د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د «ګلنار» ژوند د کوچي په اور وسوځېد او د لوڼو راتلونکې یې طالبانو لوټ کړه

30 اگست 2025
د «ګلنار» ژوند د کوچي په اور وسوځېد او د لوڼو راتلونکې یې طالبانو لوټ کړه

هانیه فروتن

«نیمه شپه وه، ماشومان مې تازه خوبوړي وو ، چې شور ماشور شو، د لوګي او سون بوی ټول کور ډک کړ، اولادونه مې را ویښ کړل او په بیړه بهر و وتلو، کوچیانو کور ته اور اچولی وو. د سترګو په رپ کې هغه کور چې ما کلونه د زړه په وینو جوړ کړی وو، د سترګو په وړاندې مې ایرې شو، هېڅ شی پاتې نه شول.»

دا راپور د ۴۰ کلنې ګلنار  کیسه ده، چې د ۱۳۹۵ کال په پسرلي، د غزني ولایت په ناور ولسوالۍ د کوچیانو په شپني یرغل کې یې کلیوالي ژوند له لاسه ورکړ او په زور کډوالۍ ته اړ شوه.

د امنیتي ننګونو له امله په دې راپور کې ټول نومونه په مستعار راوړل شوي دي.

د راپورونو پر اساس په همغه کال د غبرګولي په ۱۱ مه د دوشنبې په ماښام د غزني د ناور ولسوالۍ د سبزآب خوات په کلي کې د کوچیانو او ځايي خلکو تر منځ نښته پیل او تر سهاره یې دوام وکړ، د دې نښتې اصلي لامل پر څړځایونو او کرنیزو ځکمو اختلاف ښودل شوی وو.

کوچیانو د برید پر مهال لسګونه کورونه وسوځول او ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه شوې.

ګلنار له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، د پېښې له رامنځ ته کېدو دوه ورځې وړاندې، کوچیانو د یرغل پر مهال د خلکو پر کروندو او ځمکو  خپل څاروي ورخوشي کړل، دغه کار د کلي د خلکو غوسه راوپاروله او په پای کې په دویمه شپه، یوې لویې نښتې ته زمینه برابره شوه.

د هغې په وینا، کوچیانو نیمه شپه، هغه مهال چې ډېری خلک ویده وو، د کلیوالو په کورونو او د سونګ توکو په زېرمو یرغل وکړ او هغو ته یې اور ورته کړ. ګلنار د هغې شپې جزیات ډېر ښه په یاد نه لري، خو وايي، ګمان یې دا دی، چې له ۲۰ زیات کورونه له هر څه سره په اور کې وسوځېدل او ډېری کورنۍ بې سرپناه شوې.

هغې ویلي:« په هغه شپه یوازې د ماشومانو، نارې سورې، د ښځو ژړاوې او د کلیوال خواشني پر یاد لرم، ټولو منډې وهلې او د ځان ژوغورنې لپاره، د تښتې لار موندنې په لټه کې وو.»

له هغه کور او ژوند څخه چې ګلنار د زړه په وینو جوړ کړی وو، هېڅ شی پاتې نه شول، ټول توکي یې ان د ماشومانو جامې یې، د اور په لمبو کې په لوګی او ایر بدل شول.

هغوی اړ شول، چې شپه پر دښته رڼه کړي او سهار وختي، ناچاره کابل ته روان شي، هغه ښار چې د دې پر ټپونو یې تازه ټپ ور زیات کړ.

په غرېو نیولي او لړزانده غږ وايي:«دوه لوڼې مې په مېړو ورکړې، چې له لوږې مړه نه شو، ښايي درېیمه هم د مجبورۍ له مخې واده کړم.»

کابل ته په رسېدو ګلنار او لسز کسیزه کورنۍ یې د دریالسمې ناحیې په اتفاق ښارګوټي کې مېشته شوه، هغه ځای چې د ډېری وګړو برخلیک یې له بېوزلۍ سره غوټه شوی دی. د دې کورنۍ ګټه هم یوازې د ګلنار د لوڼو له غالي اوبدلو څخه ده.

د ګلنار ۶۱ کلن مېړه د لوړ عمر له امله د درندو کارونو جوګه نه دی، د کابل له نسکورېدو وړاندې یې د ښار په واټونو په لاس توکي پلورل، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه چې طالبان بیا راغلل، ان دغه ساده کار یې هم له لاسه ورکړ.

ګلنار زیاتوي:«طالبانو یې هره ورځ رېړۍ بېوله او جریمه یې غوښه، هره ورځ لاسي پلورونکي په منډو کوي، توکي یې پر سړک ورته پاشي او لا هم دغه کار کوي. د میاشتې په پای کې به یې حساب کاوه، تر ګټې به یې زیان زیات وو، اوس هغه کار او غریبي هم نه ده پاتې.»

هغه له ۱۳ تر ۲۴ کلونو پورې د شپږو لوڼو او یوه ۷ کلن زوی مور ده، لوڼو یې شپه ورځ هڅه کوله، چې هم درس ولولي او هم د خپلې کورنۍ د لګښت سره مرسته وکړي. تمه یې درلوده، چې یوه ښه راتلونکې یې انتظار کوي، د کورنۍ د ژوغورنې لپاره، د هغوی دوه تنې اړ شوې، چې ناغوښتل شوي واده ته غاړه کېږي، او خوبونه یې د پایښت لپاره قرباني کړي.

ګلنار د نیمه اوبدلې غالۍ له تارونو، چې په وسپنیز چوکاټ کې زموږ پر وړاندې اېښودل شوې سترګې نه پورته کولې، خو کیسې ته یې دوام ورکړ:«شپه ورځ یې څرخی کاوه او خوب یې نه درلود، غوښتل یې په درس ویلو هم موږ او هم ځانونه وژغوري، خو داسې څه ونه شول.»

د دې خبرو په کولو سره نوره د اوښکو په کنټرول ونه توانېده او په لندو سترګو دوام ورکوي:«هره ورځ به پوروړی دروانې ته راتله او خپلې پیسې غوښتې، بله چاره نه وه، څلور کاله وړاندې اړ شوم، چې مشره لور مې د دوه لکه او پنځوس زره افغانیو په بدل کې، د دې د خوښې پر خلاف په مېړه ورکړم، بل کال مې هم د لوږې څخه د ژغورنې په موخه دویمه لور په درې لکه افغانیو وپلورله[په میړه مو کړه].»

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره په افغانستان کې جبري ودونه په یوه ټولنیز او د بشري حقونو په بحران بدل شوي دي.

وروستي راپورونه ښيي، دغه پدیده د پراختیا په حال کې ده او تر ټولو زیات زیان یې نجونې او ځوانې ښځې ویني.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز په یوه راپور کې، چې د روان میلادي کال په لومړیو کې خپور شوی اعلان کړی، چې د جبري او له وخته وړاندې ودونو ۶۶ سلنه قربانیانې زده کوونکې نجونې او ۳۳ سلنه یې د پوهنتون زدکړیالانې دي.

دغه راز په یاد راپور کې له زده کړو د منع کولو په خاطر  د نجونو او ښخو تر منځ د کورني تاوتریخوالي زیاتېدو، رواني او خفګان ستونزو د زیاتېدو یادونه هم شوې ده.

۲۲ کلنه سودابه د ګلنار دویم اولاد دی، هغه د ښوونځي په ۱۲ ام ټولګي کې وه، چې د طالبانو د پټ مشر د فرمان پر اساس له زده کړو محرومه شوه، هیله یې وه، چې ښوونکې شي، خو دا تمه یې همداسې یو خوب پاتې شوی. د هغې د غوښتې پر خلاف د ۱۴۰۱ کال په اوړي کې د پلار او مور د پرېکړې پر اساس اړ شوه، هغه واده ته غاړه کېږدي، چې هېڅ وخت یې فکر نه کاوه.

سودابه اوس د یو نیم کلنې لور څښتنه او د کابل په اوومه ناحیه کې ژوند کوي، د ښوونځي کتابونه او د کانکور ازموینې فورمې یې تر اوسه ساتلې دي، د هغو ورځو په هیله، چې یوه ورځ یې په زړه کې درلودې.

په دې اړه نور ولولئ...

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

له درد، کړاو او خواشینۍ په ډکو سترګو وايي:«ارزوګانې مې تل د ژوند لومړیتوبونه وو او لا هم د هغو په اړه فکر کوم، خو کله چې د پلار او مور لیدو ته ورشم او د هغوی د ژوند حالت وینم، له دې دردوونکی بل هېڅ شی نه دي… ان د هیلو له مړینې مې هم.»

سودابه له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، وېرې او اندېښنو یې شیدې وچې کړې او اړ ده، چې د ماشومې لور د خوراک لپاره وچې شیدې وکاروي.

په نرم، ورو او ناهیلۍ ډک غږ سره بیانوي:«وېرېږم چې کشرانې خویندې مې زما په برخلیک اخته نه شي، پلار مې ډېر زوړ دی او د ناروغ تره ساتنه هم زموږ پر اوږو ده، د درملنې او ژوند لګښت مې د کورنۍ لپاره دروند دی.»

۱۷ کلنه مېریم د کورنۍ څلورمه لور ده، هغه د ښوونځي په اووم ټولګي کې وه. تمه یې وه، چې ډاکتره شي، خو طالبان او بېوزلي یې پر وړاندې دېوال شوه:«که ډاکتره شوم، لومړی مې د تره او بیا خپله درملنه کوم.»

هغه تر اوسه نوې ځوانه ده، خو لاس او ملا یې د زړو ښځو په شان درد کوي، په ساعتونو د غالۍ اوبدلو ګڼي ته ناسته وي، هډوکي یې ور کمزوري کړي، خو کله یې هم د درد له زیاتوالي پېښې ویدېږي. ګرد او دوړې یې ساه تنګوي او وچ ټوخی یې نه پرېږدي. د مریم له نظره غالۍ اوبدل د هغوی لپاره ورځنی کار نه دی، بلکې هغه بار دی، چې روغتیا او ماشوم یې ترې اخیستی دی.

مریم او خویندې یې هره ورځ ۱۱ تر ۱۲ ساعتونو پورې کار کوي او یوه غالۍ په یوه نیمه میاشت کې بشپړوي. د دغه درانده او ډېر کار په بدل کې یوازې اته تر نهه زره افغانۍ عاید تر لاسه کوي، هغه پیسې چې ان د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې یې نه شي پوره کولی.

هغه ځمکې چې ګلنار به په کې په لېوالتیا سره بېل واهه او کرله یې، اوس د کوچیانو په واک کې ده، هغه په خواشینۍ سره وايي، ژوند یې کوچیانو وسېځلو او د لوڼو هیلې يې طالبانو ترې لوټ کړې:«نهه کاله تېر شول خو لا مې هم جرات نه دی کړی، چې ان په هغه ځمکه پل لا کېږدم، له چا مې واورېدل، چې کوچیانو زموږ سوځېدلي کورونه بېرته د ځان لپاره رغولي.»

د غزني په ناور ولسوالۍ کې پر ځايي اوسېدونکو د کوچیانو وسله وال برید یو ریښه لرونکی ژور ټپ دی. د بشري حقونو کمېسیون راپور په کال ۱۳۹۰ کې مستنده کړې، چې د کوچیانو د برید له امله ۷۸۲ کورنۍ خالي او په زور کډوالۍ ته اړ شوې، د هغوی پانګې لوټ شوې او کابو ۲۰ کورونه هم سوځول شوي دي.

اوس د طالبانو په بیا واکمېندو سره وضعیت لا خراب شوی، نه یوازې په ناور، بلکې د هزارجات په ګڼو سیمو کې ځايي اوسېدونکي په زور کډوالۍ ته اړویستل شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې، د زمري په شپږمه د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د «رشک پشته غرغري» کلي ۲۵ کورنۍ د کوچینو په ګټه د طالبانو د یوې محکمې تر پرېکړې وروسته په زور کډوالۍ ته اړویستل شول.

اړوندې لیکنې

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو
خبر

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

15 جون 2026
کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026
غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي
خبر

غزني او فراه کې ترافیکي پېښې: پنځه تنه مړه او ۴۰ تپیان دي

14 جون 2026
هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»
دسته‌بندی نشده

هغه نجلۍ چې د اعتراض په توګه یې ټکری وسوځاوه: «چاړه هډ ته رسېدلې ده»

14 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه