د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

شعر په بند کې نه پاتېږي،«دا ړانده لوستل دي، چې ما غلې کړې»

۲۰ وږی ۱۴۰۴
شعر په بند کې نه پاتېږي،«دا ړانده لوستل دي، چې ما غلې کړې»

عکس تزئینی است/ ارسالی به رسانه‌ی رخشانه

زیبا بلخي

کور خواندی که ساکتم بکنی    شعر من انقلاب خون من است

روبرویت چو شعله می‌سوزم    هرگز اصلن مگر نمی‌ترسم

دا د ځوانې بلخي شاعرې لیلې غزل د شعر بیتونه دي، چې افغانستان کې د طالبانو تازه کلتوري مخنیوي ته روښانه او غاښ ماتونکی ځواب ورکوي.

طالبانو په دې وروستیو کې د «مشاعرو د تنظیم» قانون توشیح کړی، چې پر بنسټ یې د مینې شعرونو ویل او  پر هغو نیوکه کول، د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله له لوري منع شوي دي. د «مشاعرې تنظیم» قانون کې راغلي عشقي او د نجونو او هلکانو  په اړه شعرونه لیکل منع دي.

دغه قانون ویلي:«شعر باید له مجازي مینې، ناروا غوښتونو او بې ځایه احساساتو تش وي.»

د طالبانو دې اقدام د شاعرانو، ژبې او کلتور د فعالانو پراخ غبرګون راپارولی دی. له دې ډلې، د طالبانو د دې کلتوري محدویت پر وړاندې غبرګون د ښځینه شاعرانو له خوا وښودل شو.

لیلې غزل هغه شاعره، چې ډېر مینه ناک شعرونه یې ویلي دي، د یوه شعر او اعتراضي متن په خپرولو سره په دې کمپاین کې یو له لومړنیو غږونه شوه.

لیلې غزل له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار کوي، چې پر دې اعتراضي کمپاین له ورګډېدو یې موخه د طالبانو د پرېکړې پر وړاندې د چوپتیا نه منل دي:«زه چوپتیا خیانت بولم، کله مې چې واورېدل د مینې شعر لیکل منع اعلان شوی، حس مې کړه، که غبرګون ونه ښيم او غلې شم، په حقیقت کې مې د بدن یوه برخه غلې کېږي. غږ مې ښايي وړوکی وي، خو باید پورته شي، تر څو ووایم، مینه غلې کېدونکې نه ده.»

د مېرمن غزل په باور، که څه هم دغه ممنوعیت ټول اغېزمنوي، خو لومړی درجه قرباني یې بیا هم ښځې دي، هغه باوري ده، چې افغان ټولنه کې نارینه وو، ان په سختو شرایطو کې هم تل د ځان څرګندولو او انتخاب لپاره امکانات درلودل:«ښځې، چې له وړاندې، د زده کړو، کار او ان ټولنه کې د شتون له حق څخه محرومې شوې، اوس د شعر په اړه له خیال کولو هم را ګرځول کېږي او دا د یوې ښځینه شاعرې لپاره یوازې له شعر لیکلو منع کول نه، بلکې د هغې په شخصي ژوند او انساني حق نېغ برید دی. په همدې دلیل زه فکر کوم پر ښځو یې اغېز ژور او دردونکی دی.»

هغې چې په خپلو شعرونو کې تر ډېره د ښځو تجربې، د بې عدالتۍ پر وړاندې د ښځو غوسه، غم او بې وزلي، مینه او جلاوطني راسپړلې وايي، په شعر کې مینه له خپلواکۍ سره غوټه شوې او په حقیقت کې له قید پرته د ټاکنې او ساه اخیستلو حق څرګندوي.

دغه ځوانه بلخي شاعره وايي، طالبان د ښځو له شعرونو وېره لري،  ځکه د میني شعرونه د «تپل شوي دود» دېوالونه نړوي:«دا مخنیوی زما لپاره روښانه پیغام لري، طالبانو له ښځو  نه یوازې ټولنیزې او سیاسي خپلواکۍ اخیستې، بلکې غواړي له هغوی ان د فردي بیان وړوکې زمینه هم واخلي او غواړي مینه غلې کړې.»

د طالبانو د دغه نوي قانون پر بنسټ د یادې ډلې اطلاعاتو او کلتور وزارت اجازه لري، هغه شاعرانو، ترانې ویوونکو او لیکوالانو ته، چې له دې قانون څخه سرغړونه کوي، د شریعت له احکام سره سمه سزا ورکړي.

همدا د سزا لپاره خلاص لاس د لا زیاتې ځپنې د اندېښنې تومنه ده، کلتوري فعالان وايي، دا مخنیوی له ټولنې د ښخو د لرې کولو د مخنیوي یوه برخه ده.

مېرمن غزل ویلي:«دا مخنیوی د هغه ځنځیر دوام دی، چې کله ښځې په ژوند کې د انتخاب لپاره حق نه لري، نو طبیعي ده، چې د میني له بیان څخه به هم محرومېږي. طالبان غواړي ښځې ان په خیال کې هم خپلواکه نه وي، د مینې شعرونه کولی شي ښځو ته وریاد کړي، چې لا هم کولی شي مینه وکړي او ټاکنه وکړي، ان که دروازې تړلې هم وي، دا شعرونه په تړل شوي او ساه بندونکي ځای کې د ساه کښلو په څېر دي.»

د طالبانو عدلیې وزارت د شنبې ورځ د (وږي ۸ مه) په دې ۱۳ مادیز قانون کې شاعرانو ته ویلي:«اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس پاکوالی، د هل سنت او جمات د عقیدې ټينګښت، د امت یووالی او سلامي غوښتنو ته دعوت» غوره کړی.

ګونګ او کلي عبارتونه چې روښانه مانا نه لري او په همدې خاطر د کلتوري فعالانو له نظره د شاعرانو د سزا او ګناه جوړونې لپاره یې د طالبانو لاس خلاص کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

تېرو ۲۰ کلونو کې ګڼو ځوانو شاعرانو په افغانستان کې سر راپورته کړی، نوم او نښان یې ایستلی دی. د ښځینه شاعرانو شتون هم رنګین او د پام وړ وو، د کلیمو په شعري کولو سره هغوی توانېدلي، چې د دودیزه ټولنې له زړه بنسټیز زنګونه لرې کړي او له ښخو سره زیات ظلم انځور کړي.

په افغانستان کې د ځوانو ښځینه شاعرانو پر کړنو بیا کتنه ښيي، چې هغوی د میني تر څنګ تر ډېره برید د ښخو اړوند مسایلو او وضعیت ته زیاته پاملرنه کړې ده.

شاعره او ښځو د حقونو فعاله لینا روزبه، چې د طالبانو پر وړاندې په دې اعتراضي کمپاین ورګډه شوې باوري ده، چې د طالبانو له لوري د مینې شعرونو لیکولو مخنیوی یوازې یوه کلتوري لارښوونه نه، بلکې له افغاني ټولنې د ښخو د لرې کولو د تنظیم شوې کړنلارې یوه برخه ده.

د هغې په وینا، طالبانو له دې وړاندې د سلګونو فرمانونو په ورکولو سره، د ښځو ټولنیز شتون او ان فردي خپلواکۍ محدودې کړې او اوس د ښځینه وو د احساسات وار را ورسېد.

مېرمن روزبه چې شعرونو یې افغانستان کې له تحولاتو او پر دغه خاوره د جګړو له پایلو له الهام اخیستوونکي دي او دغه راز د ښځو ځپل، نرواکي، له دین نه ناوړه تعبیر او نورې ټولنیزې ناخوالې یې په شعرونو کې راسپړل شوې وايي:«زموږ ټولنه له پیله د میني له شعر سره چپه ده، افغاني دودیزه ټولنه تل مینه ناک شعر یو ډول بې حیايي ګڼي، مانا دا کله به چې یوه شاعر کوم د میني شعر ولیکه، په ځانګړې توګه که به شاعره ښځه وه، نو د ټولنې قضاوت به دا و، چې هغه ښځه میینه شوې ده او یا یې دا شعر د یوه سړي په ستاینه کې لیکلی دی، بنآ په ټولیز ډول د مینې د شعر هغه هم د هغه شعر، چې لیکواله یې یوه ادیبه ښخه وي، د دودیزه او نرواکې ټولنې صادر شوی قضاوت له وړاندې له ځان سره لري او په ټولنه کې د مینې شعرونو ته دومره ارزښت نه ورکول کېږي. ښايي په همدې دلیل وي، چې ما تر اوسه داسې شعر نه دی لیکلي، چې عاطفي یا مینه ناک وي، زه په دې له ځانه ناخوښه یم، چې د ښخو د حقونو د یوې فعالې په توګه تر اوسه نه یم توانېدلې، چې دغه مخنیوی مات کړم.»

مېرمن روزبه باوري ده، چې د طالبانو  دا کار په افغانستان کې د دې ډلې د کلتوري او جنسیتي ځپنې یوه برخه ده:«د مینې د شعر لیکلو په ځانګړې توګه د ښځو له خوا، د بندیز لګولو فرمان د طالبانو له لوري د ښخو د احساساتو د کابو کولو، له منځه وړلو او ردولو یو بل ګام دی، مانا دا چې طالبان په دې حکم سره غواړي و وايي، موږ په ټولنه کې د ښځو فزیکي شتون او د لمس وړ فعالیتونه نفی او منع کړي دي او اوس وخت د دې رارسېدلي، چې د ښځو احساست هم کابو او له منځه یوسو، دا کار د ښځو د کابو کولو په برخه کې د ملاهبت الله د واک یو ډول ښوودنه ده.»

اغلې روزبه وايي، دا کار شاعرانو ته د طالبانو پر وړاندې د درېدو لا زیاته انګېزه ورکوي. هغې رخشانې رسنۍ ته و ویل:«ما څرنګه چې ومې ویل، تر اوسه مې د ټولنې د ناوړه قضاوت له امله د مینې شعر نه دی لیکلی، خو کله مې چې ولیدل هبت الله ځان ته دومره جرات ورکړی، چې غواړي د ښځو احساسات هم کابو او نفې کړي، پرېکړه مې کړې، چې د مینې شعرونه لیکل هم پیل کړم، ما یو له خپلو شعرونو چې د ښځې د خلقت په ستاینه کې دی، له دغه کمپاین سره شریک کړ، خو اوس باید پر یوه عاشقانه غزل کار وکړم چې په واقعي مانا عشقي وي، باید زړورتیا وکړو او دا مخنیوی د ښځو د عاطفي او احساسي شعرونو په لیکلو سره مات کړو.»

د افغانستان نوم وتي شاعر سمیع حامد هم د انتقادي شعر په شریکولو سره د طالبانو د دغه قانون پر وړاندې خپل اعتراضي غږ پورته کړی دی:

«با لشکر ترانه ترا سرنگون کنیم

با شعر عاشقانه ترا سرنگون کنیم

ای شیخ شبزده! به نبردت بیاوریم

خورشید را به شانه ترا سرنگون کنیم.»

یو بل افغان شاعر عارف بسام هم پر خپله فسبوک پاڼه د یوه شعر په خپرولو سره لیکلي:«طالبانو د مینې شعرونه لیکل ممنوع اعلان کړي، خو نه پوهېږي، چې نه شي کولی مینه په فرمان بنده کړي، لکه څنګه چې نه شي کولی په پسرلي کې د ګلانو راټوکېدو مخنیوی وکړي. او دا شعر مې هم د اعتراض په ډول ولیکه.»

د ښځو د حقونو یوې فعالې ناجیه صمدي له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې د طالبانو له لوري د مینې شعرونو لیکلو بندیز د ښځو د احساساتو او بیان د آزادۍ محدودول بولي:«طالبان په دې فرمان سره غواړي اعلان کړي، چې ښځې په ژوند کې هېڅ حق نه لري او باید په اړه یې ټولې پرېکړې نور وکړي، طالبان غواړي دغه غږونه غلي کړي، تر څو ټولنه په اسانه اجباري ودونه ومني، په واقعیت کې د مینې د شعرونو بندول د همغه سیاست دوام دی، چې ښځې له خپلې خوښې پرته واده ته اړ کړي.»

د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي، د طالبانو د دې نوي بندیز اصلي موخه، د ښځو د حقونو لا تر پښو لاندې کول دي:«ډېره څرګنده ده، چې اصلي موخه یې یوازې ښځې دي، یعنې ښخې باید شعر ونه لیکي او یا په شعر کې د ښځې ستاینه ونه شي، نو د طالبانو دا پرېکړه بیا هم د ښځو د خپلواکۍ محدودول دي.»

اړوندې لیکنې

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه
دسته‌بندی نشده

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه
خبر

غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي
خبر

طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه
دسته‌بندی نشده

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده
خبر

طالبانو کندوز کې یوه ښځینه خبریاله نیولې ده

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه