د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو څلور کلونو اعتراضونو ته کتنه، طالبانو ته د مشروعیت بښلو باندې کاري ګوزار

۲۴ زمری ۱۴۰۴
د ښځو څلور کلونو اعتراضونو ته کتنه، طالبانو ته د مشروعیت بښلو باندې کاري ګوزار

مژده محمدي

په تېرو څلورو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د هېواد ښځو او نجونو د دې ډلې د سختې ځپنې او ظلم سره سره له خپلو اعتراضو  لاس نه دی اخیستی.

د ښځو لسګونو اعتراضي غورځنګو د نابرابرۍ تر پای ته رسېدو پورې درېدو، په ګډ شعار سره یې عدالت غوښتنې ته دوام ورکړی، خو په مقابل کې يې طالبانو پر واټونو د ښځو اعتراضونه سخت ځپلي او لسګونه ښځې یې زندان ته لېږلې دي، ربړونه، بد چلند او جنسي ځورونې د طالبانو په بند کې د اعتراض کوونکو ښځو د تجربو او کیسو  یوه برخه جوړوي.

وړاندې د بېښې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، د طالبانو په بندخونو کې معترضې ښځې تر ربړونې او بد چلند لاندې دي.

ان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو په زندانونو کې پر ځینو ښځو او نجونو جنسي تېری شوی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ هم وايي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو د سوله ییزو لاریونونو پر وړاندې د دې ډلې غبرګون ظالمانه وو.

خو ښځو د طالبانو ټولو ځپنو سره سره هېڅکله د طالبانو د ښځو ضد کړنلارو څخه شاتګ نه دی کړی. د ښځو د حقونو فعالان وايي، د ښځو پرلپسې او غلي اعتراضونه د طالبانو حاکمیت ته د مشروعیت ورکولو په وړاندې یو لوی خنډ دی.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې یوازې د روسیې له خوا په رسمیت وپېژندل شو او تر اوسه بل هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د طالبانو پر وړاندې اعتراضونه لا هم دوام لري او د شنوونکو په اند دا د فشار راوړلو یو له هغو لاملونو دی، چې کولی شي له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل راکم کړي او دغه راز په رسنیو کې د هغو پوښښ یو له هغه واقعیت یادونه ده، چې طالبانو ښخې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې کړې دي.

رخشانه رسنۍ په دې راپور کې د اګست د ۱۵ مې او پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ د پیل او د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د ښځو څلور کلنه درېدنه بیانوي.

طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په وړاندې

شنوونکي باوري دي، چې طالبانو په دې څلورو کلونو کې هڅه کړې خپل د ښځو ځپلو ذهنیت ته پراختیا ورکړي، خو د ښځو اعتراضونه د طالبانو د ماتې، مشروعیت نه تر لاسه کولو  او په رسمیت نه پېژندلو یو له اصلي لاملونو دی.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشرې شهزاد اکبر د طالبانو پر وړاندې د ښځو د څلورکلنې مبارزې په درشل کې رخشانې رسنۍ ته و ویل، د ښځو لپاره شرایط نه یوازې ښه شوي نه دي، بلکې ورځ تر بلې خراب شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د څلورکلنې واکمنۍ په درشل کې د ملګرو ملتونو د ښڅو څانګې (UN Women) هم ویلي، طالبان له عمومي ژوند نه د ښځو لرې کولو موخو پلي کولو ته نېږدې شوي دي.

یاد بنسټ د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت لا بدېدو ته په اشارې ویلي«طالبانو د کړنلارو په یوې سترې څپې سره افغان ښځې او نجونې له خپلو حقونو او وقار څخه محرومې کړې دي.»

مېرمن اکبر په ټينګار سره وايي، دا وضعیت په داسې حال کې دوام لري، چې طالبان د افغانستان دننه او بهر پراخو هڅو سره د ځینو هېوادونو لکه روسیې له لوري په رسمیت پېژندل کېږي، داسې یوه مساله چې د هغې په باور د طالبانو پر وړاندې د باخبره او مسوولو ځواکونو د پراخې همغږۍ اړتیا دوه برابره کوي.

شهزاد اکبر و ویل:«راځۍ پام وکړو، د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د ننه او بهر د مدافعینو، پوهو او وجدان لرونکو کسانو د یوې لویې ټولګې د راټولولو لپاره څومره وخت نیسي او په دې موضوع د یوې اوږمهاله کړنلارې په توګه تمرکزو وکړو.»

هغه اشاره کوي، چې طالبان په دوی پورې اړوند مدرسو، رسنیو او ټولنیزو پاڼو په رامنځ ته کولو سره هڅه کوي، ښخې ځپوونکی ذهنیت د افغانستان په عمومي ذهنیت واړوي، خو د ښځو اعتراضونه دا روښانه پیغام لري: چې اوسنی وضعیت د نه منلو او له انساني او اسلامي اصولو سره هېڅ اړخ نه لګوي.

په همدې حال په تېرو څلورو کلونو کې ښځو له شته فشارونو لکه ځپل، ربړونه او اجباري ورکېدنه سره سره خپل اعتراضي غږ پورته کړی او دې د طالبانو پر وړاندې مبارزه کې رغنده رول درلود.

په دې اړه نور ولولئ...

ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه

ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي

شهزاد اکبر خبرداری ورکوي:«که د هېواد د ننه ښځې اعتراض ونه کړي، نو په داخلي، سیمه ییزه او نړیواله کچه خواخوږي او راټولېدنه امکان نه لري او د دغه اعتراضونو نه شتون به د طالبانو رسمیت پېژندنې او عادي کولو بهیر لا ګړندی کړي.»

د افغانستان د پارلمان پخوانی غړې او ناروې کې پخوانی سفیرې شکریې بارکزی هم له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، د ښخو اعتراضونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې برخه کې د ماتېدو او د هغوی د څنډې ته کېدو د زیاتوالي لامل شوي دي.

هغه وايي« که څه هم د نړیوالې ټولنې لید لوری روڼ او ارزښت محوره نه وو، خو د طالبانو پر وړاندې د معترضو نجونو د مقاومت کیسې او د بشري او ښځو د حقونو د سرغړاویو خپرېدا د دې لامل شوې، چې نړیواله ټولنه دغه موضوعات له طالبانو سره په تعامل کې د مخکني شرط په توګه وړاندې کړي او د رسمیت پېژندل رد، اقتصادي بندیزونه زیاتېدل او د طالب مشرانو پر سفرونو محدودیتونه زیات کړي.

مېرمن بارکزۍ ټینګار کوي، چې د ښځو شتون او فعالیتونو، پر واټونو له لاریونونو نیولې، تر خبریالانو او سیاسي استازو پورې د طالبانو په کورني او نړیوال دریځ نېغ اغېز کړی دی:«پر واټونو د ښځو له لاریونونو نیولې، تر خبریالانو، مدني فعالانو او سیاسي استازو پورې په مستقیم ډول د هېواد د ننه او بهر د طالبانو په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي دريځ اغېږه کړې ده.»

د افغانستان د استازو جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي هم له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، افغان مېرمنې په سختو، ټولنیزو او رواني شرایطو کې په بېلا بېلو لارو خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی.

مېرمن کوفي وايي، ښځې او نجونې د خپلو حقونو او خپلواکیو له لاسه ورکولو سره د طالبانو  د فشارونو پر وړاندې مبارزه د دې ډلې پر وړاندې درېدل بولي.

هغې و ویل:«ښځې او نجونې له ما سره خبرو کې وايي، چې دوی خپل حقونه او خپلواکۍ له لاسه ورکړې او اوس د لاسه ورکولو لپاره څه نه لري او باید مقاومت وکړي.»

مېرمن کوفي زیاتوي:«د افغانستان د ننه زموږ خویندې ځینې وختونه له دې امله چې تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی، فکر کوي، چې دا د هر څه پای دی، ولې زه باور لرم، چې یوه ورځ به بیا د هغوی امیدونه او ارزوګانې وغوړېږي، خو موږ باید مقاومت وکړو.»

فوزیه کوفي چې د جمهوریت په دوران کې د طالبانو سره د خبرو اترو د پلاوي غړې وه ټينګار لري، چې اوسنی وضعیت تر ډېره بریده د نړیوالو سیاستونو له امله رامنځ ته شوی دی، چې د هغو بدلون دوامداره کار او د هېواد د ننه او بهر کې د ښخو همغږۍ ته اړتیا لري.

هغې و ویل:«زموږ درېدو اغېز درلود، خو د افغانستان پر کلي بدلون یې کوم تغیر نه درلود، ځکه د نړۍ پالیسي دا نه ایجابوي، تمه لرم، چې په دوامداره کار او همغږۍ سره موږ وکولی شو، په نړیوالو کړنلارو کې بدلون راولو، ځکه نړۍ هم ډېری وختونه خپل لومړیتوبونه او ګټې پالي خو یوازې د افغانستان خلک نه دي توانېدلي، چې خپلې ګټې وپېژني.»

د ښځو د اعتراضي غورځنګونو فعالان په دې باور دي، چې د ښځو لاریونونه د ناامیدۍ په منځ کې د هیلو یوه دریڅه ده.

د ښخو د تاریخ د بدلون غورځنګ مسووله رقیه ساعي وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو اعتراضونو د افغانستان د خلکو او ښځو د وضعیت په بدلون کې په هغه کچه رول نه درلود او یوازې یې د دغه ډلې مشروعیت تر سوال لاندې راوستی دی.

مېرمن ساعي و ویل:«د طالبانو ډلې د ښځو اعتراضونه په ځانګړې توګه په واټونو لاریونونه ځپلي، معترضې ښځې او نجونې یې نیولې، زنداني کړې او ربړولې یې دي، خو ان دغه ځپنې هم ونه شوای کړی چې د ښځو غږ غلی کړي او ښځو د خپلو کورونو د څلورو دېوالونو د ننه خپل اعتراض او ناخوښي اعلان کړې او د دې ډلې جنایتونه یې د نړۍ پر مخ انځور کړي دي.»

د خپلواکۍ پر لور مېرمنو غورځنګ مسووله او د ښخو د حقونو فعاله طاهره ناصري هم وايي، د ښځو اعتراضونو هم د طالبانو ریښتینې څېره برملا کړې او هم یې د دې ډلې د ملاتړو تبلیغات تر سوال لاندې راوستي دي.

طاهرې و ویل:«له هغې ورځې چې طالبان د افغانستان په سیاسي واک حاکم شوي اعتراضونه رامنځ ته شوي. معترضې مېرمنې د طالبانو د ښځو ځپوونکو فرمانونو او بشري حقونو د سرغړاویو پر وړاندې یو ډول نه یو ډول اعتراض بیانوي، مثلآ موږ دا قانون چې د ښځو پر ضد دی نه غواړو، یا د بشري حقونو څخه سرغړاوی دی او دا اعتراضونه په کورنیو، نړیوالو او خواله رسنیو کې ښه انعکاس لري او تر اوسه پورې د طالبانو سره د تعامل او د هغوی په رسمیت پېژندنې مانع شوي دي.»

«که ودرېږو، طالبان به له بېخه ووځي»

په [مستعار نوم] ۲۳ کلنه نصیره چې له دوه کلونو راهیسې د معترضو مېرمنو په لیکو ورګډه شوې وايي، د افغان ښځو مقاومت ان په داسې سختو شرایطو کې چې طالبان له ټولنې د ښځو د بشپړه لرې کولو په هڅه کې دي، توانېدلی چې یوه هیله ژوندی وساتي.

هغې په لومړي ځل په کاج ښوونیز مرکز تر برید وروسته د یو شمېر زده کوونکو سره یو ځای د بلخ پوهنتون په څنډه کې اعتراضي غونډه جوړه کړه، چې د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند سره مخ شوه.

نصیرې و ویل«زموږ شعار د تعصب او جهالت پر وړاندې او د امنیت، زده کړو او ښځو د کار پر حق ټینګار وو، خو طالبانو زموږ سره شخړه وکړه، زموږ ټولګه یې وپاشله، زموږ تلېفونونه یې را مات کړل او یو شمېر یې ونیولې، چې وروسته په ضمانت راخوشې شوې.»

دغه ځوانه نجلۍ، چې په وار وار یې د مزار ښار پر واټونو او تړلو ځایونو کې په اعتراضونو لاس پورې کړی دی وايي، سره له دې، چې د طالبانو له لوري د پېژندنې وېره ورسره شته خو هر څل یې چې په اعتراضي غونډو کې ګام پورته کړی، د پیاوړتیا حس یې درلود:«دا مې حس کوله چې د درېدو توان لرم، دا توان چې کولی شم د خپل حق لپاره اعتراض وکړم، ان که په دې لار کې زیان ووینم، ونیول شم، زنداني شم او یا هم وڅارل شم، بیا به هم دوام ورکوم.»

د نصیرې په باور په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو مبارزې هېڅکله بې ګټې نه وې، هغه باوري ده، که چېرې افغان مېرمنې او نجونې په دې شعار سره چې «تعصب جهالت دی» واټونو ته نه وای راوتلې او د خپل حق لپاره یې غږ نه وای اوچت کړی، نو نن به د ښځو لپاره وضعیت تر دې هم سخت وای.

خو د نصیرې مهم باور دا دی، چې د دغه اعتراضونو دوام به یوه ورځ د طالبانو د حاکمیت په بشپړه ورکېدو پای ومومي. هغه په ډاډ سره وايي:«که موږ ودرېږو او شاه ته نه شو، یوه ورځ به طالبان له بېخه ووځي.»

په [مستعار نوم] لیدا مبارز یوه بله معترضه نجلۍ ده، چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې د ښځو د غږ پورته کولو په موخه د معترضو مېرمنو په ډله ورګډه شوې ده او وايي، که د ښځو مبارزې نه وای، هغوی به د ټولنې له جوړښت څخه په بشپړه توګه لرې کړای شوې وای، په داسې توګه چې ان له کړکۍ به یې هم د کتلو اجازه نه درلودای.

هغې و ویل« په ټولنه کې ډېر بدلون راغلی، طالبان هره ورځ محدودیتونه لګوي او ظلم کوي، ښځې په بېلا بېلو پلمو، لکه بې حجابۍ، بد چلند او غیر اخلاقي کارونو په تور نیول کېږي، زنداني کېږي او په یوه نه یوه ډول د طالبانو په زندانونو کې پر هغوی شکنجې راځي، خو همدا مبارزې د دې لامل شوې تر څو د ښځو غږ واورېدل شي.»

لیدا چې د یوه اعتراضي غورځنګ مسووله ده وايي، د اعتراضاتو د جوړلو پر مهال په ډېرې پاملرنې او حساسیت سره اعتراضي غونډې تر سره کوي:« د کورنۍ له غړو او هغه دوستانو سره چې پرې ډېر باور لرم، په تړلو ځایونو کې مو اعتراضونه پیل کړي او هغو ته مو دوام ورکړی او اوس هم د مبارزې په حال کې یو.»

په ورته وخت په [مستعار نوم] ۲۵ کلنه حوا مبارز  چې د ترک توکمه مېرمنو د غورځنګ غړې ده وايي، دې او د ټیم ملګرو یې له څلور کاله وړاندې نه تر اوسه پورې د طالبانو د ګواښونو سره سره په واټیزه او سر تړلو لاریونونو او غونډو کې ګډون درلود، خو دا ځوانه نجلۍ باوري ده چې غږ یې لکه څنګه چې ښايي داسې نه دی اورېدل شوی.

هغې و ویل:«که نړیوالې ټولنې پر طالبانو فشار راوړی وای، د افغانستان ښځو نن کولی شوای د زده کړو او کار حق تر لاسه کړي، خو تر اوسه پورې د نړیوالې ټولنې له خوا د ښځو د وضعیت د بدلون لپاره کوم کار نه دی تر سره شوی.»

دغه معترضه نجلۍ د اعتراضونو پر دوام په ټينګار سره باوري ده، چې د هغوی څخه وتل ممکن په راتلونکې کې د تبعیض او بې عدالتۍ د تکرار لامل شي:«ما د ځان، خپلو لوڼو او د افغانستان د ټولو ښخو او نجونو د ښې راتلونکې لپاره څلور کاله مبارزه کړې ده، او دې مبارزې ته به دوام ورکوم، تر څو راتلونکی نسل د هغه تبعیض سره مخ نه شي، چې موږ ورسره لاس او ګرېوان یو او ټولو ښخو او نجونو ته عدالت ورسېږي.»

حوا په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو زده کړې کولې، چې د طالبانو له لوري د زده کړو نه کولو په فرمان سره له زده کړو پاتې شوه.

هغه وايي، دغه محرومیت د دې روحي او رواني وضعیت خورا خراب کړ، خو پرېکړه یې وکړه، چې د ښځو په مبارزو په ورګډېدو سره باید د ظلم پر وړاندې ودرېږي:«د ظلم پر وړاندې چوپتیا خپله ظلم دی، کله مې چې ولیدل، د هېواد مېرمنې مې له زده کړو، تحصیل او ژوند څخه بې برخې کېږي، ومې نه شوای کولی چوپه پاتې شم، وجدان مې دا نه منله چې یوازې ننداره یې وکړم، ومې غوښتل تر څنګ یې ودرېږم او مبارزه وکړم.»

د طالبانو پر وړاندې په څلورو کلونو کې د پټو او ښکاره اعتراضونو تر څنګ ځینې نورې اساسي غوښتنې هم لیدلی شو، لومړی یې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د فعالانو او معترضو ښځو له خوا د جنستیي توپير په رسمیت پېژندلو مطرح کول دي او دې ادعا اوس د یوې جدي مسلې په توګه مهمو نړیوالو بنسټونو ته لار موندلې ده.

تر دې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، د افغانستان ښځې د «جنسیتي توپير» پر بنسټ ولاړ نظام د زغملو په حال کې دي.

د جرمونو پر ضد نړیوالې محکمې د سږ کال د چنګاښ په ۱۷ مه د طالبانو د مشر او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس د نیولو حکم صادر کړ، هغه اقدام چې د ډېرو فعالانو په باور دا د افغانستان د ښځو د حقونو د فعالانو او معترضو مېرمنو  د عدالت غوښتنې نېغه پایله ده.

د ښځو اعتراضي غورځنګونو په وار وار دا غوښتنه د بشري حقونو او نړیوالو بنسټونو څخه کړې ده.

اړوندې لیکنې

لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې
خبر

لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول
خبر

بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
د یوه پخوانی لاسي بم چاودنې بادغیس کې د یوه ماشوم ژوند واخیست
خبر

د یوه پخوانی لاسي بم چاودنې بادغیس کې د یوه ماشوم ژوند واخیست

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
د «ناهید» کوچینی خو ځواکمن اقدام
دسته‌بندی نشده

د «ناهید» کوچینی خو ځواکمن اقدام

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴
معترضې ښځې د طالبانو د جزايي اصول نامې په تړاو نړیوالې ټولنې ته: د کاغذ پر مخ خواخوږۍ او په عمل کې چوپتیا هېڅ یوه ښځه نه ده ژغورلې!
خبر

معترضې ښځې د طالبانو د جزايي اصول نامې په تړاو نړیوالې ټولنې ته: د کاغذ پر مخ خواخوږۍ او په عمل کې چوپتیا هېڅ یوه ښځه نه ده ژغورلې!

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د تیارو کلونه او په کور د کېناستو درد!
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د تیارو کلونه او په کور د کېناستو درد!

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه