د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د نوري فایبر انټرنېټ پرېکول،کار او زده کړو ته د ښځو د وروستۍ هیلې له منځه وړل

23 سپتمبر 2025
د نوري فایبر انټرنېټ پرېکول،کار او زده کړو ته د ښځو د وروستۍ هیلې له منځه وړل

د ۱۴۰۱ کال د وري په اوله کلثوم په ماشومانه لېوالتیا او بشپر چمتوالي، د ښوونځي کتابونه او جامې چمتو کړې وې، تر څو له میاشتو انتظار وروسته یو ځل بیا د ټولګي د میز تر شا کېني.

خو د ښوونیز کال په همغه لومړي ورځ یې ټکان ورکوونکی خبر واورېد: له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي او هغه نور ښوونځي ته د تګ حق نه لري.

کله چې د طالبانو د پټ شوي مشر له خوا دغه فرمان صادر شو، کلثوم هغه مهال ۱۳ کلنه وه او په اووم ټولګي کې یې زده کړې کولې.

له میاشتو کړاو، خفګان او ناهیلې سره مل مبارزې وروسته ورته تازه یوه کړکۍ پرانستل شوه، هغې وکولی شوای د نجونو لپاره د ځانګړي شوي یوه انلاین ښوونځي له لارې بېرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو اوس د انټرنېت لپاره د طالبانو په تازه پرېکړې سره، دغه وروستۍ هیله هم د غلي کېدو په درشل کې ده.

د دوشنبې په ورځ مازیګر مهال کلثوم د تلېفون غوږۍ تر شاه ناسته وه او د ریاضي استاد څخه یې د لسم ټولګي د یوه درس په اړه توضېحات اورېدل، ناڅاپه غږ پرې شو. څو ځلې یې د تلېفون غوږۍ غلې او روښانه کړه، خو نور ونه توانېده، چې انلاین ټولګي سره ونښلي. څو شېبې وروسته یې مشر ورور خبر ورکړ، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر په مزار شریف ښار کې د نوري فایبر شبکې له لارې انترنېټ پرې شوی دی.

 کلثوم و ویل: «کله مې چې خبر واورېد، فکر مې وکړ کوټه راباندې څرخي، زړه مې سستي وکړه، ټکان مې وخوړ، یو ځل مې بیا دا درک وکړو  چې د خروار غمونو منځ کې یوازې پاتې شوم، امارت [طالبانو] مې وروستۍ هیله هم رانه واخیسته.»

د حضوري زده کړو له محرومیت وروسته، انلاین ټولګي د کلثوم او زرګونه نورو نجونو لپاره چې له ښوونځي پاتې شوې د هیلو وروستۍ کړکۍ وه، د هغې په خپله وینا، طالبان افغانستان کې د پراخ او ګړندي انټرنېت په پرې کولو سره غواړي دا یوازینۍ خوښي هم د دوی له نسله واخلي.

بلخ کې طالب چارواکو د دوشنبې په ورځ د وږي ۲۴ مه اعلان وکړ، چې د دې ډلې د مشر په امر د نوري فایبر شبکه له «منکراتو د مخنیوي په پار» پرې شوې ده. دغه پرېکړه په چټکه توګه په څو نورو ولایتونو کې هم پلې شوه او تر اوسه د افغانستان له لسو زیات ولایتونه انټرنېټ ته لاسرسی نه لري او په یادو شویو ولایتونو کې د ښوونیزو بنسټونو، بانکونو، سوداګریزه مرکزونو او دولتي ادارو فعالیتونه په جدي توګه مختل شوي دي.

تر اوسه په بلخ، کندهار، هلمند، اروزګان، نیمروز، کندوز، تخار، غور، بدخشان او بغلان ولایتونو کې انټرنېت کارکوونکي د نوري فایبر او وای فای له خدمتونو بې برخې شوي دي.

هرات کې هم سرچینې وايي، دغه ولایت کې پر انټرنېت کارونکو د نوري فایبر انټرنټ پرې شوی، خو د وای فای انټرنېت وړاندې کوونکو، ځينو شرکتونو فعالیت پرې او د ځینو  هغو تر اوسه فعاله دی.

روښانه نه ده، چې د طالبانو دا پرېکړه به کوم سر ته ورسېږي، خو لږ تر لږه دا روښانه شوې، چې دغه اقدام د ښځو او نجونو لپاره خورا ترخه پایله لرلې ده.

«احساسوم چې په رښتیا بله لار نه ده پاتې»

کلثوم په ژړا د تلېفون په لیکه و ویل: «تر ننه مې زړه په دې ښه کاوه، چې د انلاین لارې د ښوونځي پای ته رسولو سره به وتوانېږم پوهنتون لوستلو ته هم لار پرانیزم. دا کوچینۍ هیله وه چې کولی مې شوای خپلو موخو ته ورسېږم… خو اوس څه وکړم؟ خدای ناترسه طالبانو ژوند را تریخ کړی او نور د راتلونکې لپاره هېڅ تمه نه لرم.»

د دې ترخه خبر اورېدل نه یوازې د کلثوم، بلکې د هرې بلې نجلۍ لپاره یو خوب دی. ۲۲ کلنه زحل هم وايي، ټول فعالیتونه یې «د دې کندهاري ملا د امر په پلي کېدو سره ګډوډ شوي دي» بن بست ته رسېدلي او د طالبانو له تازه پرېکړې شوکه شوې ده.

هغې او لس کسیزه ټيم یې چې له ۳۰۰ زیاتو نجونو ته یې د انلاین زده کړو له لارې، د عکاسۍ، بهرنیو ژپو، ویناوالۍ مهارتونو او ښوونځي د درسونو زمینه برابره کړې کیسه کوي چې: «موږ ټول په شاک کې یو، د طالبانو د دې ظالمانه او احمقانه پرېکړې له خپرېدو او پلي کېدو درې ورځې تېرېږي، خو زموږ ټیم تر اوسه نه پوهېږي، چې څه وکړي. دا مفکوره چې په نننۍ ډېجیټل دوره کې موږ د پېړیو راهیسې د شاته تګ تجربه کړو، ویجاړونکې ده، حقیقت خو پرېږده.»

زحل ویلي دي: «په وروستیو څو ورځو کې زموږ د شاګردانو شمېر نیمايي ته راټیټ شوی او نور له کندهار، هلمند، بلخ او هرات څخه هېڅ نجلۍ نشي کولي زموږ په ټوګلیو کې ګډون وکړي، هره شپه د ټولګي په پای کې شاګردان له اوښکو په ډکو سترګو خدای پاماني کوي او وايي، ښايي دا یې وروستۍ ناسته وه، چې شتون یې په کې درلود.»

زحل د کابل ښار د ۱۳ مې ناحیې اوسېدونکې ده او خپله هم په یوه انلاین پوهنتون کې د مدیریت په برخه کې زده کړې کوي. د هغې په وینا، په ټول افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره ښايي نور ونه توانېږي، خپل تحصیل ته دوام ورکړي: «احساسوم چې په رښتیا بله لار نور نه ده پاتې او بن بست ته رسېدلې یم.»

په دې اړه نور ولولئ...

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د طالبانو نوی قانون ښځو او نجونو ته زیان رسوي

«ژمنه يې واخیسته له کوره به نه وځم» د طالبانو له سرخوږیو د مچۍ پالونکې ملکې غنچه ګل کیسه

د کلثوم په وینا، دا په ټول توان هڅه کوي، دا کوچینۍ هیله یې غلې نه شي، خو هر ځل چې د یوه لېنک د سپینې پاڼې نه پرانستل کېدل ویني، هغه مهال یې ټوله راتلونکې ورته تیاره شي. هغې و ویل: «ما هېڅ وخت دا انتظار نه درلود، چې زموږ لار به ساده وي، خو دا چې زموږ د ژغورنۍ وروستۍ پل هم ونړېږي، درد یې ډېر زیات دی.»

په تېرو څلورو کلونو کې ښځو او نجونو د انټرنېت په کاروونې نه یوازې د زده کولو لپاره ځای ناستې لارې موندلې وې، بلکې توانېدلې وې، چې د انلاین سوداګرۍ له لارې د خپلو کورنیو لپاره هم عاید پیدا کړي، بېلګه یې ۲۳ کلنه شمسیه ده، چې د لاس ګنډلو افغاني جامو په پلورلو او په ټولینزو شبکو کې د فعالیت له لارې ځان بساینې ته رسېدلې ده.

شمسیه چې نن د یوه برنډ خاونده ده او په وروستیو دوه کلونو کې توانېدلې، یوه هټۍ هم پرانیزي و ویل:«کار و بار مې په انټرنېټ پورې تړلی دی، که ونه شم کولی د خپلو محصولاتو انځور یا ویډیو خپلو پېرودونکو ته وښایم، نو پلور به هم ونه لرم، کله چې خرڅلاو نه وي، اړ یم چې هټۍ مې وتړم او کار مې بند شي.»

هغه له رخشانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وايي، د جامو د بیو د لوړوالي له امله یې، ډېری پېروونکي له افغانستانه بهر خلک دي او د دې محدویتونو د دوام په صورت کې به نه یوازې خپله، بلکې شاوخوا ۳۰ نورې ښځې، چې له دې سره همکاره دي، د عاید سرچینه له لاسه ورکړي.

شمسیه تشریح کوي: «لږ تر لږه ۳۰ نورې ښخې له همدې لارې  او زما تر څنګ  د جامو په ګنډلو سره د شپې ډوډۍ پیدا کوي، ان له هغوی سره د اړیکې لپاره هم انټرنېټ ته اړتیا لرم، تر څو نښې او وړاندیزونه ورته ولېږم.»

د شمسیې تر څنګ ۳۱ کلنه سحر هم خپله کیسه لري، هغه چې د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده وايي، د انټرنېټ په پرېکېدو سره مې د عاید یوازینۍ سرچینه ښايي له لاسه ووځي. سحر د کابل ښار په اتلسمه ناحیه کې ژوند کوي، د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵ مه د کابل له نسکورېدو وروسته یې په یوه دولتي اداره کې رسمي کار  له لاسه ورکړ او دوه کاله وړاندې یې د ښځو د لاسي بکسونو جوړولو کوچینۍ کار و بار پیل کړ، چې د هغې تولیدات یې د آنلاین لارو خرڅول.

هغې په اندېښې سره و ویل: «زما ټول عاید له انلاین پېر او پلور څخه دی، د انټرنېټ په پرېکېدو سره به زه او زما کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ شو، د کور کرایه، د خوراکي توکو لوړه بیه، د اوبو کمښت او د ژمي رارسېدل، دا ټول د ژوند پېتی درنوي. زه د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ پیدا کوونکې یم.»

د ماسپښین ۲ بجې دي او فرزانه تلېفون په لاس د انګلیسي ژبې له خپل انلاین ټولګي سره، چې په «زووم» پروګرام کې تدریس کېږي نښلېدلې ده.

کورنۍ وای فای چې تر پرونه یې د درسونو اصلي لار وه پرې شوی او هغه اوس اړ شوې، چې د سیم کارت له انټرنېټ څخه کار واخلي، کمزورې نښلېدنه یې په وار وار له ټولګي سره د نښلېدو او پرې کېدو لامل کېږي، کله کله د ښوونکي غږ واضح نه راځي.

فرازنه د کوټې په بېلا بېلو ځایونو کې قدم وهي تر څو داسې ځای پیدا کړي، چې انټرنېټ یې قوي سیګنال ورکړي، کله د کړکۍ خوا ته درېږي، کله بلې کوټې ته ځي او کله هم د کور انګړ ته وځي، خو انټرنېت یې همغه شان کمزوری دی.

۲۳ کلنه فرزانه د مزارشریف ښار د «خالد بن ولید» ښارګوټي اوسېدونکې ده. هغه د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علوم پوهنځې د دویم ستمستر زده کوونکې وه، چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې.

فرزانې شپږ میاشتې وړاندې د انګلیسي ژبې په یوه انلاین پروګرام کې نوم لیکنه کړې وه. هغې و ویل:«دوه ورځې کېږي، کله چې زووم سره نښلم، ډېر قطع او وصل کېږي، کله هم د ټولګي په جریان کې ان ۱۵ دقیقې هم شبکه آنتن نه ورکوي.»

هغې همداراز و ویل: «یو پلو د سیم کارت انټرنېټ بیه لوړه ده. که زه وغواړم د یوې میاشتې لپاره ۲۵ جې بي فعال کړم، هغه هم چې یوه میاشت به وشي که نه، ځکه درسونه مې آنلاین دي، باید له مالیې سره چې شبکه یې ګرځوي ۱۲۰۰ افغانۍ کرډېټ واچوم، دومره زما او د هېچا په توان کې نشته، وای فای ښه وو، هم یې ګرندیتوب ډېر لوړ وو او هم یې بیه ټیټه وه.»

د فرزانې په باور طالبان په دې ډول پرېکړو غواړي د ښخو او نجونو پر مخ د زده کړو ټولې لارې وتړي:«اصلي موخه یې همدا ده، چې زموږ ښځو د زده کړو او تحصیل مخنیوی وکړي، کله یې چې حضوري درسونه بند کړل ویې لیدل موږ تسلیم نه شو، اوس یې وای فای پرېکړ چې ونه توانېږو آنلاین هم زده کړې وکړو.»

په (مستعار نوم) ۲۵ کلنه نوریه غفوري د مزارشریف ښار یوه بله اوسېدونکې ده. نوریه له خپلې خور سره یو ځای د بلخ پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځې په دویم سمستر کې وه، چې د پوهنتونو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې.

نوریې او خور یې په کور له څه مودې کېناستو وروسته تېرکال فرصت پیدا کړ، چې له آنلاین لارې په یوه آنلاین پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس برخه کې نوم لیکنه وکړي.

په ګمان له نوریې او خور یې دغه فرصت هم اخیستل شوی دی: «زموږ انټرنېټ کار نه کاوه، فکر مې وکړو چې ښايي د تل په څېر څو دقیقې ښايي کار ور نه کړي، خو د یوه تلوېزیون په خبرونو کې مې ولیدل چې ویل یې، طالبانو تر امرثاني پورې وای فای پرې کړی دی. همغه دقیقه مې هغه ورځ یاد ته راغله چې پوهنتون تړل شوی وو او کور ته تر رسېدو پورې مې په ټوله لار ژړلي وو.»

نوریه وايي، د کمزوري اقتصاد له امله د مخابراتي شبکو د انټرنېټ اخیستو توان نه لري او درې ورځې کېږي نه ده توانېدلې، چې له خپل درسي تولګي سره ونښلي: «له کله چې وای فای پرې شو، انټرنېت مې نه دی فعال کړی، ځګه پلار غریب مې هټۍ وال دی، په کور کې بل کارکوونکی نه لرو، دا وای فای مې هم ماما زما او زما د خور لپاره اخیستی وو، اوس نور نه شو کولی انټرنېټ فعال کړو.»

په (مستعار نوم) ۱۷ کلنه نیلاب یوه بله له تحصیل پاتې نجونو څخه ده. نیلاب د ښوونځي په شپږم ټولګي کې وه، چې له زده کړو محرومه کړای شوه. هغه دوه کاله کېږي، چې خپلو زده کړو ته په یوه آنلاین ښوونځي کې دوام ورکوي، او تر څنګ یې انګلیسي ژبه هم له آنلاین لارې زده کوي.

نیلاب رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «اسلامي امارت په بلخ کې د انټرنېټ په پرې کولو سره یو ځل بیا زموږ هیلې له منځه یووړې. د ښوونځیو دروازې یې تړلې وې. اوس یې زموږ پر مخ د آنلاین دروازې هم تړلې دي. هېڅ کله به طالبان ونه بښم.»

په (مستعار نوم) د ۳۱ کلنې ادیبې کریمي لپاره د انټرنېټ پرېکېدل د کورنۍ له وږي پاتېدو سره برابره ده. هغې چې د یوه خپلوان په مرسته تېر کال له آنلاین لارې د سینګارتوکو د پلور سوداګري پیل کړې وه، اوس بیا بې کاره شوې ده: «نه وایم چې کار و بار مې دومره ښه وو، خو کم تر کم دمره وو، چې کورنۍ مې وږې پاتې نه شي، ځکه پلار مې درې کاله وړاندې مړ شوی او بل سرپرست نه لرو.»

په (مستعار نوم) مروت صادقي ۲۷ کلنه او د بامیان ولایت اوسېدونکې ده. تر اوسه د نوري فایبر انټرنېټ پرېکېدل تر بامیان ولایت پورې نه دی رسېدلی، خو هغه اندېښمنه ده، چې دغه کار به یې ژوند یو ځل بیا لاندې کړي. مروت وايي، له آنلاین لارې په نړیوال مالي بازارونو کې پېر او پلور (معامله) کوي او کار یې هره شېبه په انټرنېت دی.

مروت ویلي دي: «د انټرنېت پرېکېدل زما لپاره خورا سخت تمامېږي، زه خپله په نټورک مارکېټنګ کې کار کوم او په مالي بازارونو کې ان که یوه دقیقه هم آنلاین نه وې زیان کوې، زه ان تصور هم نه شم کولی، چې خدای مه کړه یوه ورځ به انټرنېټ پرې کېږي او موږ د له انټرنېت پرته ژوند وکړ.»

له ژوندي خښولو لا بد

په (مستعار نوم) ستاره ۲۲ کلنه او د بدخشان ولایت د زېباک ولسوالۍ له کلیو د یوې کلي اوسېدونکې او د ګڼ کورنۍ غړې ده، د کورنۍ عاید او لګښت یې د څارویو او کرنیزو محصولاتو له پلور څخه برابرېږي.

ستارې ویلي: «نېږدې درې میاشتې کېږی، چې وای فای زېباک ته راغلی وو، کله چې خبره شوم دادا «پلار» مې په هغه پیسو چې مخکې د یوه مال له خرڅولو پنځه زره افغانۍ ورسره پاتې وې، پر هغو یې زما لپاره یو موبایل واخیست، تر څو وکولی شم له انټرنېت سره ونښلم او زده کړې وکړم.»

ستارې هره ورځ د سهار ۹ بجې له خپل مشر ورور سره یو ځای، له کوره حرکت کاوه او له دېرش دقیقې پلي مزل وروسته به د وای فای ګړندي انټرنټ سره نښلېده، د میاشتې په ۴۵۰ افغانۍ لګښت.

ستاره د طالبانو د واکمنۍ په دویم کال د کانکور ازموینې له لارې د بدخشان پوهنتون کمپیوټر ساینس رشتې ته لار موندلې وه، خو وړاندې له دې، چې پښه یې پوهنتون کې زده کړو ته ورسېږي، طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰ مه، د یوه رسمي مکتوب په صادرولو سره د پوهنتون دروازې د نجونو پر مخ وتړلې او اعلان یې وکړ، چې تر بلې خبرتیا پورې د نجونو تحصیل د تعلیق حالت ته راغلی دی.

ستارې له آنلاین لارې د انګلیسي ژبې زده کولو په وړیا پروګرام کې نوم لیکنه کې وه.

ستاره چې د تلېفون د غوږۍ تر شاه په غوسه او ناهیلې کېده، له غږ یې معلومېده، ویې ویل: «باور وکړی تر بندیتوب مرګ شرف لري، له دې ژونده چې موږ یې لرو د غزت مرګ ډېر ښه دی.» څو شېبې غلې شوه او بیا یې دوام ورکړ:«په کلي کې هېڅ نشته، هېڅ شی، یوازې کار دی، یوازې کار کول او دوه وخت نابسندویه ډوډۍ، خلک اصلآ درد ویل او نه ویل نه لري، ټول درد یې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کول دي، خو ما غوښتل او اوس هم غواړم درس و وایم، کار وکړم او د قلم له نوکه مې روپۍ پیدا کړم.»

ستاره به هره ورځ یو ساعت له انټرنېټ سره نښلېده او انګلیسي ژبه یې زده کوله، په خپله وینا یې«له کومه وخته مې چې د انګلیسي کورس پیل کړی دوه میاشتې وشوې، په دې دوه میاشتو کې مې ټوله وېره او اندېښنه له یاده وتې وه، ځکه په زده کړو بوخته وم.»

د نوري فایبر شبکې پرېکېدو نه یوازې په زېباک کې د ستارې ژوند، بلکې بدخشان کې یې له ډېری نجونو د کار او زده کړو کوچینی فرصت اخیستی دی. مثلآ د اشکاشم ولسوالۍ په (مستعار نوم) زرنګار چې په یوه ښځینه انلاین پوهنتون کې زده کوونکې ده.

زرنګار د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکې ده، هغه هم یو کال کېږي، چې په یوه انلاین پوهنتون کې د دري ژبې ادبیاتو د څانګې محصله ده، خو طالبانو د نوري فایبر شبکې په پرې کولو سره، یو ځل بیا دغه فرصت ترې واخیست: «کله چې طالبانو افغانستان ونیوه، ما په مزار شریف کې دري ادبیات لوستل، خو کله چې پوهنتون وتړل شو، اړ شوم اشکاشم ته راشم او وروسته کابو کال کېږي، چې خپلې زده کړې په انلاین توګه تر سره کوم، خو څو ورځې کېږي لاسرسی مې ورته پرې شوی دی.»

د زرنګار په وینا، د مخابراتي خدماتو له لارې انټرنېت ته لاسرسی امکان لري، له یوې خوا د لوړې بیې او له بلې خوا په لرې پرتو سیمو کې چې زرنګار هلته ژوند کوي د کمزوري کار له امله پرې شي.

د زرنګار ۴۵ کلن پلار په یوه موسسه کې امنیتي ساتونکی دی:«پلار مې د میاشتې له لس تر دولس زره افغانۍ تنخوا لري، خو هره میاشت یې کابو ۱۵۰۰ افغانۍ زموږ د انټرنېټ لګښت ورکاوه، ځکه په کور کې مو وای فای درلود او همدا پیسې د انټرنېټ کېدلې.»

د زرنګار دوې خویندې، چې په ترتیب ۱۸ او ۲۰ کلنې دي، د انګلیسي او الماني ژبو په کورسونو کې یې ګډون کاوه، خو کله چې د طالبانو له لوري انټرنېټ پرې کړای شو،  هغوی هم د خپلو زده کړو له دوام پاتې شوې.

په (مستعار نوم) ۲۵ کلنه رویا سادات د فیض آباد ده  او په نوي ښار کې اوسېږي. هغه له درې کلونو زیاته موده کېږي، چې په انلاین سوداګرۍ کې فعالیت کوي، خو د نوري فایبر انټرنېټ په پرېکېدو او شته محدویتونو سره، د هغې کاري فعالیتونه او سوداګري له سختو ستونزو سره مخ شوې ده.

رویا چې د کابل پوهنتون د اقتصاد څانګې څخه فارغه شوې او نه غواړي په دې راپور کې یې د کار په اړه زیات جزیات راوړل شي، د نوري فایبر شبکې د انټرنېت پرېکېدو له وجې یې د خپلو ستونزو په اړه رخشانې رسنۍ ته و ویل: «درس او پوهنتون یې بند کړ، د ښځو کار و بار یې د کور تر کار او ماشومانو پالنې پورې محدود کړ، او اوس یوازې دا انټرنېټ پاتې وو، چې دا یې هم پر موږ پرې کړ، که غږ پورته کړو ژوند مو په خطر کې دی.»

د وروستۍ کړکۍ بندول

د ښځو د حقونو فعالان وايي، د طالبانو دغه کار د ښځو د زده کړو او اړیکو د وروستۍ کړکۍ د بندولو په مانا دی.

د ښځو د حقونو او ټولنیز فعاله مزدا مهرګان له روخشانې رسنۍ سره په خبرو کې تاییدوي، چې د طالبانو تازه محدودیتونه به په افغانستان کې، د ښځو او نجونو د ژوند لپاره ترخې پایلې ولري: «طالبانو د ټولنیزو شبکو په سانسور او انټرنېت محدودولو، له بهرنۍ نړۍ سره د افغان ښځو د اړیکو وروستۍ کړکۍ او یوازینۍ لار چې نجونې په کې زده کړو ته لاسرسی درلود وتړله.»

مزاد مهرګان خبرداری ورکوي، چې په دې اقدام سره، د هېواد د ننه چې د ښخو پر وړاندې هر ډول ظلم او جنایت وشي، بهر ته به ونوځي او طالبان به په خلاصو مټو ځپنې ته دوام ورکړي.»

دغه راز هغه یادوي، په تېرو څلورو کلونو کې ډېری ښځو چې په کور له کېناستو، بېکارۍ او محرومیت څخه پیدا شویو رواني فشارانو د خلاصون لپاره د مجازي فضا له لارې، د روان پوهانو او ښځینه ډاکترانو سره په اړیکه کې وې، خو اوس د انټرنېټ په پرېکېدو سره دغه حیاتي امکان هم له هغوی اخیستل شوی دی.

په بدخشان کې د ښځو د حقونو فعاله په (مستعار نوم) شمسیه راسخ د طالبانو د دې نوي محدویت په اړه وايي: «هغوی (طالبانو) پرلپسې د پرمختګ او پراختیا پر وړاندې امرونه صادروي او په دې کار سره غواړي خلک په انزوا کې وساتي، تر څو د ښځو او ټولنې غږ د باندې خپور نه شي او په عملي توګه خلک په یوه محدود شوي زندان کې وساتي.»

اعتراضي کمپاین

د فایبر نوري له لارې د انټرنېت له پرېکېدو سره سم د ټولنیزو رسنیو کاروونکو «افغانستان کې انټرنېت مه پرې کوۍ» تر شعار لاندې کمپیان پیل کړ.

اعتراض کوونکو په خپلو پیغامو کې ویلي: «هغوی غواړي د اړیکو او زده کړو نوې لارې بندې کړي، تر چې څوک ونه شي کولی په آزاده توګه خبرې وکړي، زده کړې وکړي او حقیقت بیان کړي، نن ورځ په افغانستان کې انټرنېت معلوماتو، نویو زده کړو، او له نړۍ سره نښلېدو ته د خلکو د لاسرسي بنسټیز حق دی. د انټرنېت پرې کول یعنې د ټولنې د ساه پرې کول، د حقیقت غلي کول او له یو بله د انسانو بېلول دي.»

د دې راپور تر چمتو کېدو پورې له ۱۰ زره زیات کسان، په خواله رسنیو د اعتراضي انځورونو په خپرولو، له دې کمپاین سره یو ځای شوي دي.

مسیح الله خوش قدم چې له دې کمپاین سره یو ځای شوی دی، پر خپله فسبوک پاڼه د یوه متن په لیکلو سره ویلي:«انټرنېټ زموږ حق دی نه امتیاز، په افغانستان کې د انټرنېټ لوړه بیه د زده کړو، کار او اړیکو پر وړاندې ستر خنډ ګرځېدلی، موږ د ټولو هېوادوالو لپاره د ګړندي، ارزانه او لاسرسي وړ انټرنېټ غوښتوونکي یو، زموږ غږ اوچت کړی»

شاعرې او د ښځو د حقونو فعالې لینا روزبه د طالبانو له لوري د نوري فایبر انټرنټ د پرېکېدو اغېزو ته په اشارې، پر خپله فسبوک پاڼه داسې لیکلي: «د طالبانو د دې پرېکړې اغېز به په دې ډول وي، چې نجونې به آنلاین زده کړو ته هم لاسرسی ونه لري، طالبان به د خلکو د وژلو په ګډون د بشري حقونو په پراخ سرغړاوي، د خلکو په ځورولو او ورسره ناوړه چلند توانېدلي وي او خلک به د دې توان نه لري، چې د بشري حقونو نړیوالو ادارو سره اړیکه ونیسي، راپور ورکړي او د طالبانو د سرغړونو او بد چلند ویډیوګانې ثبت او خپرې کړي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې به وکولی شي، په بشپړې آزادۍ سره به افغانستان کې خوځښت ولري او خپل فعالتونه تر سره کړي.»

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې ویدا ساغري په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: «چې انټرنېټ پرې نه کړي، نو څنګه کولی شي د دیوبندي مدرسو نصاب د ماشومانو او نویو ځوانانو په ذهن او مغز کې ځای پر ځای کړي؟ خلیلزاد کابل ته په خپل وروستي سفر کې، طالبان د خپل ماموریت درېیم پړاو ته وهڅول.»

همدارنګه په دې وروستیو ورځو کې خواله رسنۍ، د هېوادوالو که ښځې دي او که نارینه له نیوکو او شکایتونو ډکې دي. د فسبوک په شان د ټولنیزو پاڼو ډېری کاروونکي د نیوکه کوونکو متنونو په لیکلو سره، د طالبانو په دې پرېکړې نیوکې کړې دي.

فیضي روشن د طالبانو د دې اقدام په غبرګون کې لیکلي: «که انټرنېټ پرې کړي، د ټولو خلکو سوداګري به سره وپاشل شي او زرګونه آنلاین سوداګرۍ به له منځه لاړې شي، کله چې سوداګري له منځه لاړه شي، د بېکارۍ کچه پورته کېږي، د بېکارۍ کچې لوړېدا بېوزلي رامنځ ته کوي او دا به ډېرې درندې پایلې ولري.»

اړوندې لیکنې

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ
خبر

د روغتیا نړوال سازمان افغانستان کې د پولیو د دوه پېښو خبر ورکړ

17 جون 2026
وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې
خبر

وسله والو کوچیانو د بامیان پنجاب کې درې نارینه وهلي او پر ښځو او ماشومانو یې ډزې کړې

17 جون 2026
افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو
خبر

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو

15 جون 2026
کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
خبر

کاناډا کې افغان کډوالو د هزاره ګانو د نسل وژنې او جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

15 جون 2026
اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي
خبر

اوچا: افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي

15 جون 2026
نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»
دسته‌بندی نشده

نیول، وېره او په کور کېناستل، «یوه اوونۍ کېږي لور مې ناروغه ده، د طالبانو له وېرې مې ډاکتر ته نه ده بېولې»

15 جون 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه