خادم بهزاد (مستعار نوم)
زه خادم بهزاد (مستعار نوم) په ایران کې د ډاکترۍ زده کوونکی یم. خپل درسونه او ټولیزه ازموینه مې تېره کړې ده، اوس مهال خپل تېزس لیکم. د جمعې په ورځ (د تلې ۱۸ مه) د ځینو سرچینو د څېړلو او تحقیقي سلا مشورو لپاره د یوه دوست، چې په المصطفی پوهنتون کې محصل دی، لیدو ته ورغلم. په دې یاداښت کې مې له دې دوسته د محمد ستار په مستعار نوم یادونه کوم. هغه هم چې د خپل پوهنتون د تزس لیکلو په حال کې دی، هممهاله د خپلو تحصیلي لګښتونو پوره کولو لپاره د تهران په پردیس کې د یوې لوړ پوړیزه ودانۍ ساتنه کوي.
دواړه ناست او په خبرو ګرم راغلي وو. د غرمې یوولس بجې وې. ناڅاپه دوه ایراني سرتېرو کوټې ته سر راښکاره کړ. له ځنډ پرته یې له موږ د استوګنې اسنادو غوښتنه وکړه. د استوګنې پاڼې، پاسپورټ او د محصلۍ کارتونه مو وروښول. خو هغه یې ونه منل او ویې ویل، له دوی سره باید لاړ شو. ما دلیل ورسره و وایه، چې موږ زده کوونکي یو او اسناد مو قانوني دي، مهربانۍ وکړۍ تاسو یې په ځیر وګورۍ. د دې دلیل ځواب کلکه څپېړه وه، چې پر مخ مې ولګېده. ورپسې مو هغه سپکې سپورې واورېدې، چې له نژادي سپکاوي او نفرت څخه ډکې وې. پاسپورټ مې یې له لاسه واخیست او پر ځای یې ولچک کړم.
انساني غرور او شخصیت مو ذره ذره اوبه کېده او د هغو سرتېرو تر بوټانو لاندې له خاورو سره یو ځای کېده. سره له دې مو بیا هم اعتراض وکړ او ومې ویل که «افغان» یم خو غل او قاتل نه یم، چې دا ډول چلند راسره کوۍ. داسې وه لکه ژبه مې چې په خپل واک کې نه وي، خو هېڅ شي له تاوتریخوالي ډک ایراني سرتېري قانع نه کړل، لږ وروسته مې ځان او ستار د ایراني سمند موټر په چوکۍ کې ولید، چې حرکت یې کړی وو.
د هرې نیم کاره ودانۍ مخې ته به درېدل، تر څو د دوی په تعبیر که چېرې «ککړ او بې عقله افغاني کارګر» وي، چې راټول یې کړي او هغه کوڅې او سړکونه چې د هغوی په لاسونو جوړ شوي دي، خالي کړي. خو هغه ودانۍ له خپلو جوړونکو تشې شوې وې او شاید له همدې امله تر اوسه نیم کاره پاتې شوې وي. سرتېري خپله هم حیران وو او ویل یې: «یو وخت مو د ورځې له درې تر څلورو پورې بسونه، له دې کثافاتو راټولول.»
په کوڅو او پس کوڅو کې په ګرځېدو سره یې، دوه نور کډوال کارګر هم ونیول او موږ ټول یې د سیمې امنیه قوماندانۍ ته یووړو. زموږ نومونه او مشخصات یې ثبت کړل او زموږ ټول توکي یې په انګړ کې یو پر بل واچول. له پلټنو وروسته د تنګې او تیاره کوټې دروازه زموږ پر مخ پرانستل شوه، چې زموږ یو شمېر نور هېوادوال هم په کې وو. د هغوی په منځ کې عمر خوړلي کسان هم وو، چې د آمایش په نوم د استوګنې پېژندل شوي کارتونه یې لرل او ویل یې نېږدې څلوېښت کاله کېږي، چې په ایران کې ژوند کوي.
وخت ورو ورو تېرېده او زموږ د ایراني سرتېرو په وینا د «کثافاتو» شمېر او د ناهیلو او ستړو څېرو لرونکو کارګرو شمېر زیاتېده. د هغوی کار جامو او تڼاکو لاسونو چیغې وهلې، چې پر موږ څه تېرېږي. زموږ شمېر ۳۶ تنو ته رسېدلی وو، له تاوتریخوالي په ډک اواز سره یې له موږ وغوښتل، چې د باندې راووځو. لکه د جګړې برمته شوي په څپېړو او سپکاوي سره یې اړ کړو تر څو د انګړ په ډبرینه ځمکه پلتۍ و وهو. له دې کسانو یو یې کوڼ وو او د سرتېرو د امر او نهۍ اواز یې نه اورېده. هغه ته یې «اوښ» «کوټی» او نورې غیر انساني کنځاوې کولې. په هغه یې چیغې وهلې او د غوږ په پېچلو یې د دوی په خپله وینا «ادب» ورکاوه.
د دوه دوه کسانو لاسونه یې سره وتړل او بس ته یې ورپورته کړل، تر څو د ایراني سرتېرو په وینا «لکه سپي ورک» شو او نور «هېڅکله ونه موندل شي» په ډېرو زاریو یې څو دقیقې وروسته زموږ تلېفونونه راکړل، خو د زنګ او پیغام کولو فرصت یې را نه کړ او بېرته یې واخیستل. یو سپین ږیری ناروغ وو او په ستړي اواز یې ایراني سرتېرو ته زارۍ کولې، چې د بس شیشه لږ خلاصه کړي. ساه یې بندېدله، خو ځواب یې ناموسي کنځاوې تر لاسه کولې او د څو دقیقو لپاره به غلی شو. هغه څو ځلې لږ اوبه وغوښتې، خو ور یې نه کړې، ټول وږي او تږي شوي وو، خو هغه ناروغ سپین ږیرۍ تر ټولو ډېر تږی او ستړۍ وو، که چېرې تر ټولو بې رحمه انسانانو هم د هغه اواز اورېدلی او ژړا یې لیدلې وای، ښايي رحم یې پرې کړی وای، خو موږ په پېژندل شوي قول «د امام زمان د سرتېرو» بندیان وو.
د بس پردې راښکته وې او چا حق نه درلود، چې لاس وروړي، بېرون ځای مو نه لیده او نه پوهېدو چې چېرته ورسېدو، خو پوهېدو چې ځمکې او وخت لاس سره ورکړی او موږ یې ټینګ نیولي یو، ډېر سخت، بس له درې ساعته وروسته ودرېد او دروازه یې د عسکر آباد د کمپ دروازې ته ورخلاصه شوه. اوس نو نورو سرتېرو په په لا ترخو نومونو او کنځاوو زموږ هرکلی کاوه. باید د هغوی له غږ سره سم مو پلتۍ وهلې او کاږه او سمېدو به. په دې خوځښتونو کې به چې محضې لږ کوږ شوې په لغتو او سوکانو به یې سیده کولو.
هغه ناروغ سپین ږیري چې یو څاڅکی اوبه یې غوښتې، سېک او توان یې له لاسه ورکړی وو او په یوه څنډه کې په ځمکه لوېدلی او کانګې یې کولې. یوه سرتېري د سپکاوي او کنځاو په کولو سره د هغه څنګ ته ورمنډه کړه او تر څپېړو یې لاندې کړ. سپین ږیري په ستړي اواز ورته ویل، په خدای زما په لاس کې نه دي، د سپین ږيري لاسونه یې ورخلاص کړل او ویې ویل: «په خپلو ککړو لاسونو دې خپل کثافت پاک کړه.»
د کمپ یو شمېر مسوولین داسې وو، چې ګویا کومه خندونکې منظره ګوري او د هغه سپین ږیري له سپکاوي او څپېړو خوړولو یې خوند اخیست او کړس کړس یې خندل. له یوه لوري دا په کړس کړس خندا د یوه ملت پر مخ خندل وو او یو هېواد او یوه خاوره یې په نښه کوله، چې یو وخت یې د ختیځ څراغ په لاس کې نیولی وو او مولاناګان، سنايي ګان، او بوعلي ګان یې پر خپله لمن روزل. هغه خاوره چې لرغونی برم، د رستم، رودابه، سهراب او تهمینه بوي ورکوي، خو اوس دا د دې خاورې د بې دفاع وګړو پلتنونه وو، چې د اسلامي ایران د سرتېرو د سپکاوي او زهرجنې خندا نندارې ته ناست وو.
د څېړنو وخت راورسېده او ویې ویل، څوک چې اسناد نه لري بېل شۍ. د هغو ۳۶ کسانو څخه د ګوتو په شمار کسانو اسناد نه درلودل، چې تر پوله رااړول کېدل او نورو ټولو د استوګنې کارتونه، پاسپورټونه او د آمایش کارتونه درلودل. زما او د ستار وار راورسېده. ورته ومې ویل، زموږ اسناد ستاسو سرتېرو اخیستي او بیا یې موږ ته نه دي راکړي، مهرباني وکړۍ په ګوته یې کړۍ، زمو ځواب لنډه جمله وو چې په غوسې سره یې راکړه «بې عقله یاستۍ» پر موږ یې ګوتې کېنښودې او بېرته یې د پولیسو امنیه قوماندانۍ ته وګرځولو. له هغې ډلې یې یوه بل کډوال هم وګرځاوه.
هغه سخت نیوونکی او کنځا کوونکی سرتېری چې موږ یې تر کمپه راوړي وو ، پرېکړه وشوه، چې بېرته موږ وګرځوي. هغه و ویل: «د موټر کرایه اته سوه زره تومان کېږي چې باید تاسو یې ورکړۍ.» ستار اعتراض وکړ، چې موږ دا کرایه نه پرې کوو، په داسې حال کې، چې له قانوني پلوه تاسو زموږ اسناد ضبط کړي دي او بې دلیله مو تر دې ځایه راوړي یو. سرتېری په دې دلیل ویلو سره لږ څه نرم شو، داسې چې د دفاع لپاره یې څه نه درلودل. ویل یې ښه ده، موږ به په سنیپ سره ولاړ شو، چې کرایه لږ راسپکه شي، تاسو به هلته یوازې یو لاسلیک کوی او خپلې غوږۍ به بېرته تر لاسه کړی، د کرایې ټولولو پر وخت یې غوښتل ټوله کرایه له موږه واخلي، خو ستار ورته و ویل، زه نغدې روپۍ نه لرم او نه یې ورکوم. سرتېری اړ شو چې خپله برخه کرایه په خپله ورکړي.
کله چې امنیې قوماندانۍ ته ولاړو، هغه سرتېري ستار تر لغو او سوکانو لاندې ونیو او له موږ یې خپلو همکارانو ته شکایت وکړ، چې دغو زه په کمپ کې بدنام کړم او ویې ویل، چې سرتېرو له موږ اسناد اخیستي. هغه سرتېرو چې موږ یې له کوټې بېولي وو، موږ دواړه یې تر لغتو او سوکانو لاندې ونیو، کاشکي یوازې لغتې او سوکان وای، سپکې سپورې یې تر لغتو او سوکانو دردونکې وې. یوه له هغو سرتېرو ما ته د «ښاغلي جاني» غږ کاوه، په داسې حال کې، چې د نیولو پر مهال ما ورته ویلي وو، چې زه جاني نه یم او هم مې دا ورته ویلي وو، چې زه یو زده کوونکی یم او ستاسو هېواد ته، ستاسو د پوهنتون په بلنه راغلی یم او زما اسناد قانوني دي. اوس یې هغه ټولې خبرې یو ځل بیا یادولې او یو ځل بیا یې په کنځاوو او څپېړو ځواب راکاوه: «زما له… چې زده کوونکی یې، غول دې خوړلي چې زما هېواد ته د زده کړو لپاره راغلی یې، آیا تاسو ځناور د زده کړو وړ یۍ؟ موږ چې ستاسو هېواد ته درشو سرونه رانه پرې کوۍ، تا نیسو تر څو دې سد سر ته درشي.»
یوه بل سرتېري زما د مشخصاتو او کار په اړه پوښتنې کولې او په کتاب کې یې ولیکلې. زموږ پر مخ تر ځمکې لاندې د یوې تیاره کوټې دروازه پرانستل شوه، چې یوه لږ رڼا کوونکي څراخ روښانه کړې وه. له سهاره تر هغه وخت پورې چې موږ ته یې یو څاڅکی اوبه نه وې راکړې. لوږه او تنده مو هېره کړې وه. د زېرزمینۍ بد بوی مو هم زغملی وو، خو مېرمن مې هېڅکله له یاده نه وته. پوهېدم چې هغه به څومره اندېښمنه شوې وي او څه حالت به لري. ځکه د ورځې یې چې څو دقیقې تلېفون راکړی وو، هغې ته مې لنډ پیغام ولیکه چې «له کمپه مې خوشی کوي او کور ته درځم» اندېښنه مه کوه، خو نور یې تلېفون را نه کړ، چې جریان ورته بیان کړم. هغه شپه مې په ویښه او تنده سهار کړه.
شپه او ورځ نه معلومېده، خو د درک او حدس څخه پوهېدم چې ماسپښین ته نېږدې وخت دی. ستار پورته شو او د وره تر شاه یې غږ وکړ، ښاغلی مسوول زموږ کار به څنګه شي؟ غږ راغی، صبر وکړۍ تر یوه ساعته پورې مو راباسو. له یوه ساعت وروسته یې موږ د باندې وغوښتلو او زموږ ټول توکي او نغدې پیسې یې بېرته راکړې او همغه کوتې ته یې یوړو، چې تېره ورځ یې وروړي وو. هلته یې زموږ نور کډوال هېوادوال هم راوستي وو. سترګې مې په یوه زاړه سړي ولګېدې، چې زموږ د سیمې او له نېږدې ملګریو څخه مې وو. هغه د ایران د حکومت له جدي او ایماني پلویانو څخه وو، کله به له ایران څخه په دفاع کې، له هغو کسانو سره هم په لفظي شخړه کې وو، چې د ایران په حکومت به یې نیوکې کولې.
لاړم او تر څنګ یې کېناستم او ومې ویل ته ولې؟ یوازې آه یې وکړ. ما هم خبره بله خوا یووړه، هغه ورځ هم د تېرې ورځې په شان توهین او سپکاوی وو، ولچک یې کړو او کمپ ته یې یوړو. خو هغه سرتېری چې دا ځل له موږ سره کمپ ته ولاړ، یو نرم زړی کس وو او د موټر په منځ کې یې زموږ تلېفونونه بېرته راکړل، تر څو له کورنۍ او خپلوانو سره خبرې وکړو. د مېرمنې او خپلوانو له اړخه مې ډېرې ناځواب کړې اړیکې تر لاسه کړې وې. مېرمنې ته مې زنګ وکړ او هغې و ویل« نیم ژونداې شوې یم» زموږ یو خپلوان د تهران په ټولو کمپونو راګرځېدلی وو. بېرته کمپ ته ورسېدو. هغه ځای چې تر تېرې ورځې په کې ګڼه ګوڼه زیاته وه او له موږ وړاندې یې څو نورې ډلې، چې سپین ږیري، ښځې او کارګر ماشومان هم په کې وو، د انتظار په لیکه درولي وو.
دوه شپې او ورځې کېدې چې ډوډۍ مو نه وه خوړلې او پښو مې د تګ پر مهال سستي کوله. د کمپ د انګړ په یوه څنډه کې زموږ دوه درې تنو هېوادوالو خیمه وهلې وه او په یوه پیاله تروو، لږ اوبو، پنېر او سبزۍ یې زموږ هرکلی وکړ. د زړه له تله مې دعا ورته وکړه، تر دې چې زموږ د اسنادو د څېړلو وار راورسېد، لمر لوېدلی وو او د تېرې ورځې په شان یې لارښوونه راته وکړه، چې منظم په لیکه شو او هغه کسان چې اسناد نه لري له صفه بېل شي. له هغې ډلې چې یو بس موټر کسان وو. د ګوتو په شمار کسان کم شول. هغه چا چې اسناد څېړل ډېر خشن وو او کله کله به یې خپل نفرت په سپکو کلیمو او کنځاوو ښکاره کاوه. زموږ دوه تنه هېوادوال چې یو یې د مدرسې زده کوونکی وو او د آمایش کارت یې درلود، د جامو او پر غاړه د خالونو وهلو له امله یې له پولې پر اړوونکو ور زیات کړ. زما اسناد وڅېړل شول او له کمپ څخه راووتم. هغه ځای چې ما ته یې بېوسي مانا کړه.







