د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«مجتبی احمدي» د طالبانو په زندان کې تر شکنجې لاندې دی

2 اکتوبر 2025
«مجتبی احمدي» د طالبانو په زندان کې تر شکنجې لاندې دی

دوه باخبره سرچینو رخشانې رسنۍ ته وايي، مدني او د بشري حقونو فعال احمد مجتبی محمدي، چې یوه نیمه میاشت وړاندې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی وو، په زندان کې د دې ډلې تر «سختې» شکنجې لاندې دی.

رخشانه: باخبره سرچنیو ویلي، دغه مدي او د بشري حقونو فعال د روان کال د وږي په ۲ مه له ایران څخه تر راایستل کېدو وروسته، د طالبانو استخباراتو د پروان ولایت د مرکز بایان علیا سیمه کې له خپل کور څخه ونیوه او زنداني شو.

د احمد مجتبی محمدي د خپلوانو یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره ویلي: «مجتبی احمدي له هغې ورځې چې د ایران څخه راستون شوی، په زندان کې دی او یوه نیمه میاشت کېږي، چې له طالبانو سره تر شکنجو لاندې دی.»

هغه زیاته کړې، چې د ښاغلي احمدي مېرمن له دوه کوچینیو زامنو سره، په بې سرپرستۍ کې ژوند تېروي او د طالبانو له زندان څخه د خپل خاوند د خلاصون لپاره د بشري حقونو له بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

یوې بلې سرچینې د محتبی احمدي د نیول کېدو د پخلي تر څنګ وايي، ښاغلي احمدي د جمهوریت په دوران کې مدني فعالیت کاوه او د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته، د امنیتي ستونزو له امله ایران ته کډوال شو او په دې هېواد کې هم د طالبانو پر ضد اعتراضونو کې فعال وو.
سرچینې زیاته کړې، دغه مدني فعال په زندان کې تر شکنجو لاندې دی تر څو په زور اعتراف وکړي: «مجتبی تر شکنجې لاندې دی، چې رییس مو راوښیه، په کوم هېواد کې دی او د خپلې ډلې غړي راوښیه.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

د ښځو کیسې: د طلاق غوښتل، د قاضي د جنسي غوښتې ادعا او له ماشوم ساتنې محرومیت

پاکستان او ایران سږ کال د افغان کډوالو ایستلو ته کار ویلی وو. د ملګرو ملتونو د شمېر پر بنسټ له دې دواړو هېوادونو له ۲.۳ میلیونه زیات افغان کډوال ایستل شوي او افغانستان ته رالېږل شوي دي. په ایستل شویو کسانو کې هغه کسان هم شته، چې ځان یې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم مخکې اعلان کړی وو، چې له ایران او پاکستان څخه را ایستل شوي یو شمېر پخواني نظامیان، خبریالان، مدني فعالان، ښځې او ماشومان د طالبانو له لوري نیول شوي او زنداني شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، د مخکني نظام کارکوونکي او امنیتي ځواکونه هېواد ته له راستنېدو وروسته، د طالبانو د ځورولو او ازارولو له وېرې اړ دي، چې په پټه ژوند تېر کړي.

دغه راز یوناما ټينګار کړی، چې طالبان په خپلو زندانونو کې له شکنجې د تحقیق د توکو په توګه کار اخلي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي
دسته‌بندی نشده

کله چې وطن ته ستنېدل د بې پنایۍ په مانا وي

6 سپتمبر 2026
قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

قومي پاکونه څه ده؟ (دویمه برخه)

5 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه