تمنا تابان
۲۶ کاله وړاندې، کله چې په معروف قول هغه د بخت کور ته لاړه، لا هم د «سربدل» په مفهوم نه پوهېده. د سفینې پلار هغه رحیم ته ورکړې وه خو په بدل، د رحیم خور یې د سفینې د ورور لپاره د ناوې په توګه کور ته راوړې وه، اوږد مهاله مراسم چې «د بدل واده» په نوم یادېږي.
سفینې خپل خاوند له واده وړاندې ان یو ځل هم نه وو لیدلی او نه پوهېده، چې څوک او د بامیانو د کوم ځای دی.
په دې راپور کې ټول نومونه په مستعار نوم راغلي دي.
نفیسه د دې اجباري واده دویمه قرباني وه، اوس دواړه مېرمنې چې له خپل ژوند څخه بیان کوي تریخ دی، «ژوند ژوندۍ» په اور کې سوځېدلې دي. موخه یې هغه ګڼ تاوتریخوالي دي، چې په دې ۲۶ کلونو کې یې ګاللي.
سفینه وايي: «د ژوند له لومړۍ ورځې چې زما یادېږدي تر اوسه مې خاوند راسره بد کوي، ډبوي مې، کنځاوې او سپکاوی راته کوي.»
هغه ټول تاوتریخوالي، چې تر سر یې تېر شوي، کابو ټول په جزیاتو په یاد لري. د بېلګې په توګه دغه مورد: «خاوند مې یوازې پلمه لټوله، هر ډول کار مې چې کاوه په زړه پورې یې نه کېده، کله به یې چې پلمه تر لاسه کړه، هر څه به یې چې مخې ته ورتلل پرې وهلم یې، یو ځل یې په جوش چای جوش و ویشتلم، چې پېښې مې وسوځېدې او کابو یوه میاشت مې درد کش کړ.»
په دې پېښې سره، چې د تاوتریخوالي د اور لامل شو، د دې ماجرا د دویمې قرباني د ژوند لمن هم راګېر کړي: «ژمی وو، د خاوند مور مې خاوند ته شکایت کړی وو، چې مېرمن دې را سره ژبه کوي، خاوند مې هم پرته له دې، چې له ما وپوښتي تر دې بریده و وهلم، چې ټول بدن مې تور او وټوکل شو، سترغلي مې پړسېدلي وو او د بدن څو ځایونه مې ټپي وو، کله مې چې پلار خبر شو، دربست موټر یې رانیولی وو او زه یې کور ته بوتلم.»
د سفینې په وینا، پلار یې په لومړي ګام کې زوی ته لارښوونه وکړه، چې مېرمن ته یې له هېڅ ګناه پرته سزا ورکړي او غچ ترې واخلي: «هغه مې ورور ته و ویل، ته ډېر بې غیرته او بې ننګه یې، په داسې حال کې، چې هغوی د خور د مرګ تر بریده وهلې، ته لا هم بې پروا یې، ولاړ شه او سوټی راوړه او چې کولی شې خپله ښځه وډبوه. هغې ویلي دي: «پلار مې ټيڼګار درلود، چې موږ باید نفیسه تر دې بریده و ډبوو چې د هغوی د تاوتریخوالي څو برابره وي… لیدل مې، چې یو تن بې ګناه په غذاب کېږي.»
په بدل واده، چې د اجباري ودونو په کود کې طبقه بندي کېږي، تر ډېره په افغانستان کې د بېوزلۍ او د واده له زیاتو لګښتونو د تېښتې په پار تر سره کېږي. دا رواج پخوا د نن په پرتله تر ډېره عام وو او لا هم په افغانستان کې رامنځ ته کېږي او د ښځو د حقونو فعالان دې ته په اندېښنه کې دي، چې د طالبانو د ښځو ځپونکو سیاسیتونو او بېوزلۍ په سیوري کې بیا ډېر نه شي.
د ښځو د حقونو فعالې راحیل تلاش رخشانۍ رسنۍ ته ویلي، د اجباري، کم عمره او بدل ودونو د زیاتوالي لامل، د طالبانو د ښځو ځپوونکو سیاسیتونو، بې وزلۍ، قبیله يي دودونو پایله ده. د هغې په وینا: «سخته بېوزلي، قبله یی دودونه چې د طالبانو په بیا راتګ سره پیاوړي شوي او د دې ډلې ځپوونکي سیاستونه د اجباري ودونو د زیاتېدو له اصلي لاملونو څخه دی.»
نفیسه هم وايي: «سرالشي دومره لویه بدي لري، که چېرې یوه په غذاب وي، نو باید څلور واړه سزا و ویني، ما هم څو ځلې دا عذاب د زړه له وینو سره خوړلی دی.»
د اجباري او بدل د واده د دویمې قرباني شوې نفیسې د خبرو اورېدل هم ترخه دي. هغې رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «زه او خاوند مې ښه ژوند لرو، یو له بله مینه لرو او زموږ ژوند نېږدې هوسا دی، خو هر کله چې ورور مې له خپلې ښځې سره جنجال وکړي، موږ هم په کور کې د زړه وینې خورو. زموږ په کور کې تیاره جګړه ده او د جګړې لومړنۍ قرباني هم زه یم.»
د پلار دلیل یې نه سفینې ته د منلو دی او نه هم نفیسې ته. نفیسه وايي: «خسر مې تل خاوند ته وايي یوازې یوه لار پاتې ده، چې د خپلې خورو د هلو ډبولو مخه ونیسې، کله چې هغوی ستا خور ووهله، ته دې مېرمن دوه برابره ووهه تر څو پوه شي، چې د اولاد درد څنګه وي او نور هغه ونه شي وهلی.»
د کورني تاوتریخوالي دواړه قربانیانې د تاوتریخوالي د ډېری پېښو جزیات په یاد لري: د بېلګې په توګه دغه پېښه چې نفیسې ویلي دي: «یو ځل مې د خاوند خور سفینه په سورو وینو او ټوکلې څېره زما د خسر کره راغله او په ژړا کې یې و ویل، زه رحیم ووهلم، خسر مې سم له واره ولاړ او سوټی یې راوړ او خاوند ته مې یې و ویل «او بې غیرته، هغوی د خور دې ورځې ته رارسولې او ته کرار ناست یې، واخله د هغو پدر لعنتو لور د مرګ تر بریده ووهه، تر څو پوه شي چې موږ لا ژوندي یو»… خاوند مې چې له ما سره ډېره مینه لري داسې ښکاره کوله چې ګنې ما وهي، خو خسر مې پرې پوه شو او خپله یې لرګی واخیست او څومره یې چې توان وو، زه یې و وهلم، تر دې کچې چې بېخي بې هوښه شوم.»
د سفینې او نفیسې کورنۍ د بامیانو د مرکز اوسېدونکې دي. د هغوی په خپله غوښتنه د دوی د اوسېدو د دقیق ځای په اړه جزیات په دې کیسه کې نه راځي.
د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ژوند کتله يي او ګن مېشتی دی. کورنۍ عمومآ یو ځای ژوند کوي او یا هم لږ تر لږه د کورنۍ پلار د نورو د ژوند په اړه اصلي پرېکړه کوونکی دی.
نفیسه وايي، خاوند یې څو ځله د تاوتریخوالي له امله له دې بښنه غوښتې، خو کله چې د بدل د تاوتریخوالي خبره راځي، نو د خاوند پلار یې له غچ اخیستو پرته بله لار نه پرېږدي چې له هغې غچ وانخلي: «خدای ج شاهد دی په سلونه وارې خپل ورور ته ورغلې یم، خواست او زارۍ مې ورته کړې، چې ته او خدای که به داسې کوې، له سفینې سره بد مه کوه، چې ستاسو په کور کې لږ «جنجال ورسره وشي زموږ په کور کې لوی جنګ جوړېږي… هغوی له یو بل سره جوړجاړی نه کوي، دې لور ته یې سزا زه وینم.»
نفیسه ۵ ماشومان لری او تر ټولو لوی یې دا مهال کابو د ځوانۍ په عمر کې دی. بدلۍ یې هم شپږ ماشومان لري، چې تر ټولو لوی یې ۲۱ کلن دی. خو دوی دواړه چې ان اوس پاخه عمر ته رسېدلې، لا هم له تاوتریخوالي سره مخ دي او کله هم ان د طلاق خبرې اوري.
نفیسې وویل: «ورور مې چې هر ځل له خپلې مېرمنې سره جنجال کوي او د طلاق خبره په خوله راوړي، د خسر کورنۍ مې سم له واره وايي، که هغوی سفینې ته طلاق ورکړي، ستا هم په دې کور کې یوه ورځ نشته.»







