آزاده تران
د افغانستان د زده کړو په سیستم کې د طالبانو د زیاتو بدلونونو وروسته، د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو، د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په ۱۱ مه نېټه، د افغانستان ټولو ښوونځیو ته د یوه مکتوب په لېږلو سره امر وکړ، چې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو مدیریتونه دې، د ۱۴۰۴ نوي ښوونیز کال لپاره خپلې درسي کړنلارې د دغه وزارت د مشرتابه له پلان سره سمې جوړې کړي او یو «قاري» یا «دیني عالم» دې هم د دیني مضامینو او شرعي موضوعاتو لپاره وګماري.
په نوې کړنلاره کې له «لومړي تر دولسم ټولګي» پورې د ښوونځي د زده کوونکو لپاره یو شمېر مضامین لرې او پر ځای یې دیني او قراني مضمونونه په درس کې ور زیات کړای شول.
طالبانو په دې اقدام کې له «لومړي تر درېیم ټولګي» پورې «د ژوند مهارتونو» مضمون له درسي ساعتونو وایست او پر ځای یې د قراني کریم درسي ساعتونه وزیات کړل. دغه راز یې د «رسم او خط» درسي ساعتونه مدغم او په اوونۍ کې څلور ساعته درس یې، وه دوه ساعتونو ته راټیټ کړ او پر ځای یې په اوونۍ کې «پنځه» ساعته اسلامي تعلیمات تدریس کېږي.
په بله برخه کې یې «مدني زده کړې، هېواد پالنه، کلتور او هنر» په لېسې دوره کې غیر اړین وبلل او لرې کړي یې دي. دغه راز له«څلورم تر شپږم ټولګي» پورې یې «د رسم او خط» مضمونونو درسي ساعتونه مدغم او په اوونۍ کې یې له څلورو ساعتونو و دوو ساعتونو ته راکم کړي او لرې کړې ساعتونه یې «اسلامي زده کړو» ته ځانګړي کړي دي.
دغه راز د طالبانو په نوې لارښوونه کې ټینګار شوي، چې د زده کوونکو د درسي ساعتونو پیل باید د اسلامي زده کړو یا قران کریم مضمون سره پیل شي.
دغه بدلونونه د ډېری زده کوونکو لپاره ټکان ورکوونکي او ناهیلي کوونکي دي. په «مستعار نوم» ۱۸ کلن مصطفی اکبري، چې د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی وايي:«زما خوښېږي، چې انځورګر یا سندرغاړی شم، خو په خواشنۍ سره اوس په افغانستان کې انځورګري او موسقي هېڅ ځای نه لري، نو موږ چېرته لاړ شو، یعنې بېسواده کېنو؟ همدې موضوعاتو زما او د نورو زده کوونکو ټوله انګېزه له صفر سره ضرب کړې ده.»
مصطفی په دې اند دی، چې اوس ښوونځي د طالبانو دیني مدرسو ته ورته شوي شوي. انګېزه ورکوونکي کلتوري فعالیتونه، لکه شعر ویل، ترانه، سرود، مقاله او ان دعا هم د طالبانو په امر د ښوونځي له ورځینو پروګرامونو لرې کړای شوي دي.
مصطفی و ویل:«هغوی د کلتوري پروګرامونو په ترسراوي، په ځان کې پټې شوې وړتیاوې راپیدا کولې او ځان یې په هغو کې پیدا کاوه، خو طالبانو د دې پروګرامونو په لرې کولو سره د افغانستان له ماشومانو سره په غیر مستقیمه توګه مخالفت کوي.»
د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې یې له څو مضمونونو ۵۱ درسي عنوانونه لرې کړې دي.
دا پرېکړه تازه د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري شوې او دغه عنوانونه له دري، پښتو، ټولنیزو علومو او انګلیسي څخه لرې کړای شوي او په ښوونځیو کې یې تدریس هم بند دی.
په هغه مکتوب کې چې رخشانې رسنۍ تر لاسه کړی راغلي، دغه درسونه د «د دیني تعلیماتو، اسلامي امارت د پالیسیو او زده کړو د معیارونو» پر خلاف وو.
«بیرغ، د ښوونکي ورځ، مور، ټولنه کې د ښځې حقونه، بشري حقونه، بشردوستي، ګل سرخ میله، د بامیانو مجسمې، رسم، ولسي سندرې، د حضرت علي خلافت» او څو نور هغه درسي عنوانونه دي، چې له دري او پښتو مضمونو لرې کړای شوی دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت دغه راز ویلي، د ښونځي ساینسي مضمونونه هم څېړي تر څو که د «دیني تعلیماتو، اسلامي امارت د پالیسۍ او زده کړو د معیارونو» خلاف څه په کې پیدا شي، چې ترې لرې يې کړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت له دې مخکې هم څو ځلې، د ابتدایه ښوونځي په درسي مضمونونو کې د عنوانونو د بدلون، لرې کولو او نورو ځای پر ځای کولو خبر ورکړی وو.
کابل کې د یوه دولتي ښوونځي سرښوونکی په «مستعار نوم» محمد کمال رخشانې رسنۍ ته ویلي، طالبانو د زده کوونکو لپاره ځینې مضامین او درسي موضوعات لرې کړې او هغه له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بولي.
طالبانو د پوهنې وزارت په ټولو خصوصي او دولتي ښوونځیو ټینګار کړی، چې باید زده کوونکو ته زیات دیني موضوعات تدریس کړي.
محمدکمال و ویل:«د بېلګې په توګه د ټولګي اصولو دورې (له لومړي تر درېیم ټولګي» د ژوند مهارتونو د مضمون لرې کول که په پام کې ونیسو. زده کوونکو د ژوند مهارتونو په زده کړې سره، آداب او ټولنیز چلند زده کاوه، د بېلګې په توګه هغوی سلام اچول، لویانو ته درناوی او د ډوډۍ خوړولو اداب د ژوند مهارتونو له مضمون څخه زده کول. د ژوند مهارتونو مضمون تمثیلي ټوټې درلودې. زده کوونکو د دې کتاب د تمثیلي ټوټو په تر سره کولو، هر درس په عملي توګه یاداوه او له هغو یې په ورځني ژوند کې ګټه اخیسته. خو اوس له لومړي تر درېیم ټولګي زده کوونکي دغه مضمون نه لري. یعنې دا چې هغوی د ټولنیزو ادابو له زده کوولو محروم کړای شوي دي او هېڅ ځای ناستی هم نه دی ورته ټاکل شوی. دا روښانه ده، چې زده کوونکو د درسي مضمونونو په لرې کېدو سره زیات زیان لیدلی او د هغې منفي پایلې به په نېږدې راتلونکې کې تر سترګو شي.»
د ښاغلي کمال په وینا، د مدني زده کړو مضمون چې په کې«ښاري اداب، دموکراسي او بشري حقونه او ټاکنې» رانغښتې وې هم له «اووم تر دولسم ټولګي» پورې لرې کړای شوی دی.
دغه راز د «کلتور او هنر» مضمون پر ځای د «کیمیا» او «تفسیرشریف» مضمون تدریس کېږي او د «انګلیسي ژبې» مضمون هم یو درسي ساعت راکم کړای شوی او پر ځای یې یو ساعت «عربي» ورزیاته شوې ده.
هغه وايي، د (۱۴۰۴) ښوونیز کال په پیل کې د دیني او قراني مضمونونو د تدریس لپاره په ټولو ښوونځیو کې د یوه «قاري» یا «دیني عالم» ګمارل الزامي وو.
په «مستعار نوم» فهیم توکلي چې د پوهنې یو فعال دی له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، د افغانستان د زده کړو نصاب یو سولېدلی او زوړ نصاب دی، سیاسي او نظامي بدلونونو تل د افغانستان د زده کړو سیستم ته زیان رسولی او په دې برخه کې تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان او نوي ځوانان دي.
هغه باروي دی، چې لرې کړای شوي مضمونونه، هر یو پر خپل ځای د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره یو کلیدي او اصولي مضمون ګڼل کېده، خو د طالبانو د پوهنې وزارت پرته له دې چې د لرې کړو مضمونونو ځای ناستي ته پام وکړي، هغه یې لرې کړي دي، دا خپله بې مسوولیتي او د ښوونیز نصاب ناسموالی ښيي.
فهیم توکلي و ویل:«زما په اند چې د ژوند هره شېبه مې له زده کړو او زده کوونکو سره تېرېږي، د ځینو مضمونونو لرې کول د زده کوونکو پر انګېزه لوی ګزار کړی دی… د کتلور مضمون د زده کوونکو لپاره یو له تر ټولو ښو برخو څخه دی، ځکه کله چې یو زده کوونکی ښوونځي ته ننوځي، د کلتور مضمون په لوستلو سره د شاوخوا او هېواد له دود او دستور څخه خبرېږي، د مسوولینو له خوا د دې مضمون لرې کول، د یوه هېواد د کتلور له پامه غورخول ګڼل کېږي.»
د فهیم توکلي له نظره د زده کړو پر نظام کې له محدویتونو او د ځینو درسي مضمونونو لرې کولو سره د طالبانو واکمنۍ، د زده کوونکو په زده کړیز بهیر خورا منفي اغېز کړی دی:« موږ ټول مسلمانان یو، په کور او ښوونځي کې قرانکریم لولو او د هغه لارویان یو، خو طالبان په دې موضوعاتو کې په افراط سره د افغان ځوانانو راتلونکې تورو تیارو ته کاږي، طالبان د افغانستان ښوونیز نصاب د اسلام له دین او هغه شریعت سره چې دوی یې وايي، په ټکر کې بولي.»
د رضا اصغري په «مستعار نوم» د کابل د یوه خصوصي ښوونځي مدیر وايي، طالبانو د دیني مضمونونو د تدریس لپاره د یوه قاري یا مولوي ګمارل الزامي کړي دي. هغه زیاتوي، طالبان په دې بدلونونو سره د خپل فکري نظام د پلي کېدو په لټه کې دي، کوم چې هغه یې «تورقانون» بولي.»
په «مستعار نوم» د ۸ کنلې آرزو لپاره، چې د درېیم ټولګي زده کوونکې ده، نور ښوونځی پخوانی مانا نه لري:«موږ د ژوند مهارتونو د کتاب په لوستلو سره زده کول چې څه ډول لویانو ته سلام ورکړو، څه ډول په سړک تېر شو، له ښاري قوانینو او ترافیکو له قانون څخه خبر شو، خو اوس دا مضمون لرې کړای شوی دی، نه پوهېږم څه ډول هغه زده کړو.»
«هغه مضمونونه چې زما ډېر خوښېدل، درسي ساعتونه یې راکم کړي دي، ډېری د قرانکریم، تعلیم او تربیې، تجوید او احکامو درسونه لرو، دا درسونه زیات ستومانه کوونکي دي. امربالمعروف هره اوونۍ له موږ د دیني درسو ارزونه کوي او وايي، شرعي حجاب مراعت کړی.» دا د دایکنډي ولایت په یوه لرې پرته میرامور سیمه کې د یوې ۱۲ کلنې زده کوونکې نجلۍ شهلا خبرې دي.
شهلا د څلورم ټولګي زده کوونکې ده او وايي:«د طالبانو د امربالمعروف ځواکونه تل ټولګي ته راځي او موږ ته وايي، تاسو سیاسرې «ښځې» یاستۍ. یو څه وخت چې زده کړې کوو، باید دیني زده کړې وکړو او شرعي حجاب تل مراعات کړو. کله مو چې واده وکړ، هم باید د رسول الله د سنتو سره سم ژوند وکړو.»







