رها آزاد
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه تر ډېره و «امرثاني» ته ځنډول شوي دي، هغه اصطلاح چې د طالب چارواکو په ادبیاتو کې تر ټولو ډېره کارول کېږي. «منیژه رامزي» په خپل نوي کتاب کې په همدې نوم د ښځو کیسې بیانوي، چې د ممنوعیتونو په تیاره کې لا هم د خپلواکۍ او زده کړو د حق لپاره جګړه کوي.
د منیژې رامزي له خوا لیکل شوی کتاب «تر امر ثاني: د خپلواکۍ لپاره د افغان مېرمنو د مقاومت ناویل شوي حقایق» دي، چې د سږ کال د تلې په ۲۲ مه په انکارا کې د ترکي لیکوالونو په مرکز کې ترې مخ کتنه وشوه. د کتاب د لیکوالې په وینا، دا اثر د یوې علمي څېړنې حاصل دی، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د افغان ښځو د وضعیت کیسې کوي.
منیژه رامزي د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۲۹ مه، د طالبانو له خوا د افغانستان له نسکورلو څو میاشتې مخکې د دوکتورا دورې د زده کړو لپاره ترکیې ته ولاړه. هغې غوښتل د دوکتورا سند په تر لاسه کولو سره بېرته افغانستان ته د کار لپاره راشي، خو د طالبانو په واکمنېدو سره له ښځو او نجونو د زده کړو، کار او خپلواکۍ حق واخیستل شو.
«سقوط د ټولو لپاره دروند تمام شو، څه د هغه کسانو لپاره چې د باندې و او څه د هغو لپاره چې په داخل کې وو. زما لپاره له څو اړخونو دروند تمام شو، موږ خپل مادي او معنوي ارزښتونه له لاسه ورکړي دي او هم مو له هېواد سره عاطفي اړیکه. له هېواد څخه لرېوالۍ سخت او دروند دی.» دا ټولې هغه خبرې دي، چې منیژه رامزي کولی شي د طالبانو په لاس د افغانستان له نسکورېدا یې وکړي.
هغه وايي، ان هغه توکي او سوغاتونه چې له افغانستان ورته رسېږی، د هېواد بوی ورکوي. دا کنایه له دې ده، چې ګواکي هغه هېڅکله باور نه درلود، چې افغانستان به د طالبانو لاس ته لوېږي او دوی به بېرته کابل ته نه شي ستنېدلای.
منیژه رامزي لیکواله، د بشري حقونو مدافع او کابل پوهنتون کې مخکنۍ استاده وه. ټاټوبۍ یې کابل دی او مخکې هم د دې لیکوالې نور کتابونه چاپ شوي دي. «د ځوانو نوماندانو لپاره ټاکنیز لارښود»، «د ټولینزو کارکوونکو لپاره د بشري حقونو پوه»، «د ماشوم پالنه او روزنه»، «د افغانستان پوهنه د تاریخ په لار»، «ماشومان په وسله والو شخړو کې» او دغه راز د بشري حقونو، د ښوونې او روزنې په برخه کې لسګونه نورې علمي مقالې.
منیژې رامزي د خپل نوي کتاب په اړه و ویل: «ښځې امر ثاني ته منتظرې پاتې دي، خو دا انتظار هېڅ وخت پای ته ونه رسېده. له دې ټولو محدودیتونو سره په ښځو څه تېر شوي او څه پرې تېرېږي؟ ومې لیدل چې له زده کړو او پوهنتون څخه محرومې شوې، ښوونځي ته، کار ځای ته له تلو او په ټول کې له خپلو لومړنیو او انساني حقونو محرومې شوې دي. د همدې لپاره مې د دې کتاب نوم تر امر ثاني پورې وټاکه.»
د طالبانو ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې تر امر ثاني پورې ښوونځي ته له تګه راوګرځولې. کابو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې یې اعلان وکړ، چې ښځې او نجونې تر «امرثاني» پورې نه شي کولی پوهنتون ته ولاړې شي. خو د طالبانو د واکمنۍ له څلور کلن کېدو وروسته هم، لا د امر ثاني وخت نه دی رارسېدلی.
طالبان د امرثاني یا ثانوي خبرداري اصطلاح په کارولو سره غواړي، توجیه کړي، چې ګنې دغه محدودیتونه لنډ مهالي دي. خو د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) د طالبانو د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه لنډمهالي نه دي او «ان یو له دې محدودیتونو نه دی لرې کړای شوی.»
د کتاب لیکواله وايي، «تر امر ثاني» د هغه څېړنې پایله ده، چې له افراطیت سره د مبارزې نړیوالې شبکې (World Anti Extremism Network) په همکارۍ تر سره شوې او اصلي پیغام یې هم په افغانستان کې د ښخو لپاره حق غوښتنه، روڼتیا، د زده کړو او کار د حق لپاره د بې عدالتۍ پر وړاندې ګډه مبارزه ده.
مېرمن رامزي له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي: «د افغانستان په تاریخ کې تل هر څه نارینه لیکل شوي دي، خو زه غواړم راتلونکو نسلونو ته کیسې په خپله د ښځو په ژبه وي. ولې؟ ځکه نه باید په هغې کې کږونې رامنځ ته شي. د افغانستان [ټولنیز] جوړښت نارینه دی، پلانونه نارینه دي، پلي کوونکي یې نارینه دي او قضاوتونه هم نارینه دي. دا به ښه وي، چې کیسو ته بدلون ورکړو او ښځې راشي په خپل قلم یې ولیکي، ښځې خپلې کیسې په خپلو قلمونو سره ولیکي.»
د دې کتاب د څېړنیزو موندونو پر اساس، له ۲.۲ میلیونه زیاتې نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې شوې او کابو ۱۰۰ زره ښځې په پوهنتون کې له زده کړو پاتې شوې دي. د کار او اقتصادي فعالیت په حوزه کې هم مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ډېری له هغو په دولتي او غیر دولتي موسساتو کې له کار کولو محرومې کړای شوې او اړ دي، چې کورنیو فعالیتونو یا کوچینو تشبثاتو ته مخه کړي.
له بل لوري د دې څېړنیز کتاب موندنې ښيي، چې د طالبانو د محدودیتونو په پایله کې د ښځو او نجونو تر منځ د بېوزلۍ، اجباري ودونو، ځانوژنې او رواني روغتیا ستونزې بې مخینې زیاتې شوې دي.
آغلې رامزي ویلي دي: «په دې کتاب کې له ۴۰ ښخو سره خبرې شوې دي، ۱۰ یې له ښوونځي محرومې، ۱۰ یې له پوهنتون نه محرومې، ۱۰ تنې له کاره که په دولتي کې دي که په غیر دولتي او ۱۰ تنه نورې هغه دي، چې کارونه یې رامنځ ته کړي دي. که څه هم وروستی هغه یو مثبت ټکی دی، خو له زیاتو خنډونو سره مخ دي.»
د بشري حقونو بنسټونه هم وايي، د طالبانو محدودیتونو له ښځو انساني ژوند اخیستی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، طالبان له عمومي ژوند څخه د ښځو لرې کولو موخې ته نېږدې شوي دي.
د امر ثاني کتاب په فارسي ژبه په کاناډا کې د «افراطیت سره د نړیوالې مبارزې شبکې» له خوا چاپ شوی دی. لیکواله وايي، په پام کې ده، چې په راتلونکو کلونو کې یې په انګلیسي او پښتو ژبو هم خپور کړي: «د کتاب له پلورلو تر لاسه کېدونکی حاصل یوازې د هغه نجونو په ملاتړ کارول کېږي، چې په افغانستان کې د ننه په انلاین توګه زده کړې کوي.»
مېرمن رامزي وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري، چې په هغې کې د نړیوالې ټولنې برخه باید غوښه وي. هغې و ویل، «تر امر ثاني» پورې کتاب له لیکلو یې یوه اصلي موخه، د نړیوالو تر غوږونو پورې د افغان ښځو د غږ رسول دي.
له بل لوري هم مېرمن رامزي غواړي و وايي، دا د افغانستان کورنۍ او نجونې غوره کوي، چې نه باید د طالبانو تیارو ته تسلیم شي: «زه اوس هم د افغانستان د ننه له ډېرو نجونو سره په اړیکه کې یم، یعنې له ۲۰۲۱ تر اوسه له دوی سره په انلاین توګه بېلا بېل پروګرامونه لرو. کورنیو ته زما پیغام دا دی، چې مهربانۍ وکړۍ د اولادونو تر منځ که نجلۍ ده یا هلک توپير مه کوۍ او که امکان لري له لوڼو زیات ملاتړ وکړۍ، ځکه چې په ښه وضعیت کې نه دي.»







