د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«د کاج ځانمرګي برید کې مې بدني روغتیا له لاسه ورکړه، خو د زده کړو په مخنیوي مې ټولې هیلې مړې شوې.»

۶ لړم ۱۴۰۴
«د کاج ځانمرګي برید کې مې بدني روغتیا له لاسه ورکړه، خو د زده کړو په مخنیوي مې ټولې هیلې مړې شوې.»

ریحانه

هانیه فروتن

ریحانه هغه ورځ هېڅ وخت له یاده نه باسي. وايي: «د پوښتنو په حلولو بوخته وم، چې ناڅاپه د ډزو غږونه راغلل او وروسته چاودنه وشوه. پاڼه او قلم مې له لاسه ولوېدل، زده کوونکو چیغې وهلې، هر څوک د تېښتې لار په لټه کې وو، ومې غوښتل پورته شم، خو ټول شیان مې سترګو ته تیاره شول او بې هوښه شوم.

د ۱۴۰۱ کال د تلې اتمه د جمعې ورځ د سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې، کله چې د کابل لوېدیځ کې د ریحانې په ګډون د کاج ښوونیز مرکز زده کوونکي د ازموینې د پوښتنو ځوابولو په حال کې وو، یو ځانمرګی برید پرې وشو. په دې ځانمرګي برید کې ۵۴ تنو ژوند له لاسه ورکړ او  ۱۱۴ نور زده کوونکي ټپیان شول. د راپورونو پر بنسټ د دې پېښې ډېری قربانیان نجونې وې.

دې پېښې نه یوازې د لسګونو زده کوونکو ژوند واخیست، بلکې د کورنۍ پاتې شوي کسان یې لا هم د هغو بدني او رواني پایلو سره لاس او ګرېوان دي. ډېری د هغوی د تنګلاسی او د مسوولو بنسټونو د نه پاملرنې له امله، له اغېزمنې درملنې پاتې شوي او همداسې د درد، ټپونو او وېروونکو خوبونو سره ژوند تېروي.

۲۳ کلنه ریحانه د هغې خونړۍ ورځې یوه له ژوندۍ پاتې شویو کسانو څخه ده. هغه نجلې چې له هغې ورځې په درې کاله تېرېدو سره لا هم له بدني درودنو او ژورو روحي ټپونو سره جنګېږي.

کله چې ریحانه په هوښ راغله، ځان یې د روغتون په بستر وموند، د درملو تریخ بوی، د ټپیانو زګېروي او د نرسانو په بېړه تګ راتګ، یوازې هغه شیان وو، چې حس کاوه یې او تر سترګو کېده یې. د دې په وینا، سترګې یې درنې او لید یې تیاره شوی وو، هڅه یې وکړه وخوځېږي، خو په ګیڼ اړخ کې یې سخت درد احساس کړ. لاس او پښې یې بنداژ شوي وو او د وچو شویو وینو داغونه یې لا هم په جامو ښکاره لیدل کېدل.

هغې و ویل: «کله چې په هوښ راغلم، هېڅ نه پوهېدم چې چېرې یم، څو شېبې وروسته مې پام شو چې روغتون کې یم. لاس او پښې مې نه خوځېدې، فکر مې وکړ فلج شوې یم او هېڅ وخت به بیا تګ ونه کړم او د کانکور ازموینه به ورنشم کړای، یوازې ژړل مې.»

په هغه پېښه کې ریحانۍ سخت زیانونه لیدلي دي، په ګیڼ اړخ کې یې ژور او لوی ټپونه پاتې دي او پر شاه، لاسونو او پښو  یې د هغې خونړۍ ورځې د سوځېدو نښې لا هم ګواه دي.

د ریحانې خپلوانو رخشانې رسنۍ ته ویلي، هغه یې په پیل کې د کابل په لوېدیځ، د محمد علي جناح په روغتون کې ومونده او له یوې ورځې وروسته یې د کابل ایمرجنسۍ ته ولېږدوله، هغه ځای چې د دریو اونیو لپاره هلته تر څار او درملنې لاندې وه.

د ریحانې ۴۶ کلنې مور شېرین و ویل: «د نس ټپ یې په ډېر ځنډ ښه شو، څو ځلې یې پړسوب پیدا کړ. څلور پنځه میاشتې مې همدا ډاکتر ته بېول او کور ته راتګ کار وو. دولتي روغتونونو نه بستروله، ویل یې [ځای نه لرو] او په خصوصي روغتونونو کې موږ توان نه درلود. لور مې زیات درد کش کړ.»

پر ځای پاتې دردونه

د شېرین په وینا، ریحانه یې څو ځلې د سوځېدلو د درملنې لپاره د کابل استقلال روغتون ته یوړه، خو هر ځل ناهیلې کور ته راستنه شوه. ډاکترانو ویلي وو، د درملنې یوازینۍ لار یې له افغانستانه بهر تګ دی، هغه کار چې د دې کورنۍ په توان کې نه وو.

د ریحانې د شاه تخته په بشپړه توګه سوځېدلې او د نس ګیڼ اړخ یې ژور ژوروالی لري. چپې پښې يې هم د پارچې د خوړولو له امله بڼه بدله کړې. وايي «شرمېږم چې څوک مې لاس او پښې و ویني، یو ځل مې پښه له لمنې راوتلې وه، نجونو رشخند راباندې کاوه.»

اوس مهال تر ټولو ډېر څه چې د ریحانې کورنۍ یې اندېښمنه کړې، د هغې روحي وضعیت دی، د شپې له ډارونکو خوبونو نیولې، په ټولنه کې د انزوا او وېرې تر شتونه. د شېرین په وینا: «هېڅ د باندې نه وځي، یوه دوه ځلې مې مېلمستیا ته راسره بېوله وه، ژړل یې چې خلک راپورې خاندي، ان اوس هم په خوب کې وېرېږي.»

ریحانه لا هم د عضلو او زنګنونو له درد سره لاس او ګرېوان ده، هر ځل ټيټېدل او هر پل یې د ملا تیر، مړوندونو او  چپ اړخ ګونډې، له درد او سوځېدو سره مل وي او دې، د ورځې کارونه ورته ستونزمن کړي دي.

خو د ریحانۍ تر ټولو لوی درد د ځانمرګي برید د ټپونو څخه نه دی، بلکې د هغه فرصتونو له لاسه ورکولو څخه دی، چې دا یې خپلو هيلو ته نېږدې کوله.

ریحانه په داسې حال کې، چې اوښکې یې په سترګو کې ډنډ دي و ویل: «د پوهنتونونو د تړل کېدو او دا چې نه شي کولی د کانکور ازموینه ورکړي، د خبر اورېدل دویمه چاودنه وه، چې په ژوند کې مې تجربه کړه. د کاج په ځانمرګي برید کې مې بدني روغتیا له لاسه ورکړه، خو دویم درد مې ټولې هیلې مړې کړې.»

هغه یو له هغو لسګونو نجونو ده، چې ځانمرګي برید ترې په کانکور کې د ګډون فرصت واخیست، د ټپ او دردونو له شتون سره یې لا هم تمه درلوده، چې راتلونکی کال درس و وايي، خو د پوهنتونونو د تړل کېدو لپاره د طالبانو امر، د هغې تولې هیلې په اوبو لاهو کړې.

د دې په وینا: «د کابل طبي پوهنتون او ډاکتره کېدل مې لویه هیله وه. هره ورځ ښوونځي ته یو نیم ساعت پلې تلم، له خوړو او جامو مې وهله تر څو د کورس فیس پیدا کړم او د کانکور لپاره چمتو شم، خو دا ټولې هڅې په یوه وار په هېڅ بدلې شوې.»

ډاکتران او اروا پوهان د ریحانې د وضعیت دوام د اندېښنې وړ بولي او خبرداری ورکوی، چې که یې د درملنې لپاره اقدام ونه شي، له سختو دردونو او ګواښو سره به مخ شي.

د ریحانې اورتوپدي ډاکتره مریم جعفري له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، هغه له څو جدي ستونزو سره مخ ده: د ملا تېر یې په کیفوز (Kyphosis) په ناروغۍ اخته دی او شاه یې هم په غیرطبعي ډول لینده شوې ده، غضلې یې د ټپونو له امله سره نېږدې او د عضلاتو سخت او اودمهاله درد اسپاسم ( spasm) چې د عضلاتو او مفصلو خوځښت کابو کوي ورته پیدا شوی او د ساده ورځنیو کارونو ترسراوی یې هم ورته ستونزمن کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

د کابل ځوانان او د مینانو ورځ لمانځل: «د وحشت په ښار  کې مینه یوازې خوښې ده»

«نوریه» د یوه سړي ګوژدن او د یوه طالب سره د جبري نکاح له خطر سره مخ

مېرمن جعفري خبرداری ورکوي، چې که ریحانه سپورت او منظمه فیزیوترابي ونه کړي، وضعیت به یې تر دې هم بد شي.

اروا پوه او د کابل پوهنتون استاد محمد حسین سعادت هم وايي، د ځانمرګي برید تجربې او د تحصیلي فرصت له لاسه ورکول پر پاتې شویو کسانو ژورې رواني اغېزې کوي.

د هغه په وینا، خلک ښايي د هغه پېښې خاطرې په نه غوښتلې بڼه یاد ته راوړي، خوبونه و ویني، بې خوبه شي، د اوږد مهاله وېرې او اندېښنو سره مخ شي او ان د ژورې ناهیلۍ او خپګان حس پیدا کړي. د پوهنتونو تړل کېدل او د تحصیلي مسیر له لاسه ورکول کولی شي دغه فشارونه لا ډېر کړي، دا کولی شي پر ځان د باور کمولو، د ناکامۍ د احساساتو او په ګواښوونکو چلندونو کې د ښکېلتیا لامل شي.

ښاغلی سعادت ټینګار کوي، چې د رواني مداخلې پرته دا رواني ټپونه کولی شي، د کلونو لپاره د فرد سره پاتې شي، د هغه په اند د کورنۍ او ملګرو ملاتړ، ملاتړ کوونکو ډلو کې ګډون، رواني درملنه، زده کړو ته راستنېدل او  نوښتګر فعالیتونه لکه، لیک لوست او هنر کولی شي د رواني اغېزو کمولو او رواني بیارغونې سره مرسته وکړي.

اړوندې لیکنې

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور
خبر

ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، له ښوونځي د نجونو محرومیت او د افغانستان تت انځور

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴
یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه
خبر

یوې ځوانې ښځې ننګرهار کې د خوراکي توکو فابریکه جوړه کړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۴
ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه
خبر

ناظره رشیدي له یوې میاشتې وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي
خبر

ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې
خبر

لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول
خبر

بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه