«نه مې زنګ وهلی شوای، نه پیغام لېږل کېده او نه مو خبر اخیستی شوای، همغه شېبه د اګست د ۱۵ مې ترخې خاطرې بیا راته را ژوندۍ شوې، داسې وه لکه ښار چې یو ځل بیا سقوط شوی وي.»
دا په افغانستان کې د انټرنېټ د دوه ورځني بندښت له وضعیت څخه، د رخشانې رسنۍ د خبریالانو د سترګو لیدلی حال دی.
د (تلې د ۷ مې) په سبا شپه چې کله طالبانو په ټول افغانستان کې انټرنېټ په بشپړه توګه بند کړ، هانیه فروتن اړ شوه د خپلې ملګرې، چې د کابل لوېدیځ کې په یوه روغتون کې کار کوي، د خبر اخیستو لپاره له کوره راووځي.
هغې د ښار د وضعیت په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال لیکي: «په وېره په لار روانه وم، په لار مې چې په ښار کې څه تر سترګو کېدل، هغه د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو شتون وو، هر ځل به چې د دوی تر څنګ تېرېدم، له وېرې به مې ساه په سینه کې بندېده. ماغزه مې له دې فکره ډک وو، چې که بیا نجونې ونیسي، څرنګه به یې کورنۍ له هغوی سره اړیکه نیسي.؟
د انټرنېټ پرېکېدل د مخابراتي شبکو په خدماتو کې هم د پراخې ګډوډۍ لامل شوی وو.
هانیې لیدل، چې د انټرنېټ له پرېکېدو سره سم، طالبانو د کابل لوېدیځ کې لږ تر لږه څو نجونې ونیوې او له ځانه سره یې یووړې: «سترګې مې په یوې نجلۍ ولګېدې، چې منډې یې وهلې او وسله وال جنګیالي په شا پسې وو، یوه جنګیالي چیغې وهلې، ودرېږه، ودرېږه، چې ډز کوم.»
دغه پېښه د انټرنېت پرېکېدو په لومړۍ ورځ د (تلې ۸مه) د کابل د افشار بازار کې رامنځ ته شوې. په هغه ورځ له پنځو زیاتې ځوانې نجونې، یوه سپين رنګه ټونس ډوله موټر ته واچول شوې او څو سړي چې سپینې چپنې یې اغوستې وې او د طالبانو د امربالمعروف اړوند وو، شاوخوا ګرځېدل تر څو نورې نجونې هم راټولې کړي.
هانیه د عیني شاهدانو له قوله وايي، په هغه ورځ شپږ یا اووه نجونې، چې عمرونه یې له پنځلسو تر شلو کلونو وو ونیول شوې او څوک یې له برخلیک نه پوهېدل.
د آغلې فروتن په وینا، د انټرنېټ پرېکېدو په دویمه ورځ هم د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په پراخه کچه په ښار کې شتون درلود: «یو عیني شاهد چې همغه نېږدې ځای کې یې لاسي توکي پلورل و ویل، له دې سیمې یې یو شمېر نجونې ونیولې او له ځان سره یې یووړې. هغه په ډاډ سره زیاته کړه، دوه نجونې مې خپله ولیدې، چې ښځینه پولیسو په زور ټونس موټر ته واچولې، یوه یې هم بې حجابه نه وه او تورې جامې یې اغوستې وې.»
د کابل لوېدیځ بازر معمولآ له ګڼې ګوڼې ډک وي، خو هغه ورځ په چوپتیا او وېره کې ډوب وو. هانیې ویلي دي: «ان روغتونونو کې هم د نورو ورځو په شان ګڼه ګوڼه نه وه، یوازې بېړني ناروغان په ښاري ټکسیانو کې روغتون ته راوړل کېدل.»
هغه وايي، د روغتون چارې هم ګډوډې شوې وې. یوې نرسې هانیې ته ویلي وو: «دوسیې او د ازموینو پایلې ټولې په انلاین سیستم کې زېرمه دي، له انټرنېټ پرته موږ نیمې فلج شوې یو.»
د هانیې فروتن لپاره هم په ټول افغانستان کې د انټرنېټ دوه ورځې بندېدو ژورې اغېزې درلودې: «زما او د ډېری نورو ښاریانو لپاره یوازې د یوې شبکې غلي کېدل نه وو، دوه ورځې د هغه درانده سیوري پر وړاندې درېدل وو، چې هم یې ژوند فلج کړی وو او هم یې د ډېری کسانو هیلې لړزولې وې.»
کابل کې یو بل خبریال عمران علي هم د خپلو سترګو لیدلي حال په اړه و ویل: «کله به چې د کابل په واټونو کې ګرځېدې، داسې ښکارېده چې ګواکي ټول په یو ډول له وېرې او ډاره ډکې بلا کې راګیر دي، ټول له یوه نامعلوم برخلیک سره داسې، چې ګواکي موږ څلووېښت میلیونه انسانان د څارویو په بازار کې د پسونو په شان وو، چې پر خپل برخلیک هېڅ واک نه لرو.»
ښاغلی علي وايي، کله چې نېټ او خطي اړیکې نه وې، د پروپاګند بازار هم تود وو.
هرات کې د رخشانې رسنۍ خبریاله مژده محمدي وايي، د دوشنبې ورځې د ماسپښين شاوخوا درې بجې د هرات انټرنېټ له ستونزو سره مخ شو او د مازیګر په پنځو بجو په بشپړه توګه بند شو.
هغې ویلي دي: «د ادارو کارکوونکي په خپلو دندو کې نه وو، طالب ځواکونو هغه مراجعینو ته، چې د خپلو اسنادو او دوسیو د پړاونو طی کولو، په ځانګړې توګه د پېژندپاڼو دوسیو د ترسراوي لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو ادارو ته ورغلي وو، ویل چې بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شي. هغه کسان چې په دې ډله کې وو، ویل یې افغانستان بېرته خاورو ته ورګرځېدلی دی.»
مېرمن محمدي وايي، دا د انټرنېټ پرېکېدو په دویمه ورځ، په اختیارالدین کلا کې د ګرځندوی نړیوالې اوونۍ نندارتون ته ورغلې وه.
هغې و ویل: «نندارتون په دوه ښځینه او نارینه وو برخو کې پرانستل شوی وو، له دې نندارتونه د ښځو لیدنه ښه وه، ښايي د انټرنېټ پرېکېدو له وجې په دغه نندارتون کې د مخکنیو نندارتونونو په پرتله، د ښځو ګڼه ګوڼه زیاته او ښځو له دې فرصته ګټه پورته کړه، تر څو له نندارتونه لیدنه وکړي او خپل سات تېر کړي.»
د افغانستان په شمال کې زموږ بله خبریاله زېبا بلخي هم وايي، د انټرنېټ په پرېکېدو سره ټول خلک، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د خپل انلاین کار او زده کړو لپاره په اندېښنه کې وې.
نوموړې ویلي: «په موټر کې، په سړک، هر ځای به چې کېناستې، خلکو خپلې اندېښنې بیانولې او ان دا چې د زیاتو اندېښنو له امله یې خپله روغتیا له لاسه ورکړې وه. ډېر کسانو د وینې لوړ او ټيټ فشار تجربه کړی وو، ځکه دا مهال په افغانستان کې شرایط داسې دي، چې ډېری وګړی یوازې خپله ورځنۍ ډوډۍ مومي او هېڅوک د سختو ورځو لپاره بچت نه لري.»
مېرمن بلخي کیسه کوي، د ګاونډي ښځه یې چې له وړاندې د زړه ناروغي لري، د دې خبر په اورېدو سره چې انټرنېت پرې شوی او نور د تل لپاره نه شي کولی، له خپلې لور سره اړیکه ونیسي، داسې تر رواني فشار لاندې وه، چې بیا د زړه حملې پرې راغلې او کورنۍ یې روغتون ته ولېږدوله.
په افغانستان کې د انټرنېټ بندېدو کړنلاره، د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د مشر له لوري پیل شوه او طالبانو د دې محدودیت لامل د «اخلاقي فساد» څخه مخنیوی بللی دی.
په ټول هېواد کې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندښت غبرګونونه هم له ځان سره درلودل، د بېلګې په توګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما (سه شنبې د تلې ۸ مه) په یوه بیانیه کې ویلي وو، د انټرنېټ پرېکېدو افغانستان «کابو په بشپړه توګه له بهرنۍ نړۍ څخه بېل کړی دی.»
یا د بیان د آزادۍ مرکز اندېښنه چې ویلي یې وو، طالبانو د انټرنېټ په پرېکولو سره افغانستان په نړۍ کې منزوي کړی دی او د انټرنېټ پرېکېدل «د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر ټولو سختو ځپوونکو اقداماتو» څخه دی.
یادونه: د رخشانې رسنۍ د خبریالانو نومونه، د امنیتي ننګونو له امله مستعار ټاکل شوي دي.







