بهار سهیلی
په دې وروستیو کې د سي آی اې پخوانۍ مامورې «سارا آدامز / Sarah Adams» په ښکار «بشردوستانه» دریځ نیونو سره د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه خوله خلاصه کړې ده، خو مخکې له دې چې پر دغې تبلیغاتي لړۍ دوکه شو، اړینه ده له ځانه وپوښتو : آیا هغه کسان چې کلونه د امریکا د جګړیز او استخباراتي ماشین برخه وو، په رښنیا د افغانستان د ښځو او خلکو په اړه اندېښنه لري؟ یا د خپل دولت د بیا تاریخ لیکنې او رول سپیناوي په لټه کې دي؟
که چېرې څوک د افغان ښځو د دفاع ادعا کوي، نو لومړی باید دې پوښتنې ته ځواب ورکړی چې: ولې او څنګه هغه طالبان چې په انزاو او تېښته کې وو، ناڅاپه د «سولې خبرو اترو» مېز ته راوړل شول؟ کومو پټو لاسونو طالبان له څنډې د نړۍ د سیاست متن ته ورسول؟
ولې د سي آی اې له پخوانیو مامورینو یو هم دا توصیح نه ورکوي، چې څه ډول د افغان ملي پوځ زرګونه ښځینه او نارینه افسران سره له دې، چې ښه تجهیز او روزل شوي وو، د دغې ډلې د ترور او غچ اخیستنې کمپاینونو پر مهال، د واشنګټن د لوبو په پایله کې د مرګ خولې ته ولوېدل؟ ولې نه وايي، چې امریکا دوحه کې د سولې د خبرو پر مهال له افغان پوځ او خلکو خپل ملاتړ وسپماوه او بدل کې یې د طالبانو د زرګونو زندانیانو په خلاصون سره د دښمن لیکې پیاوړې کړې.؟
آیا دا منطقی ده، یو هېواد چې د خوب کوټه کې د دښمن په نښه کولو وړتیا لري، د طالبانو د جنستي توپیر پر وړاندې یو ناڅاپه «ناتوانه او بې وسه شي؟! آیا دا له سیاسي ټاکنې پرته طالبانو ته له باج ورکولو او سیاسي معاملې بل څه دي؟
متحده ایالتونه کلونه کېږي، چې آسیا او منځني ختیځ کې خپلې تېروتنې، د پروپاګند، درواغجونو کیسو، رسنیو کنټرول او سپینولو له لارې سپینې ښيي. طالبان، داعش، القاعده او په سیمه کې ډېرې نورې اسلامي بنسټپالې ډلې په نېغه یا غیر مستقیم ډول د واشنګټن د پیسو او سیاسیونو پر مټ روزل شوې دي. دغه پروژې له همغه پیله د افغانستان په څېر هېوادونو د عصري کېد، تعلیم، پرمختګ او خپلواکۍ پر وړاندې د خنډ جوړېدو لپاره ډیزاین شوې دي.
امریکا په جنایتونو او مداخلو کې اوږده خونړۍ مخینه لري: په ویتنام کې د کېمیاوي وسلو د بمبار او «نارنجي عامل» په کارولو سره د میلیونونو غیرنظامي وګړو په له منځه وړلو، تر په ایران کې د ډاکتر مصداق حکومت له منځه وړو او چیلي کې د پینوشه د خونړۍ کودتا تر ملاتړ، په ۱۹۸۰ لسیزه کې د «سیکلون عملیاتو» څخه چې د اسلامي بنسټپالو ډلو د تمویل له لارې یې د طالبانو او القاعده تخم وکاره، په ۲۰۰۳ کې په عراق کې د «ډلیزه ویجاړۍ وسلو » لرولو د درغو پر بنسټ برید، چې سلګونه زره کسان په کې و وژل شول او میلیونونه نور یې بې ځایه کړل او په پای کې په افغانستان او پاکستان کې د زرګونو ډرون بریدونو پورې، چې په بې رحمۍ سره یې کورنۍ، ماشومان او ملکي وګړي په ودونو او بازارونو کې په خاورو او وینو ولړل. امریکا نن هم له اسرائیلو په مالي او نظامي ملاتړ سره د فلسطیني وګړو په نسل وژنه کې شریکه ده.
په افغانستان کې د دغو سیاسیتونو نېغه پایله د جنستي توپير پر ستنو ولاړ چلند، له عمومي ځایونو د ښځو د بشپړې له منځه وړنې او هېواد یوه ځانغوښتونکي اسلامي دیکتاتور ته تر سپارلو بل څه وو.
څه ته چې د تاریخ په اوږدو کې لږ پاملرنه شوې هغه د سپین فیمنېزم په اړه ده، چې له استعماري پروژو سره رانغښتل دی. د لوېدیځو استعماري ځواکونو له هغې ډلې د برېتانیا، فرانسې او بلجیم د استعمار په دوران کې له فېمینزمي ایډیولوژیو په ګټنې هڅې شوې، چې تر خپل واک لاندې ځمکو ته پاملرنه وکړي. دغه پاملرنې معمولآ د «ښځو د ژغورنې» یا «له دودیز ظلم څخه د ښځو د خلاصون» له شعارونو سره مل وې، خو په واقعیت کې دغو اقداماتو نه یوازې د ښځو وضعیت ښه نه کړ، بلکې د استعماري واکمنۍ د مشروعیت لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شول.
د بېلګې په توګه په نولسمه پېړۍ کې برېتانیا د سوتي دود «د خپلو مېړنو د غم په مراسمو کې د ښځو سوځول» او د نجونو د زده کړو د ترویج لپاره په مبارزې سره له هندي ښځو د ملاتړ ادعاوې مطرح کړې. په داسې حال کې، چې دغو اقداماتو د ښځو د وضعیت د ریښتیني ښه والي په پرتله، پر هند د برېتانوي واکمنۍ د استعمار د مشروعیت لپاره ډېر کار وکړ.
یا د افریقايي مستعمرو پر مهال استعمارچیانو د «ښځو د ژغورنې» او نجونو د زده کړو د ترویج شعار څخه په ګټنې ځینې دودونه بند کړل، خو دغه اقدامات نه یوازې د افریقايي مېرمنو د وضعیت پر ښه والي ونه څرخېدل، بلکې د استعماري واکمنۍ د تحکیم لپاره یې د توکو په شان عمل وکړ. دغه بدلونونه تر ډېره د افریقايي ښځو د ریښتیني ګډون او د هغوی د دودیزه او ټولنیزه شرایطو له پامه غورځولو پرته پلي شول. د بېلګې په توګه د ښخو سنتولو دود مخنیوی، که څه هم په ښکاره د ښځو په ملاتړ وو، خو په عمل کې یې پر تور پوستو د سپین پوستو استعمارګرو د دودیزه او ټولنیزه واکمنۍ د ټينګښت د توکو په شان کار وکړ.
دغه راز په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا او ناټو تر یرغل وروسته د «ښخو د خپلواکۍ او دموکراسۍ» شعار د سیاسي- پوځي مداخلې لپاره یو له اصلي توجیهاتو مطرح شو، که څه هم د ښځو په وضعیت کې ډېری بدلونونه یوازې تر ښاري او بهرنیو ځواکونو تر څار لاندې سیمو پورې ایسار وو، خو په لرې پرتو او کلیوالي سیمو کې ښځې همغه شان لکه، بېوزلۍ، تاوتریخوالي، طالبانو نفوذ، صحرايي محکمو، شرعي قوانینونو واکمنۍ، کور په کور تلاشۍ، له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د بهرنیو ځواکونو تر هوايي بریدونو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ وې.
په لویو ښارونو کې هم سره له دې، چې د افغان ښځو د پیاوړتیا او زده کړو په نوم د ګڼو ادعاو او میلیونو ډالرو په پمپ کولو سره سره، شرعي قانون او د پلارواکۍ واکمني پر ځای پاتې وه، تر دې چې د بېلګې په توګه د نوي حکومت د مدني قوانینو له مخې له کوره د ښځو تېښته جرم ګڼل شوی وو او ښځې پر زندان او سزا محکومې شوې وې او د ښځو د خلاصون او نیونې د ډګر ستونزې یې زیاتولې. دا ښيي، چې د «ښځو د خپلواکۍ» شعار د ښځو د وضعیت د ښه کولو پر ځای، د بهرنیو ځواکونو له خوا پوځي مداخلې او واکمنۍ ته د مشروعیت ورکولو لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شو.
د بنسټپاله فېمینېزم په شننه او په ځانګړې توګه د «سپین فېمېنېزم» (White Feminism) په نقد کې د سارا آدامز په شان مېرمنې د خپلواکۍ غوښتونکو ځواکونو په پرتله د پلارواکۍ او امپریالیستۍ ځواک جوړښت د یوې برخې په توګه لیدل کېږي. هغه د سي آی اې د یوې پخوانۍ مامورې په توګه د هغه ماشین یوه برخه وه، چې په افغانستان او د نړۍ په نورو ځایونو کې یې په لسیزو جګړو، اشغال او استعمارګرو سیاستونو سره د ښځو ژوند له منځه وړی وو. په دې اند د هغې د پوستکي رنګ او ټولینز مقام« سپین پوستې لوېدیځ واله ښځه، د ځواک جوړښت غړې» هغه له وړاندې په داسې ځای کې ځای کړې ده، چې نه شي کولی د ښځو د خپلواکۍ لپاره غږ وي.
کله چې د سي آی اې یوه پخوانۍ ماموره، چې د تاوتریخوالي، کودتاګانو او طالبانو د تمویل د ماشین یوه برخه وه، یو دم ځان د «افغان مېرمنو خواخوږې» ښيي، دا په دقیق ډول همغه څه دي، چې بنسټپاله فېمېنیستان یې د «ښځو د بدنونو او کړاوونو وسیله کول» د سیاسي موخو لپاره کارول بولي.
د بنسټپاله فېمېنېزم له انده هغه نه شي کولی هم مهاله «په واک کې سپینه ښځه» او د «افغان ښځو د خپلواکۍ لپاره فېمېنیسته ښځه» وي، ځکه چې د امریکا د ځواک په جوړښت کې د هغې شتون او کړنې خپله په افغانستان کې د جنستي توپیر د زېږېدنې او اسلامي بنسټپالو د واکمنۍ د رامنځ ته کولو عامل شوی دی.
یادونه:د رالېږل شویو لیکنو او مطالبو د منځپانګې مسوولیت، د هغو د لیکوالانو پر غاړه دی او رخشانه رسنۍ په دې تړاو هېڅ ډول مسوولیت نه لري.







