آزاده تران
« هغه زموږ د ښار نامتو خیاط وو. د دوه ښکلیو نجونو پلار، د مشرې لور نوم یې ندوش وو. ندوش ښکلې خندا درلوده او هره ورځ مازیګر به یې له نورو ډېرو نجونو سره د ښار په چوک کې پیرکي خرڅول. پلار یې د ندوش د پيرکیو پتنوس په لاس کې نیوه او خلک یې هڅول چې له لور یې پيرکي واخلي. ندوش د خپل پلار تر څنګ په ښکلې خندا سره درېده او تاو شوي وېښتان یې پر مخ راخورېدل، څو ځلې یې پلار هڅه کړې وه، چې د لور وېښتان یې په ټکري کې پټ کړي.» دا د خدیجې حیدري د لیکل شوي کتاب «یوې افغان ښځې لیکونه» له یوې کیسې څخه را اخیستل شوې ټوټه ده، چې د سږ کال د اګست په میاشت او د طالبانو د واکمنۍ له څلور کلن کېدو سره همماله خپور شوی دی.
هغه کتاب چې اصلي تمرکز یې د طالبانو تر سیور لاندې د افغان ښځو او نجونو د سخت ژوند د څلورو کلونو کیسې دي او په ورته وخت د افغانستان د جګړې او تاوتریخوالي ځپلو څو لسیزو سختۍ د ۱۸ لنډو کیسو په چوکاټ کې بیانوي.
د کتاب لیکوالې خدیجې حیدري له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل: «د دې کتاب له چاپولو مې موخه د افغان ښځو له وضعیت څخه خبرې کول وو، دا چې ښځې په افغانستان کې د یوه عادي ژوند کولو حق نه لري. یو عادي ژوند چې په هغې کې یو انسان حق ولري ښوونځي ته ولاړ شي، پوهنتون ته ولاړ شي، د کار خاوند شي، سفر وکړي، کله یې چې زړه تنګ شي پارک ته لاړ شي، د خپلې خوښې جامې واغوندي، سندرې و واي او یا هنر ته مخه کړي.»
د «یوې افغان ښځې لیکونه» کتاب په چین کې د «Lite» خپرندویه ټولنې له خوا په چیني ژبه چاپ شوی دی.
«اوله شمېره پارتمان»، «شپه او شهر نو»، «دوه خویندې د کابل په عجیب او غیرب روزګار کې»، «پرې مې نه ښود چې د مور غېږ یې تشه شي»، «موږ هېڅ تړاو نه لرو»، «نر نوم او دود لري»، «یوه ژوند ته ویرنه»، «ګډه مینه»، «د ښځو د مینې برخه»، «د کافر ښځه مومنه کوي»، «د درېیم پوړ بېړه کوونکی سړی» او «د همدې کوڅې د دیوال تر شاه مې په دار کړۍ» د دې کتاب ۱۸ لنډې کیسې جوړوی.
د خدیجې حیدري په وینا د دې کیسو هره یوه یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له یوه کړاوه پرده پورته کوي. لکه اجباري واده، مینه، کورنی تاوتریخوالی، ناموس وژنې او یا له هغوی د ژوند د تر ټولو ابتدايي حق اخیستل.
خدیجه حیدري وايي، د افغان ښځو ژوند هم د هزارتو د درد د افسانې په څېر دی. د همدې لپاره هغې تصمیم وینو، چې دا کتاب ولیکي او همدارنګه د افغان ښخو د تیاره ژوند له کیسو خلک خبر کاندي.
هغې ویلي: «دا چې تاسو له خپلو کړاونو سره یوازې پاتې شۍ، ډېره سخته ده، دا چې خلک پوه شي تاسو له څه چې ستاسو حق نه دی رنځېږۍ، مانا دا چې تاسو بریالي شوي یۍ چې د ظلم مخ ښکاره کړۍ.»
په افغانستان کې ښځې سخت ژوند تېروي. د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې هغوی د طالبانو د محدودیتونو په بې رحمه کړۍ کې را ایسارې شوې دي. د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ اعلان کړی، چې افغان ښځې د «جنسیتي توبير» پر بنسټ ولاړ نظام د زغملو په حال کې دي.
پر افغانستان د طالبانو د څلورکلنې واکمنۍ په درشل کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې(UN Women) اعلان کړی، چې طالبان له عمومي ژوند څخه د ښځو د لرې کولو موخې پلي کولو ته نېږدې شوي دي.
خدیجې حیدري و ویل: «په افغانستان کې ښځې د عادي ژوند کولو حق له لاسه ورکړی دی او دا یو لوی کړاو دی.»
خدیجه حیدري ۳۲ کلنه او د افغانستان په تخار ولایت کې زېږېدلې ده. هغې په کابل پوهنتون کې اقتصاد لوستی او په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې لیکوالۍ او خبریالۍ ته هم مخه کړې ده. د «بابا راډیو مې» د هغې بل اثر دی، چې مخکې چاپ شوی دی.
مېرمن حیدري وايي، له کتابه یې په چین کې تود هرکلی وشو او کیسو ته یې د چینايي مېرمنو غبرګونونه حیران دي.
هغې ویلي دي: «د دې کیسو له لارې د چین وګړي د افغان ښځو ، د دوی له ژوند، جګړو، ناتوانیو، مبارزو او د هغوی له مقاومت څخه پوه شوې او تعجب کوي. د لیکوالې په توګه زما لپاره د حیرانۍ وړ وه او تر یوه بریده خپله هم په دې فکر کې وم، چې لیکل څومره یو لوی او اغېز کوونکی کار دی.»
د «افغان ښځې لیکونه» کتاب خپروونکې یوه چینايي مېرمن ده.
مېرمن حیدري د خپل کتاب په اړه د یو شمېر لوستوونکو غبرګونونو ته اشاره کوي. هغې ویلي دی، یوې چینايي مېرمنې د کتاب له لوستلو وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: «د کلمو له لارې د یوې افغان ښځې د لیکونو لوستل، موږ ګورو چې ښځې له ښوونځیو او کاري ځایونو ایستل کېږي، ان په سړکونو کې خندل هم جرم ګرځېدلی دی.»
یوې بلې کاروونکې لیکلي دي: «موږ تر ځمکې لاندې ښوونځیو کې د نجونو غږونه اورو چې ځوږ کوي، ای کاشکي کولی مو شوای تر لمر لاندې درس ولولو.»
د کتاب د لیکوالې په وینا، یوې بلې چینايي کاروونکې د افغان ښخو په اړه خپل احساسات په دې ادبیاتو سره څرګند کړي دي: «زه نه شم کولی تصور کړم، چې په افغانستان کې د ښځو ژوند څومره ځوروونکی دی او هغه څه چې تر ټولو ډېر وېروونکی دی، دا دی، چې دا ټول رښتیني دي.»
یا پر خواله رسنۍ فسبوک د یوې بلې چینايي کاروونکې غبرګون ته اشاره چې ویلي یې دي: «آیا دا په رښتیا واقعیت لري؟ هو، حقیقت لري، زه له سخت غم او خواشینۍ، درته حیرانه یم او په چوپتیا کې ډوبه شوې یم.»
د «یوې افغان ښځې لیکونه» کتاب لیکوالې ویلي دي: «په چین کې ښځو دا کتاب ډېر خوښ کړی دی او ټکان یې خوړلی دی، چې د دوی په ګاونډي هېواد کې ښځې له یوه عادي ژوند څخه بې برخې شوې وي. په چین کې زیاتو مېرمنو د افغان ښځو د ژوند کیسو له لوستلو وروسته ژړلي دي.»
دغه ځوانه افغان لیکواله وايي، د دې کتاب د افغان ښځو او نجونو د کړاو لیکونه دي، هغو پیغام یې له هغو سره مبارزه او مقاومت دی: «غواړم و وایم، چې ژوند ته دوام ورکړی، د دوام لپاره تل یوه لار شته. که ښوونځی وي، ښوونځي ته ولاړ شی، که انټرنېت بند شو، کتاب ولولۍ، که لوستل نه شی کولی نېږدې کس ته ورشی تر څو لیک او لوست زده کړۍ.. ولیکۍ، ګلدوزي وکړۍ. دا هر څه به تېر شي.»







