د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بامیاني ماشومانو د خوړو له کمښته نیږدې لیدنه، د هغې نجلۍ په خوله چې د تغذیې د برخې سلاکاره ده

26 اگست 2025
د بامیاني ماشومانو د خوړو له کمښته نیږدې لیدنه، د هغې نجلۍ په خوله چې د تغذیې د برخې سلاکاره ده

تمنا تابان

د هغې مور سره په خبرو ده، چې د سلا لپاره راغلې. ارامې خو  شمېرلې خبرې کوي تر څو  خپلې خبرې په سمه ده توګه ورسوي. په (مستعار نوم) ۲۵ کلنه رعنا توکل هغه یوازینۍ نجلۍ ده، چې د بامیان ولایت په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې په یوه جامع روغتون کې د ماشومانو د تغذیې د برخې سلاکاره ده. د دې په وینا، له هغې ورځې راهیسې چې دوه کاله وړاندې یې په دې کار لاس پورې کړی، ټولې هڅې یې دا وې چې وکولی شي، کورنیو ته د ماشومانو د تغذیې په برخه کې پوهاوی ورکړي.

رعنا له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل«رښتیا هم په هغه ولسوالۍ کې چې موږ ژوند کوو، د میندو د پوهاوي کچه ډېره کمه ده او  دا د دې لامل کېږي، چې دوی وغواړي یا نه، په ناپوهۍ سره خپلو ماشومانو ته زیان رسوي، د ماشومانو لپاره ډېره حیاتي مسئله سم خواړه او تغذیه ده.»

رعنا غوره ګڼي، چې د امنیتي ننګونو له امله یې راپور کې د کارځای کره جزیات را نه شي.

هغه انځور چې رعنا یې بامیانو کې د ماشومانو د سختې بېوزلۍ څخه وړاندې کوي، غموونکی دی. او وايي«په دې سیمه کې په خوړو کې بدلون شتون نه لري او د خلکو خواړه تل یو شان وي، کله چې له ډېری میندو پوښتم، په اوونۍ کې څو ډوله خواړه خوري، هغه نومونه چې دوی یې اخلي له ۳ پورته نه ځي او هغه درې هم کچالو، وریجې او کله هم د شلغمو شکنه ده.»

د بامیانو نوم له بېوزلۍ او کړوانو سره غوټه شوی دی. د بامیانو په لرې پرتو او سخت لارو ولسوالیو کې دغه دوه ستونزې نورې هم سترې دي. د خلکو ژوند یې په کرنه او مالدارۍ پورې تړلی، چې په وروستیو کلونو کې یې د وچکالۍ له امله سخت زیان لیدلی دی.

د سږ کال د غبرګولي میاشت په پیل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) سیاسي مرستیال جورجټ ګانیون بامیانو ته د سفر پر مهال ویلي وو، چې خلک د بېوزلۍ له زیاتوالي اندېښمن دي.

رعنا هم وايي:«دلته ډېری کورنۍ بېوزله دي او دایمي کار نه لري، ټول عاید یې په کرنیزو محصولاتو پورې تړلی او هغه هم د کال په پای کې هېڅ نه کېږي.»

رعنا هره ورځ له کوره تر کار ځای پورې یو نیم ساعت پلی مزل کوي وايي، هره ورځ پنځلس ځله له میندو سره د ماشومانو د تغذیې په اړه په صبر او زغم سره خبرې او سلا ورکوي:«میندو ته په عامیانه او  ساده کلماتو روغتیايي موضوعات واضح کوم، که تکرار ته اړتیا ولري ورته تکراروم یې، لنډه دا څومره چې توان لرم هڅه کوم چې زما خبرې یې په یاد پاتې شي او عملي یې کړي.»

په دې اړه نور ولولئ...

له سړي تښتوونکو د خور په دفاع کې د محمد امین د وژنې نور جزیات

د طالبانو له خوا د ښځو د هدفي ځپنې پر ضد هسپانیا او سویډن کې لاریونونه وشول

رعنا په یوه روغتیايي انستېتیوت کې د طبي ټیکنالوژۍ او د بامیانو په ولایتي روغتون کې ماشومانو ته د تغذیې مشورې ورکولو په برخه کې زده کړې کړې دي. هغې ټینګار وکړ، چې د سیمې د سړښت له امله خلک مېوو او  غله دانو ته لاس رسی نه لري او له همدې امله هغه ماشومان چې رعنا یې هره ورځ ویني، ډېری یې له منځنۍ کچې خوارځواکۍ سره مخ دي.

هغې و ویل:«ډېری وخت په رښتیا خوابدې کېږم دا چې کله یوې مور ته وایم، ماشوم ته دې ځواکمن خواړه ورکړه او اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل حبوبات لکه لوبیا، نخود او نسک ورته پخوه، په ځواب کې وايي، ډاکتر صیب که موږ وکولی شو د وربشو په ډوډۍ د دوی ګیډه ډک کړو هم ستر کار دی.»

د روغتیا نړیوال سازمان په اند، د ماشومانو خوارځواکي هغه حالت ته ویل کېږي، چې د هغوی بدن د ودې، روغتیا او فعال ژوند لپاره په کافي کچه، اړین او وړ خوراکي توکي تر لاسه نه کړي.

رعنا وايي، د بامیانو د ماشومانو د وضعیت په اړه د دې لید لوری له هغه څه ډېر واټن لري، چې تصور یې کږي:«د کار مې لومړی ورځ وه، یوه مور راغله، چې ماشوم یې د عمر په پرتله ډېری لنډۍ وو او هم یې له بدني پلوه چندان وده نه وه کړې، له بل لوري ډېر ډنګر او کمزوری وو، کله چې ما د هغه له مور څخه د ده د ستونزې په اړه پوښتنه وکړه، راته ویې ویل موږ په کور کې ډېری وخت په مړه ګېډه د ډوډۍ خوړولو توان نه لرو.»

رعنا له رخشانې رسنۍ سره خبرو کې د خپلو سترګو لیدلي حال یوه بله پېښه څه داسې بیانوي:«یوه مور د یوې لرې ولسوالۍ له ډېر لرې ځایه راغله، دوړې او ستوماني یې له ټول بدنه ورېده، کله یې چې ماشوم راوړ، راته ویې ویل، ډاکتر صیب په تا به کېږي په خدای زما ستونزه را حل کړه، ماشوم مې ډېر وخت کېږي سم خواړه نه خوري او ورځ تر بلې ډنګرېږي، کله مې چې ترې وپوښتل شیدې ورکوې که نه، ویې ویل، په یو نیم کلنۍ کې مې له شیدو بېل کړ… له دې امله چې ماشوم یې زر له شیدو بېل کړی و او اشتها یې کمه شوې وه، نېږدې وو چې مړ شي، ما د خپل همکار په مرسته هغه څو ورځې بستر کړ، د بستر په موده کې مو د هغې مور ته کابو نیم ساعت سلا مشوره ورکوله او د مور د شیدو د ګټو، چې ماشوم ته باید څومره وخت شیدې ورکړل شي، نوی زېږېدلی ماشوم څنګه باید تغذیه کړای شي او نورو ورته شیانو په اړه مو ګټور معلومات ورکول، له څلورو ورځو وروسته مو ماشوم رخصت کړ، بل ځل چې راغله ماشوم یې ښه شوی وو.»

رعنا چې کله له مراجعه کوونکو یادونه کوي، خپل غم نه شي پټولی:«له بده مرغه د خلکو اقتصادی وضعیت خورا خراب دی، دا چې ماشومان د ودې په عمر کې دي، اړتیا ده، چې سم خواړه ورکړل شي، چې هم له بدني پلوه او هم د ذهني پلوه نورماله وده ولري، خو په خواشینۍ سره دلته داسې نه دي، بلکې قضیه پر عکس ده.»

د روغتیايي پلوه په ماشومانو کې خوراځواکي زیان لرونکې پایلې لري، خوراځواکي په ماشومانو کې مغزي او بدني وده ګډوډوي، د خوندیتوب سیستم کمزوری کوي او هغوی د انتانونو پر وړاندې زیانمنوي، دغه راز یاده ستونزه د ودې درېدا، بلوغیت کې ځنډ، خفګان او ویټامینونو د کمښت لامل کېږي او د ماشومانو راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي.

رعنا ویلي، په هغه کلېنیک کې چې دا کار کوي، د روغو ماشومانو په پرتله په منځنۍ او دوږمهالۍ خوارځواکۍ د اخته ماشومانو  کچه دوه برابره ده:«ډېری ماشومان چې په اوږد مهاله خوار ځواکۍ اخته دي، د ونې له ټیټوالي ځورېږي، په خواشینۍ سره په دې سیمه کې لنډي توب یو ټولیز او ډلیزه ستونزه ده.»

رعنا هڅه کوي، د عیني او ساده بېلګو په راوړلو سره خپلې مشورې عملي او آسانه کړي:«میندو ته وایم، چې څه ډول له شیدو، مستو او پیو سر«رش» څخه د خپلو ماشومانو د ښځې تغذیې لپاره کار واخلي، خو په خواشینۍ سره چې ډېری کورنۍ دې لبنیاتو ته هم لاس رسی نه لري او دا کار لا ستونزمنوي.»

د رعنا په وینا، هغه کورنۍ چې له دې سره کار کوي ان د ارزانۍ په وخت کې هم د یوې کیلو مېوې پېرلو توان نه لري:«په دوبي کې چې معمولآ د مېوو بیې ټيتېږي، مڼې، زردالو، انګور او شفتالو کیلو په ۲۰ روپۍ کېږي، بیا هم ډېری کورنۍ د یوې کیلو مېوې د اخیستو توان نه لري او دا په رښتیا د ډېرې د اندېښنې وړ ده.»

رعنا د خپلو خبرو په بله برخه کې یوه بل ترخه واقعیت ته هم اشاره کوي:«له بده مرغه ډېری هغه میندې، چې زه ورسره کار کوم، د تغذیې په اړه له ډېر کم پوهاوي برخمنې دي، ډېری هغوی د مور په شیدو د تغذیې په ارزښت نه پوهېږي، زیاتره وخت د ډېرې بوختیا او درندو کارونو له امله، ماشوم ته د شیدو د ورکړې کچه راکموي، چې دا خپله د ماشوم د خوارځواکۍ لامل کېږي.»

هغه سیمه چې رعنا په کې کار کوي شاوخوا ۳۵ زره نفوس لري او په همدې سیمه کې یوازینی فعال کلېنیک هم همغه دی، چې رعنا یو د هغه له کارکوونکو څخه ده.

په (مستعار نوم) ۳۷ کلنه حلیمه د هغه ځای یوه اوسېدونکې ده، د درې ماشومانو مور چې وايي، دا او خاوند یې په کرونده بوخت دي:«زموږ ټول ژوند په کرنه پورې تړاو لري، کوم کال چې زموږ کچالو او للمي غنم په ښه بیه وپلورل شي ښه ده، موږ د کور لپاره یو من لوبیا، نخود یا نسک اخلو، خو کوم کال لکه تېر کال چې زموږ کچالو او غنم(په نیمه بیه) لاړ شي، له ژونده مو خدای خبر وي.»

د بېوزلۍ دا سوځوونکې بلا چې په دې سیمه کې ورځ تر بلې په پراخېدو ده، هغه ستونزه چې لمړني قربانیان یې ماشومان دي.

د طالبانو په واکمنۍ سره په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لا پراخه شوې، د دې بېوزلۍ پایله د ماشومانو پراخه خوارځواکي ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې راوړي، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، همدارنګه دا راپور د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم تاییدوي، چې په افغانستان کې په هرو ۱۰ ثانیو کې یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کېږي.

بامیانو ته ورته ولایتونو کې وضعت تر دې هم خراب دی. په (مستعار نوم) ۳۴ کلنه محسنه یوه بله مور، چې ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته دی، رخشانې رسنۍ ته ویلي، نه شي کولي د تغذیې برخې د روغتیا پالانو سلا مشورې عملي کړي، ځکه د اقتصادي پلوه د یوې کیلو بورې د اخیستو توان نه لري.»

محسنه وايي:«په وچه ډوډۍ، وریجو او کچالو سره نه ځواکمنېږي، همدا شیان چې لرو یې خپلو ماشومانو ته یې ورکوو، نور که کوم شی له بازره اخیستونکي وي، زموږ په توان نه ده پوره، موږ ان یوه کیلو بوره نه شو اخیستی، له نورو شیانو خو تېر. روغتیاپالان وايي، ماشوم ته دې باید مېوې واخلې، سبزۍ واخلې، په اوونۍ کې دوه درې ځله لوبیا، نخود، مۍ یا نسک ورکړې، یا هم شیدې او مستې ورکړې، زه چې له دې یو شی هم نه شم پېرلی څه وکړم؟»

اړوندې لیکنې

له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه
دسته‌بندی نشده

له یوه تپلي هویت او د هغو له ترخو د هلک په څېر جامې اغوستونکې نجلۍ کیسه

20 جون 2026
میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي
خبر

میا پارک: د افغان نجونو لپاره لویه اندېښنه د نړیوالو له خوا هېرول دي

19 جون 2026
طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي
خبر

طالبان: د ښځو حجاب باید ډبل، بې سینګاره او بې بویه وي

19 جون 2026
د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي
خبر

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي

18 جون 2026
د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ
خبر

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

17 جون 2026
وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې
خبر

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

17 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه