هانیه فروتن
د سږ کال د اګست په ۲۰ مه د چهارشنبې په غرمه، یوې دلې طالب جنګیالیو د مژدې پر کور یرغل وکړ، طالبانو له کومې ملاحظې پرته، هغه د سینګارولو، نارینه محرم د نشتوالي او هغه څه چې بد حجابي یې بولي ونیوله او زنداني یې کړه.
رخشانې رسنۍ د مژدې د نیولو کسیه، د هغې د یوې نېږدې ملګرې له خولې لیکلې ده.
راضیه وايي، طالبانو دغه نجلۍ اته شپې ورځې بندي کړې وه.
د راضیې په وینا، مژده د اجباري ژمن پانې لاسلیک کولو او د جریمې په توګه د یوه اندازه پیسو د ورکولو وروسته، خوشې او اړ شوه، چې کابل پرېږدي.
راضیه زیاتوي، د چهارشنبې په ورځ ۱۱:۳۰ بجې وې او مژدې د غرمې ډوډۍ چمتو کوله، چې له انګړه د باندې شورماشور او د چیغو غږونه راغلل، د طالبانو کسانو نارې وهلې:«مژده نومې په همدې کور کې ده، ور ننوزۍ، ننوزۍ!»
هغه وايي، د طالبانو یو کس د کور پر دېوال واوښت او انګړ ته د ننه شو، مژدې د دې صحنې په لیدلو سره په لالهاند ډول د کور له شاه په وتلې کوڅه وتښتېده، پښې يې لوڅې وې، او ان دا فرصت یې تر لاسه نه کړ، چې چادري په سر کړي.
راضیه دوام ورکوي:«له وېرې یې د تښتې او منډې وهلو شیمه نه درلوده، په یوه ځای کې یې ځان پت کړ تر څو طالبان لاړ شي، خو هغوی پیدا کړه او د ټوپک په زور یې له ځان سره یوړه.»
طالبانو د مژدې کور وپلاټه او ان د هغې د سینګارولو توکي یې هم له ځان سره یووړل، هغه انځورونه چې له کوره یې د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړل شوي، ښکاري چې کوټې یې لټ په لټ شوې او د مړاویتوب نښې په هر ګوت کې تر سترګو کېږي.
د سیمې یو تن اوسېدونکی حفیظ هم د مژدې پر کور د طالبانو د یرغل ګواه دی، هغه هم د راضیې په څېر د مژدې پر کور د طالبانو حمله وېروونکې بولي او زیاتوي، دغه ډله د څلورو نظامي موترو سره په مژدې پسې راغلې وه.
هغه زیاته کړه:«لومړی مې فکر وکړ، د وسلو په لټه کې دي، خو وروسته مې ولیدل، چې یوې نجلۍ ته یې کړۍ ور اچولې او سترګې تړلې یې رنجر ته پورته کړه او یو یې وړه.»
حفیظ دغه راز زیاتوي:«له وېرې هېچا جرات ونه کړ، چې یو ګام پورته کړي، یوازې ننداره مو کوله، طالب مولوي چې ګیره یې تر نامه رسېده، په لوږ غږ ویل:«دا نجلۍ فاحشه ده، کور یې د فساد ځای کړی او سینګارتون یې جوړ کړی دی. بیایو یې چې نورو ته عبرت شي.»
د راضیې له قوله، طالبانو مژده لومړی د کابل اتلسمې حوزې ته یووړه او له یوې شپې ورځې وروسته یې د څرخي پله زندان ته ولېږدوله.
راضیه داسې توضیح ورکوي:«یوه شپه په حوزه کې پاتې شوه او طالبانو ترې غوښتي وو، چې له کورنۍ سره یې اړیکه ونیسي، خو هېڅوک نه و، چې پوښتنه یې وکړي یا پسې وګرځي.»
د لاس ته راغلو معلوماتو پر بنسټ، مژدې کلونه وړاندې خپل پلار او مور له لاسه ورکړي وو، هغې له هېڅ خپل پرته د راضیې په قول په بې کورۍ او یوازیتوب کې ژوند ته دوام ورکاوه.
د راضیې په وینا، هغه شپه مژده په بشپړه توګه یوازې او هېڅ ملاتړی یې نه درلود، اړوه د هغه کسانو په منځ کې، چې هره شېبه یې په مرګ ګواښله، د راتلونکې ورځې انتظار وباسي.
مژده په زندان کې په وار وار تر وهلو ټکولو لاندې په مرګ ګواښل شوې ده.
راضیه توضیح ورکوي:«ان په دې برخه کې خبرې کول ورته سخت وو. ویل یې طالبانو په کېبلو هغه وهله ټکوله او له هغې یې غوښتل، چې اعتراف وکړي، چې د زنا فعل یې کاوه، هر یوه یې په خپل وار سره هغه ګواښله، چې دا فاحشه ښايي سنګساره شي.»
«په یوه تیاره کوټه کې، چې هېڅ شی یې نه درلودل اچولې وه، په لومړی شپه څلور کسان ورغلي او تر خپل توانه یې مژده وهلې وه، ویل یې فاحشې ژر په خپل جرم اقرار وکړ، په ګوتو، پښو او لاسونو یې په کېبلو وهله، هره شپه همدا کیسه وه، ویل یې سبا دې په دار کوو، نن شپه وژل کېږي، ژر و وایه له چا سره دې زنا کړې؟»
طالبانو مژدې ته درې وخته یو ګلاس اوبه او وچه ډوډۍ د خوراک لپاره ورکوله او ورسره جوخت یې، په لفظي او فزیکي سپکاوي او رټنې غوښتل له مژدې په زور اعتراف واخلي.
راضیه وايي، طالب جنګیالیو مژده په اعدام وګواښله.
مژدې اووه ورځې شپې د څرخي پله په زندان کې تېرې کړې او بالاخره د اتمې ورځې په مازیګر خوشې شوه، د هغې خوشي کول د دې ژمن پاڼې په لاسلیک کولو سره وو، چې په هغه کې راوړل شوي باید واده وکړي، نور به د سینګارولو کار نه کوي او له محرم پرته به کاری ځای ته نه ځي، له دې پرته به دا یو له مجاهدینو ته په عقد ورکول کېږي.
پر دې سربېره یې ۲۰ زره نغدې افغانۍ، یوه جوړه د سرو زورو لښتۍ او درې ګوتمۍ هم د جریمې په توګه ورکوي.
راضیه وايي، طالبانو د شپې مهال مژده خپل کور ته راوړه او هملته یې پرېښوده. هغې همغه شپه د خپل کور د کولپ دروازې تر شاه سهار کړه، د هغې ورځې په سبا د یوه ګاوندي په مرسته کور ته د ننه شوې او د پاشل شویو توکو او ماتو ښيښو له منځ یې څو جوړه جامې او د اړتیا وړ توکي اخیستي او د افغانستان د شمال په لور خوځېدلې ده.
مژده ۲۹ کلنه ده او د کابل په لوېدیځ کې یې په یوه دولتي روغتون کې د نرسې په توګه کار کاوه.
راضیه څرګندوي، مژده به هغه ورځې چې دندې ته نه تله او خلاص وخت یې درلود، په کور کې به یې ښځو ته د سینګار خدمات وړاندې کول.
د راضیې په وینا، مژده نن په کابل کې نشته، هغه کور چې یوه ورځې دې ته پناه ځای وو، د طالبانو په یرغل سره په یوه تریخ یادګار بدل شوی دی، هغه ټپونه چې د طالبانو په زندان کې یې اته شپې ورځې خوړلي لا هم د هغې سره دي.
هغه ټپ چې یوازې د ښځو یو له هغو لسګونو نا ویل شویو کیسو څخه دی، چې په وېره او ځپنه کې ژوند تېروي.
راضیه تشریح کوي:«ډېره وېرېدلې وه، یوازې غوښتل یې ژر تر ژره له کابله لرې شي، ویل یې که دلته پاتې شم، بیا راځي او نور په بند او ربړولو قناعت نه کوي، دا ځل مې حتمآ اړ باسي، چې د طالبانو له یوه ملا سره واده وکړم.»







