تمنا تابان
د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دوره او هغه ورځې وې، چې د دې ډلې د وحشت سیورۍ هر ځانی خپور وو، ډلې ډلې خلک له خپلو کورونو وتل تر څو ژوندي پاتې شي. په (مستعارو نومونو) د عارف او نیلوفر کورنۍ هم له بامیانو نه د بهسودو سیمې ته کډه شوې وې، تر څو د طالبانو له ربړونو او وژنو په خوندي پاتې شي.
د طالبانو لومړۍ دوره واکمني په تمامه مانا توره دوره وه. لږ تر لږه طالبانو په دوه پړاونو په بامیانو کې ډله ییزې وژنې تر سره کړې. په کال ۱۳۷۹ د مرغومي په ۱۹ مه یې د بامیانو ولایت په یکه ولنګ ولسوالۍ د برید پر مهال لسګونه ځوانان او زاړه ناتار و ویشتل.
د بشري حقونو د څار بنسټ او د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۰۱ کې «یکه ولنګ کې ټول وژنې» تر نامه لاندې بشپړ جزیات خپاره او د عیني شاهدانو نظرونه یې مستند کړل. په ورته بله پېښه کې دغې ډلې په کال ۱۳۷۷ کې د بامیانو تر ولکه کولو وروسته د بامیان د مرکز سرآسیاب سیمې ۷۵ تنه نارینه لاس تړلي راټول او ویې ویشتل.
داسې ډله ییزو او بې توپیره وژنو په خلکو کې وېره خپره کړې وه، عارف او نیلوفر هم د هغه لسګونو غیر نظامي کسانو څخه وو چې ګډه شوي وو، هغوی له دې مخکې یو بل نه وو لیدلي، خو د کډوالۍ په سخته او نه پای ته رسېدونکې نړۍ کې یې زړونه یو له بل سره غوټه شوي وو. څو میاشتې وروسته، د بېوزلۍ او سختو شرایطو سره سره یې واده وکړ. واده یې هم ساده او بې ډول ډیله، خو له مینې او هیلو ډک وو.
د طالبانو له نسکورېدو وروسته په کال ۱۳۸۱ کې دغه ښځه او مېړه خپل کور ته ستانه شول، ژوند یې په سوځېدلي او مطلقه بې وزله کور کې پیل کړ، نیلوفر د خپلو پنځو اولادونو سره کلونه د عارف تر څنګ په لوږه او بې وزلۍ کې تېر کړل.
«هېڅ باور مې نه کولو هغه عارف چې په تر ټولو سختو ورځو کې یې زما سره د مینې ژمنه کړې وه، یوه ورځ به ما او اولادونه د هوساینې په وخت کې پرېږدي. هغه زما د کړاونو پایله له بل چا سره په ساتېریو کې وپلورله، د ښخې لپاره د مېړه تر خیانت کولو ستر درد نشته.» د نیلوفر خبرې چې دې ځای ته ورسېدې، پټو اوښکو یې ګرېوان هم ونیوه.
له دې ځایه د کیسې بل اړخ شروع کېږي، چې ۴۳ کلنه نیلوفر تریخ بار یوازې په اوږو وړي. د نیلوفر لاسونه د درندو کارونو، جامو وینځلو او سنۍ جوړولو فشارونو له امله چې وو او دي پړسېدلي وو او دا څرګنده لیدل کېده چې هغې تر کومې کچې سختۍ کش کړې دي، هغې د خپلو لاسونو پړسوب ته په اشارې و ویل:« د سختو او درندو کارونو له امله مې لاس نیمګړي (معیوب) شوي دي، تل پړسېږي او درد کوي، او له بې پیسو توبه ان ډاکتر ته هم نه شم تلای، اړ یم چې وسوځم او ویې ګالم.»
عارف اوس بډایه سړی دی، د نوم څېښتن، هټۍ او لویه موټر فروشي لري، هغه د دویمې ښځې په کولو سره نیلوفر هېره کړې او هغه مینې چې د کډوالۍ پر مهال یې شوغلې وهلې اوس یو موټی ایره پر ځای پاتې ده.
په افغانستان کې دویم واده کولو ته د نارینه وو لاس رسی د سړي واکه ټولنې د دود یوه ترخه څېره ده، چې تر ټولو زیاتې قربانیانې یې ښخې دي، نارینه د دود او دین په پوښ کې پرته له دې چې د خپلې لومړنۍ ښځې چې کلونه یې لوږې او سختۍ ورسره ګاللې، خوښي او احساسات په پام کې ونیسي، هېروي یې.
د نیلوفر ژوند د همدې دود د خروار څخه موټی بېلګه ده، نیلوفر چې د پنځو اولادونو مور ده اوس په بشپړه سختۍ او زیار کې ژوند تېروي، په خپله وینا یې:«کابو له تېرو څلورو کلونو راهیسې له مخې زیار کاږم، تر څو د خپلو اولادونو لپاره ګوله ډوډۍ پیدا کړم، د هغوی لپاره هم پلار یم او هم مور، کوم کار وو چې ومې نه کړ، او کوم کړاو و چې ومې نه ګاله.»
دا کیسه بل اړخ هم لري. اوس عارف نه نیلوفر ته طلاق ورکوي او نه یې هم سرپرستي کوي. هغې له مېړه سره خپله وروستۍ شخړه څه داسې بیان کړه:« کله به چې کور ته راغی غږ او جنجال به مو سره پورته شو، ډېر راباندې غوسه کېده او ان دوه ځلې یې و وهلم، په وروستي ځل یې راته و ویل، نه طلاق درکوم او نه هم نفقه، تر څو همداسې ژوندۍ کونډه پاتې شې او ادب زده کړې، هر کار دې چې له لاسه کېږي، لاس دې خلاص.»
په رښتیا هم د نیلوفر څه په توان پوره دي؟ سم ځواب دا دی، چې کابو هېڅ یې له لاسه نه کېږي، اوس د بل هر وخت په پرتله عدالت ته د ښځو د لاس رسي لاس لنډ شوی دی، د بشري حقونو د بنسټونو وروستي راپورونه پر همدې واقعیت ګواه دي.
د بښنې نړیوال سازمان پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په څلورمه کلیزه په یوه راپور کې ویلي:«د طالبانو په محکمو کې د یوې ښخې غږ نه اورېدل کېږي، په دې دلیل نه چې هغه د ویلو لپاره څه نه لري، بلکې په دې دلیل چې د هغو د اورېدو لپاره څوک پاتې نه دي.»
نیلوفر وړاندې له دې چې د جمهوریت حکومت نسکور شي، هڅه وکړه تر څو د ځان او اولادونو لپاره عدالت غوښتنه وکړي، خو د طالبانو راتګ هر څه پر عکس کړل:«له سقوط مخکې مې پر عارف عریضه کړې وه، تر څو خپل او د اولادونو حق ترې واخلم، خو زما له بده بخته چې دولت نسکور شو او طالبان راغلل، طالبان چې راغلل نور مې له لاسه هېڅ کار نه وو پوره، ځکه طالبان ښځې د انسان په توګه نه مني او هغو ته د خلکو وینځې وايي.»
هغه څه چې ویلی شم، واقعیت همدا دی، چې د ښځې ژوند په ډېره سادګۍ د ښځې ضد دود او ښځو ځپوونکي حاکمیت د دوه کاڼو تر منځ دل شوی دی.
نیلوفر وايي، کړاونه یې وګالل خو خیانت هغه ماته کړه:«د خلکو په کورونو کې جامې مینځم، سنۍ کوم، د خلکو په کروندو کې خووی کوم، د بچیانو په مرسته کروندګري کوم او ټول هغه کارونه چې باید یو نارینه یې تر سره کړي، تر هغې یې زه سخت کوم، یوازې د دې لپاره چې اولادونه مې وږي پاتې نه شي.»







