مژده محمدي
د جمعې په ماسپښین، د زمري ۱۴ مه او د طالبانو له لوري د افغانستان د سقوط له څلورمې کلیزې سره سم، د کابل په لوېدیځ کې، پر سړکونو د دوه اعتراض کوونکو ښځو، چې د طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکول ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.
په هغه ویډیوګانو او انځورونو کې چې د ښځو د اعتراضي شعارونو د نصب له ځایه خپاره شوي دي لیدل کېږي، دغو مېرمنو پر پاڼو په لیکل شویو توندو او ترخو شعارونو سره دغه ورځ «د افغانستان توره ورځ» بللې ده.
«هغه خپلواکۍ ته تسلیت چې په ځنځیر تړل شوه» ، «د افغانستان تیاره او خړه ورځ»، «تسلیت د هغه څه لپاره چې په ځنځیرو کې تړل شوي» هغه شعارونه وو، چې په رڼا ورځ په فارسي او انګلیسي ژبو پر دېوالونو انځور شوي دي.
یوه له دې نجونو د «افغانستان د امید کړکۍ» اعتراضي غورځنګ ځوانه غړې وه، چې د دې لوی کار ګواښ یې پر ځان واخیست. په دې راپور کې له هغې د نوریه په مستعار نوم یادونه کېږي.
نوریه د هغه ورځې زړوره تجربه داسې بیانوي: «ما خپله وجداني دنده وبلله، چې د طالبانو د ظلم پر وړاندې ودرېږم او چوپتیا غوره نه کړم. په دې کار سره مې وښوده، چې موږ قرباني نه یو او له وېرې خبرې نه کوو، بلکې په پوهې سره خپل اواز کېږو.»
نوریه وايي، پر دېوالونو د اعتراضي شعارونو لیکل یې لومړنۍ اعتراضي تجربه نه وه او له دې مخکې یې هم په سرپټو ځایونو کې په اعتراضي غونډو کې ګډون کړی دی، خو پر دېوالونو د شعارونو د لیکلو پر مهال یې ډېره وېره تجربه کړې ده. هغې و ویل: «د شعارونو د لیکلو پر مهال مې زړه درزېده او زیاته وېره ترهه مې درلوده، چې نه ویل کېږي طالبان مو ونه نیسي او زنداني مو نه کړي، یا د امنیتي کمرو پر مټ ونه پېژندل شو، خو وتوانېدم له کامرو لرې، شعارونه نصب کړم او ویډیو ترې وکړم.»
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې پر واټونو د ښځو اعتراضونه او نیوک غوندې سختې ځپلې دي، نیول، ربړونه او په زندان کې ناوړه چلند د دې ځپنې یوه برخه ده.
ان د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو په زندانونو کې پر یو شمېر ښځو او نجونو جنسي تېري شوي دي.
نوریه او د هغې په څېر مېرمنې په تېرو څلورو کلونو کې په وار وار په بېلابېلو کړنلارو او نوښتونو سره له کوره تر واټونو د ښځو د حقونو پر وړاندې د طالبانو د منظمونو سرغړونو پر ضد غږونه پورته کړي دي، هغه غږونه چې په ځلونو په ځپلو، نیولو او زنداني کولو ورته ځوابونه ورکړل شوي دي.
له دې سره سره نوریه وايي، که څه هم پر واټونو د ښځو غږونه لږ اورېدل کېږي، خو بشپړ غلي شوي نه دي او له افغانستانه زرګونه کیلومتره لرې د همغه غږونو ازانګې د «افغان ښځو لپاره ولسي محکمه» کې تر غوږو کېږي.
نوریې و ویل: «له ما مخکې ډېرو نجونو پر واټونو په اعتراضاتو کې ګډون کړی دی، خو دغه اعتراضونه د ښځو له ځپنې، نیونې او زنداني کولو سره مخ شوي او اوس همدا نجونې خپلې کیسې په محکمه کې بیانوي. موږ چې څلور کاله په داخل کې مبارزه وکړه، خو غږ مو نه اورېدل کېده، اوس هیله لرو، چې کم تر کمه هغه غږونه چې له پولې د باندې پورته کېږي، د نړیوالو غوږونو ته ورسېږي.»
د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې اورېدونکې ناستې د «چهارشنبې د تلې ۱۶ مه» پیل او دوه ورځې یې دوام درلود. په دې دوه ورځو کې له ۲۰ زیاتو شاهدانو چې د «طالبانو جنایتونه» قرباني وو، د جنسیت پر بنسټ جرمونو، د زده کړو له حقه محرومیت، په سیاسي او مدني فعالیتونو کې له مخنیوي او له کار څخه د محرومیت په اړه شاهدي ورکړه.
د روادارۍ سازمان مسووله شهرزاد اکبر له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، د دې محکمې لاسوندونه او اسناد د اورېدونکو ناستو څخه مخکې او د څلورو مدني او بشري حقونو د سازمانونو په ګډون د روادارۍ، د افغانستان د بشري حقونو او دیموکراسۍ انستېتیوت، د څېړنې او پراختیا سازمان او د بشري حقونو د مدافعینو فورم څخه د راټولو شویو لاسوندونو او اسنادو پر بنسټ مستند او شاهدان د جنسیت پر بنسټ جرمونو، د زده کړو له حقه محرومیت، په سیاسي او مدني فعالیتونو کې له مخنیوي او له کار څخه د محرومیت په اړه د شاهدۍ ورکولو لپاره راغوښتل شوي وو.
مېرمن اکبر و ویل: «څلورو بنسټونو د قضیو نوملړ چې دوی تایید او مستند کړي وو او د ربړونې، له کار او زده کړو د محرومیت او …. نورو پېښو پورې اړوند وو، موږ ته راولېږل اوموږ له شاهدانو سهر اړیکه ونیوه. شاهدانو ته لومړی د خوښې فورمونه واستول شول تر څو خوښه او د شاهدۍ ډول – په لیکلې بڼه، حضوري او یا د غږ په واسطه معلومه کړي او شاهدانو په دوه ورځو کې شاهدي ورکړه، که چېرې ډېرو اسناو ته اړتیا وه، له شاهدانو سره په اړیکه کې کېږو او دوه میاشتې وروسته د قاضیانو له لوري وروستۍ پرېکړه کېږي.»
د ښځو لپاره ولسي محکمه وتوانېده، چې په دوه ورځو کې د ۲۰ څخه زیاتو شاهدانو شاهدي ثبت کړي تر څو د قربانیانو غږ منعکس کړي. شهزاد اکبر وايي، د قربانیانو د غږ پورته کول د عامه افکارو په منسجم کولو کې خورا اغېزمن وو. هغې و ویل: «په دې محکمه کې په نېغه توګه د قرانیانو غږ او کیسې بیان شوې او په همدې خاطر دا انساني او طبیعي ده، چې څوک د نورو انسانانو غږ او کیسو ته په همغه شېبه ځواب ورکوي. په ځینو برخو کې پوښتنې او نیوکې شتون لري، خو عمومي روحیه مثبته وه او تر ډېره یې له پرېکړه لیکونو او اعلامیو د خلکو پام راوګرځاوه.»
که څه هم شهرزاد اکبر د ښځو لپاره د ولسي محکمې په اړه غبرګونونه مثبت بیانوي، خو ټینګار کوی، چې د دې محکمې د حکم اغېز د موندونو د کارونې په څرنګوالي پورې اړه لري.
هغې و ویل: «د دې محکمې له لوري پر طالبانو د فشار راوړل آسانه کار نه دی، باید د بشري حقونو بنسټونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د محکمې تورونه او پرېکړې د سند په توګه په خپلو حق غوښتنو کې پارلمانونو او دولتونو ته راجع کړي او د همدې اسنادو پر بنسټ له دولتونو وغواړي تر څو له قید او شرط پرته له طالبانو سره له هر ډول جوړجاړي ډډه وکړي او پر دې ډلې فشار راوړي، تر څو د ښځو پر حقونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.»
له معترضو مېرمنو پروانه ابراهیم خېل نجرابي چې د طالبانو په زندان کې د زنداني کېدو تجربه لري، د شاهدۍ ورکولو پر مهال د خپل احساس په اړه رخشانې رسنۍ ته و ویل: «عجیبه حس مې درلود، له یوه پلوه هغه څه چې پر ما تېر شوي وو، درد او صدمه مې ټول تازه شول او د هغه ورځې د زندان احساس مې درلود او له بل لوري مې د ځواک او پیاوړتیا حس درلود، په دې دلیل چې ښايي زما په شان د ډېرو برخلیک به همداسې وي، خو هېچا د هغو په اړه خبرې نه کولې.»
پروانه باوري ده، چې دې محکمې جوړېدا – د هغه شاهدانو په شتون کې چې د طالبانو محدودیتونه او زندانونه یې له نېږدې لیدلي- پر دې ډلې د نړیوالو فشارونو د زیاتوالي لامل به شي: «هغه پروګرامونه چې د محکمې په ډول وي او د طالبانو د جنایتونو واقعي شاهدان شتون ولري، خامخا د پاملرنې وړ ګرځي او پر طالبانو لا ډېر فشارونه راوړي او هغوی څنډې ته کوي.»
په ورته وخت پروانه خبرداری ورکوی، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تثبیت کول د افراطیت پراخېدو ته زمینه برابروي او ښايي د سیمې افراطي ډلې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې له اقداماتو څخه په الهام اخیستنې سره په خپلو هېوادونو کې ورته محدودیتونه پلي کړی.
نوموړې و ویل: «نن چې په افغانستان کې ښځې د زده کړو له حقه محرومې شوې دي او نه شي کولی زده کړو او کار ته دوام ورکړي، سبا به په بل هېواد کې ښځې همداسې شي، ځکه دا د افراطیت لمن زیاتوي او د دې لامل کېږی، چې د طالبانو په شان نورې افراطي ډلې جرات وکړي او راشي پر ښځو محدودیتونه ولګوي.»
د ښځو لپاره د ولسي محکمې د پلاوي غړې آزاده راز محمد وايي، که څه هم د ښځو لپاره ولسي محکمه رسمي نه ده، خو د نړیوالو جرمي حقونو د اصولو او معیارونو پر اساس وتوانېده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په لومړي ځل د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د ښځو لاسوندونه او شاهدۍ راټولې او د تورن پاڼې په چوکاټ کې یې تنظیم کاندي.
مېرمن راز محمد و ویل: «موږ له کندهار، بامیان، کابل او افغانستان د لرې پرتو ځایونو څخه د ښځو شاهدۍ درلودې، چې وښیو د طالبانو جنایتونه څومره پراخه دي، ښځو د طالبانو له لوري د ربړونې او حقونو تر پښو لاندې کولو په اړه خبرې وکړې.»
نوموړې زیاته کړه، محکمې له طالبانو غوښتي وو چې په جلسه کې په شتون سره د مطرح شویو تورونو په اړه توضیح ورکړي «خو طبانو ځواب ورنه کړ.»
په هر صورت، د ښځو لپاره د ولسي محکمې څارنوالانو د ۲۰ څخه زیاتو شاهدانو د شاهدۍ له اورېدو دوه ورځې وروسته پر طالبانو د بشریت پر وړاندې او د جنسیت پر بنسټ جرمونو تورونه پورې کړل او د دریو فقرو پر اساس یې تورن پاڼه چمتو کړه. د ښځو لپاره د ولسي محکمې څارنوالې مېرمن زار محمد پر طالبانو د لګول شویو تورونو په اړه و ویل: «د تورن پاڼې په لومړیو دوه فقرو کې د طالبانو پر وړاندې د جرمونو تورونه د شاهدانو د شاهدۍ پر بنسټ ورکړل شول او په درېیمه فقره کې د هغو کنوانسیونونو د احکامو په جدي سرغړونو تمرکز شوی دی، چې افغانستان لا د مخه لاسلیک کړي دي.»
«قاضیانو په لومړیو خبرو کې د همدې درې فقرو پر اساس طالبان مجرم وګڼل او وروستۍ پرېکړه به د دسمبر په ۱۰ مه د قاضیانو له لوري اعلان شي.»
همدارنګه د هېواد د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څارنې د عمومي ریاست پخواني څارنوال محمد امین فایق له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، که څه هم د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه له حقوقي پلوه رسمیت نه لري خو د نړیوال دود له مخې د حقیقت موندونکې محکمې په توګه پېژندل کېږي.
هغه و ویل: «د ښځو لپاره ولسي محکمه د قضايي چوکاټ څخه د باندې جوړه شوې، خو په داسې شرایطو کې رسمي قضايي توکي په لاس کې نشته، د ښځو لپاره ولسي محکمه کولی شي د عدالت لپاره بشپړ رول ولري او د بشري حقونو سرغړونکو باندې د اضافي محاکمو او فشار لپاره یوه پیلامه وبلل شي.»
ښاغلی فایق دوام ورکوي چې په دې محکمه کې راټول کړای شوي لاسوندونه او شواهد کولی شي په راتلونکې کې د جرمونو نړیوالې محکمې او نورو نړیوالو ادارو په قضايي بیا کتنه کې د شواهدو په توګه وکارول شي. هغه و ویل: «د دې محکمې اسناد، لاسوندونه او شواهد کولی شي، د طالبانو ډلې له خوا د بشري حقونو د منظمو سرغړونو د ډېټابس په توګه کار وکړي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ځانګړي راپور ورکوونکي او ان د جرمونو نړیوالې محکمې په څېرو ادارو له خوا د رسمي اقدام لپاره هڅونه کېدای شي، تر څو د طالبانو قضیې په جدي توګه وڅېړي.»
په تېرو څلورو کلونو کې افغان ښځو او نجونو هڅه کړې، د نوښتونو له لارې، لکه په کور دننه اعتراضونو او په بهر کې د ښځو د حقونو فعالینو هڅې د خپلو غوښتنو په توګه د نړیوالو تر غوږونو ورسوي.
که څه هم په تېرو څلورو کلونو کې د هغوی لاس ته راوړنې بسندویه نه دي، خو د پام وړ دي. په اسپانیا کې د دوه ورځو لپاره د ولسي محکمې جوړېدل، تر څو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو په اړه څېړنه او مستند کړي، چې په ترڅ کې یې ښځینه قربانیانو د طالبانو د ربړونې او ښځو ضد پالیسیو په اړه شاهدي ورکړه، د روان کال د جولای په ۷ مه د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د بشریت ضد جرمونو لپاره د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر او د جولای په ۱۴ مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د افغانستان لپاره د حساب ورکولو د خپلواکې کړنلارې د رامنځ ته کولو لپاره د پرېکړې تصویب، د افغانستان د ننه او بهر د ښځو د حقونو او بشري حقونو فعالینو د لویو لاس ته راوڼونو څخه دي.







