هانیه فروتن
له هغې ورځې چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه کابل ونیوه څلور کاله تېرېږي. او هغه څه چې تر لاسه شول، په افغانستان کې د ښځو د هویت او حیثیت څخه ظالمانه بیا لیکل وو. نن د دې پښې د څلورمې کلیزې په درشل کې، د یوې بلې پدیدې د «طالباني شر عادې کولو» په نامه جدي اندېښنه شتون لري.
یوه منظمه کړنلاره یا لارښود شوې پروسه چې نه یوازې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او جوړښتي تاوتریخوالی بنسټیز کوي، بلکې هغه یې د ورځني ژوند یوه برخه ګرځولې او په ټولنه کې د ښځو د شتون راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي.
د «طالباني شر» مفهوم هغه افراطي، ښځو ضد سیاستونو او ځپوونکو اقداماتو ټولګې ته ویل کېږی، چې طالبانو په کال ۲۰۲۱ کې واک ته له بیا رسېدو وروسته په منظم ډول په افغانستان کې پلي کړي دي.
په دې کې له ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو راګرځول، پر کار او ټولنه کې د ښځو پر شتون سخت محدودیتونه لګول، بشپړې اجباري جامې(چادرې یا اجباري حجاب) او د هر ډول مخالف غږ ځپل شامل دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل وروستي راپور کې، چې د ۲۰۲۵ په جولای کې خپور شوی خبرداری ورکړی، چې طالبان «له ښځو تشې ټولنې» جوړولو خوب ریښتیا کېدو ته نېږدې شوي دي او دا په نړیواله کچه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت څخه یو تر ټولو بوږنوونکی خبرداری دی.
د بشري حقونو فعالان وايي، د دغه «شر» عادي کول د ټولنې له خوا په تدریجي توګه د دې محدودیتونو او تاوتریخوالیو د منلو په مانا دي، هغه کړنلاره چې په کې خلک د وېرې، اقتصادي فشار، یا رواني ستړیا له امله دا شرایط د ورځني واقعیت د یوې برخې په توګه مني.
دغه پدیده نه یوازې د طالبانو د سیاستونو، بلکې د نړیوالې بې پروايۍ، د نړیوالو لوبغاړو د چوپتا او د افغانستان په دننه او بهر کې د ښځو د حقونو لپاره د یوې منسجمې ستراتېژۍ د نشتوالي پایله ده.
د لیکوالې او ښځو د حقونو فعالې ډاکتر حمیرا قادري په وینا،« که دغه پالیسي دوام وکړي، ټولنه به یوازې داسې لور ته لاړه شي، چې فکري نوښت په کې ورک شي او جنسیتي توپیر به په یوه عادي کار باندې واوړي.»
مېرمن قادري له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې د «شر» یا جوړښتي تاوتریخوالي پړاوونه داسې بیانوي:«دا نظام اوس څلور کلن شوی، یو بل کال چې تېر شي، موږ به د پلي کېدو فاز ته ننوځو، ۲۵ کاله وړاندې د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې موږ ولیدل، چې ان د نظام له پاشل کېدو وروسته به چې ښځې هر چېرته تلې، نو چادري به یې په سروله. ولې؟ ځکه خپل یې پر ځان پلې کړې وې، او احساس یې کاوه، چې یو څوک باید راشي او دوی ته لارښوونه وکړي چې نور اړتیا نشته چې چادرۍ په سر کړۍ.»
دغه لیکواله باوري ده، چې په تېرو څلورو کلونو کې بېوزلۍ، ناچارۍ، کډوالۍ، اجباري ستنېدنې او د ځوان نسل ناهیلۍ، ټولیزه انرژي له منځه وړې ده. طالبانو له همدې ستونزو په ګټې اخیستې او د رواني ستړیا په رامنځ ته کولو سره، د افغانستان د ننه د تاوتریخوالي د ودې او دغه راز د هغو د پلي او عادي کولو زمینه برابره کړې ده.
ډاکتر حمیرا قادري خبرداری ورکړ چې«د طالب عادي کول، له ټولنیزو ګډونونو د ښځو د بشپړه لرې کولو، اجباري ودونو او جنسي تاوتریخوالي د زیاتوالي سره برابر دی.»
خو اصلي پوښتنه دا ده، چې د دغه کړنلارې د مخنیوي لپاره څه باید وکړو؟ د مېرمن قادري ځواب دا دی چې«تر ټولو لوی کار چې باید وشي، د ډلیزې حافظې خوندي کول دي، هنروال دې د خپل هنر له لارې، فرهنګیان دې د کلتوري کارونو او… باید مرسته وکړي» تر څو د طالبانو جنایتونه د عادي کولو په جال کې ښکېل نه شي.
بل انتخاب پوهاوی دی، د انلاین زده کړو او ځمکې لاندې ښوونځیو پر مټ. د ښځو د حقونو د فعالانو په وینا، ښايي دا پوهاوی د انقلاب لامل نه شي، خو دا توکي په ځوان نسل کې چې د ځواک د تشخیص او توپیر کولو لپاره بنسټیز کېږي برابر شي. د دې شننې سره سم خپلواکې او پوهاوی ورکوونکې رسنۍ کولی شي د تاوتریخوالي د عام کېدو مخه ونیسي.
د ښځو د حقونو شنوونکي او فعالان وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عادي کولو ریښې کولی شو په درې پوړونو کې وارزوو: کلتوري، سیاسي او ټولنیز- اقتصادي.
شاعره او ټولنیزه فعاله مزدا مهرګان باوري ده، چې دودیز باورونه لکه«ناموس» او ښځو ته د نارینه وو د پانګې په توګه کتلو د تاوتریخوالي د منلو لپاره زمینه برابره کړې ده.
هغې له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې و ویل:« په هغه ټولنه کې، چې ښځه د مساوي انسان په توګه نه پېژندل کېږي، د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی له سره په کې عادي وي.» دا باورونه چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې اوږدې تاریخي ریښې لري، د طالبانو په بیا راتګ سره لا پياوړي شوي او په سختو قوانینو لکه، د عامه ځایونو څخه د ښځو منع کول یا جبري ودونو ته د هغوی اړویستلو کې څرګند شوي دي.
اغلې مهرګان تشریح کوي:«هغه ښځه چې تاوتریخوالی ورسره کېږي فکر کوي دا یې حق دی، چې باید تاوتریخوالی ورسره وشي، له بل لوري کوم سړی چې پر ښځه تاوتریخوالی کوي هم پر دې باور دی، چې دا د ښځې حق دی. موږ د ناموس په شان مفاهیم لرو او کله چې په یوه هېواد یا جغرافیه کې خلک په دې باور وي، چې ښځه د نارینه عزت دی، نور دا مهمه نه ده، چې هغې تاوتریخوالی لیدلی او که نه او په همدې دلیل د ښځې پر وړاندې تاوتریخوالی، د انسان پر وړاندې تاوتریخوالی نه شمېرل کېږي، له همدې امله زما په اند، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له لویه سره په افغانستان کې یو عادي کار وو.»
هغه باوري ده، چې د طالبانو په بیا راتګ سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په یوه قانوني امر باندې بدل شوی دی.
دا فعاله په دې باور ده، چې د مقابلې او ژغورنې یوازینۍ لار پوهاوی دی، ځکه پوهاوی د اعتراض، بدلون او هڅو لامل کېږي، هغه د دوامداره یادونو، دوامداره خبرو اترو او د هغو ستونزو او زیانونو په اړه چې ښخې ورسره مخ کېږي پر اړتیا ټينګار کوي وايي، د دوی د مبارزو په اړه هم باید خبرې وشي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هدفمند او جوړښتي کړی دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په تېرو څلورو کلونو کې له ۵۰ زیات فرمانونه صادر شوي چې نېغ په نېغه یې د ښځو حقونه په نښه کړي، لکه له زده کړو او کار څخه مخینوی او ان له پارکونو او عمومي حمامونو د ښځو ګټه نه اخیستل.
ارواه پوهه او د ښځو د حقونو مدافع بتول حیدري خبرداری ورکوي، چې دغه سیاستونه د طالبانو د غیر مسلکي قضايي سیستم په ملاتړ په تدریجي ډول د ټولنیز کلتور په یوې برخې بدلوي. هغه زیاتوي:«نوی نسل په ځانګړې توګه نوي ځونان ښايي دغه محدودیتونه طبیعي وبولي.»
له عمومي ځایونو د ښځو لرې کول، د ښځو منځ کې د اجباري ودونو، کورنیو تاوتریخوالیو او ان د ځان وژنې د زیاتوالي لامل شوی دی.
د یونیسف راپور چې د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې خپور شوی دی، څرګندوي چې په افغانستان کې د کم عمره ودونو کچه په ۲۰۲۰ کې ۲۸ سلنه او په ۲۰۲۴ کې ۴۳ سلنه زیاته شوې ده.
مېرمن حیدري وايي، د افغانستان د ننه خلک د وېرې او ځان ستانې په خاطر زیات فشارونه زغمي، خو د دې تاوتریخوالیو د عادي کېدو ګواښ هم کم نه دی، د هېواد په ځينو برخو کې لا هم ځینې خلک د بدلون انګېزه لري، خو د دغه کار او طالبانو په وړاندې د مقابلې لپاره عملي توان په واک کې نه لري.
د اغلې حیدري په وینا، څلور کاله مبارزې، مقاومت او اعتراض هم کومه ښکار پایله نه درلوده او د هیرولو ګواښ یې د پام وړ زیات کړی دی، که هره ورځ د تاوتریخوالي او محدودیتونو خبرونه خپاره شي او د طالبانو پر وړاندې جدي غبرګون تر سره نه شي، نو د خلکو فکر او روان به د بې حیسۍ په حالت کې ډوب شي او یا به د ډوبېدو په حال کې شي.
مېرمن حیدري خبرداری ورکوي چې«که دا تاوتریخوالي د خلکو د ورځني ژوند برخه وګرځي، ان یو نسل چې د طالبانو په چاپېریال کې رالوېږي- د بېلګې په توګه هغه ځونان چې د باورونو او چلندونو د جوړولو په حساس پړاو کې دي – ښايي دغه شرایط عادي وګني، په واقعیت کې که دا اوسنۍ کړنلاره دوام پیدا کړي، چې په خواشینۍ سره د رامنځ ته کېدو په حال کې ده، نو ټولنه به د تاوتریخوالیو د بشپړه عادي کېدو په لور وخوځېږي.»
د افغانستان یوه معترضه مېرمن هدا خموش وايي، د هېواد وګړي د جګړو په کلونو کې له ظلم او نابرابرۍ سره عادت شوي او تاوتریخوالی زغمي، تر دې کچې چې دوی ښايي په تدریجي ډول د طالبانو چلندونه هم ومني.
د هغې په وینا: تل دې ته انتظار وو چې نور زموږ لپاره یو کار وکړي، ویښتیا له فکر، کلتور او پیستون څخه پیلېږي تر څو موږ د تیارو پر وړاندې ودرېږو، په ناانډولیو اعتراض وکړ او چوپ نه شو، موږ دا نه دي یاد کړي، چې عدالت وغواړو او د خپل حق د غوښتنې لپاره ودرېږو. په دې جملو سره چې«تېر به شي» یا «بالاخره به یو څه پېښ شي» په اسانه ظلم منو…هغه کار چې په تېرو څلورو کلونو کې شوی، د طالبانو د تاوتریخوالي او چلندونو سره عادي کېدل دي، تر دې حده چې ان د دې ډلې جنایتونه په یوه عادي کار اوښتي او نور څوک د اعتراض لپاره غږ نه لري، ښوونځي تړل شوي، ښځې په واټونو کې په دورو وهل کېږي، تېری پرې کېږي او سلګونه نور جنایتونه تر سره کېږي، په خواشینۍ دا ښيي، چې موږ د طالبانو د منلو او د دغه ډلې د بې ادبیو عادي کولو کې یو، هغه کړنلاره چې کېدای شي په افغانستان کې په یوه عادي کار باندې واوړي او دا د نړۍ لپاره د یوه جدي ګواښ زنګ دی.»
د ښځو د حقونو فعالان دغه راز د ښځو پر وړاندې د طالبانو د موخې لرونکو تاوتریخوالیو د عادي کېدو پدیدې سره پر مقابلې ټينګار کوي.
د ډاکتر بتول حیدري په وینا:«کیسې باید دوامداره وي، ان که وړې او سیمه ییزې هم وي. زموږ رسنۍ باید پیاوړې او د خبریالانو باید ملاتړ وشي، خپلواکې رسنۍ باید رامنځ ته کړای شي.
پاشلي او کم لګښته اعتراضونه، لکه وروستي اعتراضونه چې پر واټونو نه بلکې له کورونو او یا کمو امکاناتو سره تر سره کېږي، کولی شي د مقاومت او اعتراض پیغام ژوندی وساتي.»
دغه راز نوي نسل ته باید د عدلت په برخه کې زده کړې ورکړل شي، تر څو د تاوتریخوالي له مفهوم سره بلد شي، خو نه په داسې ډول چې هغه په خپل ژوند کې د یوه امر په توګه ومني، بلکې د یوې ښکاره بې عدالتۍ په توګه، چې پر وړاندې یې باید ودرېږي.
د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ پړاو (۱۹۹۶- ۲۰۰۱) د تاوتریخوالي د عادي کولو یوه روښانه بېلګه ده.
مېرمن حیدري یادوي، ان په ۲۰۰۱ کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته ډېري مېرمنو د محدودیتونو سره د عادت کېدو په دلیل چادرۍ په سرولې، ځکه«باور یې کړی وو، چې دا د هغوی د هویت یوه برخه ده.»
دغه تجربه ښکاروي چې عادي کول کولی شي د ټولنې پر روان باندې اوږدمهالې اغېزې ولري، په ځانګړې توګه پر هغه نسلونو چې په دې چاپېریال کې وده کوي. دغه راز په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې بې پروايي هم د تاوتریخوالي د عادي کولو برخه کې یو له کلیدي لاملونو څخه دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ راپور چې د ۲۰۲۵ په جولای میاشت کې خپور شوی دی، د نړیوالو بنسټونو له لوري پر طالبانو د کافي فشار نه راوړلو له امله نیوکه شوې او هغه یې د طالبانو نظام ته د «غیر مستقیم مشروعیت ورکولو» په توګه تعبیر کړی دی.
د دغه راپور پر بنسټ ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په تېرو ۴ کلونو کې د افغانستان د ښځو د ژوند د وضعیت ښه کولو په برخه کې هېڅ لاس ته راوړنه نه درلوده.
د بشري حقونو فعالان هم له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې تعامل ته د اندېښنې او شک په سترګه ګوري. هدا خموش رخشانې رسنۍ ته و ویل:«نړۍ د طالبانو د جنایتونو پر وړاندې غلې ده، او دا چوپتیا د هغوی د چلندونو د منلو لامل شوې ده.»
هغه باوري ده، چې نړیواله ټولنه د «بحراني شېبې» د غبرګون لپاره انتظار باسي، په داسې حال کې، چې عادي کول په تدریج سره ریښې غځوي.







