زېبا بلخي
کوچینی او تیاره پخلنځی، دود نیولي دېوالونه او د سونګ لپاره یوه اندازه پلاستیک، کاغذ او کثفات هغه څه دي، چې تر سترګو کېږي، وايي، درې ورځې کېږي اولادونو مې یوازې یوه اندازه وچه ډوډۍ د خوړو لپاره درلوده: «کله کله داسې هم کېږي، چې یوه یا دوه ورځې د خوړو لپاره هېڅ نه لرو او ډېری وخت له درې څاښتونو یو وخت ډوډۍ خورو.»
دا په (مستعار نوم) د ۳۸ کلنې مژدې د خبرو یوه برخه ده، هغه ښځه چې خاوند یې د طالبانو لاس ته د افغانستان تر لوېدو پورې د افغان پوځ غړی وو.
د مژدې په وینا، خاوند یې اوس په نشه روږدی دی او پټ ژوند لري: «خاوند مې په ملي اردو کې وو، برید مل وو، خو کله چې طالبان راغلل، څنګه چې نظامي وو، څلور میاشتې له وېرې هېڅ له کوره ونه وت، وروسته لږ لږ یو وخت د باندې وتلو، ځینې شپې به ورک وو، کور ته نه راتله، وروسته مې ولیدل چې سګرټ څکوي او وروسته لږ لږ په نشه روږدی شو.»
د طالبانو واک ته رسېدو سره، د دغې ډلې مشر په افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړه، خو د افغانستان له پخوانیو امنیتي ځواکونو د طالبانو غچ اخیستنه دوام لري. نیونې او پټې وژنې د دې لامل شوې، چې هغوی یا افغانستان پرېږدي او یا پټ ژوند غوره کړي.
د مژدې خاوند هم اړ شو، چې پټ ژوند ولري. د دې په وینا، د طالبانو په راتګ سره یې د ژوند چت ونړېده. مژده اوس د خلکو په کورونو کې د سخت کار په کولو سره کولی شي، د خپلو اولادونو لپاره لږ څه ډوډۍ پیدا کړي: « د دوه ډوډیو پیسې په زور پیدا کوم، دوه اوونۍ کېږي، هېڅ کار مې نه دی موندلی، چې یو دوه روپۍ پیدا کړم او خپلو بچیانو (ماشومانو) ته یوه سمه ډوډۍ ورکړم.»
په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره، یوازې ښځې نه دي بېکاره شوې، بلکې بېوزلۍ او بېکارۍ د نارینه وو لمن هم نیولې، خو د دې بېوزلۍ ډېر کړاو ښځې کاږي.
مژدې و ویل: «په خدای داسې ورځې هم راغلې، چې په دوه درې ورځو کې مو یوه ګوله وچه ډوډۍ هم نه درلوده چې ویې خورو، څه دا چې دیګ پوخ کړم.»
نوموړې وايي، هغه وخت چې خاوند یې کار کاوه، د هغې شپږ کسیزې کورنۍ هوسا ژوند درلود: «ښه مو خوړول، ښه مو اغوستل او اولادونه مې درس او مکتب ته رسېدل، خو همدې طالبانو زموږ ژوند را خراب کړ او د اولادونو ورځ مې یې اخیستې.»
د مژدې تر څنګ د هغې ۱۳ کلن زوی چې د ښوونځي په شپږم ټولګي کې دی، پر سړکونو په کار کولو سره د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو بار په اوږو وړي.
د مژدې په وینا، زوی یې د پلاستیکي کڅوړو پلورلو له لارې، د ورځې کله کله ۴۰ افغانۍ تر لاسه کوي: «تر غرمې کار کوي، له غرمې وروسته ښوونځي ته ځي، خپلو درسونو ته په سمه توګه رسېدای نه شي، خو اړ یو څه وکړو.»
هغه د خپل ژوند ټولې بدبختیۍ او ترخې له هغې ورځې بولي، چې طالبان واک ته ورسېدل: «له کله چې دا طالبان راغلي، په بدبختیو پسې بدبختۍ راځي، خاوند مې نشه يي شو، د خوړو لپاره ډوډۍ نه لرو، اولادونه مې د ډوډۍ پیدا کولو په خاطر له زده کړو پاتې شوي دي.»
د دې ټولو دردنو منځ کې د مژدې څوارلس کلنه لور د زړه ناروغي لري. مژده وايي، هغه د خپلې لور د درملنې توان نه لري: «په آسانه ساه نه شي اخیستی، مخ یې شین او بې حاله کېږي. ان نیمه شپه همداسې کېږي، ژاړي له خوبه راپاڅي. زړه مې ورته کباب شو، خو څه وکړو، حیرانه پاتې یم پیسې نه لرو. دومره پیسې نه لرو، چې ډاکتر ته یې یوسو، تر څو یې ستونزه روښانه شي، چې مشکل یې څه دی او درمل ورته واخلو.»
مژده وايي، د طالبانو له وېرې نه شي کولی، خپل خاوند د درملنې لپاره روغتون ته یوسي، ځکه خاوند یې پخوانی نظامي وو او که طالبان د هغه له هویته خبر شي، ښايي هغه او کورنۍ ته یې ګواښ جوړ کړي.
د طالبانو په واک سره په افغانستان کې د بېوزلۍ سیوری پراخ شوی دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د راپور پر اساس، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي. همدارنګه ۹۰ سلنه ښځې له کار څخه محرومې شوې دي.
مژده وايي، یوازینۍ هیله یې دا ده، چې اولادونه یې د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ ولري: «که مخکنۍ ورځې بیا نه راځي، لږ تر لږه دومره وشي، چې ماشومان مې د خوړو لپاره سمه ډوډۍ ولري.»







