هادی فانوس
کلونه کېږي یوه بې سرپرسته او غمجنه ښځه پېژنم چې خاوند یې په یوه خونړۍ چاودنه کې له لاسه ورکړ، هغه له خپلو څو کم عمره ماشومانو او له درنو سترګو ډکې نړۍ سره ژوند ته دوام ورکړی دی، خو آسانه نه وو، هره ورځ په تش لاس او مات زړه یوازې د دې لپاره چې د لوڼو برخلیک ته یې بدلون ورکړي، د بېوزلۍ پر وړاندې ولاړه ده.
کومه کیسه چې تاسو اورۍ دا په (مستعار نوم) په خپله خوله د مسیها د ژوند کیسه ده. هغه ښځه چې د ښځو د کړاونو ډک ژوند یوه څنډه انځوروي، په ځانګړې توګه د هغو ښځو چې بې سرپرسته دي.
خو له بېوزلۍ سخت د هغه نارینه وو له قضاوته او حرصه ډک نظرونه وو چې یوازې ماته تمبه کېدل. له سیمه ییزه ملایانو یوه په وار وار د صیغې وړاندېز راته وکړ، ګویا دا چې زما بې سرپرستي د هغه د هوسونو لپاره یو جواز وي. کله مې چې نه ورته و ویل، هڅه یې کوله یوه پلمه جوړه کړي او ګنګاره مې وګڼي، تر څو ښايي وشرمېږم او وېره ما هغه ته تسلیم کړي. زه یوه یوازې او بې سرپناه مېرمن یم، په داسې ټولنه، چې په کې د بې سرپرست ښځې لپاره له سپکاوي او پېغور پرته بله نخسه نه لري.
سهار چې راپورته کېږم، تیاره لا په کوټه کې خوره وي، هوا سړه او بخارۍ کلونه کېږي، چې سونګ توکي نه لري. د اولادونو اوازونه مې اورم، کله فکر کوم د هغوی غږ له د باندې اورم چې دروازه ټکوي، خو یوازې باد دی چې د دروازې له چولو تېرېږي.
بس ژوند همدا دی، ډوډۍ، اوړه، خس، د کور کرایه. هره ورځ له ځان سره وایم، یوه بله ورځ هم تېره شوه، تر اوسه لا ژوندۍ یې. خو د شپې چې کله څراغ مړ کړم، هغه مهال هر څه له ما پوښتي: تر څو؟
د ښځې یوازې پاتې کېدل آسانه نه دي، له هر پلوه، له هره اسلامه، د قضاوت بوی راځي، کله کله یو سړی، چې د لیلا په عمر لور لري داسې خبرې کوي، چې زړه مې لړزېږي، پوهېږم که غلې شم، وايي بې حیا ده، که مسکا وکړم، وايي د کوم سړي په لټه کې ده، له سکوت پرته بله لار نشته.
خو چوپتیا هم نه ډوډۍ کېږي
لاسونه مې د خلکو د جامو منځلو او ډوډۍ پخولو له امله چاودې شوي، کله خپلو لاسونو ته ګورم او له ځانه سره وایم: دا همغه لاسونه دي، چې یوه ورځ یې د لیلا وېښتان کوڅۍ کول. هغې ته به یې پنسل او کتابچې اخیستې او فکر یې کاوه چې راتلونکې همدا مسکا ده.
د طالبانو په راتګ سره مې پر کور د وېرې او ډار سایه لا خوره شوه، اوس ان ساه کښل هم له وېرې او ډار سره مل دی. د موټر غږ یې چې له کوڅې تېرېږي، د ځان ریښې مې لړزوي. کړکۍ تل نیم بندې وي، پردې کش وي، هغه کور چې یوه ورځ مې د ماشومانو له خنداوو ډک وو، اوس په چوپتیا کې ډوب شوی دی.
د دې ټولو تیارو په منځ کې مې لیلا لور ته تل زړه سوځي، هغې د ډاکترۍ خوبونه لیدل، هره شپه به یې تر ډېره پورې کم رڼا څراغ ته درس لوست، ښوونځی ورته پناه، هیله، تمه او د روښانه راتلونکې دروازه وه.
خو نن ورځ همغه کتابونه په تاخچه کې خاورې خوري، هر ځل چې دسمال پرې راکاږم، داسې فکر کوم، چې د هغې خوبونه جارو کوم.
څلور کلونه تېر شول، هغې باید اوس په پوهنتون کې د خپلې خوښې په څانګه کې زده کړې کولای، خو په سترګو کې یې وینم، چې امیدونه یې ورو ورو رنګ بایلي، نه نور خاندي او نه هم اواز وايي. په سترګو کې یې لا هم کوچینی ستوری ځلېږي، خو هره ورځ وېرېږم چې هغه هم مړ نه شي.
کله ما ته وايي: «مورې که درس ونه وایم، څه به شم.؟»
او زه ورته موسکا کوم، خو زړه مې تش شي، چې څه ورته و وایم؟ په هغه ځای کې، چې د نارینه وو لپاره کار نشته، د یوه لوستې ښځه به څه هیله وي؟
پوهېږم، چې هغه یوازې نه ده. نورې نجونې هم شته: مریم چې یو وخت شاعره وه او نن یې ټپي لاسونه د غالۍ اوبدلو د تارونو تر منځ بندیوان دي، سارا چې په زور د مېړه کور ته ولېږل شوه. د هیلو یو یو ستوری یې غلی کېږي. او زه هغه مور چې هره ورځ په دې وېره تېروم چې نه ویل کېږي یوه ورځ د لیلا د غلي کېدو ورځ هم راورسېږي.
د شپې کله چې ماشومان مې ویده وي، د کوټې په څنډه کې کېنم، کله له ځان سره خبرې کوم، کله د خاوند انځور ته ګورم، وايم: وګوره زه لا هم ولاړه یم، نه یم تللې، ماته شوې نه یم، خو ستړې یم…. ډېره ستړې.
لیلا د کړکۍ خواته ناسته وي او آسمان ته ګوري. وايي ستوري تل وي، ان که موږ یې نه ګورو، زه هغې ته ګورم او زړه مې غواړي باور پرې وکړم، زړه مې غواړي، دا ستوری ډوب نه شي.
خو هره ورځ په هغې کې د هیلو یوه برخه مړاوې کېږي، بې غږه، بې وینې، لکه د نورو نجونو په څېر، چې په همدې کوڅه کې له ګرد وهلو خوبونو او غلیو زړونو سره دي.
زه په زړه کې خپله کیسه لرم، د ډوډۍ له بوی، خاورې او اوښکو، د هغې ښځې څخه چې لا هم نه غواړي ماته شي.
یادونه: د رالېږل شویو لیکنو د منځپانګې مسوولیت د هغو د لیکوالانو په غاړه دی.







