هانیه فروتن
کمه تنخوا، دروند کار، د تجهیزاتو او کاري ځواک کمښت او پر دې سربېره د طالبانو ظلم، په افغانستان کې ښځینه ډاکترانې له سختو او لویو ستونزو سره مخ کړې دي.
رخشانه رسنۍ توانېدلې په دې راپور کې له یوې ډاکترې او یوې نرسې سره، د افغانستان په یو له ګڼې ګوڼې ډګ ښار کابل کې خبرې وکړي.
د امنیتي ننګونو له امله په دې راپور کې دواړه نومونه مستعار ټاکل شوي او د هغوی د غوښتې پر بنسټ د دوی کار ځای هم نه دی یاد شوی.
د طالبانو واکمني له افغانستان څخه د ډېری ډکترانو او روغیتیايي کادرونو د تېښتې لامل شوې ده، د هغې تر څنګ د نړیوالو مرستو بندښت، د هېواد په روغتیايي نظام کې تر ټولو لوی ناورین رامنځ ته کړی، چې تر ټولو ډېر یې درملیزو خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړی دی.
عاطفه: هغه ډاګتره چې د ناورین په لومړۍ کرښه کې ده
عاطفه هره ورځ سهار، له لمر ختلو مخکې، په داسې حال کې، چې کابل ښار لا په چوپتیا کې دی، کار ته د تګ لپاره چمتوالی نیسي. هغه خپلې اوږدې تورې جامې اغوندي، نه په خپله خوښه، بلکې د دې په وینا، د طالبانو د سختو او بدو کتو څخه د تېښتې په پار، چې د ښځو هر حرکت یې تر ذربین لاندې دی.
۳۰ کلنه عاطفه د نسايي ولادي ناروغیو متخصصه ده او په همدې اجباري جامو سره کابل کې روغتون ته روانېږي، هغه ځای چې سلګونه ښځې د هغې مهارت او مهرابانۍ ته سترګې په لار دي.
عاطفه نسادي- ولادي متخصص ده او اوه کاله کېږي، د افغانستان په روغتیايي نظام کې، په بېلا بېلو ولایتونو کې کار کوي. اوس مهال هغه یو له ګوتو په شمار ښځینه ډاکترانو څخه ده، چې لا یې هم د کابل په روغتونو کې خپل کار ته دوام ورکړی دی.
خو د روغتیايي تجهیزاتو کمښت، د حیاتي درملو نه شتون، د حقوقو شدید کمښت او د طالبانو فشارونو، د هغې کار له توانه وتلو ستونزو باندې بدل کړی دی.
عاطفې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل: «د امارت [طالبانو] په راتګ سره زموږ په روغتون کې ستونزې دوه برابره شوې دي، د تنخوا له کمښت نیولې بیا د ښځینه ډاکترانو تر نه شتون پورې، ټول په یوه لوی ناورین اوښتې دي.»
د هغې په وینا «د نړۍ په هېڅ ګوټ کې داسې ډاکتر نشته، چې د ورځې تر ۳۰ پورې جراحي عملیاتونه تر سره کړي، خو کله چې کاري ځواک نه وي، له دې پرته بله چاره نه لرو.»
د عاطفې کاري ورځې د نه باور وړ درنې دي، په هغه ورځو کې چې د هغې نوکري په سرپايي (OPD) کې وي، په یوازې ځان له سلو زیات ناروغان ګوري. په هغه ورځو کې چې په عملیات خونه کې وي، له ۲۰ تر ۳۰ پورې عملیاتونو کې برخه اخلي او به اغلب ګمان شاوخوا له ۱۰۰ بستري ناروغانو هم ویزیټ کوي.
دغه له توانه وتلی کار له لږ مزدورۍ سره مل دی، ان چې د هغې د ژوند د لومړنیو اړتیاو پوره کېدونکې نه ده.
هغې و ویل: «هغه کارکوونکو چې مخکې یې ۱۶ زره افغانۍ تنخوا اخیسته، اوس ۹ یا ۱۰ زره اخلي. دغه پیسې ان د لومړنیو لګښتو لپاره بسندوی نه دي.» خو د عاطفې ستونزې یوازې په کمښتونو نه محدودېږي.
عاطفه د طالبانو د یو شمېر غړو د غیر منطقي فشارونو سره هم مخ ده، هغه یوه ترخه خاطره یادوي: «یوه طالب ۷۰ کلنه ناروغه راوړې وه او په زور یې وغوښتل، چې رحم ترې (هیسترکتومی) لرې کړم. هر څومره مې توضح ورکړه، چې ناروغ د لوړ عمر او وینې فشار له امله د عملیات زغم نه لري، غوږ یې ونه نیو او فشار یې راوړ چې باید عملیات یې کړم، ناروغه یوه اوونۍ وروسته مړه شوه.»
دغه ډول تجربو د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د څار تر څنګ، چې هره ورځ روغتونونو ته د ښځینه ډاکترانو د جامو په اړه ورځي د عاطفې روح ستړی کړی دی.
د عاطفې د کار ځای په روغتون کې د میندو د مړینې کچه هم د وضعیت د جدي والي شاهدي ورکوي. هغه وايي، د طالبانو له رستنېدو راهیسې، د میندو مړینه په میاشت کې له یوې دوه پېښو، پنځو هغو ته لوړه شوې ده.
ډېری دغه ډول مرګونه د مخنیوي وړ ناروغیو لکه، انتانونو یا له زېږون وروسته وینې بهېدنې له امله رامنځ ته کېږي. خو د طالبانو د محدویتونو له امله روغتون ته په ځنډ ورتګ د ښځو ژوند اخلي.
عاطفه زیاتوي: «ډېری ناروغان موږ ته داسې وخت راوړل کېږي، چې نور ناوخته وي، که یې زر رارسولی، کېدای شوای ژغورل شوي وای.»
یوه بله ستونزه د انساني ځواک کمښت دی، د مخکني نظام له پاشل کېدو وروسته، د عاطفې نیمايي همکارانو هېواد پرېښود او هېڅ نوی ډاکتر نه دی ګمارل شوی.
هغه ښځې، چې د روغتیايي شورا ازموینې (اګزیټ ایګزام) ته انتظار دي، د طالبانو له لوري په ازموینه کې د ګډون اجازه نه شي تر لاسه کولی. دغه ازموینه د افغانستان په روغتیايي نظام کې د طب برخې زده کړیالانو لپاره جوړه شوې، چې زده کړیالان له دې لارې په رسمي ډول د روغتیا برخې ته ننوځي.
د عاطفې په وینا، ډېری پاتې ډاکتران هم پر کور د کېناستو پړاو ته رسېدلي او د دومره زیات کار د زغم توان نه لري. د درملو او تجهیزاتو کمښت پر دغه لامل نور ورزیات شوی او د درملنې بهیر یې ستونزمن کړی دی.
مدینه: د کار د فشار او بېوزلۍ په کړۍ کې راګېر نرسه
د ښار په بله څنډه کې یوه ۲۹ کلنه نرسه مدینه سهار وختي چمتو کېږي، تر څو د طالبانو د محدودیتونو او د هغې په کار ځای کې د کمښتونو سره پټه جګړه کې ورځ تېره کړي.
هغه د خپلې پنځه کسیزه کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده او د خور د خاوند تر مغزي سکتې وروسته، د هغې د کورنۍ لګښتونه هم ور تر غاړې دي.
مدینې په ستړیا سره چې په غږ کې یې معلومېږي و ویل: «که کار ونه کړم، دوه کورنۍ وږې پاتې کېږي.» هغه ستونزې چې مدینه یې شماري، د عاطفې له ستونزو سره زیات ورته والی لري، کمه تنخوا، د ناروغانو زیاتوالی او د طالبانو د ځینو غړیو زور وهونکي چلندونه.
هغه وايي: «تنخوا مې له ۱۸ زره افغانیو و ۱۰ زره افغانیو ته راټيټه شوه او کله هم د پیسو راکړه، درې یا څلور میاشتې وځنډېږي.»
په کابل کې د ژوند د لوړو لګښتونو پر وړاندې دغه لږ عاید، مدینه په مالي ستونزو کې راګېر کړې ده. هغه همدارنګه د طالبانو د امربالمعروف ادارې د څار له سختو چلندونو هم شکایت لري.
د هغې په وینا «د روغتون له یوې برخې و بلې هغې ته د تګ لپاره باید لیکلې اجازه واخلم، یو ځل د یوه نارینه ډاکتر د ساده پوښتنې پر سر، د شکایتونو اورېدو کمېسیون څخه اړیکه راسره ونیول شوه او خبرداری یې راکړ، چې خپل چلند ته پام وکړم.»
په یوه بله پېښه کې د طالبانو یوه بل غړي، د رنګه جامو د اغوستو له امله هغې ته یادونه او د ایستلو ګواښ وکړ. دغه محدودیتونو د ښځو لپاره کاري چاپېریال په شدت سره تنګ کړی او مدینه تر دایمي رواني فشار لاندې ده.
د روغتیا برخه د هغه لږ حوزو څخه ده، چې طالبانو په افغانستان کې له واک ته رسېدو وروسته په کې ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده، خو له بې شمېره محدویتونو سره.
مدینه له اوښکو په ډګو سترګو دوام ورکوي: «هره ورځ په وېره او فشار کې کار کوم، خو بله چاره نه لرم، کورنۍ مې په ما پورې تړلې ده.»
هغه دغه راز بله ترخه خاطره هم یادوي: «په وري میاشت کې د طالبانو د خپلوانو یو ناروغ چې مغزي سکته یې کړې وه، مړ شو، کورنۍ یې موږ په کم کارۍ تورن کړو.»
مدینه د شپې په شېفټونو کې هم کار کوي، هغه ځای چې باید لسګونو ناروغانو ته رسېدنه وکړي. هغه وايي: «د ورځې معمولآ له ۵۰ زیاتو ناروغانو ته رسېدنه کوم، او د شپې په شېفټ کې کله کله دا شمېر زیاتېږي.»
عاطفه او مدینه هره یوه په خپلو کړنلارو د سختیو پر وړاندې مقاومت کوي. عاطفه له ډاکترۍ سره په مینې او د ښځو ژوند ژغورلو په ژمنې هره ورځ روغتون ته ځي، ان که دغه کار د سختو فشارونو په زغمولو سره هم وي.
هغه وايي: «هر ځل چې د یوې مور ژوند ژغورم، داسې احساسوم چې لا هم هیله شته.» خو مدینه بیا خپله انګېزه په خپل کورني مسوولیت کې لټوي. هغه د دوه کورنیو ستنه ده، او د ستړیا او ناهیلۍ سره سره نه تسلیمېږي.
د ښځینه ډاکترانو کمښت، د تجهزاتو او درملو نه شتون او د طالبانو محدودیتونو، د زرګونه کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د افغانستان د شنوونکو شبکې په یوه راپور کې لیکلي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، روغتیايي مرکزونه او روغتیايي کادر شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوی دی.
دغه راپور چې په افغانستان کې د تېر کال د روغتیايي خدماتو وضعیت ښيي ویل شوي، د افغانستان په ډېری برخو کې ښځې اړ دي، چې اوږدې لارې ووهي او د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له امله، له محرم پرته د دې کار سر ته رسولو توان نه لري.
عاطفه همدارنګه د میندو د مړینې زیاتوالی، د ډاکترانو کډوالي او د نن ورځې په اړتیاوو د طالبانو «ناپوهي» د راتلونکې لپاره د خبرداري نښه ګڼي.
همدا اوس هم په هغه برخه کې، چې عاطفه په کې کار کوي، افغانستان یو له هغه هېوادونو دی، چې د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې یو په درېیمه برخه ښځې، روغتیايي امکاناتو ته له لاسرسي پرته زېږون کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې تړلې او په ورته وخت هغوی ته، روغتیايي انتېتیوتونو ته هم د تګ اجازه نه ورکوي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق، د دې سازمان د ټولنیزې پراختیا کمېسیون په دري شپېتمه ناسته کې ویلي، په افغانستان کې له طبي انستېتیوتونو د نجونو راګرځولو سره د میندو د مړینې کچه ښايي زیاته شي.
عاطفه او مدینه د ډېری نورو ښځو په شان، د دوی په خپله وینا د دې توپان پر وړاندې ولاړې دي، خو تر کومه به وتوانېږي، چې دوام ورکړي؟
عاطفې و ویل: «کله کله فکر کوم، که وضعیت لا بد شي، ښايي اړ شم چې پرېیږدم، خو وروسته مې د ناروغانو په اړه فکر کوم او پاتې کېږم.»







