زهرا جویا او هانیه فروتن
طالبانو یو فرمان صادر کړی، چې له مخې یې د افغانستان په ګوټ کوټ کې د ښځینه سینګارتونونو په پټه فعالیت په نښه کېږي او هغو مېرمنو ته یې، چې دغه کارو بار اداره کوي خبرداری ورکړی، چې فعالیت یې ودروي.
دا خبر په (مستعار نوم) د فرشتې په شان ښځو لپاره چې لس کاله یې په دې برخه کې کار کړی دی «ویجاړونکی» وو.
طالبانو د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې په رسمي ډول، په افغانستان کې د ښځینه وو سینګارتونونه بند کړل، هغه ګام چې د ۱۲ زره کارخونو او ۵۰ زره سینګاروونکو ښځو د دندو په له لاسه ورکولو تمام شو، خو ډېری مېرمنو د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې په پټه او غلې توګه خپل کار ته دوام ورکړی دی.
۳۸ کلنه فرشته چې د درې وړو ماشومانو مور ده وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د سالونونو له بندېدو سره هغې خپل د سینګارولو کار وبار په پټه تر سره کاوه، ځکه د ژوند د دوام لپاره یې بله هېڅ لار نه درلوده.
هغې له رخشانې رسنۍ او ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې و ویل:«زه لسو کلونو راهیسې، کابل کې د سینګارتون کار کوم، کله چې طالبانو زموږ ارایشګاوې وتړلې، پرېکړه مې وکړ، چې په پټه کار وکړم، اړه او د کورنۍ یوازې ډوډۍ موندونکې وم، مېړه مې ناروغ وو او درې اولادونه مې، چې د هغوی د ژوند لګښت مې باید برابر کړی وای.»
فرشته وايي، د سینګارولو کار د پټوالي له امله یې، تر اوسه پورې درې ځلې د کور پته بدله کړې ده.
هغې و ویل:«ډېر ښه حس مې درلود، کله مې چې کولی شوای په خپلو لاسونو یوې ښځې ته ښکلاه ورکړم او کله به چې ښځې په هینداره کې ځان کتلو، خوښه به شوه، د هغې خوښي زما خوښي وه.»
د تېرې چهارشنبې په ورځ کابل کې یوې سرچینې رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو تازه ټولو ګذر وکیلانو ته امر کړی، چې له دې وروسته هېڅ ښځه حق نه لري، چې په کور یا دوکان کې د سینګار په برخه کې فعالیت وکړي. طالبانو آریشګرو ښځو ته خبرداری ورکړی وو، چې له دې امر د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.
فرشته وايي، وروستۍ کرښې ته رسېدلې او احساس کوي، چې نور نه شي کولی په پټه کار ته دوام ورکړي.
هغې و ویل:«فکر نه کوم نور دوام ورکړای شم، ځکه ګواښ یې ډېر زیات دی. اوس یې د ګذر وکیلان ګمارلي، چې پټ شوي سینګارتونونه په نښه کړي، طالبانو ته یې وروپېژني، زموږ د ګذر وکیل نن سهار د هغه کور چې زه هلته اوسېږم انګړ ته را دننه شو، د کور خاوند ته یې دغه خبر ورساوه او له هغې وروسته هغوی ما ته ویل، له دې وروسته حق نه لرې چې ګیراک ومنې او کار ته دوام ورکړې.»
فرشته چې مېړه یې ناروغ دی د خپلې پنځه کسیزه کورنۍ د ژوند لګښتونو برابرولو ته اندېښنه کې ده:«که کار ونه کړم له مالي پلوه زیات زیان کوم، کابل کې د ژوند لګښت خورا لوړ دي، ماشومان مې باید ښوونځي ته لاړ شي، سوالګري نه شم کولی، بل کار مې زده نه دی، زموږ وضعیت ډېر خراب دی، خو په دې نړۍ کې هېڅوک نشته، چې زموږ غږ واوري او ملاتړ مو وکړي.»
۲۷ کلنه رها یوه بله مېرمن ده، چې په پټه یې د سینګارولو کار ته مخه کړې ده.
رها د طالبانو تر بیا واکمنۍ وړاندې د پوهنې وزارت کې د یوې اداري کارکوونکې په توګه دنده تر سره کوله، خو کله یې چې کار له لاسه ورکړ، پرېکړه یې وکړه، چې د سینګارولو په برخه کې کار وکړي.
هغې و ویل:«کابو درې کاله کېږي، د سینګارولو په برخه کې کار کوم، کله مې، چې د طالبانو د ښځو ځپوونکي سیاست په پایله کې، په پوهنې وزارت کې کار له لاسه ورکړ، اړ شوم، چې سینګارول وکړم، په یوې ځانګړې لېوالتیا او هیله مې کار پیل کړ، خو په خواشنۍ، اوس یې دا کار هم له موږ واخیست.»
رها او خور یې چې له دې دوه کاله کشره ده، باید د اووه کسیزه کورنۍ د ژوند لګښت برابر کړي او وايي:«د طالبانو دا کار زموږ پر ژوند ډېر لوی اغېز کوي، هم له اقتصادي او هم د روحي او رواني پلوه، خو له دې وروسته فکر نه کوم، چې په پټه کار ته دوام ورکړای شو، ځکه طالبانو اوس جاسوسان ګمارلي، تر څو موږ په نښه کړي.»
د رها خور کابل کې په یوه شخصي روغتون کې د قابلې په توګه کار کوي او یوازې د هغو تخنوا بنسه نه کوي.
رها و ویل:«نور نه شم کولی ګیراک ولرم، کار مې دا شو، چې غمجنه شوم او له طالبانو وډارېږم، د سینګار ټول توکي مې یو ځای پټ کړي دي، تر څو که طالب ځواکونه زموږ کور ته د ننه شي، چې پیدا یې نه کړي، تازه مې کار پرمختګ کړی وو، تازه مې ژوند ته تمه پیدا کړې وه، زموږ دا وضعیت هېڅوک نه شي درک کولی.»







