نیلوفر زماني
د طالبانو تر بیا واکمنېدو وړاندې، د «شکریې» په څېر مېرمنو لپاره، چې غوښتل یې د افغانستان په نرواکه ټولنه کې د محدویتونو پر وړاندې جګړه وکړي، تل د هیلو او بریالیتوب یوه دریڅه پرانستې وه.
په اوبو او لامبو مینه ښځه، شکریه قرباني له ټولو خنډونو سره سره توانېدلې وه، چې دې مینې ته یې د عمل جامه ورواغوندي. هغې رخشانې رسنۍ ته و ویل: «دې ډګر ته زما د ننوتو انګېزه یوازې شخصي لېوالتیا نه وه، په ذهن کې مې ژور هدف درلود. د افغانستان په دودیزه ټولنه کې پر ښځو له تپل شویو محدویتونو سره مبارزه وه. غوښتل مې ښځو ځپونکو او هغه کسانو ته چې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي، وښایم چې افغان ښځې کولی شي، لوی خوبونه ولري او هغو ته ورسېږي.»
د شکریې لپاره تالاب یوازې تفریحي او د ساتېری ځای نه وو، امن پټنځای وو، له محدویتونو، قضاوتونو او هغه ګواښونو څخه د خلاصون ځای، چې په افغانستان کې یې د ځوانو نجونو ژوند کلابند کړی دی.
خو اوس د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د تالابونو دروازو ته قلفونه اچول شوي دي. شکریه وايي: «لامبو راته یوازې یو ورزش نه وو، د ذهني ودې توکي وو، رواني هوساینه، پر ځان د باور زیاتوالي، بدني جوړښت او ان د جسمي او روحي ستونزو درملنه.»
څلور کاله وړاندې شکریې له یوې ډلې لېواله ځوانو ښځو او نجونو سره یو ځای د اوونۍ وروستۍ دوې ورځې، د کابل په تالابونو کې له خپلو زده کوونکو سره پنځه ساعته د لامبو تمرین کاوه. سره له دې، چې د نارینه وو له تالاب سره یې یوازې ۲۰ متره واټن درلود، خو په یوه بېله او تر ځمکې لاندې پټه شوې ودانۍ کې. د ننوتو لپاره یې ځانګړي قوانین درلودل. لومړی یې باید د دروازې زنګ کړنګوالی، له امنیتي پلټنې چې د یوې ښخې له خوا تر سره کېده باید تېرېدلای او د انځور اخیستلو ټول توکي، له هغې جملې، تلېفون یې باید تحویله ولای، خو همدا کوچینی ځای ورته د آزادۍ پر لور یوه دریڅه وه.
د زده کړو هرې دورې درې میاشتې وخت درلود، تر څو یې زده کوونکو سمه لامبو زده کړي.

عکس: نیلوفر زمانی
شکریې به د خپلې هرې ښوونیزې دورې لپاره لس تنه ټاکل، تر څو هغوی ته وښيي، چې څه ډول لامبو و وهي. هغې په پنځو کلونو کې شاوخوا ۵۰ ښځو او ځوانونو نجونو ته په کابل کې د لامبو وهل ورزده کړل، اتو تنو چې مسلکي لامبو وهونکې وې، د افغانستان د مخکني حکومت د لامبو وهلو فدراسیون کې یې نوم لیکنه کړې وه.
د کار په پیل کې د دغه تالاب شتون پټ وو. د طالبانو او نورو افراطي ډلو د ګواښونو له امله، د هغو خاوندانو نه شوای کولی، هغه په ټولنیزو شبکو کې معرفي کړي او یوازې کم شمېر ښځې یې له شتون څخه خبرې وې.
خو د همغه لږ ښځو لپاره هم تالاب خوندي ځای وو د وېرو او محدویتونو پر وړاندې پټنځای.
کله چې شکریې پرېکړه وکړه لامبو ووهي، کورنۍ یې ترې ملاتړ ونه کړ، خو د کورنۍ امنیت او عزت ته په اندېښنه کې وه.
په افغانستان کې عمومي باور نه مني، چې ښځه دې لامبوزنه شي، ځکه دغه سپورت په دودیز ډول د «نارینه» ګنل کېږي.
خو شکریه ماته نه شوه، پوهېده چې لامبو وهل یې مینه ده او باوري وه، چې یوه ورځ به په نړیوالو سیالیو کې له خپل هېواده استازیتوب وکړي.
شکریه باور لري، چې لامبو وهل د ښځو طبعي حق دی. هغه په ۱۹۸۹ کې په هغه ټولنه کې زېږېدلې، چې له لومړي سره ښځې چوپتیا او غیر فعالتوب ته رابولي. خو هغې بېله لار غوره کړه. د دې ټولو محدویتونو په منځ کې، هغې په کال ۲۰۱۷ کې له رسمي زده کړو وروسته، د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون د روزونکې په توګه وټاکل شوه، هغه هم په داسې یوه هېواد کې، چې ښځو ته سپورتي لوبغالو ته د داخلېدو اجازه په آسانۍ سره نه ورکوي.
په کال ۲۰۲۱ کې د طالبانو په بېرته راتګ سره هر څه بدلون وکړ، د لوبغالو دروازې قلف شوې، د ښځو سپورتي برنامې لغوه او سلګونه ورزشکاره ښځې په کور کېناستې. د شکریې له قوله، تمې خپل ځای وېرې ته ورکړ.
شکریې و ویل: «اوه میاشتې وړاندې اړ شوم چې افغانستان پرېږدم. ځکه ګواښونه زیات شوي وو، ان په کور کې مې هم د خوندیتوب احساس نه کاوه. هغه وخت هره شېبه ممکنه وه، یو څوک دروازه وټکوي او پوښتي، چې ولې تر اوسه ژوندۍ یې؟»

عکس: نیلوفر زمانی
هغه پوهېده، چې پاتې کېدل د غلي کېدو په څېر دي او پرېکړه یې وکړه، چې هېواد، کورنۍ او ټولې تړونې پرېږدي.
نن یې د امریکا د کالیفرنیا ایالت په سکرامنتو کې نوی ژوند پیل کړی دی. هغه ځای چې کولی شي په کې په آرامه ساه واخلي، لامبو ووهي او بیا خوبونه وویني، خو دا ځل نه یوازې د ځان، بلکې د هغه نجونو لپاره، چې لا هم کابل کې په چوپو کورونو کې، په روښانه زړونو ورته پیغام لېږي: «موږ هېرې نه کړې»
شکریه لا هم روزونکې ده، که هم زرګونه کیلومتره لرې. یو شمېر زده کوونکې یې ایران ته کډوالې شوې، ډېری نورې یې کابل کې پاتې دي او ټولې د هغې ورځې په انتظار دي، چې بیا وکولی شي، له وېرې پرته د کابل په اوبو کې غوټې ووهي.
شکریې و ویل: «درې زده کوونکې مې ایران کې او څلور تنې په افغانستان کې پاتې دي، خپله او یوه زده کوونکې مې امریکا کې یو.»
هغه زیاته کړه: «که رښتیا و وایم، د افغان ښځې لپاره لامبو وهل یوازې سپورت نه دی، ساه ایستل دي، اثباتول دي، مقاومت دی.»
د بشري حقونو بنسټونو د راپور له مخې، طالبانو په افغانستان کې پر جنسیتي توپیر ولاړ نظام رامنځ ته کړی. لسګونو محدودیتونو په سیستماتیک ډول ښځې له عمومي ژوندانه لرې کړې دي. د ښځو د سپورت بندول د طالبانو لومړنی ګام وو، چې درې کاله وړاندې پلی شو.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یا (UN Women) پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په درشل کې راپور ورکړی وو، چې طالبان له عمومي ژونده د ښځو لرې کولو موخې ته نېږدې شوي دي. په دې راپور کې راغلي وو چې «د کړنلارو یوې لړۍ افغان ښځې او نجونې له خپلو حقونو او انساني کرامت څخه محرومې کړې دي.»
سره له دې، چې شکریه کولی شي لامبو ووهی او آزاد ژوند لري، خو د هغه نجونو په اړه اندېښمنه ده، چې په افغانستان کې اړ شوې له خپلو خوبونو لاس په سر شي. هغې په وار وار له ځانه پوښتلي، آیا نړۍ به د دې نجونو غږ واوري، آیا کله به څوک پوه شي، چې د دې تالابونو د بندو دروازو تر شا د ډېرو خوبونه ښخ کړای شوي دي.















