نور حیا (مستعار نوم)
په دې ورځو کې چې د افغانستان له آسمانه د باران پر ځای پر ښځو محدودیتونه راورېږي او د هیلو کړکۍ یو په بل پسې بندېږي، په لږ څه مې زړه خوښ کړی دی، همدا چې وکولی شم د انګلیسي ژبې زده کړې له انلاین لارې وکړم. له انلاین لارې یې پای ته ورسوم، د ژبې باوري سند تر لاسه کړم او له خپلو لویو هیلوه وړې هغې ته د عمل جامه ورواغوندم.
له ماشومتوبه مې هیله درلوده، چې یوه ورځ ډاکتره شم. دا هیله مې هغه وخت په یوه هدف واوښته، چې یو له خپلوانو مې په یوه ساده ناروغۍ د ډاکتر او درملو د نه شتون له آمله، د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړ. د ښوونځي درسونه مې په نه ستایل کېدونکې توکه لوستل، ټول پام مې پر خپل هدف وو. له هغې ورځې چې پوه شوم طب پوهنځۍ ته تګ زیاته وړتیا او هڅې غواړي، په ټول توان مې درس وایه، تمرین مې کاوه، ډېرې زیاتې کتابچې مې تورې کړې، تر څو وکولی شم یو له طبي پوهنځیو اووه کلنې لوستنې ته ورسېږم.
سره له دې چې د ورځې یوه څه برخه د کور په کارونو لکه، جامې وینځل، پخلی او د لوښو وینځلو باندې تېرېده، خو د ورځې ډېره برخه مې په درس او کتاب لوستلو تېرېده. کورنۍ مې په استعداد او وړتیا ویاړل او په کور کې یې د هڅونې په پار، ما ته د ډاکترې په نوم غږ کاوه. دغې هڅونې زما روحیه نوره زیاتوله.
یو ځل یوه له خپلوانو مې وپوښتل، ولې غواړې ډاکتره شې؟ ځواب مې روښانه وو، ومې ویل، ځکه نه غواړم چې زه یا زما په څېر یو بل څوک د ډاکتر د نشتوالي او یوې ساده ناروغۍ له امله، د خپلو خپلوانو یو له لاسه ورکړي، راته حیران شو او نېښ لرونکې پوښتنې یې هڅونې ته خپل ځای ورکړ.
هغه کلی چې زه په کې ژوند کوم، په بامیانو کې یوه لرې او سخت ورتلوونکې سیمه ده، ژمی لارې بندېږي، خروار خروار واورې د ولسوالۍ له مرکز سره د کلي نښلېدونکې لارې داسې تړي، چې نور څوک توان نه لري سل متره ځای پاک کړي، څه دا چې له کلي تر ولسوالۍ ۶۰ کیلومتره لار له واورو پاکه کړي. تاسو فکر وکړۍ، که په داسې حال کې څوک ناروغ شي، ایا مرګ ته له فکر کولو پرته بله لار پاتې کېږي؟
ما چې کله په روغتیايي برخه کې د خپل کلي ستونزو ته فکر کاوه، ډېره انګېزه مې اخیسته، چې درس ولولم او ډاکتره شم. د همدې لپاره مې دولس کاله پرلپسې هڅه وکړه، درس مې ولوست، چمتوالی مې ونیوه او د کانکور په برخلیک ټاکونکې ازموینه کې مې ګډون وکړ. کره ۱۳۹۸ کال وو، چې د کانکور ازموینه مې ورکړه، له دې امله چې غوښتل مې ډاکتره شم، پنځه واړه انتخابه مې طب وو. د کابل طبي پوهنتون، بلخ، البېروني، هرات او ننګرهار. هغه کال د بېلګې په توګه د کابل معالجوي طب پوهنځۍ ته د ورتګ لپاره، ما باید له ۳۲۰ زیاتې نمرې اخیستې وای.
له کله مې چې د کانکور ازموینه ورکړه، شپه ورځ راباندې اوږدېده، د پایلو اعلان ته بې صبره وم، تر څو وګورم کولی شم چې هدف ته ورسېږم، البته په هغو هڅو چې ما کړې وې، ډاډه وم چې له دې پنځه پوهنتونونو به یوه ته لار مومم، خو زړه مې ډېر غوښتل، چې د کابل پوهنتون ته بریالۍ شم. د اوړي په منځ کې پایلې اعلان شوې او کله مې چې ورور کابل پوهنتون ته زما د بریالیتوب زېری راکړ وزرې مې وکړې، فکر مې کاوه خوب وینم، له دې چې هغه خبر ډېر خوږ او په زړه پورې وو، اوس یې هر وخت یادوم او ناڅاپه مې سترګې راډنډې شي.
د ۳۲۲ نمرو په اخیستو سره د کابل معالجوي طب پوهنځې ته بریالۍ شوې وم، په لومړي ځل مې احساس وکړ، چې لویو خوبونو ته یو ګام نېږدې شوې یم. کله چې د کابل پوهنتون ته ننوتم خوښي یې د نه منلو وه. دوه کاله نور مې درس و وایه. نېږدې شپږم ستمستر یعنې درېیم کال مې پای ته رسولی وو، چې آسماني بلا چې طالب یې نوم دی، د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې.
نه پوهېږم، له هغې ورځې چې د نجونو پر مخ مې د پوهنتونونو دروازو د تړل کېدو خبر اورېدلی څه و وایم. فکر مې وکړ، چې له آسمان پر ځمکه راغورځېدلې یم، احساس مې وکړ، چې په دومره کلونو کې زما هڅې بې ګټې وې او تور دېو د جهل پښې په ستوني را اېښودې دي. دا هغه ستاینې دي، چې کولی شي زما د وضعیت لږ څه روښانه کړي.
د پوهنتون له تړل کېدو وروسته کور ته ستنه شوم، زموږ په کلي کې نه کورس وو نه هم کوم ښوونیز مرکز. کابو یو کال مې کتابونه مطالعه کول، تر دې چې د یوې دوستې پر مټ د انلاین انګلیسي زده کړو له یوه ټولګي سره آشنا شوم، د انګلیسي ژبې زده کړه مې پیل کړه او کابو دوه کاله مې پرمختګ ښه وو، د انګلیسي ژبې له زده کړې مې موخه د فردي وړتیا لوړاوی او د بورسیې تر لاسه کول دي.
خو له څه وخت راپدېخوا په افغانستان کې د انټرنېت بندېدو خبر په رښتیا اندېښمنوونکی وو، هېڅکله مې دا فکر نه شوای کولی چې له انټرنټ پرته به ژوند څه ډول وي. تیاره، ځوروونکی، منزوی کوونکی او له یاده وتلی او یا هم تر دې لا بد. اوس سره له دې چې انټرنېټ بېرته راغلی، خو د بیا بندېدو وېره یې هره ورځ ځور راکوي.
هغه ورځې چې افغانستان کې انټرنېټ پرې وو، زه بیا هغه د دریو کلونو وړاندې وضعیت ته ګرځېدلې وم. ناهیلې، لالهانده او لار ورکې، هېڅوک نه پوښتي، چې د افغانستان د نجونو حال څنګه دی.







