مژده محمدي
د انټرنېټ په ۴۸ ساعته بندښت کې د هرات اوسېدونکې ۴۴ کلنې فروزان نېک فرجام مېرمنې، تل خپله د تلېفون غوږۍ په لاس کې نیولې وه او هغه یې روښانه او غلې کوله، چې ښايي آنتن ورکړي، خو هېڅ پیغام نه راغی او له هېڅ چا سره اړیکه نه ټینګېده. په هغه دوه ورځو کې د فروزان انلاین پلورنځی په بشپړه توګه بند وو.
د سینګار او ښکلا توکو د یوې آنلاین هټۍ مسوولې فروزان نېک فرجام له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل: «هغه مهال ټول کار و بار په ټپه ولاړ وو، ما په دغه دوه ورځو کې هېڅ وړاندیز تر لاسه نه کړ او وېرېدلې وم، چې که بیا اړیکه او انټرنېت ونه نښلي، اړ وم چې خپل کارکوونکي ځواب کړم.»
دا مهال ۹ ښځې او درې نارینه له فروزان سره د تولید او خدماتو په برخه کې همکاره دي او د پلورنځي له ګټې ډوډۍ خوري.
فروزان وايي، که د آنلاین پلورنځي فعالیت بند شوی وای، د همکارانو ټولې هیلې یې هم له منځه تلې: «د هغوی عاید په همدې کار پورې تړلی دی، چې که بند شوای وای، ټولې هیلې یې له منځه تلې.»
د هغو ښځو په ډله کې، چې له فروزان سره کار کوي، له زده کړو او تحصیل څخه محرومه نجلۍ هم شتون لري، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله په کور ناسته وه، خو فروزان په دې پلورنځي کې ورته د کار زمینه برابره کړې ده.
فروزان و ویل: «دغه کار و بار د منځنۍ او بېوزلې طبقې ځوانو ښځو لپاره، د ژوند د تامین اصلي سرچینه ده او دا نجونې هغه څوک دي، چې یو شمېر یې له زده کړو پاتې او د خدماتو او تولید په برخه کې زما سره کار کوي.»
فروزان لس کاله کېږي، د اووه سوه زره په ارزښت د خپلو سروزرو په پلورلو او د خپلې کورنۍ او خپلوانو څخه د پور په اخیستو سره، د ښکلا او سینګار توکو د تولید کارخونه جوړه کړې ده.
هغه وايي، دا مهال یې د میاشت ۴۰ سلنه عاید، د همدې سینګار توکو د انلاین پلور څخه تر لاسه کېږي.
فروزان پر فسبوک، انسټاګرام او تلګرام د خپلو ښکلا توکو د پېژندنې لپاره، پاڼې رامنځ ته کړې او له همدې لارې د پېرودونکو وړاندیزونه تر لاسه کوي او د ترانسپورټي شرکتونو له لارې د هرات، کابل، بلخ او جلال آباد مشتریانو ته توکي د لیني موټرچلوونکو پر مټ رسوي.
نوموړې و ویل: «انټرنټ ما له خپلو پېرودونکو سره نېږدې کوي، زه له کابل، مزار او جلال آباد څخه پېرودونکي لرم، چې د مشتریانو وړاندیزونه د انلاین لارې اخلم او د موټر چلوونکو پر مټ یې هغوی ته رسوم.»
د فروزان تر څنګ هغه ښځې او نجونې چې انلاین پلورنځي لري او یا د انلاین پوهنتون او ښوونځي څخه زده کړې تر لاسه کوي، په افغانستان کې د سرتاسري انټرنېټ له پرېکېدو اغېزمنې شوې. دغه نجونې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، د انټرنېټ پرېکېدو په موده کې «لالهانده» او «بې پروګرامه» وې.
د انټرنېټ ۴۸ ساعته بندښت، د ښځو ډېری کارونه او د زده کړو فرصتونه، چې په انټرنېټ پورې تړلي دي، ګډوډ کړي وو.
د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ میلیونه کاروونکي، انټرنېټ ته لاسرسی لري. کره شمېرې شتون نه لري، خو ښځې او نجونې په افغانستان کې د انټرنېټ له اصلي ګټه اخېستونکو څخه دي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار د محدودیتونو لګولو سره، پر انلاین کار او زده کړو د ښځو او نجونو تکیه زیاته شوې ده.
افغانستان کې د انټرنېت پرېکېدو کړنلاره د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې، د طالبانو د مشر له خوا پیل شوه او طالبانو د دې محدودیت لګولو لامل «له اخلاقي فساد څخه مخنیوی» وباله.
خو دغه ډلې د دوشنبې په مازیګر د (تلې ۷ مه) په ټول افغانستان کې د نوري فایبر انټرنېټ پرې کړ او دغه پرېکېدنه، په مخابرتي شبکو کې هم د پراخې ګډوډۍ لامل شوه.
۲۲ کله زیبا احساس یو کال کېږي، چې د سینګار د یوې څانګې لپاره په شبکو کې د بازار موندنې برخه کې کار کوي. د هغې په وینا، د انټرنېټ د پرېکېدو لپاره د طالبانو اقدام د کار د دوام لپاره لالهانده کړې وه: «هېڅ وخت مې د داسې پېښې رامنځ ته کېدو تصور لا نه وو کړی، په رښتیا بې مخینې وو، په هغه ورځو کې چې نېټ پرې شوی وو، ډېر لوی ټکان مې خوړلی وو، ځکه ټول کار و با او عاید مې له همدې لارې دی، خو لالهانده او حیرانه وم، ځکه نه پوهېدم چې څه باید وکړم.»
زیبا له دې چې نېټ یې بیا نښلېدلی، نه شي کولی خپله خوښي پټه کړي، خو په رښتیا اندېښمنه ده، چې طالبان بیا په داسې یوه کار لاس پورې نه کړي.
زېبا هره ورځ په خواله رسنیو د خپلې سینګاري څانګي د پېژندنې او د پېرودونکو د راجلبولو لپاره د پوسټونو خپرولو پورې تړلې ده او د میاشتې کابو پنځه زره افغانۍ ګټه لري. هغه وايي، که چېرې د نېټ بندښت دوامداره شوی وای، نو هغې به د خپلې کورنۍ د عاید لپاره یوازینۍ سرچینه هم له لاسه ورکړې وای.
نوموړې و ویل: «ما په نغدو پیسو چې درلودې مې، محصولات وپېرل او د هغې په بیا خرڅلاو مې د میاشتې پنځه زره یا له هغې کمې زیاتې افغانۍ عاید تر لاسه کاوه، خو که خدای مه کړه راتلونکې کې بیا انټرنېټ پرې شي، بیا به هم زیاتې اندېښنې راپورته شي، زه به خپل کار او عاید له لاسه ورکړم او نه شم ویلی، چې څه به راپېښ شي، ځکه اوس انټرنېت د خلکو د ورځني ژوند یوه لویه برخه ګرځېدلې ده.»
په ورته وخت په (مستعار نوم) ۲۴ کلنه مروه، چې د یوه انلاین پوهنتون محصله ده وايي، طالبانو د انټرنېټ په پرې کولو سره، په ښکار د ښځو او نجونو لپاره د کار او زده کړو فرصتونه له منځه یووړل او یو ځل یې بیا وښوده، چې ښځې په پرېکړو کې په پام کې نه نیول کېږي.
هغې و ویل: «موږ د تحصیل او کار له حق څخه محرومې شوې یو او د اقتصادي پلوه هم زموږ کورنۍ زموږ د مالي ملاتړ توان نه لري، درس ویل زموږ د ښې راتلونکې لپاره یوازینۍ هیله ده، خو طالبان چې تل په خپلو پرېکړو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، انټرنېټ بندوي تر څو په ټولنه کې خپل ځواک وښي، که نه دوی له ډارنو پرته بل څه نه دي، یوازې یې زور په مظلومانو رسېږي.»
مروه د هرات پوهنتون د طب پوهنځۍ محصله وه، چې د زده کړو له حقه د ښځو د ممنوعیت په فرمان سره پوهنتون ته له تلو پاتې شوه. هغې د تحصل حق له محرومېدو وروسته، د یو لک دېرش زره پانګۍ سره په هرات کې د ښځو لپاره ځانګړې کافه پرانسته، خو دغه کافه په دې ولایت کې د امربالمعروف د رییس په امر وتړل شوه.
مروه وايي، د کافې په تړل کېدو سره یې په یوه انلاین پوهنتون کې نوم لیکنه وکړه او اوس د طب محصله ده: «د طالبانو له لوري د پوهنتون تر تړل کېدو او د کافې له منع کېدو او تړل کېدو وروسته، د دې په ځای چې خفګان ته لاړه شم او په ځان وژنه لاس پورې کړم، پرېکړه مې وکړه، چې دغې رسۍ ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره منګول ورواچوم.»
مروه په دې دوه ورځو کې، چې انټرنېټ په ټول افغانستان کې پرې شوی وو، د انټرنېت د بیا نښلېدو او انلاین ټولګي ته د تګ خبرونه یې د تلوېزیون له لارې څارل. هغه وايي، په هغو ورځو کې یې د انټرنېټ نښلېدو د ژوند له یوازینیو خوښیو څخه وو: «ما د انټرنېټ د بندښت په ورځو کې د تلوېزیوني شبکو خبرونو ته پناه وړې وه او یوازې وړه هیله مې درلوده، چې انټرنېټ بېرته ونښلي.»
خو په دې ورځو کې پر خواله رسنیو د انټرنېت د بیا بندېدو په اړه د پوسټونو خپرولو مروه یو ځل بیا اندېښمنه کړې ده. هغه وايي، که انټرنېټ بیا پرې شي، دا به په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر روحي او رواني وضعیت خورا بده اغېزه وکړي.
مروې و ویل: «دا اوس هم زموږ ورځ په وېره کې تېرېږي، په دې وېره چې هغه دوه ورځې بیا تکرار نه شي یا هم لکه د څلورو کلونو پخوا یو ځل بیا ناهیلې نه شو. که انټرنېټ پرې شي، نجونو که په ځان وژنه لاس پورې نه کړ، حتمآ نور ژوند هم نه کوي او خوځنده مړو ته به ورته شي.»
په ورته مهال د قابلګۍ په انلاین پوهنتون کې د لومړي سمستر محصله ۲۴ کلنه فروزان وايي، د انټرنېټ په پرېکېدو سره یې یو ځل بیا د پوهنتون د تړل کېدو خاطرې په فکر کې را وپنځېدې: «ما احساسوله چې یو ځل بیا له تحصیل څخه بې برخې شوم، د هغه ورځې په شان چې پوهنتون وتړل شو، ډېره ناارامه شوم او ومې ژړل، ځکه ما دا هیله هم له لاسه ورکړه.»
فروزان د درې بچیانو مور ده او وايي، خاوند یې د مزدورۍ په کار سره هره میاشت ورته په زر افغانۍ انټرنېت فعالوي او د انلاین ټولګي لګښت یې ورکوي: «د خاوند کار مې مزدوري ده، هغه کله کار ولري او که هم بې کاره وي، خو که په پور هم وي، ما ته د انټرنېټ د فعالولو او انلاین ټولګي لګښت راکوي. هغه زما ملاتړ کوي تر څو تحصیل وکړم او په راتلونکې کې دنده ولرم او له هغه سره د کور په لګښت کې مرسته وکړم، خو که انټرنېټ هم پرې شي، نور نه شم کولی زده کړې وکړم او زما او زما د کورنۍ په اړه به تیاره راتلوونکې انتظار ولري.»
که څه هم د فروزان په شان ښځې د طالبانو د ورته پرېکړو په اړه اندېښمنې دي، خو په یوه پیغام کې وايي: «د نورو محدودیتونو تر څنګ د انټرنېټ پرېکېدل هم زما د لارې پر وړاندې خنډ وو، خو هېڅ محدودیت نه شي کولی د یوې هوډمنې ښځې ارادې ودروي او په هر خنډ سره مې د هڅو انګېزه لا زیاته شوې او هره ورځ خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅې کوم.»
په افغانستان کې د انټرنېټ د پرېکېدو په اړه د طالبانو له پرېکړې سازمانونه او د بشري حقونو فعالان په ژوره توګه اندېښمن دي، دغه اقدام په ځانګړې توګه افغان ښځو او نجونو ته زیات زیان رسوي.
د بشري حقونو څار ډله وايي، د طالبانو له لوري د انټرنېټ پرېکولو په افغانستان کې د ښځو او نجونو چوپتیا لا ژوروي. دغه بنسټ په یوه مقاله کې ويلي، اوږدې مودې کېږي، چې طالبان له «اخلاقو» د ځپنې د توکو په توګه کار اخلي، چې عمدتا ښځې او نجونې په نښه کوي.
دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ هم ویلي، دغه اقدام به د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره پراخې پایلې ولري.







