س. سعیدي
د ماښام ۶ او ۴۵ دقیقې
له سپورتي لوبغالي کور ته پر لار، په موټر کې له دو سړیو سره کېناستم چې له همغه پیله مې د هغوی په ظاهري بڼې لیدو سره حال ګډوډ شو، بله چاره نه وه، ګنې په بل موټر کې تلم، ماښام وو او لینې موټر هم له سورلۍ ډک وو، په دې ورځو کې دولتي کسان کېدای شي له کندهاري خولۍ او نامنظمې ګیرې څخه وپېژنې.
د ماښام ۶ او ۴۹ دقیقې
هغه چې زما سره اوږه په اوږه ناست دی، بې سیمه غوږۍ یې په غوږو وې، زربیني عینکې یې د پوزې پر سر اېښې وې، د څوکوړه پوزې سر یې تر رنګین دسمال لاندې ښکارېده. د خپل تلېفون تڼۍ یې کېکاږله او په خپله بټه ګوته یې موسقي بدلوله، سترګې مې د تلېفون پر غوږۍ لګېدې، لېواله کېدم، ځکه ناڅاپه به مې سترګې په دې متن لګېدې، «د حقاني شبکې د ځانمرګو او مجاهدینو د ستاینې ترانه» څو ځلې دا لیکنه د تلېفون پر صفحه تکرارېږي او زه د متن په هر ځل تکرارېدو سره بیا هم هغه لولم.
د متن په هر ځل لوستلو مې د هغه کسانو بې شمېره انځورونه سترګو ته درېږي، چې یوه ورځ په همدې لار چې موږ پرې روان یو، له همدې لینې موټرونو په یوه کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ښکار شوي وو. هغه کسان چې د ځانمرګي واسکټ په اغوستو او د ټنې په کېکاږلو سره یې د ډېری کسانو ژوند د سترګو په رپ کې واخیست. اوس د همغو د هم لارو یو تن زما په څنګ کې ناست دی او هغه غړانګه اوري، چې د هغوی ناوړه عملونه ستايي. د دې دوه طالبانو د لوړ او ځوړ په اندازه کولو سره مې یاد ته راځي، چې څلور ورځې کېږی د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د هېواد پولو ته څېرمه جګړه روانه ده. له ځانه سره وایم، ښايي دا دوه طالب سرتېري له پاکستان سره د جګړې لپاره ځان ځانمرګو بریدونو ته چمتو کوي. ناڅاپه مې دا جمله پر خوله راځي، پناه له دې کسانو، چې له جګړې، قتل، وژنې، ځانمرګي او چاودنې په بل څه فکر نه کوي.
د ماښام ۶ او ۵۳ دقیقې
موټر درېږي، فکر مې وکړو ځای ته رسېدلي یو، سترګې مې خلاصې کړې ګورم، چې د لومړۍ چوکۍ سورلي کوزېږي. دا ځل یوه بل اوږد ګیري سړي ته ګورم، چې د چوکۍ هغه بلې خوا ته ناسته دی. قوي بدن او په ونه دنګ، داسې په موټر کې خولم دی، چې کابو نیمايي څوکۍ یې ډکه کړې ده. د خپل موبایل کود ورکوي او سید د واټساپ پيغام لېږلو ځای ته ورځي. د یوې شېبې لپاره د خپلې ډلې د واټسپ ګروپ کې ګرځي او وروسته د خپل یوه مخاطب د واټسپ پیغام اخیستونکي ځای ته ورځي، په پښتو ژبه څه وايي او وروسته د خپل تلېفون صفه بندوي. بېرته خپلې سترګې پټوم او د موټر په ښيښه خپل سر تکیه کوم او بیا هم د هغه کسانو انځورونه او نومونه مې تر سترګو تېرېږي: محمد علي د کابل پوهنتون د معالجوي طب زده کړیال، زینب د بې پولې ډاکترانو د روغتون قابله، قنبر د کابل د لوېدیځ ساده کارګر او بې شمېره نور نومونه او انځورونه. سترګې خلاصوم او پرته له دې چې سر مې د موټر له ښيښې راپورته کړم، د سړک د منځ ونو ته ګورم، چې په بېړه د تېښتې په حال کې دي، نه پوهېږم له چا او ولې په تېښته کې دي.
د ماښام ۶ او ۵۹ دقیقې:
موټر درېږي او وروسته موټر چلوونکی غږ کوي، ښکته شی دا اخري تم ځای دی. د مخې څوکۍ سورلي کوزېږي، موږ درې تنه د ټونس په وروستۍ څوکۍ کې پاتې کېږو. هغه طالب چې د موټر نیمه څوکۍ یې نیولې وه، په امرانه غږ یو ځوان هلک ته چې تازه یې د موټر کرایه ورکړه او له موټره ښکته شوی وو، وايي، چې څوکۍ «کات» کړه، هلک په «سترګو» و ویل، او څوکۍ دوه پټه کوي، تر څو د موټر له وروستۍ څوکۍ سورلۍ ته لار خلاصه شي. دواړه طالبان له موټره ښکته شول او د نورو مسافرو په شان د تیارې پر لور لاړل.
د ماښام ۷ او ۴ دقیقې
په بله لار د پنځو دقیقو لپاره پلی ځم. چې د ټکسي موټر چلوونکی هارنګ کوي او مخ مخې د غږ په لور پسې اړوم. موټرچلوونکی غږ کوي: «په لس لس روپۍ کېنۍ.» د ټکسي په شاتنۍ څوکۍ کې د دوه ځوانانو سره کېنم. دواړ ښکلي او سمبال ځانونه لري. د ټکۍ د مخې په څوکۍ کې یو بل ځوان ناست دی. زما له کېناستو سره سم، موټر چلوونکی د ساز غږ پورته کوي. سندرغاړی وايي: « کله مو هېرېږي دا ویجاړ کابل…» ځان په تلېفون بوختوم، پر خوله پاڼو خبرونه لاس په لاس کېږي، چې پاکستان په کابل برید کړی دی. د سندرغاړي غږ د موټر په فضا کې راڅرخي: «زموږ ړنګ کابل…»
موټر په اول څلور لاري راګرځي. هغه ځوان سړی چې د موټر په لومړۍ څوکۍ کې ناست دی، له موټره ښکته کېږي او له ښکته کېدو له مخې مخ شاته درې مسافرو ته اړوي او وايي، ستاسو کرایه حساب کړم؟ ټول په دې نغوتې سره چې اړتیا نشته له هغه مننه کوو. هغه پلی کېږي او موټر بېرته حرکت کوي. له څو دقیقو وروسته زه هم له موټره ښکته کېږم. د لارې په اوږدو کې په ټکسي کې د ناست ځوان خبرو کې چورت وهم او د هغه طالب سړي امر مې یاد ته راځي، چې په ټونس کې ورسره ناست وم. له ځانه سره وایم، دواړه انسانان وو خو دا چېرته او هغه چېرته.







