د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د رشک د کلي اصلي اوسېدونکي ولې او څه ډول په زور کډه کړای شول

۱۷ تله ۱۴۰۴
د رشک د کلي اصلي اوسېدونکي ولې او څه ډول په زور کډه کړای شول

د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د رشک پشته غرغری کلي یوه څنډه/ رخشانې رسنۍ ته رالېږل شوی انځور

«رشک» د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د یوه لرې پراته کلي نوم دی، هغه نوم چې په دې وروستیو کې په دې دلیل چې اصلي اوسېدونکې یې د کوچیانو او طالبانو له خوا ډلیزې او اجباري کډوالۍ ته مجبور کړای شول د خلکو په خوله دی. په رشک کې څه تېر شوي، ولې د دغه کلي خلک اجباري کډوال او  بې کوره شوي، ولې د دې ناورین مخنیوی ونه شو او ولې تر اوسه د دې خلکو غږ نه دی اورېدل شوی؟

رخشانې رسنۍ په دې راپور کې هڅه کړې، له یو شمېر معالومات لرونکو سرچینو سره د خبرو اترو له لارې دغو پوښتنو ته ځواب ورکړي او لا ډېر یې وڅېړي.

د کیسې د تاریخي ریښې توضیح

د سرچینو د معلوماتو پر اساس، په ۱۳۵۳ لمریز کال کې د رشک د کلي اوسېدونکی محمد عوض د بخش علي زوی د کوچیانو له خوا وژل کېږي. کوچیانو ان د هغه جسد له ځان سره وړي او ورک یې کړ.

محمد عوض د رشک کلي له مخورو څخه وو او اوس د هغه څخه پاتې شوي کسان دي، چې په زور کډوالۍ ته اړ ویستل شوي دي.

یوې سرچینې د محمد عوض د برخلیک په اړه ویلي: «عوض بخش علي تر درې ورځو پورې د کوچیانو سره بندي وو، خو دا چې هغه مهال د پنجاب اصلي اوسېدونکو ځواک نه درلود، و یې نه شوای کولای د غوض د ژغورنې لپاره کوم ګټور ګام پورته کړي، په همدې اساس کوچیان، عوض د بخش علي زوی درې ورځې وروسته وژني او له جسد څخه یې هېڅ خبر نشته او د هغه قبر هم شتون نه لري.»

د سرچینو د ادعا پر بنسټ کوچیانو د دې وژنې د پټولو لپاره، د محمد عوض له وارثینو جعلي ابرا خط هم چمتو کوي، کله چې د مقتول وارثین پېښه تعقیبوي، دې پایلې ته رسي، چې دا سند جعلي دی، ځکه د عوض د پېژندپاڼې شمېره چې کوچیانو په ابرا خط کې رسول شوې، د عوض د اصلي تذکرې له شمېرې سره چې د احصایې په ریاست کې شتون لري، په بشپړه توګه توپیر لري.

د دې قتل څخه وروسته کوچیان هېڅکله د رشک کلي ته نه راځي، تر دې چې طالبان په لومړي ځل واک ته رسېږي. د خلکو سرچینې ادعا کوي، چې کوچیانو «د لوټمارو په توګه پر رشک کلي یرغل کوي، د خلکو مالونه او داریۍ چور او لوټي، او له دې لوټمارۍ وروسته هغوی نور نه لیدل کېږي.»

پشته غرغري کې زموږ سرچینې وايي، د کوچیانو یرغل په دقیق ډول د ۱۳۷۸ کال د چنګاښ میاشتې ۱۲ مه، د طالبانو د لومړي ځل واک تر لاسه کولو پر مهال تر سره کېږي.

یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو سره ویلي: «هغه مهال ما خپله په رشک کې ژوند کاوه، چې شاوخوا ۱۸ کورنۍ په هغه کلونو کې په رشک کلي کې اوسېدل. کوچیانو له هر کور څخه کابو ۱۰ تر ۱۲ پورې پسونه، یو یا دوه سره غواوې په زور له ځانه سره یوړې، هغه هم د اجارې په نوم، چې تاسو زموږ پر ځمکو اوسېږۍ او موږ ستاسو دغه اندازه مال د خپلې اجارې په توګه وړو.»

دغه سرچینه ادعا کوي، چې کوچیانو دغه راز د رشک د شاوخوا کلیو د خلکو څاروي هم د اجارې په نوم له ځان سره یووړل. له هغې ډلې د حوض محمود، تابک، غویژنو، سرخک او جوی حوض د خلکو، چې ان د ځمکې دعوا یې هم نه درلوده.

د امنیتي ننګونو له امله په دې راپور کې ټول نومونه مستعار راوړل شوي دي.

رخشانه رسنۍ بریالی نه شوه، چې په دې راپور کې د مطرح شویو ادعاو په اړه د کوچیانو او یا د طالبانو د ځايي سرچینو نظر راواخلي.

یو له سرچینو حفیظ خان ویلي، په افغانستان کې د طالبانو دویم ځل واک ته رسېدو سره کوچیانو یو ځل بیا سر راپورته کړی او پیدا شوي دي.

سرچینو و ویل، د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته، کوچیانو په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د رشک کلي د اصلي اوسېدونکو پر ځمکو یو ځل بیا دعوا وکړه او د دعوې پیل یې په پنجاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د جوړ شوي، کوچیانو او کلیوالو د شخړو حل کمېسیون کې وکړ.

سرچینې ادعا کوي، هغه کمېسیون دعوا د دواړو لورو د اسنادو او لاسوندونو له ارزونې او څېړلو پرته د کوچیانو په ګټه فیصله کوي. هغه پرېکړه چې د رشک کلي د خلکو له خوا نه منل کېږي. کوچیان دا ځل دعوا د بامیانو مرکز کې د کوچیانو او ځايي خلکو د شخړو حل کمېسیون ته وړي. طالبان له یوه لوري په مستقیمه توګه ملاتړ کوي او بیا هم دعوا د کوچیانو په ګټه پای ته رسوي.

د حفیظ خان په وینا: «پنجاب ولسوالۍ کې ابتدایه محکمه چې د طالبانو په واک کې ده، د کوچیانو او ځايي خلکو تر منځ د شخړو د حل کمېسیون سره په جوړجاړي، پرته له دې چې د دواړو لورو اسناد وڅېړي، حکم کوي چې ځمکې د کوچیانو اړوند دي او باید د دغه سیمې اصلي اوسېدونکي خپل کورونه او ژوند پرېږدي او کډه وکړي.»

د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۵ کلن سلام الدین چې د دعوا له جریان او د کوچیانو او رشک د خلکو له شخړې معلومات لري وايي: «د حیرانۍ وړ دا ده، چې د دې دوه کوچیانو دعوا پر نیمه ځمکه وه، خو د بامیانو او پنجاب محکمو پنځه برخې (د رشک ټول کلي) ځمکې، د دې کوچیانو لپاره ثبت او خوندي کړې او په خپله وروستۍ پرېکړه کې یې ویلي، دوی باید خپل کورونه، ځمکې او کروندې تر ۱۵ ورځو پورې کوچیانو ته ورپرېږدي.»

د سلام الدین په وینا، په کوچیانو پورې تړولو دوه تنو اول ګل او وردګ، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د رشک د ځمکو د ملکیت دعوا په قدرت سره مطرح کړه.

انځور: رخشانه رسنۍ ته استول شوی

خو د جاده ابرېشم په نوم اونیزې چې په یوه ځانګړې لیکنه کې یې د کوچیانو او بامیانو د ځايي اوسېدونکو  شخړې څېړلې، د رشک د کلي د قضیې په اړه ویلي، له کوچیانو  د تاتا او یاګل په نومونو دوه تنو  کوچیانو په کال ۱۴۰۱ کې د رشک پشته غرغري کلي د ځمکو پر یوه برخه د مالکیت دعوا کړې وه.

د سلام الدین په وینا، د رشک کلي د ځمکو دعوا له کلونو راپدېخوا دوام لري او په تېر کې هم څو ځلې دغه دعوا تر سره شوې ده: «په ټوله کې محمد غلامي (د وروڼو په استازیتوب) انور محمدي او د رشک د ټول کلي استازی عوض دانش د کوچیانو د دعوا اړخ دي، چې دعوا یې په رسمي ډول په پنجاب ولسوالۍ کې پیل کړې ده، په همغه لومړي پړاو کې د پنجاب ابتدایه محکمې، پنځه ټوټې ځمکه د کوچیانو په ګټه فیصله کړه، په داسې حال کې، چې د ځمکې اصلي خاوندانو چې له دوه سوه کلونو راهیسې پر دې ځمکه مالکیت لري، دغه پرېکړه ونه منله.»

د سرچینو د خبرو پر بنسټ د ۱۴۰۱ کال د پسرلي په نیمايي کې په دقیق ډول د طالبانو بیا واک ته رسېدو، څه کم یو نیم کال وروسته دغه دعوا یو ځل بیا پیل شوې ده.

د سلام الدین په خبره، د دې کلي اصلي مالکان په بامیانو کې د مرافعې غوښتنه وکړه او پرېکړه په دوسیه کې ماته او بېرته د پنجاب محکمې ته ولېږل شوه.

د هغه لاسوندونو سره سم چې رخشانې رسنۍ تر لاسه کړي، د پنجاب ولسوالۍ د محکمې پرېکړه د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۹ مه (۱۴۴۶/۱۱/۲۸ قمري) ماته شوې او د پنجاب محکمې ته دنده سپارل شوې، چې قضیه بیا وڅېړي.

خو د سلام الدین په وینا، د دویم ځل لپاره نه یوازې د اصلي خلکو اسناد په سمه توګه نه دي څېړل شوي، بلکې ان د بامیانو د استیناف محکمې د لغوه کولو حکم هم له پامه غورځول شوی دی.

سلام الدین وايي، دویم ځل د پنجاب ولسوالۍ محکمې دغه دوسیه د مدعي کوچي اول ګل په لاس، د بامیانو محکمې ته ولېږله او د بامیانو مرافعې د پنجاب ولسوالۍ د محکمې پرېکړه تایید کړې ده: «جالبه خو دا ده، چې د مرکز بامیانو مرافعې همدغه دوسیه د اول ګل په لاس بیا د پلي کېدو لپاره د پنجاب ابتدایه محکمې ته لېږلې ده.»

د محاکمو د قانون سره سم ټولې پرېکړې باید د پوست له لارې ولېږل شي، تر څو د دعوا د دواړو خواوو له لاس وهنې خوندي وي.

اسناد ښيي چې د يو لوري د دعوې پرېکړه‌ليک له يوې ادارې نه بلې ادارې ته لېږل شوی، چې دا د قانون خلاف کار دی / انځور: رخشانه رسنۍ ته استول شوی.

د رشک د کلي خلک چې د کوچیانو  د دعوې خلک دي، په وار وار په خپلو عریضو کې له دې موضوع شکایتونه کړي دي. اسناد هم ښيي، چې هغوی دغه موضوع د بامیانو ولایت د مرافعه محکمې سره هم مطرح کړې ده.

سلام الدین په دوام وايي، د ځمکې اصلي مالکان کابل ته ولاړل او د «تمیز غوښتونکي» شول او د طالبانو سترې محکمې د هغوی په عریضه کې د بامیانو مرافعې محکمې ته ته لیکلي چې: «د متحد المال ۳۰۵ مکتوب سره سم اصولآ اجراآت وکړی.»

۳۰۵ شمېره مکتوب حکم کوي، هغه دوسیې چې حقوقي او شرعي مانع ونه لري، د څېړلو لپاره باید تمیز محکمې ته ولېږل شي او تمیز کولی شي دوسیې بیا په دوران کې واچوي.

خو د سلام الدین په وینا، په دې شخره او دعوا کې د تمیز محکمې حکم د بامیانو د مرکز مرافعه محکمې ته راوړل شوی او د بامیانو مرافعې هم لیکلي: «اصولي اجراآت وکړۍ.»

له دې وروسته، ځايي خلکو دغه حکم د سږ کال د چنګاښ میاشتې په ۱۹ مه د پنجاب محکمې ته وړي، چې په پنجاب کې د طالبانو د محکمې رییس، دغه حکم د دې ولسوالۍ د حقوقو مدیریت ته راجع کړی دی.

سرچینې ادعا کوي، چې د پنجاب ولسوالۍ د حقوقو مدیریت له هېڅ ډول څېړنې او غور پرته، د طالبانو د سترې محکمې د پخوانۍ او لومړنۍ پرېکړې پلي کول تعقیب کړل او د ټولو حقوقي، شرعي نورمونو او د اصلي اوسېدونکو د تمیز غوښتنې پر عکس یې د چنګاښ میاشتې په ۱۹ مه، د رشک کلي خلکو ته اعلان وکړ، چې تر ۱۵ ورځو پورې وخت لري، تر څو خپل کورونه، ځمکې او کروندې کوچیانو ته وسپاري او کلی پرېږدي.

حقوق پوه ۴۳ کلن میرویس موسوي، چې د دې دوسیې په اړه یې څېړنه کړې وايي، په بېلا بېلو دلایلو سره د پنجاب ولسوالۍ د محکمې پرېکړه، د ټولو حقوقي او شرعي نورمونو خلاف، یو اړخیزه او غیر عادلانه ده: «لومړی دا چې ابتدایه محکمه هېڅ وخت د پلي کېدو لپاره د پرېکړې حق نه لري، دغه راز کوچیانو  د ځمکې په نیمايي برخه دعوا کړې، خو محکمې په حاتم بښنې او له هغوی څخه په ملاتړ، پنځه برخې ځمکه کوچیانو ته ورکړې ده، درېیم دا چې د کوچیانو سند د ځمکې د مالکانو له خولې نه، بلکې د نورو کوچیانو له خولې جعلي سند دی، چې اوسني مدعي کوچیان وايي، موږ ځمکې له «حضرت محمد» کوچي څخه اخیستې او اوسني اسناد یې هغه کوچي پورې تړي.»

دغه حقوقي کارپوه پر دوام وايي، دوه سوه کاله کېږي، چې د رشک کلي خلک د دغه ځمکو مالکیت لري او د ۱۳۲۵ هجري لمریز کال راهیسې، شرعي، عرفي اسناد او د مالیې د ورکړې باوري ټیکټونه تر اوسه د هغوی په لاس کې دي. هغه چې دغه اسناد څېړلي وايي، د کوچیانو د ادعا شویو ځمکو ساتل شوی ثبت، د هغو اسنادو سره په ټکر کې دي، چې دوی یې لري.

د ښاغلي موسوي په وینا، د کوچینو خوندي ثبت جعلي دی او هېڅ وخت یې په محکمه کې پوښتنه او ارزونه نه ده شوې: د «حضرت محمد» او په رشک کې د اصلي اوسېدونکو د ځمکې د سند تر منځ په اربعه حدودو کې زیات توپیر شتون لري، په دې مانا چې په ۱۳۲۵ هجري لمریز کال کې په اصلي مالکانو پورې اړوند ځمکو حدود زیات ښودل شوي، خو د حضرت محمد کوچي په سند کې، چې د ۱۳۳۷ لمریز کال اړوند دي، همغه پنځه ټوټې ځکمه ډېره کمه او حدود یې کم ښودل شوي دي، د حضرت محمد کوچي سند همغه دی، چې ګواکي د اوسنۍ دعواې پر کوچیانو یې د رشک ځمکې پلورلې دي، خو دا په روښانه توګه ښکاري، چې دا پروسه جعلي او په بشپړه توګه له ځانه جوړه شوې ده.»

هغه اسناد چې کوچیان د رشک د ځمکو دعوا کوي/ انځور: رخشانه رسنۍ ته استول شوی.

د ښاغلي موسوي په وینا، کله چې ځمکه همغه ځمکه ده، نو ولې یې په حدودو او څلورو خواو کې تفاوت راغلی دی.

په زور کډه کول

طالبانو د سږ کال د زمري په ۶ مه د رشک کلي د ۲۵ اوسېدونکو کورونه مهر لاک کړل او هغوی یې په زور کډه کړل، له دې وړاندې دغه ډلې د چنګاښ په ۱۹ مه، د رشک خلکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ، تر څو دا کلی پرېږدي. د زمري په ۳ مه دغه مهلت پای ته رسېږي، د دې مهلت له پای ته رسېدو درې ورځې وروسته، د طالبانو سرتېرو او د دغه ډلې پلاوی په کلي یرغل وکړ او د دغه کلي د خلکو له کورونو یې د هغوی توکي د باندې وغورځول او هغوی یې په زور کډوالۍ ته اړ کړل.

دغه پېښې زیات غبرګونونه راوپارول او په بېلا بېلو رسنیو کې د خبرو سرټکي شول، دغه راز د بشري حقونو فعالانو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو مسوولینو، د دې موضوع په اړه سخت غبرګونونه وښودل او هغه یې د نړیوالو او بشردوستانه حقونو د اصولو خلاف وبلل.

له دې ډلې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ، دې موضوع ته په غبرګون کې ویلي وو، چې په زور بې ځایه کول هېڅ د منلو نه دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ځان وژنه که قتل، کابل کې د تاوتریخوالي قرباني یوې ۴۷ کلنې ښځې د مرګ کیسه

لوګر کې یوه ښځه او یوه نجلۍ په ناوړه شکل وژل شوې

هغه د زمري په ۲۸ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، د بامیانو ولایت د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي د اوسېدونکو د اجباري کډوالۍ د څېړلو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په دې اړه د یوې سوله ییزې او عادلانه حل لارې غوښتنه کړې وه، هغه همدا راز ویلي وو، طالبان باید نړیوالو معیارونو، عادلانه محکمو، د خبرتیا مودې، ریښتینې مشورې او تاوان ته غاړه کېږدي.

په ورته وخت هغه کسان چې د رشک کلي د اوسېدونکو له وضعیته خبر دي وايي، زیاتره کسان چې د کوچیانو ورسره دعوا ده، اوس په پټه ژوند کوي، د پټ ژوند اصلي دلیل یې دا دی، چې طالبان په زور هغوی دې ته اړ باسي، چې په سند کې د کوچیانو په ګټه لاسلیک وکړي.

د پنجاب یو تن اوسېدونکی ۳۸ کلن صحبت خان وايي، هغه کورنۍ، چې د دې دعوا پر سر په زور کډه کړای شوې دي، په ډېر سخت او د خواشنۍ وړ وضعیت کې ژوند کوي: «د رشک د کلي خلک چې په زور کډه شوي، دا مهال په خواشینوونکي او سخت حالت کې ژوند کوي، هغوی اړ دي، چې پټ ژوند وکړي او په ورته وخت کې له خپل کور او ځایګي څخه بې ځایه کړای شوي دي.»

د سرچینو د معلوماتو پر اساس په رشک کلي کې ۲۵ کورنۍ ژوند کوي، چې له څلورو کورنیو سره یې د کوچیانو دعوا ده. ټولې کورنۍ هغه کسان دي، چې د دغه څلورو کورنیو ځمکې یې په اجاره نیولې او بزګري یې کوي: «همغه د کوچیانو د دعوا طرف څلور کورنۍ په زور کډه کړای شوې او دا مهال په پټه ژوند کوي، پاتې ۲۱ نورو کورنیو ته هم د حاصلاتو راټولولو، کار د پای او کوچیانو ته د اجارې تر سپارلو پورې وخت ورکړل شوی دی تر څو په رشک کې ژوند وکړي، کله چې د کال په پای کې ټولو کرونده ګرو اجارې کوچیانو ته وسپارلې، باید له رشک څخه وکوچېږي، دا هغه پرېکړه ده، چې د پنجاب د حقوقو مدیریت د زمري په ۹ مه، د کوچیانو د ښه خدمتۍ لپاره د رشک کلي اوسېدونکو ته اورولې ده.»

د راه ابرېشم لارې اونیزې راپور ورکړی، چې کوچیانو د خلکو د څارویو واښه او ځینې کرنیز محصولات لکه ریشکه او کچالو پلورلي دي.

یوې سرچینې هم له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي: «ټول غنم، واښه، ریشکه کوچیانو پلورلي، له کلي یې لېږدولي دي.»

دغه سیمه ییزه سرچینه وايي، د رشک کلي اصلي اوسېدونکي د هېڅ ډول فشار لاندې چمتو نه شول، چې د طالبانو د محکمې او د هغوی «خپله جوړ کړي» کمېسیون د پرېکړو په پای کې لاسلیک وکړي او ګوته کېږدي.

هغه دې بېلګې په توګه د دې کلي د څو تنو اوسېدونکو له بندي کېدو یادونه کوي: «طالبانو په تېرو دوه کلونو کې د بامیانو په مرکز کې، د کوچیانو سره د عوا طرف کسان زنداني کړل، تر څو له دې لارې هغوی دې ته اړ کړي، چې خپلې ځمکې کوچیانو ته ورپرېږدي، خو د رشک سیمې اوسېدونکي هېڅ وخت له خپل حق څخه نه دي په شا شوي او تر هېڅ ډول شرایطو لاندې دې ته نه دي دحاضر شوي، چې د طالبانو او د هغوی د کمېسیون پرېکړې ومني.»

د سرچینې معلومات ښيي، په لومړي ځل د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي په ۲۷ مه د رشک د کلي څلور تنه اوسېدونکي، عبدالله، محمد، انور او علي حسین، په بامیانو کې د طالبانو د والي عبدالله سرحدي له خوا درې ورځې بندیان شول. په دویم ځل د همدې کال د چنګاښ میاشتې په منځ کې، د رشک کلي څلور تنه اوسېدونکي، عوض دانش، محمد، انور او علي حسین، په پنجاب ولسوالۍ کې د دریو ورځو لپاره د طالبانو له خوا بندیان شول.

دغه څلور تنه له درې ورځو تېرولو وروسته، د بامیانو مرکز ته لېږدول کېږي او څه موده د دې ولایت په مرکز کې زنداني کېږي.

سرچینې ادعا کوي، چې دغه کسان په خپله د طالبانو د والي تر فشار، ګواښ او ځپلو لاندې راځي، تر څو خپلې ځمکې کوچیانو ته پرېږدي، خو هغوی نه تسلیمېږي.

په ورته وخت د ټولنیزو مسایلو څېړونکی عزیر احمد خادمي هم وايي، طالبان د کوچیانو په ملاتړ غواړي، خپل سیستماتیک حذفول مخ ته یوسي او له دې لارې په بېلا بېلو سیمو کې د اصلي اوسېدونکو ځمکې له هغوی ونیسي.

خادمي په دایکنډي ولایت کې د رشک، سنګ تخت او بندر او د بامیانو په مرکز کې د ریګشاد کلي پېښې د بېلګې په توګه یادوي وايي: «زموږ څېړنې ښيي، هېڅ کله چې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو تر منځ دعوې شوې، هېڅ وخت خلک ګټونکي شوي نه دي، طالبانو په خپل ټول توان هڅه کړې، کوچیان په جعلي او له ځانه جوړ شویو اسنادو سره د دعوا ګټونکي وي.»

اړوندې لیکنې

ګورترش: نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو محروم دي
خبر

ګورترش: نړۍ کې کابو ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړو محروم دي

۱۵ لړم ۱۴۰۴
د ښځو کیسې: خبریالي راته عزت وو
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې: خبریالي راته عزت وو

۱۵ لړم ۱۴۰۴
ننګرهار کې یوه ښځه د خپلې خور د خاوند له خوا وژل شوې
خبر

ننګرهار کې د راکېټ مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند واخیست

۱۵ لړم ۱۴۰۴
ننګرهار کې د ناوړه وژنه، د تښتول شوي ماشوم ټوټې ټوټې جسد دوه ورځې وروسته موندل شوی
خبر

ننګرهار کې د ناوړه وژنه، د تښتول شوي ماشوم ټوټې ټوټې جسد دوه ورځې وروسته موندل شوی

۱۵ لړم ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې دولتي ادارو او حوزوي روغتونو ته د بې چادرې ښځو پر ننوتو بندیز لګولی
خبر

طالبانو هرات کې دولتي ادارو او حوزوي روغتونو ته د بې چادرې ښځو پر ننوتو بندیز لګولی

۱۴ لړم ۱۴۰۴
هغه رڼا چې د نجونو په لاس جوړېږي، د څراغونو د تولید له یوې وړې کارخونې لیدنه
دسته‌بندی نشده

هغه رڼا چې د نجونو په لاس جوړېږي، د څراغونو د تولید له یوې وړې کارخونې لیدنه

۱۴ لړم ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه