مژده محمدي
۲۳ کلنه حسنا صالحي، له درې تر لاس لاندې ښځو سره په خپل پخلنځي کې د بېړنیو خوړو په چمتو کولو بوخته ده. هغوی تیار شوي مواد په څلور کونجه مجمو کې ځای پر ځای کوي او وروسته دغه مجمې په مثلث شکل چیندي. دغې ځوانې نجلۍ په پخلي کې د خپلې پوهې او مهارت پر مټ د خپل کور پخلنځی، له ایران څخه راستنو شویو ښځو ته د کار موندنې په یوه کوچیني فرصت بدل کړی دی.
هغه نوښت چې د حسنا په وینا، موخه یې له اخلي پخلي ورپورته ده، له ایران څخه راستنو شویو ښځو ته کاري فرصت او له اړمنو کورنیو څخه ملاتړ.
په دې پخلنځي کې له حسنا سره درې نورې مېرمنې هم همکاره دي، هغه ښځې چې له ایران څخه له راستنېدو وروسته یې د پخلي زده کړې تر لاسه کړې دي.
حسنا وايي، پر دې کوچیني پخلنځي یې «کورنۍ مهر سمبوسه» نوم ایښی دی، چې په کې په ترکي سبک سمبوسې پخېږي: «ما وغوښتل تر څو اړمنو ته کب نیول وروښایم، د همدې لپاره مې د کورنۍ مهر سمبوسې د تولید کار په لار اچولی دی، تر څو د دې ښځو لپاره د کار او عاید تر لاسه کولو زمینه برابره شي.»
حسنا صالحي چې د ارواپوهنې څانګې زده کوونکې وه، د طالبانو له لوري د فرمان په صادرولو سره له زده کړو د نجونو راګرځول او د ښځو پر حقونو او آزادیو ورځ تر بلې زیاتېدونکو محدودیتونو سره له تحصیل څخه پاتې شوه.
دغه ځوانه، کار جوړونکې نجلۍ چې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ په ګړندي کېدو سره، د رضاکارې په توګه د مرستې کولو تجربه لري وايي، د دې واړه پخلنځي له جوړولو یې موخه د هغو ښځو لپاره د کاري فرصت برابرول دي، چې راستنېدو ته اړ شوې دي.
حسنا و ویل: «زما همکارانې هغه ښځې دي، چې کلونه یې ایران کې کار کړی، خو په یوه وار یې ټول شته ناشته په ایران کې پرېښي او راستنې شوې دي. دغه ښځې اوس د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ موندونکې دي او مالي شرایط یې هم ښه نه دي، زما هدف دا و، چې په دې بېړنیو خوړو سره یو کاري فرصت ورته برابر کړم، تر څو یې د ژوند د سختیو یوه برخه آسانه شي.»
شاوخوا درې میاشتې وړاندې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بې مخینې لړۍ رامنځ ته شوه، د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کورنیې په ایران کې د خپلو ټولو شتو په پرېښودلو سره اړ شوې، چې دغه هېواد پرېږدي.
د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپټمبر راهیسې، تر اوسه پورې له ۲.۳۴ میلیونه څخه زیات افغان کډوال، په زور له ایران او پاکستان څخه و خپل هېواد ته ایستل شوي دي، چې یو پر درېیمه یې ښخې او نجونې جوړوي.
د حسنا په وینا، پلار یې لومړنۍ پانګه چې د شل زره افغانیو سره برابره وه د دې په واک کې ورکړه. هغې په دې پیسو سره د سمبوسو لپاره اړین توکي او تبلیغاتي لګښتونه لکه ټوکریو او لوګو ډیزاین او چاپ برابر کړل: «د دې بېړنیو خوړو په لار اچولو لپاره زما لومړنۍ پانګه شل زره افغانۍ وه، چې پلار مې یې پیسې راکړې، تر څو د اړتیا وړ توکي پرې واخلم او اوس په همدې امکاناتو سره مخکې ځو.»
حسنا باور لري، چې د دوی د خوړو محصول د نورو بېړنیو خوړو سره ښکاره توپیر لري: «زموږ دغه غذايي محصول یو ډول په فرد پورې منحصر دی، چې بېلګه به یې په هرات او ښايي په افغانستان کې نه وي، ترکیبات یې کورني اوړه، د خوسکي غوښه او سبزۍ دي او خواړه په خاصو ځانګړنو چمتو کېږي، غوړ یې کم او سل په سلو کې طبیعي، په نرم تاو سره په تناره کې پخېږي.»
هغه وايي، په همدې دلیل یې د خوړو د محصول بیه د نورو دودیز بېړنیو خوړو په پرتله لوړه ده، خو پېرودونکي کیفیت درک کوي. هغه وضاحت ورکوي: «ځینې فکر کوي، چې زموږ محصول د نورو بېړنیو خوړو په پرتله په ښار کې په لوړه بیه دی، خو د بېړنیو خوړو نور پخلنځي په غالب ګمان ناسم او بې کیفیته خواړه په بازار کې پېرودونکو ته وړاندې کوي.»
حسنا په پیل کې خپل محصولات د ښار په کچه لویو پلورنځیو ته عرضه کړي دي. هغه باور لري، چې دغې کړنلارې د پېرودونکو په راجذبولو کې وروسره زیاته مرسته کړې ده: «زه په سر کې د خپلو خوړو کڅوړې د هرات ښار په کچه په لویو پلورنځیو پلورم، په داسې ډول چې د هرې غذايي کڅوړې بیه ۶۰ افغانۍ ده، او پلورنځي هم له هرې کڅوړې اووه افغانۍ ګټه اخلي.»
حسنا زیاتوي، په پلورنځیو کې د خوراکي توکو د کڅوړو ویشلو مفکورې سره، نه یوازې د هرات اوسېدونکي به د هغې د خوراکي محصولاتو له کیفیت سره ډېر بلد شي، بلکې د پېرودونکو د وړاندیزونو د دقیقې احصایې په پوهېدو سره به هغه او د هغې همکارانې وکولی شي، په ډېر ډاډ سره د خوړو کڅوړې ووېشي.
حسنا چې له دوه اونیو راپدېخوا یې دغه فسټ فوډ رامنځ ته کړی، د خوړو د دغه محصول د ګاکانو زیاتوالی یې د «پام وړ» بیان کړ او وايي، د دې خوراکي کڅوړو د بسته بندۍ او پلور کچه د هر پلورنځي لپاره د ورځې له ۱۰ تر لږ تر لږه ۵۰ کڅوړو پورې رسېدلې ده.

حسنا صالحی
حسنا و ویل: «پلورنځي د خپلو پېرودونکو د غوښتنو سره سم موږ ته فرمایش راکوي، په پیل کې یې د ورځې ۱۰ کڅوړې فرمایش راکاوه، اوس مهال د وړاندیزونو شمېر په ورځ کې پنځوسو کڅوړو ته رسېدلی دی.»
حسنا په حضوري خرڅلاو سربېره، د خپل فسټ فوډ یا بېړنیو خوړو انټرنېتي پاڼې هم په فسبوک او انسټاګرام کې فعالې کړې دي او له دې لارې له پېرودونکو سره په اړیکه کې ده او په انلاین توګه فرمایشونه تر لاسه کوي.
په دې سره حسنا وايي، اوس مهال چې د فسټ فوډ له جوړېدو یې دوه اوونۍ تېرې شوې، ټول تر لاسه کړی عاید یې په بازار موندنې او ورسره د کارکوونکو ښخو په ورځنۍ تنخوا لګېږي: «فعلآ زما د کار پیل دی او تر اوسه مې چې څومره ګټه تر لاسه کړې هغه مې په بازار موندنه او د دغو ښځو په ورځنۍ مزدورۍ لګولې ده، هر څومره پیسې چې د ورځې تر لاسه کوم، په برابره توګه یې د دې دریو ښځو تر منځ وېشم.»
له کمو امکاناتو سره سره د حسنا پام روښانه راتلونکې ته دی. هغه تمه لري، چې د خلکو په ملاتړ به یوه ورځ وتوانېږي، د ښځو لپاره یو ځانګړی رسټورانټ جوړ کړي او د هغه مینو به په ډول ډول خوړو سره پراخه کړي: «دا مهال هر څه په کور کې تر سره کېږي، خو که یې هرکلی دوام پیدا کړي، نو یو مستقل ځای به ورته په کرایه کړم.»
درې ښځې چې له حسنا سره په دې پخلنځي کې په کار بوختې او له خپلو کورنیو سره په تېرو میاشتو کې له ایران څخه را ایستل شوې دي، د امنیتي ننګونو له امله یې ښه وبلله، چې په دې راپور کې خبرې ونه کړي.
خو تر سترګو کېږي، چې د دې واړه پخلنځي د محصولاتو خوند د هرات د ښخو خوښ دی. د آمریت څلورلارې اوسېدونکې ۲۴ کلنه نازنین وايي، هره ورځ د انګلیسي ژبې ټولګي له پای ته رسېدو وروسته، کور ته پر لاره د دوی د استوګنې ځای ته نېږدې پلورنځي څخه د دې ښځو په لاس پخې شوې سمبوسې پېري.
هغه توضیح کوي: «زه ډېری وخت د غرمنۍ د پخلي لپاره وخت نه لرم، د بېرته راتګ پر مهال له پلورنځي څخه ترکي سمبوسې اخلم او دا کار زما لپاره ډېر آسانه دی، ځکه تیار او صحي خواړه تر لاسه کوم.»
۲۷ کلنه سونیتا هم د دې واړه پخلنځي د «کورني مهر سمبوسې» پېرودونکې ده. هغه وايي، په دې خبرتیا سره چې دغه محصول د اړمنو ښځو له خوا چمتو کېږي، پرېکړه مې وکړه، چې هره ورځ به هغه اخلم: «زه د فسبوک له لارې د کورني مهر سمبوسې سره بلده شوم او له همغه ځایه مې فرمایش ورکړ، په دې دلیل یې اخلم چې پوهېږم دغه خواړه ښځې چمتو کوي، په دې خاطر چې ښځې هم حفظ الصحه مراعتوي او هم زما اخیستل د هغوی لپاره یوه کوچینۍ مالي مرسته ده.»
حسنا صالحي مخکې د اسلام کلا په پوله د هغو ګډوالو مرستې ته وردانګلي وو، چې له ایران څخه تر ایستلو وروسته هېواد ته راستانه شوي وو.
له ایران څخه د کډوالو پراخې را ایستنې د هرات د خلکو تر منځ د خواخوږۍ یوه څپه راپورته کړې وه، سلګونه ځايي اوسېدونکو پولې ته په وردانګلو، د اوبو، خوړو، روغتیايي ساتنې په چمتو کولو او هرات ښار او نورو ولایتونو ته د کډوالو د لېږد په موخه مرستې وکړې.
دغه کمپاین څو اوونۍ دوام وکړ او د هرات د خلکو دغه اقدام ډېر د ستاینې وړ او حیاتي وو. ډېری پر دې باور دي، چې د هرات خلکو له مرستو پرته، د طالبانو حکومت په پوله کې د کډوالو د وضعیت په مدیریت کې پاتې راغلی وو او د یو ټول عیار انساني ناورین د رامنخ ته کېدو وېره وه.
په ټولنیزو رسنیو د حسنا د یوه انځور له خپرېدو ښکاري چې د زېږون کلیزې په ورځ یې د یو شمېر کډوالو ماشومانو په منځ کې ولاړه ده او په لاس کې شته کېک سره د هغوی په منخ کې کلیزه لمانځي.
هغې په دې اړه و ویل: «پرېکړه مې وکړه، چې د زېږون ورځ مې په یوه شخصي محفل کې نه، بلکې د هغه کسانو تر څنګ ونیسم، چې د بل هر وخت په پرتله په دې ورځو کې خواخوږۍ، مینې او انساني ملاتړ ته اړتیا لري. دا زما لپاره یوه ډالۍ وه، نه یوه سرښندنه.» د هغو ښځو او ماشومانو تر منځ چې په ناغوښتل شوي ډول کډوال شوي وو، شتون د حسنا د ژوند لید بدل کړ. نوموړې و ویل: «ډېره ترخه خو له عبرته ډکه تجربه مې تر لاسه کړه. داسې ماشومان مې ولیدل، چې په سخته ګرمۍ، یبلو پوښو، ستړیا او لوږه کې یې د امید سترګې نیولې وې. داسې نوزېږدي په غېږ کې ښځې مې ولیدې، چې بې له هېڅ وسیلې او سرپناه، د خوندیتوب او ژغورنې په لټه کې وې، ډېریو یې خوړو، اوبو، ښځینه حفظ الصحې توکو او مناسبو جامو ته بېړنۍ اړتیا درلوده او ما د کډوالو کړاو او سختۍ د خپل ټول بدن په رګ رګ کې احساسولې.







