د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په درشل کې د ښځو سلګونه اعتراضي غورځنګونو، مدني او سیاسي بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو په یو ګډ پرېکړه لیک کې اعلان کړی، چې دولتونه د له طالبانو سره د تعامل پر ځای له افغان وګړو سره د انتقالي حکومت په رامنځ ته کولو خبری اترې وکړی.
رخشانه: په دې ګډ پرېکړه لیک کې چې نن (پنشنبې د زمري ۲۳ مه) خپور شوی راغلي، پر هېواد د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې ښځې په بشپړه توګه له زده کړو، کار او په عامه ځایونو کې له شتون څخه لرې کړای شوې دي.
هغوی دغه راز ویلي، د طالبانو په څلورکلنه واکمنۍ کې« ماشومان د ترهګرۍ زده کړو ته اړ کړای شوي او د سیمې او نړۍ لسګونه ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون او فعالیت لري.»
په پرېکړه لیک کې راغلي، په دې څلورو کلونو کې« د بیان آزادي له منځه وړل شوې او د افغانستان بېلا بېل توکمونه په ځانګړې توګه، قومونه او مذهبونه له جوړ شوي توپیري چلند، اجباري کډوالۍ، ځمکو د غصب او سیستماتیک تاوتریخوالي سره مخ دي او میلیونه تنه کډوالۍ ته اړ شوي دي.»
معترضو مېرمنو او مدني فعالانو له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ ایستلو ته په اشارې وايي، زرګونه پخواني نظامي ځواکونه، سیاسي فعالان او خبریالان د دغه ډلې تر څار، نیولو او وژلو لاندې دي.
هغوی دغه راز ویلي، د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو بشري حقونو د اعلامیې، ژنو کنوانسیون او د ښځو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي کنوانسیون(CEDAW) د اصولو پر بنسټ د طالبانو کړنې له هغې جملې جنسیتي توپير، د لږکیو حذفول او هدف لرونکی تاوتریخوالی کېدای شي د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د بنسټ پاڼې د ۷ مې مادې پر اساس باید د بشریت پر وړاندې جنایت او جوړښتي ترهګري وبلل شي.
معترضو مېرمنو او مدني فعالانو خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل، همکاري یا ورسره اړیکې عادي کول به د «دغه ترهګرې ډلې» جنایتونو ته مشروعیت ورکول وي او هغه دولتونه چې دا لار نیسي، نه یوازې خپلې نړیوالې ژمنې ماتوي، بلکې د یوه ترهګر نظام په پياوړي کولو کې برخه اخلي.»
هغوی ټینګار کړی، چې هېڅ یو دولت باید طالبان په رسمیت ونه پېژني او هېوادونه او نړیوالې محکمې مسوولیت لري، تر څو په افغانستان کې جنیستي توپیر په رسمیت وپېژني.
د هغوی په وینا، پر طالب مشرانو باید هر ډول مرستې ودرول شي او بشردوستانه مرستې باید د رڼو او ځواب ویوونکو کړنلارو پر بنسټ افغانستان ته ولېږل شي.
د افغان کډوالو د اجباري ایستلو مخنیوی او ښځو، ماشومانو او فعالانو د خوندیتوب په ملاتړ د هېوادونو له خوا د کډوالۍ سیاستونو جوړول د متعرضو مېرمنو او مدني فعالانو نورې غوښتنې وې.
معترضو مېرمنو او مدني فعالانو په پای کې ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه، د جرمونو نړیواله محکمه او د بشري حقونو مسوول بنسټونه، باید د طالبانو د جنایتونو د پلټنې او څار لپاره سمدستي او الزامي کړنلارې رامنځ ته کړي او د قربانیانو او په خطر کې کورنیو ملاتړ وکړي.
د بلخ ولایت د معترضو مېرمنو غورځنګ هم په یوه سمبولیک اعتراض حرکت کې د زندانونو تر شاه د طالبانو د ښځو ضد پالیسو سره مخالفت وکړو.
هغوی په دې سمبولیک اعتراضي یون کې د طالبانو د مشر د استبدادي فرمانونو سره، چې د دوی د کار له لاسه ورکولو لامل شوي خپل اعتراض څرګند کړ.







