هانیه فروتن
د سږ کال په اوړي کې ګیسو له خپل خاوند سره د پېژندپاڼې اخیستو لپاره، میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د احوالو د ثبت ادارې ته روانه وه. د لارې په اوږدو کې یې لېږدونکی موټر ودرول شو او د هغې په وینا، څو وسله وال کسان چې اوږدې ګیرې او څڼې یې درلودې، له هېڅ ډول توضیحې پرته هغوی د پولیسو حوزې ته یووړل او د «غیراخلاقي اړیکې» په تور یې ونیول.
په (مستعار نوم) ګیسو ۲۹ کلنه ده او د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د خپل خاوند له کورنۍ سره، له ایرانه ایستل شوې او کابل ته ستنه شوې ده. نوموړې د هغې ورځې د ترخې کیسې په اړه و ویل: «په تونده او بې ادبه لهجه یې له ما وغوښتل، چې له موټره ښکته شم، کابو دوه دقیقې یې له موږ هر یوه جلا جلا پوښتنې وکړې. له ډېرې وېرې مې ژبه بنده وه، داسې لکه چې سرګرځی لرم او اصلآ د هغوی خبرو ته مې پام نه وو، کله چې په هوښ راغلم، ومې لیدل چې په یوه پخواني او خاورین کور کې زنداني یم.»
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې، زرګونه ښځې او نارینه په مختلفو تورونو، له هغې ډلې «غیراخلاقي اړیکو» یا «له کوره د تېښتې» په تورونو نیولې او محاکمه کړې یې دي.
که څه هم د «غیراخلاقي اړیکې» په تور د ښځو او نارینه وو د نیول کېدو کره شمېرې په لاس کې نشته، خو د روادارۍ بنسټ، د بشري حقونو پر وضعیت د څار سازمان چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې کوم راپور خپور کړی، ښيي چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ مې د ۲۰۲۴ د جون تر ۳۰ مې، کم تر کمه ۱۲۰۲ نارینه او ښځې د بېلا بېلو تورونو له امله، په غیرقانوني، ظالمانه او غیر انساني توګه په عام محضر کې مجازات شوي، چې قصاص، اعدام او سنګسار هم په کې شامل دي.
د خلکو پر وړاندې په دورو وهل د طالبانو د اصلي سزاوو څخه دي، چې معمولآ افراد یې د غیراخلاقي اړیکې په تور ویني.
ګیسو په تهران کې زېږېدلې او پلار او مور یې هم په ایران کې ژوند کوي. د افغاني پېژندپاڼه اخیستل یوازې هغه څه دي، چې ایران کې خپلې کورنۍ ته د دې د بېرته ستندېدو امکان برابروي. خو د دې په وینا، د هغې تر لاسه کولو لپاره یې لویه بیه پرېکړه: یوه شپه ورځ د طالبانو په زندان کې شتون، د ضمانت او نغدو پیسو ورکړه.
د روان کال د زمري میاشتې په نیمايي کې، کله چې ګیسو او خاوند یې د تذکرې اخیستو په موخه کابل د میدان وردګو په قصد پرېښود، د لارې په اوږدو کې د طالبانو وسله والو کسانو ونیول او حوزې ته یې ولېږدول.
ګیسو په همغه شدیدې وېرې سره و ویل: «د سهار لس بجې او څو دقیقې وې. د کابل- میدان وردګ پر لار په چک پانټ کې موټر ودرول شو. وسله وال کسان په ډاروونکو مخونو او وضعیت تر موږ راتاو شول. څو پوښتنې یې له موږ دواړو وکړې، او زه دومره وېرېدلې وم، چې ان د خپل خاوند د تره د زوی نوم مې هم یاد ته نه راتله. وروسته یې پرته له کومې خبرې نظامي موټر ته پورته کړو او د طالبانو په بند خونه کې پاتې شو.»
ګیسو نه غواړي، د نیول کېدو دقیق ځای یې په دې راپور کې یاد شي. هغه وايي، د طالبانو کسانو دا خپله زنداني کړه او خاوند یې د دې لپاره چې شاهد پیدا کړي، تر څو ثابته شي چې دوی دواړه محرم دي، آزاد پرېښود.
هغې رخشانې رسنۍ ته ویلي، د طالبانو په زندان کې یې د خوړولو لپاره هېڅ شي ته لاسرسی نه درلود او طالب ځواکونو په مرګ هم وګواښله.
د ګیسو په وینا: «هغه شپه او ورځ د نه ویلو وېرې او وحشت سره تېره شوه، یوه ویل سبا دې په دورو وهو، بل ویل سنګساروو دې، په ډېره خچنه لهجه یې خبرې او پرلسې کنځاوې کولې، له ما پرته بله هېڅ ښځه هلته نه وه او تر خلاصېدو پورې له اندېښنې څو ځلې مړه او بېرته راژوندۍ شوم.»
په (مستعار نوم) رامین د ګیسو خاوند له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، په ډېره سختۍ یې وکولی شوای د خپل پلار څو تنه خپلوان راضي کړي، چې له هغه سره د طالبانو حوزې ته ورشي او شاهدي ورکړي.
هغه بیانوي: «ټول وېرېدل، داسې ښکارېده لکه موږ چې کوم جرم کړی وي، ان له خپلو کورنیو ځینو ځان ناګاره واچاوه، په څه خواریو، زاریو او هیلو درې- څلور تنه حاضر شول، چې شاهدي ورکړي.»
د ګیسو ۳۴ کلن خاوند وايي، د طالبانو له بنده د خپلې مېرمنې د خلاصون لپاره یې، د خپل پلار د ځمکې قواله د ضمانت په توګه کېښوده او پر دې سربېره یې پنځوس زره نغدې افغانۍ د طالبانو اړوند حوزې چارواکو ته ورکړې دي.
رامین د ګیسو د خوشي کېدو شېبې لا هم په جزیاتو په یاد لري وايي: «کله چې د حوزې له دروازې راووته، جامې یې سپرې او سترګې یې سرې وې، ورته کتل مې خو هېڅ خبرې یې نه کولې. تر څو موټر ته پورته کېده یوازې ژړل یې، زه نه پوهېدم څه ورته و وایم، له موټر چلوونکي مې وغوښتل، چې ګړندۍ شي، تر څو له هغه ځایه لرې شو.»
کابو دوه میاشتې له دې ترخې پېښې تېرېږي، خو وحشت یې تر اوسه د ګیسو لپاره تازه دی، د شپې په کوچیني غږ هم له خوبه راپورته کېږي. خپله وايي: «تر ډېره وخته هر کله به مې، چې د موټر یا د ډزو غږ واورېده، فکر مې کاوه بیا راپسې راغلل.»
یوازې د شپې وېروونکي خوبونه نه دي، چې ګیسو یې په کور کېنولې، د خاوند د خپلوانو ناسم قضاوتونه او بدې خبرې هم د هغې د خولې خوند تریخ کړی دی.
ویې ویل: «یو دوه ځلې مې په مېلمستیاوو کې ګډون وکړ، خو ښځو له ما سره خبرې نه کولې، له ما به لرې کېدې، څه موده وړاندې د رامین د ترور د زوی په واده کې مې واورېدل، چې مېرمنې یو له بله پسېدلې او ویل یې، دا همغه ګیسو نه ده چې یوه شپه د طالبانو مېلمنه وه.»
د ګیسو لپاره، چې تر اوسه یې یوازې افغانستان او په دې سیمه کې د پېښو په اړه د ورځپاڼو او خبري سایټونو له لارې لوستل، د داسې وضعیت تجربه کول د هغې په خپله خبره . «له تصوره لرې او وحشتناک» وو.
هغې و ویل: «کډوالي سخته ده، خو په کابل کې ساه ایستل راته تر دې هم سخت شوي دي.»
د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي، طالبان، په څار، نیونې او سزا سره خلک، نارینه او ښځینه په چوپتیا او وېره کې ساتي او فردي خپلواکي یې له منځه وړې ده.
د ښځو د حقونو د دې فعالې په خبره، طالبان د خلکو په څار، پلټنې او سزا سره غواړي پر ټولنه بشپړ واک ولري او د وېرې او وحشت په رامنځ ته کولو سره خپل ځواک او پیاوړتیا وښي. د هغې په وینا، د طالبانو په بنسټپالي لید کې، فردي خپلواکي کومه مانا نه لري، هم ښځې او هم نارینه اړ دي، چې په چوپتیا او وېره کې ژوند وکړي.
هغه همدارنګه د اساسي قانون او ځواب ویوونکې مرجع نشتوالي ته اشاره کوي، چې طالبانو ته اجازه ورکوي، خپل د خوښې وړ قوانین پر خلکو تحمیل کړي. د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي، نیول او توقیفونه، په ځانګړې توګه د «غیراخلاقي اړیکو» یا ورته تورونو په پلمه، په حقیقت کې بې دفاع قربانیانو ته د ځواک او ځپنې ښودنه ده او تر ډېره هغه خلک په نښه کوي، چې په ناسمو شرایطو کې دي یا بې ګناه دي.







