خپلې کورنۍ سره یو ځای د چنګاښ په ۱۰ مه له ایران څخه افغانستان ته بېرته راستنه شوې ده، هغوی اوس په کابل کې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.

کبرا وايي، د طالبانو په لاس د افغانستان تر پاشل کېدو وروسته یې کابل کې د خپل کور ټول توکي وپلورل او ایران ته کډوال شول، په دې تمه چې لونې یې روښانه راتلونکې ولري.

د هغې په وینا، په ایراني ښوونځیو کې یې د لوڼو نوم لیکنه آسانه کار نه وو، باید په ډېرو ادارو ګرځېدلې وای او د هرې تاییدۍ لپاره یې پیسې ورکړې وای. د کبراه په خبره، له زیاتو هڅو وروسته وتوانېده، چې لوڼې یې په ښوونځي کې زده کړې وکړي او دا یې د خوښۍ لامل شو، خپله هم د ګټې لپاره په بڼ کې د میوې په چیندلو بوخته وه، خو په ایران کې له درې کلونو وروسته د استوګنې سند نه نوي کېدو له امله د ایران د دولت له لوري و ایستل شول.

د کبرا یوې لور تر اتم ټولګي او بلې یې تر درېیم ټولګي پورې په ایران کې زده کړې کړې دي، خو افغانستان ته په راستنېدو سره د کبرا مشره لور هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نورو نجونو په څېر له زده کړو بې برخې کړای شوې ده.

کبرا وايي، دا چې مشره لور یې نه شي کولی زده کړې وکړي، ناهیلې شوې او اندېښنه لري، داسې نه چې د لور راتلونکې یې د دې په شان له بې سوادۍ او بېوزلۍ سره غوټه شي. کبرا وايي، د اقتصادي ستونزو له امله، ان نه شي کولی خپلې لوڼې د زده کړو مرکزونو ته ولېږي:«ښوونځی خو نشته، د اقتصادي ستونزو له امله یې کورسونو ته هم نه شم لېږلی، چې پیسې وي نو د دوی زده کړو ته به پام لرنه وکړم، پیسې چې نه وي هېڅ کار نه کېږي، موږ دومره پیسې نه لرو، چې ژوند پرې وکړو.»

اړوندې لیکنې

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه
دسته‌بندی نشده

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه
خبر

غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي
خبر

طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه
دسته‌بندی نشده

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده
خبر

طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه