زیبا بلخي
په (مستعارو نومونو) د ناهید او نادیې لپاره ان د طالبانو نه وړاندې ښوونځي ته تګ یو آسانه ټاکنه نه وه. دوې خویند، چې د پلار د مخالفت تر سیوري لاندې او د مور د پټ ملاتړ پر مټ ښوونځي ته ولاړې او پوهنتون ته یې پښه ورداخله کړه وايي، ښوونځي ته د تګ لپاره یې د پلار تاوتریخوالی هم پر ځان اخیستی وو.
خو دواړه خویندې نن د خپلې یوې پنځه کسیزه کورنۍ لپاره ډوډۍ راوړونکې دي، د هغوی په وینا، پلار او ورو یې د طالبانو د واکمنۍ په تر لاسه کولو کار له لاسه ورکړ او په کور کېناستل.
دا راپور د دریو خویندو کیسه ده، چې وايي، کورنۍ یې د زده کړو سره مخالفه وه، خو نن چې کولی شي د خپلې کورنۍ پر دسترخوان ډوډۍ کېږدي، همغه کورنۍ یې ستاینه کوي.
له زده کړو د نجونو د محرمیت غمیزه له طالبانو وړاندې وخت ته هم ورګرځي، د راپورونو پر اساس له ښوونځي د پاتې ماشومانو ۶۰ سلنه نجونې جوړوي.
په کال ۲۰۱۹ او له طالبانو وړاندې د ښځو او ماشومانو د حقونو یو پلټوونکي بنسټ په یوه څېړنیز راپور کې څرګنده کړې وه، چې ۶۰ سلنه نجونې له پنځلس کلنۍ څخه وړاندې زده کړې پرېږدي او له دې ډلې د ۶۴ سلنه دغه ډول نجونو لپاره د ښووځي پرېښودلو پرېکړه د کورنۍ د نارنیه وو له خوا کېږي.
د پلار تاوتریخوالی او د مور ملاتړ
که د ناهید او نادیې د مور پټ ملاتړ نه وای، د دوی په خپله وینا، نن به دوی هم د هغه زرګونو نجونو په ډله کې وې، چې د زده کړو پرېښودو ته اړ ویستل شوې دي.
ناهید ۲۵ کلنه او نادیه ۲۷ کلنه او د بلخ ولایت اوسېدونکي دي، دوه خویندې چې د ښوونځي دوره یې د پلار په مخالفتونو پای ته ورسوله. دواړې ادعا کوي، چې پلار یې نه یوازې د دوی د زده کړو مخالف وو، بلکې کله به یې د مخنیوي لپاره په تاوتریخوالي هم لاس پورې کاوه.
نادیه وايي، پلار یې د ښوونځي تر درېیم ټولګي پورې د دې او د خور له زده کړو سره مخالفت درلود، خو کله چې دوی درېیم ټولګی پای ته ورساوه، زده کړې یې د پلار له جدي مخالفت سره مخ شوې:«ویل یې همدمره بس دی، نجلۍ چې لیک او لوست زده کړي بس دي، نور اړتیا نشته چې ښوونځي ته لاړې شۍ، خو مور مې چې خپله یې ښوونځی نه وو لوستی، تل یې هیله درلوده چې موږ یوه ورځ ښوونځی پای ته ورسوو او په همدې خاطر زموږ د پلار د مخالفتونو پر وړاندې درېده.»
نادیه وايي، د زده کړو بیه یې وهل ټکول وو چې هره ورځ یې مور لیدل او زیاتوي، ان داسې ورځې هم وې، چې څو پرلپسې ورځې ښوونځي ته د نه تلو له امله غیر حاضر کېدې.
د نادیې په وینا، مور یې کله هم ښوونځي ته نه ده تللې، نو ځکه یې په مغز او هډوکو له ښوونځي د محرویت پایلې درک کولې.
هغه کیسه چې دواړې خویند یې د مور په اړه وړاندې کوي ترخه خو د ستاینې وړ ده، د نادیې په قول:«پلار مې سهار وختي دندې ته تله، موږ یې ښوونځي ته لېږلو، راته ویل یې خیر دی تاسو ښوونځي ته ولاړې شۍ پلار مو چې هر څومره ظلم راسره کوي زه یې زغمم، کله به مې چې پلار د شپې کور ته راغی، نو ویل به یې تاسو نن بیا ښوونځي ته تللې وۍ، زموږ کتابونه او کتابچې به یې راته څیرلې، پنسلونه به یې راته ماتول، د پلار مې همدا کار هره ورځ وو او مور مې نا ارامه کېده، ان ژړل به یې خو بیا به یې هم په زرګونو ستونزو، پیسې ټولولې، نوې کتابچې او کتابونه به یې راته اخیستل.»
نادیه په دې دلیل چې ښايي په دې راپور کې به یې د پلار هویت په ډاګه شي، نه غواړي د پلار د کار او دقیق ځای په اړه جزیات ورکړي، خو وايي:«کله به مې چې پلار غوښتل موږ ووهي، مور مې ورته ډال کېده.»
د افغانستان د مخکني حکومت رسمي سیاست د نجونو له زده کړو ملاتړ وو، د افغانستان د پوهنې وزارت له لوري د عامه پوهاوي او د ښځو او نجونو لپاره د سوداي زده کړو لپاره برنامې او غونډې جوړېدې.
خو له دې ټولو هڅو سره سره ټولنیز لید لوری، جګړې او ناامنۍ له زده کړو د نجونو د محرومیت درې اصلي لاملونه وو.
ناهید او نادیې د یوه کال په واټن ښوونځی یو په بل پسې پای ته ورساوه، د نادیې په وینا، د ۱۳۹۵ په کانکور ازموینه کې د دوی ګډون د پلار لپاره یې سره کرښه وه:«په هغه ورځ چې غوښتل مو د کانکور لپاره فورمې ډکې کړو، کور ته راغلو او ورته و مو ویل، پلار مې ویل پام دا فکرونه مو له سره وباسۍ، ښوونځي ته مې پرېښودی چې پای ته یې ورسوۍ، له دې زیات اجازه نه درکوم، ټولو ټولګیوالو مو د کانکور ازموینه ورکړه، ولې زه پلار پرېنښودم. خو هیله مې درلوده، چې ښايي کال ته کومه بله خبره شي او د پلار زړه مې نرم شي، په همدې خاطر مې د ښوونځي درسونه له ځانه سره تکرارول او کله به مې چې پلار د شپې راتله، کتابونه مې پټول، تمه مې وه، چې کال ته ازموینه ورکړم.»
نادیې کال وروسته د تره په منځګړیتوب پلار دې ته راضي کړ، چې له ناهید سره یو ځای د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي. نادیه د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او ناهید ادارې او پالیسۍ پوهنځۍ ته بریالۍ شوې.
ناهید و ویل:«پلار مو زموږ لپاره هېڅ ښه مخ نه ښود، هر کله به یې چې موږ په درس ویلو لیدو، جګړه به یې کوله او کتابونه به یې په لغتو وهل.»
په افغانستان کې د پوهنتون تر کچې زده کړې مفتې وې، خو لګښتونه یې زیات وو، چې کېدای شي د نجونو لپاره لږ تر لږه یوه ستونزه شمار شي.
د ناهید له قوله د دې او نادیې لپاره پوهنتون ته تګ هم یو سرخوږی وو، چې د پلار په وخت ناوخت مخالفتونو نه خلاصېده:«د پوهنتون لګښتونه موږ خپله له مور سره یو ځای په ستونزو پیدا کول، د ګاونډیانو نجونو ته مو په کورني کورس کې زده کړې ورکولې او له هغوی به مو میاشتنی فیس چې زر یا له هغې څه کمې پیسې کېدې، زموږ د پوهنتون لګښوتونه یې برابرول، په دې ډول درد او کړاونو مو ښوونځی او پوهنتون پای ته ورساوه.»
ستاینې د تاوتریخوالي ځای ونیوه
د طالبانو په حاکمیت سره په افغانستان کې پاڼه واوښته، د ښځو لپاره لږ تر لږه د افغانستان تاریخ بیا هم په دوه برخو له طالبانو وړاندې او وروسته وېشل کېږي، د طالبانو کار نه یوازې د ښځو له زده کړو ملاتړ نه دی، بلکې له زده کړو د ښځو او نجونو راګرځول د طالبانو اصلي سیاست دی.
دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړي کال له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې او څو میاشتې وروسته یې پوهنتونه هم د نجونو پر مخ وتړل.
اوس چې د طالبانو واکمني څلور کلنه شوه، نو د یونسکو یا د ملګرو ملتونو د زده کړو او کتلوري چارو بنسټ د تازه رسمي راپور پر اساس افغانستان کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې له زده کړو د نجونو او ښځو محرومیت یوازنۍ مسله نه ده، افغانستان کې پراخه بېوزلي د دوی د حاکمیت یو بل لوی لید په ګوته کوي.
د نادیې او ناهید ورور چې په یوه نړیوال بنسټ کې یې کار کاوه، د طالبانو په واکمنۍ سره بې کاره شو، د هغوی په وینا، پلار یې هم له ورته برخلیک سره مخ شو او کار تر دې ځایه ورسېده، چې په کور کې یې په سختۍ ډوډۍ پیدا کېده.
ناهیدې و ویل:«ما او نادیې چې کله دا وضعیت ولید، له پلار سره مو خبرې وکړې چې موږ هم باید د کار په لټه شو، تر څو د خوړو لپاره ډوډۍ پیدا کړو او پلار مې هم ومنله.»
طالبانو په دولتي بنسټونو کې د ښځو کار کول منع کړي دي، خو لا هم ښځې دا فرصت لري، چې په خصوصي بنسټونو کې کار وکړي. نادیه او ناهید وتوانېدې، چې یوه به بانک او بله په بلخ کې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وګمارل شي.
د ناهیدې په وینا، هغه شېبه چې دواړو د خپلې ګمارنې خبر پلار ته ورکړ نه شي کولی هېره کړي:«پلار مې زه او نادیه هېڅ کله په غېږ کې نه وو نیولې، خو دا لومړۍ ورځ وه، چې موږ یې په غېږ کې ونیولو او شاباسی یې راکړ.»
د دواړو خویندو ګټه د میاشتې ۲۰ زره افغانۍ کېږي. نادیې و ویل:«د قوم او خپلوانو تر منځ او په هر ځای کې مې چې پلار کېني، له موږ په ویاړ یادونه کوي.»
په (مستعار نوم) ۵۹ کلن محمد یوسف چې د ناهید او نادیې پلار دی حاضر شو، چې په دې اړه له رخشانې رسنۍ سره خبرې وکړي. هغه د زده کړو څخه د لوڼو د مخنیوي په پار له خپل کړي چلند څخه پښېمانه نه دی وايي:«نه مې خوښېده، چې لوڼې مې ښوونځي ته لاړې شي او زیات مخالفت مې هم وکړ، ډېر ظلم مې پرې وکړ تر څو ښوونځي ته لاړې نه شي، نن یې مور ته تل وایم ښه شوه، چې تا زما مخه نیولې وه او غوښتل دې، چې لوڼې د ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي، نن ورځ که دوی زده کړې نه وای کړې او کار یې نه کولی، موږ خو به له لوږې مړه شوي وای او تر پور لاندې به خښ شوي وای.»
د لوڼو د زده کړو په اړه د محمد یوسف نظر بشپړ بدلون کړی دی، هغه چې درېیمې لور یې اوس تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کړې او کور ناسته ده وايي، طالبان باید د ښوونځي او پوهنتون دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
طالبانو دا مهال زده کړو او کار ته د ښځو او نجونو لاس رسی محدود کړی دی، په داسې حال کې، چې یونیسف په کال ۲۰۲۴ کې په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې لږ ګټې ته هم د ښځو لاس رسی کولی شي، د کورنۍ په رواني روغتیا، غیر رسمي زده کړو او خوړو خوندیتوب کې ژور مثبت اغېز ولري.
په (مستعار نوم) د ۲۴ کلنې منیرې کیسه هم ناهیدې او نادیې ته ورته ده. هغه چې د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ اوسېدونکې ده له رخشانې رسنۍ سره په تلېفوني خبرو کې خپله کیسه داسې بیان کړه او وايي، په ډېرو ستونزو او د کورنۍ په مخالفت سره یې زده کړې وکړې او نه په کور کې یوازینی کس دی، چې کار کوي.
منیرې وویل:«هره ورځ په جنجال ښوونځي ته تلم، پلار مې مور ته ویل چې دا نجلۍ ستا له لاسه بد لارې کېږي او ویل به یې که ښوونځي ته ځي هم، له ما دې د پیسو تمه نه کوي، پیسې نه ورکوم، قلم او کتابچې نه ورته اخلم، ویل یې نجلۍ دې د کور کار وکړي، هلکان دې ښوونځي ته ولاړ شي، ځکه د کورنۍ د نفقې مسوولیت ور تر غاړې دی.»
منیره چې کومې خاطرې یادوي ترخې دي. هغې و ویل:«څو ځله مې پلار د ښوونځي بکسه را وشکوله، کتابونه مې یې هغه دېک ته چې پخلی مو په کې کاوه واچول او سوځول یې.»
د منیرې په وینا، مور یې د مالدارۍ، مستو او رش د برابرولو او پلور وروسته په کور کې نجونو ته د قرانکریم د زده کړو ورکولو په پیسو د ښوونځي لګښتونه برابرول:«مور مې په خپلو سرو زرو یوه غوا اخیستې وه او په یاد مې دي، تر څو کلونو مو د مستو او رش د پلورلو پر پیسو ما ته قلم، کتابچې او نور وسایل اخیستل. خو وروسته مو غوا ناروغه شوه او مور مې اړ شوه، چې ویې پلوري، وروسته مې مور چې قرانکریم یې زده وو، د سیمې نجونو ته زده کړې ورکول پیل کړل او هره اوونۍ به یې له هر کس څخه ۱۰ افغانۍ اخیستې او درس یې ورکاوه، په همدې پیسو ما ښوونځی پای ته ورساوه.»
منیره وايي، په همدې ستونزو سره یې په کال ۱۳۹۸ کې ښوونځی پای ته ورساوه، خو تر ټولو ورته سخته دا وه، چې پلار یې دې ته راضي کړي، چې پوهنتون پرې و وايي، په دې شرط چې په پوهنتون کې به یوازې تربیه معلم چې دوی ته نېږدې وه وايي، نه د طب پوهنۍ چې منیرې غوښته.
هغې ویلي دي:«بله چاره نه وه، تربیه معلم زموږ په ولسوالۍ کې وه او دوه کلنه وه، لاړ نوم لیکنه مې وکړه او د ریاضي څانګه مې ولوسته، پلار مې پر دې هم زیات مخالفت وکړ او زیات یې ویل مه ځه، دې ته چمتو وم چې له پلاره مې وهل وخورم، خو د خپلو خوبونو په خاطر باید وجنګېږم او ماته نه شم. نه مې یادېږي چې پلار مې یوه ورځ هم پنځه افغانۍ راکړې وي، چې واخله د ښوونځي یا پوهنتون لګښت یې کړه، د پوهنتون تر پای ته رسېدو پورې مې مور لګښت را کاوه، تر دې چې دوه کاله پوره شول او پای ته مې ورساوه.»
د منیرې پلار کرونده ګر وو. د جمهوریت تر نسکورېدو او د طالبانو تر راتګ وروسته یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت هم لا خراب شو، د هغې پلار چې په کومه کرونده کې کار کاوه د ځمکې څېښتن هغه وپلورله او بهر ته لاړ او د منیرې پلار هم بې کاره شو. له بل لوري د هغې پلار د شکرې او وینې فشار په ناروغیو هم اخته وو، ورځ تر بلې یې بدن کمزوری کېده او د کار کولو توان یې له لاسه ورکاوه.
منیرې ویلي:«د طالبانو له حکومته کابو دوه کاله تېر شوي وو، چې پلار مې بې کاره شو. ورور مې هم چې تازه فارغ شوی وو کار یې ونه موند. زموږ د کورنۍ اقتصاد خورا کمزوری وو، یوه ورځ مې مور ته و ویل، زه به هم د ورور تر څنګ د کار په لټه کې شم او مور مې راته ویل، ورشه له پلاره دې اجازه واخله، کله مې چې له پلار او ورور سره سلا وکړه او هغوی هم ولیدل چې زموږ د کور د عاید سرچینه صفر ده، لومړی یې مخالفت وکړ، خو وروسته یې چې وضعیت ولیده اجازه یې راکړه.»
منیره وايي، وتوانېده، چې په یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه کار پیدا کړي، په ورته وخت وايي، له افغانستانه بهر هم ماشومانو ته په انلاین بڼه د قرانکریم زده کړې ورکوي، چې په ټولیز ډول یې میاشتنی عاید ۱۰ زره افغانیو ته رسېږي.
هغه وايي، د دې عاید د شپږ کسیزه کورنۍ پر دسترخوان ډېر اغېز کړی او د دې پر وړاندې یې د پلار چلند هم بدل کړی دی:«پلار مې تل وايي، ښه ده چې زده کړې د وکړې، که اوس چې زه هم دا ډول (بې کاره) یم او ورور دې هم کار نه لري، کورنۍ به مو له لوږې مړه شوې وای. پلار مې اوس په یوه ستر ملاتړ کوونکي او هڅوونکي بدل شوی او زما ډېره ستاینه کوي.»







