مژده محمدي
د آلمان هامبورک بندر کې یوه ښځه د ګرځندویه کښتۍ سر ته ولاړه ده. «فلوران هارموني» هغه ښځه چې اصلآ د افغانستان وګړې ده، په سپین یونیفورم او د کپټانۍ په خولۍ کې مسافر ته د تفریحي لارو لارښوونه کوي، هغه شتون چې د ډېری مسافرو له پاره حیرانوونکی دی.
فلوران له رخشانۍ رسنۍ سره په خبرو کې په دې باور ده، چې جنسیتي توپیر یوازې په دودیزه هېوادونو پورې ایسار نه دی، ان په اروپا کې هم ښخې په ځانګړو کارونو لکه کښتۍ چلونه کې له سختو خنډونو سره مخ دي، خو هغه د کښتې د سر ته په درېدو سره هغه فکرونه ماتوي، چې کپټاني یوازې د نارینه وو وړ بولي.
کښتۍ چلوونکې فلوران هارموني و ویل:«کله چې د کښتۍ مسافر متوجه کېږي، چې چلوونکې یوه ښځه ده، ما ته په حیرانتیا او د شک په سترګه ګوري، ځینې ان د پېغور په شکل پوښتي، آیا د ښځینه کپیټانې سره موږ مقصد ته روغ رسېدای شو؟»
هغه کښتۍ چې فلوران یې نن لارښوونه کوي، Barkasse نومېږي، د ګرځندوی یوه کښتی، چې د ۹۰ تنو مسافرو د لېږد په وړتیا سره د هامبورک بندر په اوبو کې تګ راتګ کوي.
فلوران هارموني خپل ماشومتوب په کډوالۍ کې تېر کړی دی. هغې په نویمه لسیزه کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای هرات پرېښود او له پنځویشتو زیات کلونه کېږي، چې د آلمان په هامبورک ښار کې ژوند کوي او د هامبورک پوهنتون د اقتصاد او حسابدارۍ په څانګه کې یې زده کړې کړې دي. فلوران په پوهنتون کې له تحصیل سره یو ځای یو بل خوب هم په زړه کې درلود، تر څو یوه ورځ د کښتې د لارښوونکې په توګه ودرېږي. هغې د پنځه کلنې تخصصي دورو په تېرولو سره د کښتې د کپټانۍ سند تر لاسه کړی دی.
فلوران د خپلو خبرو د لارې په اړ توضیح ورکوي:«د هغه چا لپاره چې غواړي یوازې د هامبورک په اوبو کې کپټان شي، کولی شي په دریو کلونو کې دغه کسب زده کړي، خو که وغواړي له آلمان بهر اوبو کې فعالیت تر سره کړي، نو بیا څلور یا پنځه کلنې دورې اړینې دي، ما د کپيټانۍ د زده کړو دوره په کال ۲۰۱۴ کې پیل او په ۲۰۱۹ کې مې پای ته ورسوله، چې د هغې سند د ۱۶۰۰ مسافرو د لږد رالېږد په وړتیا سره باوري دی.»
فلوران هارموني هره ورځ د سپین یونیفورم او کپټانۍ له خولۍ سره د هامبورک په بندر کې د کښتې پر سر ولاړه وي، هغه د کپټانې په توګه دروند مسوولیت پر غاړه لري. هغه ستاینه چې فلوران یې له خپل کار لري په دې ډول ده:«له هرڅه وړاندې باید پوه شم، چې د ټولو هغه کسانو ، چې په کښتۍ کې دي، د ځان فردي امنیت زما پر غاړه دی. دویم دا چې باید د اوبو جریان او باد لوری وپېژنم، ځکه په دریاب کې د خبرداري څراغونه یا خوندیتوب نښې نشته، چې موږ ته لار روښانه کړي او درېیم دا چې باید وکولی شو د کښتۍ سرعت په داسې ډول تنظیم کړو، چې هم خوندي وي او هم په وخت هدف ته ورسېږو.»
فلوران هارموني باوري ده، چې جنسیتي توپیر یوازې په دودیزه هېوادونو پورې ایسار نه دی، هغه وايي، ان اروپا چې ډېری یې د برابرۍ نښه بولي، ښخې له همدارنګه سختو خنډونو سره مخ دي، د هغې لپاره د کښتې کپټاني د دغه توپیري چلند یوه ښکاره بېلګه ده، د فلوران په وینا، په ځینو کسبونو کې له هغې جملې کپټاني کې د ښځو شتون ډېر کم او دغه کار لا هم تر ډېره د نارینه وو په واک کې دی.
هغه توضیح کوي:په ټوله نړۍ کې تر اوسه جنستي تبیعض شتون لري او دغه موضوع ان په اروپا کې هم لیدل کېږي، د کپټانۍ کسب یو له همغه کارونو دی، چې په هغې کې د ښځو شتون خورا کم دی، دلیل یې هم دا دی، چې ځینې ښاغلي لا هم د ښخو له وړتیا څخه سم درک نه لري. دغه موضوع خپلې ستونزې لري، د بېلګې په توګه همکاران په پیل کې ښځې په سختۍ سره په خپله ټولګه کې مني او درناوی ورته کوي.»
په هر صورت لیدلوری یوازې په همکارانو پورې نه محدودېږي، فلوران د مسافرو له چلنده هم ډېرې تجربې لری. هغه مسافر چې د یوې کپټانې ښځې په شتون د افغانستان بیرغ په رپېدو ویني حیرانېږي، د هغوی ډېرو لپاره دا سوال رامخ ته کېږی، چې ولې د افغانستان بیرغ د هامبورک په بندر کې راځړول شوی دی.؟
فلوران و ویل:«ځینې مسافر چې کله وینې د کښتې کپټانه یوه ښځه ده، هڅه کوي په نیوکې او پیغور سره هغه تر فشار لاندې راولي او وايي«او هو نن زموږ د کښتې کپټانه یوه ښځه ده، آیا تر هدفه به روغ ورسېږو؟»
د فلوران هارموني لپاره د کښتۍ چلول یوازې یو کار نه دی، بلکې یو فرصت دی تر څو وښيي، چې افغان ښځې کولی شي په هغه برخو کې راڅرګندې شي، چې تر اوسه نارینه پېژندل کېږي. فلوران و ویل:«هر کله چې د افغانستان درې رنګه بیرغ په لوړه رپېږي له ځان سره دغه پیغام لېږدوي، چې افغان ښځه توانېدلې تر څو د اروپا په اوبو کې کښتۍ وځغلوي.»
فلوران هارموني له کښتۍ او کپټانۍ د باندې له ۲۰۱۶ کال راپدېخوا د سندرو ویلو هنر هم پیل کړی دی. هغه لار چې د دې په خپله وینا، ورته یوازې یو هنر نه، بلکې د خپلو احساساتو د بیان او له خپلې مورنۍ خاورې سره د بیا پيوندېدو، د پټېدو یو ځای دی.

عکس: ارسالی به رسانهی رخشانه
په فلوران هارموني پورې اړوند یوټیوب پاڼې تر نن پورې د هغې د کړنو لږ تر لږه لس ویډیوګانې خپرې کړې دي او «تولدت مبارک» سندره یې په څه باندې یو میلیون لیدونکو سره د دغې افغان مېرمنې تر ټولو مینه ناک آثر دی.
فلوران د سندرو ویلو برخه کې د خپلې انګېزې په اړه و ویل:«هز زما په ژوند کې منعوي ځای جوړ کړی دی. دغه لار له هغه وخته پیل شوه، چې ما په هامبورګ کې په کلتوري- هنري پروژو کې فعالیت درلود، او په بېلابېلو ډلو په ځانګړې توګه د افغان ښخو لپاره مې فعالیت کاوه، دغه کار افغان ښځو او نجونو ته تمه ورکړو، چې هېڅکله خپلې آرزوګانې هېرې نه کړي او تل هغو ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي.»
د فلوران لپاره موسقي له نغمو ورپورته یو څه دي، دا هغه د الهام بښلو لپاره یوه ژبه بولي:«غږ مې یوازې د افغانستان د خلکو لپاره نه دی، بلکې کولی شي د افغانستان او نړۍ تر منخ یو پل وي، تر څو له دې لارې د افغان ښخو غږ د ټولو تر غوږونو ورسېږي.»
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې ښځو او نجونو په کابل او ټولو ښارونو کې د موسیقۍ د زده کړې په ځایونو کې د موسیقۍ زده کړې کولې او له دغه زده کړیزو فضاګانو څخه په ګټنې یې د موسیقۍ په نړۍ کې ګټور رولونه تر سره کول.
په دې حال کې، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، چې له څلورو کلونو زیات وخت تېرېږي، د دغې ډلې له خوا موسیقي «حرامه او ممنوع» اعلان شوې ده او په دې حوزه کې د ښخو او نجونو لاس ته راونې په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي. رسنۍ ګمارل شوې، چې د هر ډول موسیقۍ له خپرولو ډډه وکړي او هغه هنرمندان چې سندرې یې ویلې او یا یې د موسیقۍ آلې غږولې ونیول شول او ځینې یې شکنجه شوي دي، د موسیقۍ وسیلې یې راټولې او ماتې کړای شوې او د هنري زده کړو ډېری ځایونه تړل شوي دي.
د موسیقۍ په ځپلو سره د افغانستان ډېری شمېر هنرمندان، د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او په بهرنیو هېوادونو کې یې پناه اخیستې ده او هغه کسان چې په داخل کې پاتې دي، خپل هنري فعالیتونه یې درولي او له سختو محدویتونو سره مخ دي.
بل لور ته په افغانستان کې ښخې د طالبانو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې دي، په داسې ډول چې د بشري حقونو د فعالانو په اند، هغه څه چې په افغانستان کې پر ښځو تېرېږي، جنستي توپیر دی.
فلوران سره له دې، چې یوازې په هرات کې د خپل ماشومتوب لږ خاطرې په یاد لري وايي، زړه یې تل له افغان مېرمنو سره دی او تمه لري، چې د ژوند کیسه به یې د افغان نجونو لپاره الهام بښوونکې وي، هغه نجونې چې خپلو خوبونو ته د رسېدو لپاره له سترو خنډونو سره مخ دي. هغې و ویل:«موږ نباید امید له لاسه ورکړو، خوبونه تر لاسه کېدونکي دي، ان که هغو ته د رسېدو لارې اوږدې هم وي.







