رها آزاد
لا هم د عمر له پلوه ماشومه ده، د «مور نه کېدو» د بدنامۍ دروند پېټۍ پر اوږو وړي. خو د مېړه په ټینګار د شنډوالي د درملنې په موخه، فیض آباد ښار کې یوې ښځینه ډاکترې ته ورغلې وه. مېړه یې ګواښ کړی و، چې که امیدواره نه شي، نو طلاق به ورکړي.
په (مستعار نوم) نوریه ۱۶ کلنه ده او په (مستعار نوم) له ۳۰ کلن سیف الدین سره یې د واده درې کاله کېږي، نوریه د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ د وخیشر کلي څخه راغلې وه.
هر ځل په ډنګرو او کمزورو لاسونو د خپل تور ټکري پيڅکې پر سر کلک راپېچي او شمېرلې خبرې کوي:«کله چې څوک زموږ مرکې ته راځي، پلار مې له موږ پوښتنه نه کوي، چې خوښ مو دی که نه. که یې خپله زړه شو ورکوي مو، که نه ځواب ورکوي. زه یې هم د بېوزلۍ او مجبورۍ له مخې ورکړم، ما درې کاله کېږي، چې طوی (واده) مې کړی دی، خو اولاد نه لرم او د بې اولادۍ د درملنې لپاره راغلې یم.»
نوریه چې کله دا خبرې کوي، پر مخ یې شرم، ناهیلي او ستړیا له ورایه ښکاري.
نوریه وايي، د څوارلس کلنۍ په لومړیو میاشتو کې وه، چې د ۱۴۰۱ کال د ژمي په مرغومي میاشت کې په زور د یوه داسې کس مېرمن شوه، چې له دې ۱۴ کاله مشر دی. د هغې یوې ټوټې ځمکې په بدل کې چې پلار ته یې رسېدلې ده.
هغې و ویل:«زموږ په کلي کې دا خبرې عادي دي، چې یوه وړه نجلۍ(چې لا یې میاشتنۍ ناروغي نه ده تجربه کړې) واده وکړي. ما هم چې کله واده وکړ، نه مې خوښ وو او نه مې هم لیدلی وو، یوازې اورېدلي مې وو، چې له ما ۱۴ کاله لوی دی.»
نوریه په داسې حال کې، چې له غږه یې پوهېدو شرمېږي وايي، له واده اته میاشتې وروسته یې په لومړي ځل میاشتنی عادت یا دوره تجربه کړه.
افغانستان په نړۍ کې یو له هغه هېوادونو دی، چې په وړکتوب کې د واده کچه په کې لوړه ده. د طالبانو محدودونکو سیاستونو دغه وضعیت لا زیات کړی دی.
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تاز راپور کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په حواله ویل شوي، افغانستان کې ۳۹ سلنه نجونې ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو وړاندې ودېږي. په دې راپور کې ښکاره ویل شوي، چې پر زده کړو د طالبانو محدودیتونو د کم عمره او په زور ودونو د ګواښ کچه لوړه کړې ده.
نوریه وايي، مېړه یې د واده په ورځ ولید، د دې په خپله وینا، له هغې مخکې او وروسته چې واده شي، ټولې ورځې یې ژړلي دي:«هر څومره مې چې مور ته وژل او و مې ویل، زه اوس واده نه کوم، خو چا غوږ نه نیوه او مور مې ویل د ابا (خپل پلار) خبره د (ومنه) هم به ته خپل بدخت پسې لاړه شې او هم به موږ تر یوه وخته د یوې ګولې ډوډۍ څېښتن شو.»
د نورې پلار کروندګر دی، د خلکو د لویې برخې اړوند چې د بدخشان په لرې پرتو سیمو کې غریبانه ژوند لري:«په همدې ځمکه یې، چې زما په واده یې اخیستې باغ کېنولی او روزګار یې نسبتآ ښه تېرېږي.»
د نوریې له واده کابو درې کاله تېر شوي، د خاوند په ګډون یې ټولو انتظار درلوده، چې دا به په همغه لومړي کال زوی نړۍ ته راوړي، خو داسې څه پېښ نه شول.
نوریه وايي، تل د شنډوالي بدنامي زغمي، یوازې دا نه دي، په وار وار خاوند ګواښلې چې که دا ځل امیدواره نه شي، دویمه ښځه به وکړي:«ولې موږ ماشومان نه شو لرلی؟ که ماشوم را نه وړې، اړ یم بله ښځه وکړم.»
نوریه چې کله د واده لومړیو ورځو ته اشاره کوي، ناغوښتل شوی یې ستونی درد بندوي:«کله مې چې له واده اوونۍ تېره شوې وه، هره ورځ په ژړا مور کره تلم، بیا به مې خاوند راپسې راتله او کور ته بې بېولم، خو بیا چې څو ځلې مې پلار جنجال وکړو نوره نه ولاړم.»
نوریه زیاتوي:«ګرانه وه، خو ورو ورو روږدې شوم، د مېړه د کورنۍ کار وبار زیات اغېز راباندې نه درلود، ځکه په خپل کور کې مې زیات کار کاوه، پخلي، پاکول، کالي وینځل او نور بل هر کار، اوس دلته هم ان ځمکه کې خوی کوم او مال (څارویو) ته واښه راوړم. کله هم چې خواښې (د مېړه مور) مې نه وي، له وزو شیدې رالوشم.»
د کلیو ډېری دارنده کارونه د کورنۍ د ښځو او نجونو په غاړه دي. یا ښه ده و وایو، نجونې له ماشومتوبه له درندو کارو سره رالوېږي.
نوریه نه خپله ښوونځي ته تللې او نه یې هم د پلار او مېړه له کورنۍ نورې نجونې. ان د نوریې خاوند لا زده کړې نه لري او د ۱۱ کسیزه کورنۍ لګښت د څارویو له پلور او کرنیزو محصولاتو پوره کوي.
د نوریې خور په (مستعار نوم) ۲۳ کلنه سامعه د بهارک ولسوالۍ په مرکز کې له خپل مېړه او درې اولادونو سره ژوند کوي. هغې نوریه د شنډوالي د درملنې په موخه نسايي ولادي متخصصې ته راوستې ده.
سامعې په اندېښنې سره و ویل:«نوریه تر اوسه د اولاد وړ نه ده، هغه خپله تر اوسه وړه [ماشومه] ده، خپله ځان نه شي راټولولی، څه دا چې یو بل ماشوم رالوی کړي، خو مېړه یې پرې زور راوړي او وايي، که یې اولاد ونه شي، بله ښځه کوي.»
سامعه باوري ده، چې د خور ژوند یې د بېوزلی قرباني شو:«نوریه تر اوسه د مېړه وړ نه وه او نه هم ده. که یې نوریه نه وای ورکړې، نو پلار به مې اوس په کور کې ډوډۍ نه درلوده.»
کوم ځواب چې ډاکتر ورکړی، تر یوه بریده یې نوریه او سامعه خوشحاله کړې دي. سامعه وايي:«ډاکتر و ویل نوریه تر اوسه وړه ده، او رحم یې د حمل اخیستو جوګه نه دی، نور هېڅ ستونزه نه لري. ویې ویل، ښايي په راتلونکو یوه دوه کلونو کې وکولی شي، چې امیدواره شي.»
سامعې زیاته کړه:«مور مې وايي، که نوریه د ماشوم خاونده نه شي، بدخته به شي، یا به کونده شي، یا ټوله ورځ د بنې خدمت کولو ته اړ شي، نه به راتلونکې ولري او نه ښه ورځ.»
د لا زیاتو جزیاتو تر لاسه کولو په موخه مو، له هغه مختصصې سره اړیکه ټينګه کړه، چې نوریه یې کتلې ده. له هغې په دې راپور کې د شمسیه په (مستعار نوم) یادونه شوې ده. دې و ویل:«نوریه تر اوسه وړه ده، هغې ته باید وخت ورکړل شي، که څه هم میاشتنی عادت یې تجربه کړی، خو بدن یې د امیدوارۍ توان نه لري.»
دغه متخصصه ډاکتر واضح کوي، په کم عمر د میاشتي عادت راتلل په دې مانا نه دي، چې د تخمې د اېښود لپاره زمینه برابره ده، رحم او لګن لا هم د ودې په حال کې وي، په همدې خاطر د امیدوارۍ کچه ټیټه وي او که رامنځ ته هم شي، نو له زیاتو خطرونو سره به مل وي:«په راتلونکو یوه یا دوه کلونو کې د بدن په بشپړېدو سره د نوریې د امیدوارۍ امکان برابرېدای شي او دا ډېره د اندېښنې وړ نه ده.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ (اوچا) ادارې د راپور له مخې، افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه لري او په نړۍ کې په اتمه درجه دی.
د روغتیايي خدماتو کمښت او په پای کې له روغتیايي خدماتو د ښځو محرومیت، د طالبانو له لوري له زده کړو د ښځو بې برخې کول او په کم عمر کې واده کول، په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې د زیاتېدو درې اصلي لاملوونه دي.
په داسې حال کې، چې افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې لوړه کچه لري، خو طالبانو د ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ښوونځیو او پوهنتونو تر څنګ په خصوصي روغتیايي انستېتیونو کې هم د نجونو د زده کړو د بندېدو اعلان وکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې لیکلي، په روغتیايي انستېتیوتونو کې د نجونو د زده کړو بندښت، کولی شي افغانستان کې روغتیايي سیستم فلج کړي.
بدخشان کې په ماشومتوب کې واده کوال، د افغانستان د بل هر ځای په شان ژورې ريښې لري، ان له طالبانو وړاندې هم په وار وار ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.
په (مستعار نوم) ۳۵ کلنه بي بي حمیرا هم په ماشومتوب کې د واده قرباني شوې ده او ویې ویل:«زه یې په ۱۵ کلنۍ کې واده کړم او له ناوېتوب یوه اوونۍ وروسته مې په لومړي ځل میاشتنۍ ناروغي تېره کړه.»
د نوریې او بي بي حمیرا کیسې د افغانستان د ډېری نجونو او ښځو د وضعیت یوه بېلګه ده، هغه نجونې چې د کورنیو د بېوزلۍ د ژغورنې لپاره په ماشتوب کې د واده قرباني شوې دي.
بي بي حمیرا چې د بدخشان د کوز یفتل اوسېدونکې او اوس د درې اولادونو مور ده، د خپلې دوه کلنې لور د درملنې په موخه فیض آباد ښار ته راغلې وه. هغه څه چې له کابو ۲۰کلونو یې په یاد لري دا دي:«هغه وخت یې چې زه مېړه ته ورکړم، زما هېڅ خوښه نه وه، په زور یې [مېړه ته] ورکړم، دا چې مېړه مې تازه له پاکستان نه راغلی او قاري وو، ژوند یې ښه وو، ۵۰ زره روپۍ یې زما پلار ته ورکړې او زه یې واخیستم.»







