حوا جوادي
د طالبانو د حکومت په څلورکلنۍ کې، ټول باید له ځانه وپوښتو څه وشول، چې د طالبانو حکومت څلور کلن شو؟ څومره امکان لري، چې د طالبانو د واکمنۍ په نښو لرلو سره نورې واکمنۍ په سیمه او نړۍ کې راڅرګندنې او دوام ولري؟ ولې افغانستان د میلیونونه لوستو او تعلیم لرونکو کسانو په لرولو بیا هم د طالباني فکرونو د ودې اوبالاخره د طالبانو د حکومت د راڅرګندېدو او دوام لپاره په سم ځای اوښتی؟
دا پوښتنې له ګڼو اړخونو مهمې دي، که د افغانستان خلک په دې پوښتنو فکر ونه کړي او یا له هغو تښتې وکړي او روښانه ځواب ورته ونه مومي، نه شي کولی د اوسني حالت پر وړاندې سم چلند وکړي.
د طالبانو حکومت راپيدا کېدو کې د قومي کرکې ونډه
دا انګېرنه چې د «پښتنو قومي کرکې» د طالبانو د حکومت په پيدا کېدو کې اصلي رول درلود، د طالبانو د ډلې د راپیدا کېدو او ودې د څرنګوالي په برخه کې د ډېری شنونو بنسټ دی، د طالبانو د فکر پيدا کېدو او طالبانو د ډلې په ودې کې د قومي کرکې رول د ښې شننې وړتیا لري، خو دا ناڅرګند اړخونه او تیاره ټکي هم لري، چې هغو ته نه په پاملرنه سره به په دې عنصر تکیه کول لارورکوونکي وي؟
لومړی- د پښتني ټولنې یو ډول ګڼل
په وروستۍ شننه کې د «پښتون قومي کرکې» روښانه کول د پښتون قوم یو ګڼلو ته رسېږي، هغه قوم چې د ډوېورنډ کرښې دواړو غاړو ته په میلیونونو وګړي لري او تر اوسه پورې د لسګونه ډول سیاسي تمایلاتو له په الحادي منځپانګې سوسیالېزم څخه نیولې تر لېبرالېزم، سیاسي اسلام او په پای کې د طالب ډول اسلامي بنسټپالنې د زېږون ځای دی.
دا چې طالبان اوس په یوه واکمنه ډله بدله شوې دا دلیل نه شي کېدای، چې د دې ډلې د فکر کولو طریقه د ټولو پښتنو په ځانګړې توګه د افغانستان د ننه د کلتوري، فکري او ان سیاسي اړخ دی، د پښتنو د ننه د عصري اسلامي بنسټپالنې عمر د نورو سیاسي غورځنګونو د عمر په پرتله خورا لنډ دی، چې ډېری یې سیکولر او پر مذهب نه ولاړ طبیعت لري.
خو دا چې طالبانو ولې عمدتا د پښتون قوم د ننه وده وکړه، له دې قوم څخه سرتېري جذبوي او سیاسي ولکه یې په پیل کې د دې قوم د ننه تر لاسه کړې، ژور فکر او د ډېری بنسټیزو عواملو شننې ته اړتیا لري، چې یوه کوچینی برخه یې ښايي د قومي کرکې سره هم تړاو ولري.
دویم- د نورو قومونو له منځه د طالب سرتېرو جذبول
که چېرې قومي کرکې د طالبانو په پيدایښت او دوام کې کوم رول درلودای، نو دغه ډله نه باید توانېدلی وای، چې په پیل کې د نورو قومونو د ننه څخه سرتېري جذب کړي او په پای کې کلتوري او سیاسي فضا په ځانګړې توګه په ازبکانو او تاجکانو کې په خپله ګټه راوڅرخوي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په لاس د غیر پښتونو ولایتونو ګړندی سقوط د دې نښه ده، چې طالبان د غیر پښتون قومونو د کلتوري، نظامي او سیاسي فضا په ولکه کولو کې ډېر بریالي وو او اوس چې له هغه وخته څلور کلونه تېرېږي، داسې نه ښکاري، چې په دغه ولایتونو کې دې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت توغ جدي ملاتړي ولري.
له قومي کرکې ورهاخوا باید یو څه چې کولای یې شوای پر دغه ولایتونو او خلکو یې د طالبانو د ولکې لپاره زمینه برابره کړي، د کلتور، مذهب او سیاست د ننه عناصر دي، څه شي ازبکان او تاجکان د طالبانو مرکزونو ته ورمات کړل؟ د غیر پښتون قومونو لپاره د طالباني فکر او لید لوري جذبوونکي عناصر کوم دي؟ کومو عناصرو او عواملو د دغه قومونو تر منځ د طالب ډوله تمایلاتو د کښت لپاره وړ پلېټ فارم جوړ کړی دی؟ آیا د دغو قومونو تر منځ د طالبان ضد anti-these شتون لري؟ دا ضدیت څه دی او څنګه کولی شي د خلکو ملاتړ پيدا کړي.
درېیم- ساده کول او له مسولیته تېښته
په «قومي کرکې» سره د طالباني فکر واکمنۍ او لېوالتیا کمول او ورته نور فکرونو تر حد زیات ساده کول د یوه پېچلي بدلون رامنځ ته کولو لامل کېږي، ډېری کسان چې دغه له ډول شننې یا فکر کولو نه تېښته کوي، د حقایقو او واقعیتونو پر ځای د قومي کرکې او وېش پر بنسټ انګېرنو باندې ډډه وهي، ټولنیزې پدیدې د خپل زېږون پر مهال له فکتورونو او شرایطو څخه وړاندې وي او په تدریجي ډول په ټولنه کې په اوږد مهال توګه د وخت په تېرېدو جوړېږي.
کله چې یو لامل یا د لاملونو ټولګه ښايي د یوې پدیدې د راڅرندېدو د کړندي کول لپاره د کتلست په توګه عمل وکړي، خو هېڅ ټولنیزه پدیده په تصدافي او یوازې په یوه عامل پورې تړلې توګه نه راڅرګندېږي، د وخت په تېرېدو کې د لاملونو یوه ټولګه سره یو لاس کېږي د تر څو د یوه وضعیت پيدایښت ممکن شي.
دا چې طالباني فکر کول کولی شي په تاریخي شرایطو کې قومي کرکې د خپلې پراختیا په ګټې وکاروي، خو دا دلیلي نه شي کېدای، چې قومي کرکه د دغه تفکر د ملا تیر جوړوي، د بشر پوهنې له نظره، قومي کرکې د خپلوۍ او کورنۍ په جوړښت کې ریښې او د انساني ټولنې تر څنګ شتون لري، دا کرکې په بېلابېلو ډولو د ټولو قومونو او قبیلو د ننه شته دي.
قومي کرکې د پښتونو د ننه د دې قوم د کلتوري او ټولنیز ژوند تر څنګ شتون درلود، خو دا چې په دې ځانګړو تاریخي شرایطو کې دا کرکه کولی شي د یوه ځانګړي ډول سیاسي اسلام واکمنۍ کې مرسته وکړي، یوې پېچلې او هر اړخیزه شننې ته اړتیا لري.
د بېلګې په توګه ولې، طالبان په نولس سوه نویمه میلادي لسیزه کې راڅرګند شول؟ په هغه وخت کې د جهادي – اخوان المسلمین سیاسي اسلام او طالبانو د رامنځ ته کېدو تر منځ اړیکه څه وه؟ د مجاهدینو په حکومت کې قومي ځان غوښتنې، د طالبانو په رامنځ ته کولو کې څه رول ولوباوه، د ټولنیزې- کلتوري او ژبني تضادونو په وړاندې د افغان ملتپالنې ناکامۍ څنګه د افراطی او بنسټپالو ډلو د ودې لپاره لار هورا کړه؟ او په پای کې د جمهوریت د دورې په جریان کې د سیاسي پاړکي اخلاقي زوال او پرېوت تر کومه برید د طالبانو په وړاندې جګړه بایلونکې او بې ګټې کړه؟
دا ټولې پوښتنې مهمې او د شننې وړ دي، دغه پوښتنو ته د ځواب موندلو پرته، د طالبانو د راڅرګندېدو او پایښت کمولو قومي کرکې ته نه یوازې د یو پېچلی واقعیت د ساده کولو لامل کېږي، بلکې زموږ د درک سیستم هم د لویو ټولنیزو او کلتوري عواملو موندلو او کتنې څخه لرې کوي او بې خبره یې ساتي. دغه ډول بې پروايي د هغو کسانو سره مرسته کوي، چې وضعیت ته د قومي وېش له لید لوري ګوري او تصور کوي، چې یوه ځانګړې قومي ډله د اوسني بحران ملامتیا پر غاړه لري، تر څو ځان له رواني پلوه هوسا کړي، خو په عیني وضعیت کې کوم بدلون نه راوړي.
ساده انګېرونکې شننې کولی شي دروغجنې هیلې راوټوکوي، خو له همغه ځایه موږ په پوه او مقابله کې لارورکوونکي کوي، موږ ته زیان رسوي او په پای کې موږ د مسوولیت له هغه بار څخه نه خلاصوي، چې موږ یې په اوږو وړو.
د طالبانو له واکمنۍ څلور کلونه تېرېږي. په دې څلورو کلونو کې ټولو د سر په سترګو ولیدل، چې څه ډول یو حکومت رامنځ ته شوی دی، سره له دې، چې طالبان ټينګ قومي- ژبنۍ او مذهبي میلان لري او اصلي ماهیت یې د انساني تمدن د لاس ته راوڼو سره دښمني او نه پخلاینه ده، پر اوسنیو واکمنانو د فکر حاکم طرز د بشري ټولنې د پرمختګ او د هغې د کتلوري، قکري او ټیکنالوژیکو لاس ته راوڼو سره دښمني لري.
دغه حکومت په خپلو ټولو بشر ضد ځانګړو سره څنګه پاېدلی او حکومت یې پر خلکو د منلو وړ کړی؟ دا څلور کاله د هغه وضعیت د څېړلو، انعکاس او بیا ارزونې لپاره ښه زمینه برابروي، چې ډېری خلکو ان خپله طالبان هم ګیچ کړي دي، خو که هر څه وي، طالبان یوازې د یوې قومي ټولنې حاصل نه دی.
څرنګه چې د دې ډلې په پيدا کېدو کې د افغانستان عامو ټولیزو،- کلتوري او تاریخي شرایطو رول درلود، په پایښت کې یې هم له قومي ټولنو پرته د افغانستان عامو شرایطو رول درلود. د بېلګې په توګه اوس دا مهمه ده، چې ولیدل شي، د پښتون، تاجک او ازبک قومونو تر منځ طالب ضد څه شی دي؟ له بهرنیو لاملونو پرته څه شی له د ننه کولی شي، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت بنسټ وګڼل شي؟ آیا د طالبانو پر وړاندې مدني- ټولنیز مقاومت شتون لري؟ په کومه کچه دا مقاومتونه جدي دي؟ چې کېدای شي په لنډ یا اوږد مهال کې پرې حساب وشي؟
دوام لري…







