هانیه فروتن
پر هغه خاوره چېرته چې پر کتابونو او درسي ټولګیو د خاموشۍ سیوری خور دی، لا هم ډېری نجونې شته، چې نه غواړي دغه تیارو ته تسلیم شي. له ایرانه راستانه شوې زهرا یو له همدې زده کوونکو ده، هغه غږ چې نه پرېږدي خپل او د نورو لسګونو نجونو خوبونه د محدودیتونو د لوړو دېوالونو تر شا خښ شي.
دا راپور د ۲۳ کلنې نجلۍ زهرا ابراهیمي کیسه ده، چې د انلاین کورسونو په لار اچولو سره هڅه کوي «د ټولنیزو رسنیو له لارې د عاید تر لاسه کولو زده کړو» د ښځو او نجونو لپاره نوي فرصتونه رامنځ ته کړي.
د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له ټولنې د ښځو د لرې کولو لپاره د دې ډلې له خوا پرلپسې فرمانونه ورکړل شول.
په تېرو څلورو کلونو کې دغه محدودیتونو په عمومي برخو کې د ښځو شتون غلی کړی دی: د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې، په دولتي او ډېری غیر دولتي ادارو کې کاري فرصتونه له منځه تللي او ان سپورتي لوبغالو او عمومي پارکونو ته د ښځو ننوتل منع شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) هم په خپل وروستي راپور کې د طالبانو د څلورکلن کېدو په درشل کې خبرداری ورکړی، چې دغه ډله د عمومي ژوند له برخو، د ښځو لرې کولو موخې او اهدافو ته نېږدې شوي دي.
خو د زهرا په وینا، دغه فشارونو نه دي توانېدلي د ښځو روحیه غلې کړي، پرعکس د هغې لپاره یوه بڅرکی شو، چې د خاموشی په زړه کې د مقاومت تازه غږ رامنځ ته کړي.
زهرا و ویل: «تل په زده کړو او کار بوخته وم، اوس نشم کولی بې کاره کېنم»
مالي خپلواکي او د کډوالۍ نړۍ
زهرا د کابل پوهنتون د ښکولو هنرونو پوهنځۍ د لومړي کال محصله وه، چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو په امر له زده کړو پاتې شوه. له میاشتو هڅو وروسته بریالی شوه د تهران له یوه پوهنتون څخه بورسیه تر لاسه کړي او په کال ۲۰۲۳ کې ایران ته ولاړه.
ایران کې هغې د ټولنیزو شبکو له لارې د عاید تر لاسه کولو سره روږدې شوه او له یوه کال او پرلپسې هڅو وروسته وتوانېده، چې د منځپانګې په تولید سره د انسټاګرام له لارې د میاشتې له ۳۰ تر ۴۰ زره افغانیو پورې عاید تر لاسه کړي. همدا بریالیتوب د دې انګېزه شوه تر څو پرېکړه وکړي، خپلې تجربې او زده کړې له نورو سره شریکې او هغه ښځو او نجونو ته، چې له کار او زده کړو پاتې شوې لار هواره کړي.
زهرا و ویل: «دا لید چې موږ له کوره بهر د کار اجازه نه لرو، زما لپاره یو لوی درد وو، له لومړنيو انساني حقونو محرومېدو او سلګونه نورو کړاونو زه دې ته وهڅولم، تر څو وخوځېږم، ومې غوښتل د کوټې د همدې څلورو دېوادنو له منځه د عاید تر لاسه کولو لار پیدا کړم.»
د زهرا په ښوونیزو ټولګیو کې د هنر زده کوونکي یادوي، چې څه ډول په ټولنیزو پلټفارومونو کې د فعالیت له لارې عاید تر لاسه کړي، خپلو پاڼو ته وده ورکړي او له زهرا څخه تخلیقي نظرونه ومومي.
د زهرا لپاره د دې لارې وهل آسانه نه وو. هغه په یوه داسې ټولنه کې رالویه شوې، چېرته چې په ټولنیزو شبکو کې د ښځو فعالیت منع شوی دی او هر ګام یې له خنډونو سره مخ کېده، د کورنۍ له مخالفته نیولې بیا د چارچاپېره خلکو تر منفي قضاوتونو پورې.
زهرا و ویل: «په میاشتو میاشتو مې هڅې وکړې، ان ومې ژړل تر څو کورنۍ راضي کړم. ویل یې خلک بد وايي او زموږ غزت لوټېږي، زموږ قومیانو هم ویل هغه نجلۍ چې په فسبوک خپل انځور او ویډیو خپروي، له حق لارې وتلې ده.»
نوموړې وايي، کار یې له صفره پیل کړ: «ټرایپوډ مې نه درلود، او شیشه به مې د تلېفون تر شا اېښوده، له پالښته مې د مېز کار اخیست او ان کیفیت لرونکې غوږۍ مې هم نه درلوده.»
له دې سره سره زهرا هېڅ وخت ماته نه شوه، په زړورتیا، زغم او هیلو سره یې دغه ټولې ستونزې او سختې تر سر تېرې کړې او نن ورځ د ډېری ښځو او نجونو لپاره د الهام او ځواکمنتیا یوه بېلګه ګرځېدلې ده.
دوه کاله کېږي، چې زهرا د ټولنیزو رسنیو له لارې د ګټې آنلاین کورسونه پیل کړي دي. تر اوسه پورې هغې شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکې چې ډېری برخه یې ښځې او نجونې دي موندلې.
د زهرا په وینا: «ډېری غبرګونونه مو له ښځو تر لاسه کړي، ځکه هغوی د نارنیه وو په پرتله، د بېکارۍ او له زده کړو د محرومیت ډېر درد احساسوي.»
۲۱ کلنه فاطمه د زهرا یو له زده کړیالانو ده: «نن ورځ خپل عاید لرم.»
هغه وايي، په انسټاګرام څلور میاشتې فعالیت کې یې وکولی شوای، د میاشتې له ۱۰ تر ۱۵ زرو افغانیو پورې عاید ولري: «خوښه یم چې دا فرصت راته برابر شو تر څو له کوره او ټولنیزو شبکو له لارې ګټه ولرم.»
فاطمه ټينګار کوي: «د ښوونځیو دروازې تړل شوې، له کوره بهر کار ممنوع دی، خو کم تر کمه د مېرمن ابراهیمي په شان نجونې شته، چې له دې تیارو څخه د وتلو لپاره یوه انګېزه او هیله کېږي.»
زهرا نن ورځ د میاشتې د ۵۰ زره افغانیو ګټې او په ټولینزو رسنیو په فعالیت سره وښوده، چې د کار په لټون او خلاقیت ان د محدودیتونو په منځ کې، یو څوک کولی شي بریالی او نورو ته الهام وبښي.
زهرا په ایران کې له درې کاله زده کړو وروسته، د روان میلادي کال په جولای میاشت کې بېرته افغانستان ته ستنه شوه. هغه پوهېده چې د ښځو لپاره شرایط آسانه نه دي، خو باوري وه چې له کلونو خوراۍ وروسته، نه شي کولی یوازې د کوټې په څلورو دېوالونو کې بنده پاتې شي. په دې هڅې سره زهرا پرېکړه وکړه، چې خپل مهارتونه له نورو سره شریک کړي او انلاین کورسونه په لار واچوي.
«سره له دې چې یو کال زده کړې مې لا پاتې دي، خو راغلم تر څو د انلاین کورسونو له لارې خپل مهارتونه له نورو سره شریک کړم. خو د شرایطو په خاطر [د طالبانو محدودیتونو له امله] ونه توانېدوم چې دې موخې ته ورسېږم.»
د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو سخت محدودیتونه لګول د دې لامل شوي، چې ډېری ښځې او نجونې انلاین زده کړو او د ګټې لاس ته راوړلو کسب ته مخه کړي، تر څو وکولی شي هم خنډونه او محدودیتونه له ځانه لرې کړي او هم خپلې اړتیاوې پوره کړي.
خو د انلاین منځپانګو تولېدونکي د طالبانو د سیاسیتونو په اړه بدګمانه او اندېښمن دي.
طالبانو تېره اوونۍ د دوه ورځو لپاره په ټول افغانستان کې انټرنېټ پرې کړ، هغه ګام چې ګڼې اندېښنې یې رامنځ ته کړې.
د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د طالبانو له لوري د انټرنېټ پرې کول د ښځو او نجونو د کنټرول لپاره یوه بله لار ده او دغه ډول کار به د هغوی چوپتیا لا ژوره کړي.
زهرا هم رخشانې رسنۍ ته و ویل: «د انټرنېټ ۴۸ ساعته پرېکېدل، زما لپاره زما د ټولو کارونو د پای رسېدو په مانا وو، کله چې کار و بار انلاین وي، د انټرنېت پرېکېدل د اړیکو د پرېکېدو په مانا نه دی، بلکې دا د غلیتوب داسې یوه تڼۍ ده، چې ستاسو ټول خوبونه او هڅې په نښه کوي.»
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د نوي راپور پر بنسټ چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۳۰ مه خپور شو، افغانستان له سخت اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان دی.
په دې راپور کې راغلي، د هېواد ۷۵ سلنه وګړي د معشیت له ناامنۍ سره مخ دي او ۹۰ سلنه کورنیو د اقتصادي ټکانونو زیان لیدلی دی. دغه شمېره د هغو ښځو تر منځ چې د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده ۹۷ سلنې ته رسېږي، هغه شمېر چې د کورنیو پر سرپرسته مېرمنو دوه چنده فشار ښيي.
په داسې شرایطو کې محدودیتونه او انټرنېټ ته نه لاسرسی د زرګونه ښځو د کار و بار د له منځه تلو سبب کېږي، څه د هغو چې د مستقیمې منځپانګې د تولید او اپلوډ له لارې کار کوي او څه د هغو چې بازار موندنه او فعالیتونه یې په ثابت او دوام لرونکي انټرنېټ پورې سخت تړلي دي.
د رسمي شمېرنو له مخې، افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ میلیونه انټرنېټ کاروونکي شتون لري. افغانستان کې د طالبانو له محدودیتونو وروسته ښځې او نجونې د انټرنېت یو له اصلي کاروونکو څخه ګڼل کېږي، چې تر ډېره بریده د انلاین لارې د زده کړو او ګټې لپاره ترې کار اخلي. زهرا هم و ویل: «ټول فعالیتونه مې په انټرنېټ پورې تړلي دي او د هغې پرېکېدل بن بست ته رسېدل دي.»







