اسد احتشام، د ماشومانو د ادبیاتو فعال
په دې ورځو کې د افغانستان په هر ګوټ کې، د کابل له لوړو ژورو کوڅو تر لرې پرتو کلیو پورې د کم عمره نجونو ژوند د هغه حکومت تر سیوري لاندې، چې د ښځو ځپل یې خپل دود ګرځولی ژر او درد لرونکی پای ته رسېږي.
د ماشومانو په زور ودونه، د دې ځمکې پر بدن پخوانی ټپ وو، خو نن ورځ په یوه سیستماتیک ناورین بدل شوی دی، دا لیکنه د دې ستړې خاورې له زړه یو لوړ او دردونکی غږ دی چې وايي:«په دې ګلبڼ کې هېڅوک بې اغزو ګل نه راټولوي!» او نن زما په اند په دې چمن کې، نه یوازې ګلونه، بلکې د ګلو ګډې هم له بیخه وچېږي.
زما په اند دا ناورین د پېچلو عواملو د لړۍ حال دی، د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغانستان اقتصاد له ساه ایستلو لوېدلی، بهرنې مرستې پرې شوې، د کار و کسب دروازې د خلکو پر مخ تړل شوې، په دې وضعیت کې له لوږې د خلاصون یوازې لار د نجونو سوداګري ده، یو بې وزله پلار مې ولیدل چې له اوښکو په ډکو سترګو یې ویل:«وروره له دې پرته بله هېڅ لار نه لرم، د نورو اولادونو ګډې مې تشې دي، اړ یم چې د زړه ټوټه مې وپلورم.»
آیا دا جنایت نه دی؟ څوک باید محکوم کړای شي؟ هغه پلار چې د پخوانیو په وینا«له لوږې یې تیږې هم ژوولې.» یا هغه واکمني، چې خلک یې دغه ناورین ته رسولي دي؟
پر دې سربېره طالبانو په خپلو سختو قوانینو سره ښځې او نجونې له خپلو ټولو انساني حقونو محرومې کړې دي، ښوونځۍ، پوهنتون او کار د هغوی پر وړاندې بند دی، دغه ښځې ځپوونکی لید چې« د ښځو ځای یوازې کور دی» د ماشومانو د اجباري ودونو لپاره لار هواره وي. دغه ډول قوانین ټولنه د بشپړې بې پروایۍ پر لور بیايي او دا ناورین عادي ښکاره کوي.
په ډېری مواردو کې طالب جنګیالي او قوماندان له زور څخه په ګټې اخیستې کورنۍ د خپلو کم عمره لورګانو واده کولو ته اړباسي، دغه ودونه د «شریعت» په توم توجیه کېږي، خو په اصل کې له جنسي تېري او واک غوښتنې پرته بل څه نه دي. یو متقاعد ښوونکي په لړزېدلي غږ ما ته و ویل:«د طالبانو یو قوماندان زموږ د خپلوانو یوه کور ته راغلی او لور یې په زور ترې بوتله، هغه کورنۍ له غاړې اېښودو پرته بله کومه لار لري؟ هېڅ ځای نشته چې له هغوی ملاتړ وکړي.» دا جنایت په تمامه چوپتیا او هېڅ ډول سزا پرته رامنخ ته کېږي.
د دې ودونو پایلې له غمه ډکې او تل پاتې دي، هغه وړې نجونې، چې له دوی څخه د ډېر عمر لرونکو کسانو سره واده کولو ته اړ ایستل کېږي، نه په فزیکي او نه هم په رواني توګه د امیندوارۍ او زېږون لپاره چمتو دي، شمېرې ښيي، د ځوانو میندو مړینه، نا غوښتل شوي سقط جنین او رواني ستونزې د دغه قربانیانو تر منځ په چټکۍ سره زیاتې شوې دي، دغه ماشومان د لوبو او خندېدو پر ځای، هره شپه د تاوتریخوالي او جنسي تېري له وېروونکو خوبو سره تېروي.
هر جبري واده یوه راتلونکې د تل لپاره له منځه وړي، دغه نجونې د زده کړو او ودې له فرصت څخه بې برخې کوي، له هغوی د یوه خپلواک او آزاد ژوند فرصتونه اخلي، او د غوړېدو پر ځای د وېرې او انزوا په سیوري کې ژوند کولو ته اړ باسي. دا وضعیت په ټولنه کې د ناپوهۍ او بې وزلۍ ارټ له پیاوړی کوي، ځکه چې راتلونکی نسل هم د زده کړو له نعمت څخه محروم پاتې کېږي. د پېغلو او ځوانو نجونو تر منځ د ځان وژنې پېښې هم په اندېښمنوونکې توګه پورته تللې، ډېری له دو د اجباري ودونو څخه د تښتې له امله دي، آیا دا د خطر زنګ نه دی، چې د نړیوالې ټولنې وجدان راویښ کړي؟
د دې ناورین پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا د انسانیت سره خیانت او د جنایت کوونکو سره د یولاسۍ په مانا دی، په کومه توجیه کولی شو د افغان نجونو د یوه نسل د ویجاړۍ پر وړاندې چوپتیا غوره کړو؟ باید د سیاسي فشارونو، هدف لرونکو بندیزونو او خلکو سره د نېغې مرستې له لارې، دې ناورین ته د پای ټکی کېږدو او اجازه ورنه کړو، چې د نجونو یو نسل د ناپوهۍ او ظلم تر یوه درانده بار لاندې له منځه ولاړ شي.
هغه څه چې و ویل شول، په نړیوالو مستندو راپورونو کې هم تر سترګو کېږي، د بېلګې په توګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار دفتر (سیګار) هم تاییدوي، چې اقتصادي ناورین او له زده کړو د نجونو بې برخې توب د ماشومانو د جبري ودونو د زیاتوالي اصلي لامل دی، دغه بنسټونه ټینګار کوي، چې د طالبانو سیاستونو د قربانیانو ملاتړ ته لاس رسی بند کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د ښځو وضعیت د «بشریت پر وړاندې جنایت» او د جبري ودونو د غمیزې او نجونو په منخ کې د خفګان او ځان وژنې د زیاتوالي ترمنخ یې نېغه اړیکه بللې ده. دغه راز د بشري حقونو د څار او د افغانستان د انقلابي ښځو بنسټ هم پر پخو نارینه وو د ماشومانو د پلورنې او جبري واده کولو پېښې مستندې کړې دي، چې په ځینو هغو کې د طالبانو غړو هم رول درلود او سزاوې نه دي ورکړل شوې.
یادونه: د یادښتونو او سپارل شویو موادو د منځپانګې مسوولیت د هغوی د لیکوالانو پر غاړه دی او رخشانه رسنۍ په دې برخه کې هېڅ ډول مسوولیت نه لري.







