زیبا بلخي
بلخ ولایت کې یو شمېر مېرمنې وايي، د دولتي ضمانت کوونکي د شتون شرط، د دوی د ګمارنې پر وړاندې په لوی خنډ اوښتی دی.
په دې راپور کې لږ تر لږه درې ښځو کیسه کړې، چې څه ډول یې د دولتي ضمانت کوونکي د نشتوالي له امله، هغه کاري فرصتونه چې په ډېره خوارۍ یې تر لاسه کړي وو، له لاسه ورکړي دي.
د هغوی په وینا، د دولتي ادارو کارکوونکي د طالبانو له وېرې په اسانۍ دې ته نه چمتو کېږي، چې د ښځو ضمانت وکړي. له بل لوري هېڅ اداره حق نه لري، له ضمانت کوونکي پرته ښځې وګماري.
طالبانو د دویم ځل لپاره د خپلې واکمنۍ په پیل سره په دولتي بنسټونو کې ښځې له کار کولو وګرځولې. له هغې وروسته یې د ۱۴۰۱ کال په مرغومي میاشت کې، په غیر دولتي موسساتو او نړیوالو بنسټونو کې هم د ښځو کار کول بند اعلان کړل.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام د راپور د وروستۍ ارزونې له مخې په افغانستان کې ۹۰ سلنه ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
په (مستعار نوم) فیروزه بها د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې بلخ ولایت کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش په یوه مرکز کې کار کاوه، خو د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سمه بې دندې او په کور کېناسته.
فېروزې رخشانې رسنۍ ته و ویل، درې کاله یې د کار موندنې له پاره هڅې وکړې او په پای کې یې د مزارشریف په ښار کې، د پور ورکولو او کرېډېټ وېش په یوه شرکت کې تر سختې سیالۍ وروسته، د ګمارل کېدو د یو ګام په درشل کې وه.
۲۸ کلنه فېروزه چې نه غواړې د شرکت نوم په دې راپور راشي و ویل، وروستی ګام چې باید اخیستی مې وای، د دولتي ضمانت کوونکي د شرط پوره کول وو.
هغې ویلي دي:«کله مې چې انټریو تر سره کړه او د اووه تنو تر منځ، چې په سیالۍ کې راسره وو بریالۍ شوم، راته ویې ویل، د نور اسنادو تر څنګ باید دولتي ضمانت کوونکی هم وروپېژنم. ډېرې هڅې مې وکړې، خو ونه توانېدم دا شرط پوره کړم، ځکه څوک مې چې پېژندل او د همکارۍ غوښتنه مې ترې وکړه، ویې نه منله او د رد ځواب یې راکړ.»
د دولتي ضمانت کوونکي د لرولو شرط د فېروزې له پاره هغه دېوال و، چې نه یې په تجربه او نه هم په هڅو وکولای شوای ترې واوړي. هغه وايي، هر چا ته چې پېژانده یې او د طالبانو په دولتي اداره کې کارکوونکی وو مخ اړاوه، دغه ځواب یې تر لاسه کاوه:«ویل یې په دې حالاتو کې ضامین کېدل ډېر ګواښوونکی دی. راته ویل یې که ته وړه تېروتنه وکړې، موږ به د طالبانو او اوسني حکومت سره په بلا او ستونزه کې شو، ماما او د تره زوی مې، چې دولتي کارکوونکي وو، یو هم چمتو نه شو، او ویل یې نه شو کولی ځان ته سرخوږی جوړ کړو.»
د «دولتي ضمانت کوونکي» عبارت په افغانستان کې معمولآ په دې مانا دی، چې د ګمارنې یا یوه کار تر لاسه کولو له پاره، باید کس د یوې رسمي دولتي ادارې یو کارکوونکی د پېژندګوی یا ضمانت کوونکي په توګه وروپېژني.
د طالبانو په واکمنۍ سره په افغانستان کې بېوزلي او بېکاري د پام وړ زیاته شوې ده. د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د راپور پر بنسټ، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او کابو ۶۹ سلنه خلک هېڅ ډول کار یا د ګټې سرچینه نه لري.
د کار بازار دې ډول کمي کې، د ښځو له پاره چې له توپیري چلند سره هم مخ دي، د کار موندل آسانه کار نه دی.
فېروزه چې د بلخ پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ له څانګې فارغه شوې، د خپلې ستونزمنې تجربې په اړه و ویل:«د دندې موندلو له پاره مې ډېرې هڅې وکړې، په دې دریو کلونو کې مې کابو ۱۰۰ بنستونو ته وړاندیز وکړ، یا به د رد ځواب راتلو او یا به شارت لېست کېدم، خو د انټرویو پر مهال به یې ناکامه کړم، ځینې بستونه اعلانېدل چې باید ولسوالیو ته به تلو، خو ما محرم نه درلود، چې له ځان سره مې بېولی وای.»
هغه شرکت چې ټاکل شوې وه فېروزه وګماري، په پای کې یې د رد ځواب ورکړ، ځکه هېڅ دولتي کارکوونکی دې ته چمتو نه شو، چې د هغې ضمانت وکړي، هغه اوس په بې برخلیکتوب، بېوزلۍ او ناهیلۍ کې ژوند تېروي.
په (مستعار نوم) ۲۴ کلنه معصومه رویش هم له ورته ستونزې سره مخ شوې ده، هغه چې د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیولو درې کاله وړاندې په بلخ کې خبریاله وه، د دې ډلې په بیا واکمنېدو سره یې خپله دنده د رسنۍ په تړل کېدو سره له لاسه ورکړې.
هغه د کارموندلو له پاره د اوږدو هڅو وروسته، څلور میاشتې وړاندې بلخ کې په یوه سیمه ییزه رسنۍ کې د ښځینه خبریالې د ګمارنۍ له فرصت سره مخ شوه. معصومې غوښتن لیک ورکړ او ومنل شو، خو دا د پرېکنده ګمارنې په مانا نه وه، هغه رسنۍ چې معصومه نه غواړي نوم یې په دې راپور کې راشي، له هغې غوښتي وو، چې د اداري پړاونو د تر سراوي له پاره، دوه تنه ضمانت کوونکي چې یو یې باید دولتي کارکوونکی وي، ور وپېژني.
د معصومې په باور د دولتي ضمانت کوونکي موندل ستونزمن کار دی او که کار په رسنۍ پورې اړوند وي له هغې هم ستونزمن:«په تېر کې داسې و، چې رسنۍ به وړتیا درکې ولیده، د ضمانت کوونکي او نورو مسایلو پروا او سختي یې نه کوله. خو اوس رسنۍ هم چې ضمانت کووونکی ورته معرفي نه کړې، نه دې ګماري. دولتي ضمانت کوونکی مې ونه موند، ځکه له یوې خوا اوس ډېری دولتي کارکوونکي خپله طالبان دي او بل هر دوست، پېژندګوی او یا همکار چې په دولت کې کار کوي، مرسته مې ترې وغوښته، خو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول یې رد کړه، هر یوه یې راته ویل، که چېرې ستاسو رسنۍ یا ته خپله، د حکومت خلاف کوم کار وکړې او بیا تېښته وکړۍ، د ضمانت کوونکي په توګه موږ په ستونزه کې راګیرېږو.»
معصومې له دې امله چې ونه توانېده، ګمارونکې مرجع ته دولتي ضمانت کوونکی وروپېژني، د کار چانس له لاسه ورکړ:«حالات داسې دي، چې لومړی د ښځو له پاره کار نشته، خو که پیدا هم شي، نو دغه ډول خنډ یې پر وړاندې رامنځ ته کېږي، موږ دا مهال نه یوازې د طالبانو له لوري محدود کړای شوې یو، بلکې ټولنه او خلک هم زموږ ملاتړ نه کوي.»
په (مستعار نوم) ۴۲ کلنې نیلاب صادقي رخشانې رسنۍ ته وايي، له دې امله چې ونه توانېده دولتي ضمانت کوونکی پیدا کړي، هغه کاري فرصت یې چې اته میاشتې وړاندې ټاکل شوې وه، په یوې ادارې کې د ساتونکې په توګه وګمارل شي، له لاسه ورکړ.
هغې ویلي دي:«زه یو داسې کس چې دومره زده کړې نه لرم، دولتي کس له کومه کړم، چې راشي او زما ضمانت وکړي. زما کار پاکول، پخلی او د خلکو په کورونو کې د کار کول او همدا کارونه دي، ډېره پېژندګلوي هم نه لرم، زموږ په خېل کې هېڅوک هم دولتي کارکوونکی نه دی، ټول بې وزله کارګر یو. یو څو ګاونډیان مو وو، ورته ومې ویل، ویې نه منله.»
نیلاب وايي، د ضمانیت کوونکي موندلو له پاره یې تر دوه اوونیو زیاتې هڅې وکړې، خو چا ونه منله، د نیلاب خاوند پنځه کاله وړاندې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوی دی او اوس نیلاب د پنځه کسیزه کورنۍ سرپرستي په یوازې ځان پر اوږو وړي.
د نیلاب تر ټولو مشر اولاد د هغې ۱۹ کلنه لور ده، هغه اوس د خلکو د کورونو په پاکولو او د جامو په منځلو سره د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
نیلاب په ناهیلۍ و ویل:«دومره ناهیلې شوې یم، چې کله کله له ځانه سره وایم، د ژوند تر پایه به همدا پاکول زما کار وي.»
رخشانې رسنۍ دغه پوښتنه د طالبانو په دولتي ادارو کې له یو شمېر کسانو کړې، چې ولې په آسانۍ څوک نه چمتو کېږي، د ښځو ضمانت وکړي.
ځواب چې هغوی ورکړی، هغې وېرې ته ورګرځي، چې طالبانو پر ښځو کړۍ راتنګه کړې ده.
د بېلګې په توګه په (مستعار نوم) محمد یاس چې په کار او ټولنیزو چارو ریاست کې کار کوي، وايي:«څوک چې زه یې ضمانت کوونکی کېږم، که د طالبانو د حکومت کوم خلاف کار وکړي، یا یې تېره خرابه وي او یا په بل هر دلیل له کومې ستونزې سره مخ شي، خو زه هم د ضمانت کوونکي په توګه له ستونزې سره مخ کېږم، بیا له دې حکومته خلاصون هم آسانه کار نه دی.»
په بلخ کې په (مستعار نوم) ټولنپوه محمد احمدي په دې اند دی چې:«په تېر کې خلکو په ځانګړې توګه زیاتو ښځو په ادارو کې کار کولو، د ضمانت کوونکي موندل دومره سخت کار نه و، حتمن له هر کوره یو یا دوه تنو په دولتي ادارو یا بنسټونو کې کار کولو، خو اوس د دولتي ادارو ډېری کارکوونکي خپله طالب ځواکونه دي، چې له شک پرته د یوې ښځې ضمانت نه کوي او تر څنګ یې په دې بنسټونو کې د ښځو شتون تر ټولو لږ کچې ته رسېدلی دی، په همدې خاطر دغه موضوع یوه ټولنیزه ستونزه جوړه شوې ده.»







