رها آزاد
د ۲۰ کلنې نجلۍ سودابې، چې ځان یې د بدخشان وردوج ولسوالۍ څپانده سیند ته غورځولی وو، له مرګه ۱۹ ورځې تېرېږي. سرچینې رخشانې رسنۍ ته وايي، هغې د اوبو منځ ته په ټوپ وهلو سره ځان وژنه وکړه، په ښکار د سودابې د ځان وژنې خبر د رسنیو له سترګو پټ پاتې شوی دی.
خو سرچینې چې رخشانې رسنۍ ورسره مرکه کړې، د دغې قرباني د ځان وژنې د اقدام دلیل غموونکی بیانوي. لږ تر لږه دریو سرچینو ویلي، سودابه له ونې رالوېده او د تناسلي آلې په برخه کې خونریزي ورته پیدا شوې وه او همدا موضوع د هغې د شاوخوا خلکو له خوا د دې د ځورېدنې سبب شوې وه.
شاوخوا خلکو یې ملامتوله، چې د «بکارت» پرده یې له لاسه ورکړې ده. هغه ملامتونې چې د سرچینې په وینا، دا یې د ځان وژنې پرېکړې ته اړ کړه.
د سرچینو د خوندیتوب په خاطر د هغوی نومونه په راپور کې مستعار راوړل شوي، هویت یې له رخشانې رسنۍ سره خوندي دی او ځینې جزیات هم په دې راپور کې نه دي راوړل شوي.
د سیمې اوسېدونکو د سودابې جسد د وردوج په سیند کې د ځان وژنې څخه اته ساعته وروسته راوایست.
بدخشان کې یوې ۲۴ کلنې ډاکترې چې سودابه یې د ونې لوېدو له پېښې وروسته لیدلې وه، د هغې له وضعیت څخه د سترګو لیدلی حال رخشانې رسنۍ ته ویلی دی:«ماته چې راغلې وه، د زمري ۲۹ مه نېټه وه، لاسونه یې لړزېدل، خوله یې هره شېبه وچېدله، توره چپنه یې اوغوستې وه.»
له دغې ډاکترې په نقل، سودابې متخصصې ډاکترې ته خپل وضعیت څه داسې بیان کړی دی:«څلور ورځې وړاندې یو ماښام له ونې راولوېدم او نېږدې درې ورځې مې خونریزي درلوده، ځان مې هم درد کاوه، اوس زیاته وېرېږم چې کومه ستونزه راته نه وي پیدا شوې. هرڅوک وايي، کله چې د نجلۍ شرمګاه زیان وویني، پرده «د بکارت پرده» یې شلېږي. میرې ته مې و ویل، ته راسره لاړه شه، خو رانغله په دې خاطر چې بدنامي لري، ان د ورور ښځه مې هم راضي نه شوه، چې له ما سره راشي، اوس د خدای وکړي، چې کومه ستونزه راته نه وي پیدا شوې، که نه نور به ژوند راباندې توره شپه شي.»
د سودابې له خپلوانو یوې سرچینې، له ونې څخه د هغې د رالوېدو په اړه رخشانې رسنۍ ته ویلي، سودابه د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۵ مه نېټه، هغه مهال چې د خپل انګړ په ونو کې یې میوه راټولوله، ونې ته د ختو پر مهال پر ځمکه راولوېده، دغه پېښې د دې لامل شوه، چې د هغې ملا او لګن زیان و ویني او څو ورځې خونریزي پیدا کړي.
د همدې لپاره سودابه د یوې خپلوانې سره چې د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې هویت پت دی، په دې موخه چې ډاډه شي کومه ستونزمه خو به نه وي ورته پیدا شوې، ډاکتر ته ورغلې وه.
که څه هم د سودابې اندېښنه بې ځایه نه وه، ناپوهي او د سواد ټیټه کچه په کلیوالي سیمو کې د دغه ډول پېښو پر وړاندې یوه ستره ستونزه ده. دا اوس هم د بدخشان په ډېرو کلیو او په ټول افغانستان کې عمومي باور دا دی، چې د بکارت پرده د نجونو د باکره توب معیار دی.
که چېرته نجلۍ په لومړۍ جنسي اړیکه کې خونریزي پیدا نه کړي، نو انګېرل کېږي، چې دا «نجلۍ» نه ده او کورنۍ بې عزته کېږي. دغه ناسم باور د سودابې په زړه کې لویه وېره رامنځ ته کړې وه او ژوند یې اغېزمن کړی وو.
سودابه د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د سرغیلان د کلي اوسېدونکې وه او پنځه کاله وړاندې یې مور د زړه ناروغۍ له امله د لاسه ورکړې وه.
رخشانه رسنۍ له ډېرو هڅو سره بیا هم ونه توانېده، چې د هغې له کورنۍ سره خبرې وکړي. نو ځکه په دې راپور کې د هغه کسانو نومونه چې د سودابې په رواني او فیزکي ځورونې تورن دي، نه راځي.
هغه نرسه چې سودابه یې له ځان وژنې یوه اوونۍ وړاندې لیدلې وه، و ویل:«لا هم په شاک کې یم، باور مې نه کېږي، چې اوونۍ وړاندې ژوندۍ وه، څومره ډاډ مې ورکړو چې اندېښنه مه کوه، خو ولاړه او ځان یې و واژه.»
د سودابې یوې ګاونډۍ هم وویل:«په ټول کلي کې دا خبره په خوله وه، چې سودابې نجلۍ توب له لاسه ورکړی دی.»
خو متخصصې هم چې له رخشانې رسنۍ سره خبرې کړې وايي، څېړنو ښودله چې سودابې ته هېڅ ډول ستونزه نه ده پیدا شوې.« د هغې درې ورخې خونریزي، په دې مانا نه ده، چې د بکارت پرده یې له منځه تللې او دا یوازې له یوه داخلي جزوي زیان څخه وه، له کتنې وروسته معلومه شوه، چې کومه ځانګړې ستونزه نه وه ورته پیدا شوې، خو دا چې خلک دودیزه او زیاتره یې کم سواده دي او د پوهې کچه هم ټیټه ده، د نجلۍ ژوند یې له منځه یووړ.»
هغې و ویل:«زیات فشار، لوېدل یا ضربه ښايي د مهبل داخلي دېوال یا د رحم خولې ته زیان ورسوي او د خونرېزۍ لامل شي. او دا خونریزي معمولآ د بکارت د پردې د شلېدلو له امله نه وي.»
په افغانستان کې د ځوانو نجونو تر منځ ځان وژنه، په ځانګړې توګه په کلیوالیو سیمو لکه بدخشان کې، مخ پر زیاتېدو ده او لاملونه یې هم عمومآ کورني فشارونه، د عاطفي او ټولنیز ملاتړ نشتوالۍ او د طالبانو له بېرته راګرځېدو وروسته سخت محدویتونه دي.
دغه وضعیت چې کله له ناپوهۍ او دودیزه باورونو سره د نجونو د بدن او ارزښت په اړه سره یو ځای شي، د دې لامل کېږي، چې ان ساده طبي ستونزې یا کوچیني زیانونه هم په رواني ناورین او ژورې احساساتي ناهیلۍ واوړي.
د سودابې یوه خپلوانه او له پېښې خبره رخشانۍ رسنۍ ته وايي:«زه له بازاره راغلم، ویې ویل، د سودابې مړۍ یې له اوبو راویستی. هوښ مې له سره والوت، خدای یې د هېچا ته نه ورښايي.»
په دې راپور کې له هغې د صداقت په مستعار نوم یادونه شوې او له سودابې سره یې اړیکه او عمر د خوندیتوب په خاطر پټ ساتل شوی دی، هغه وايي، سودابه تل له کورني تاوتریخوالي سره مخ وه:«هر ځل مې چې لیده، د بدن یو ځای یا لاس به یې ټوکل شوی یا ټپي وو.»
بدخشان کې د ښځو د حقونو فعالې په (مستعار نوم) ساره نوري و ویل:«سودابه د هغه کلتوري سیستم قرباني ده، چې د ښځې بدن د کورنۍ ملکیت بولي. د کورني تاوتریخوالي تر څنګ، د جنسي زده کړو او پوهې نشتوالی د دې لامل کېږي، چې نجونې هېڅ خوندي ځای ونه لري، زموږ ټولنه باید پوه شي، چې د یوه انسان ارزښت د بکارت په پرده کې نه دی، بلکې د هغه په ژوند او وقار کې دی.»
د ښځو حقونو د دې فعالې په اند، د سودابې کیسه یوازې یوه فردي غمیزه نه ده، بلکې د هغه ناورین بېلګه ده، چې ځوانې نجونې ورسره په داسې چاپېریالونو کې مخ دي، چېرته چې زده کړې، رواني ملاتړ او پوهاوی د هغوی لپاره محدود دی.







