جاوید تاشه
د ښځې مینه او غم کتاب: د ټولنپوهنې د جنسیت او جنسي سیاست له انده د هزارګي دوه بیتیو څېړنه د فریده فریاد اثر دی، چې ډاکتر محمد صادق دهقان اوډولۍ، د پښتۍ ډیزاین یې شاهده شایګان کړی او د ۱۴۰۳ کال په پسرلي کې د «ناسوت» خپرندویه ټولنې له خوا خپور شوی دی.
دا ۱۷۴ مخه لرونکی کاغذي اثر د «لولو» انلاین پلورنځي له لارې د جنسیت، کلتور او ادبیاتو لوستلو په برخه کې د مینه والو او څېړونکو لپاره شتون لري.
کتاب په دریو څپرکو کې لیکل شوی دی، لومړی څپرکی یې د شفاهي ادبیاتو مفکورې او د هزراګي ژبې د ژبني او کلتوري ځانګړتیاوو لوستلو ته ځانګړی شوی دی. لیکوالې په دې برخه کې د ژبپوهنې او توکم پېژندنې طریقو په کارولو سره په لنډه توګه د هزارګي ټولنې د شفاهي ادب جوړښت تحلیل کړی دی.
دویم څپرکی د څېړنې تیوریکي بنسټونو او د جنسیت لوستلو په برخه کې د فېمېنیستي تیوریو په څېړنو او نیوکه کوونکو نظرونو رڼا اچوي. په دې څپرکي کې په دوه ګوني کلتوري شرایطو کې د جنسي سیاست، ښځینه استازیتوب او ځواک اړیکو پورې اړوند تیورکي چوکاټونه تشرېح شوي دي.
په دې څپرکي کې د جنسي سیاست، ښځینه استازتوب او د دوه ګوني کلتوري شرایطو کې د واک اړیکو پورې اړوند نظري چوکاټونه بیان شوي دي. درېیم څپرکی هغه دوه ګوني تحلیل ته ځانګړی شوی، چې د میندو او لوڼو یا پلرونو او زامنو له خوا له یوه نسل و بل ته لیکل شوي او لېږدول شوي دي او تر نن ورځې د هزاره وګړو په کلتوري حافظه کې پاتې دي. دا څپرکی د ښځو د ژوند تجربو، احساساتو او برخلیکونو انعکاس د دوه بیتیو په بڼه دی.
د ښځې مینه او غم کتاب، د جنسیت او جنسي سیاست د ټولپوهنې له انده په افغانستان کې د شفاهي ادبیاتو او کلتوري تحلیل په برخه کې یو نوی ګام دی. د هزاره ګانو په تمرکز سره دا کار د هزارګاه نو د ژوند تجربې منعکس کوي، یوه تجربه چې د د دوه بیتیو په بڼه، د مینې، غم، کړاو، جلاوالی، ویر، خوشي، بیا یو ځای کېدنه، زړورتیا، نیوکې، صبر او استقامات په څېر مفاهیم بیانوي. لیکوالې د ښځو په مطالعاتو کې د دوو مخښکو څېړونکو «سټفاني ګرټ» او «کیټ میلټ» د تیوریو په کارولو سره د جنسیت رولونه او په وسي کلتور کې د ښځو استازیتوب څېړلی دی. په دې څېړنه کې دوه بیتۍ نه یوازې د مینې دوه بیتۍ دي، بلکې په دودیزه افغان ټولنه کې د ښځو د ټولنیز، کلتوري، اقتصادي او احساساتي حالت ژوندي اسناد هم دي. کتاب ښيي، چې څنګه ښځې ان د دود په محدود چوکاټ کې دوه بیتۍ د نارواکو جوړښتونو پر وړاندې د مقاومت، اعتراض یا منلو د وسیلې په توګه کاروي.
فریده فریاد د دویم څپرکي په ۷۴ مخ کې لیکي: «په دوه بیتیو کې ژبه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ښځو غمونه لېږدوي، په پای کې دا باید و ویل شي، چې هزاره ګي دوه بیتۍ په داسې شرایطو کې رامنځ ته شوې، چېرې چې د کیټ میلټ او سټفاني ګیرټ د تیوریو انعکاس په ښه توګه لیدل کېدای او تحلیل کېدای شي، ځکه چې د جنسیت رولونه او تمې د ټولنیز کولو او ټولنیز کنټرول له لارې په افرادو کې اچول کېږي، په نرواکه ټولنه کې دا پروسه په داسې ډول پر مخ ځي، چې ښځې اړباسي خپل ټیټ مقام ومني او دا حقیقت په شفاهي ادب کې منعکسېږي، په ځانګړې توګه په هزاره ګي دوه بیتیو کې، د شفاعي کلتور د یوې برخې په توګه په حقیقت کې د جنسیت ټولنیز کولو د ورته پروسې ژبنۍ څرګندونه ده او ژبه لکه څنګه چې کیټ میلټ اشاره کړې، د کلتوري او ټولینزو وسیلو له خوا تقویه کېږي. ګرټ په وینا، د جنسیت رولونو زده کړه د لیدنې او تقلید له لارې تر سره کېږي، دوه بیتۍ د ښځو په وړاندې کلیشه یی او غیر برابر چلندونه منعکس کولو سره دا پروسه منعکسه کوي.
زه به په لاندې ډول د کتاب څخه ځینې بېلګې راوړم، چې پر بنسټ یې څېړونکي په دوه بیتیو کې غم د کورنۍ او ټولنیز ظلم په کټګوریو کې او مینه د غوښتنې او خپلواکۍ، واده، مذهب او کرکې په کټګوریو کې تحلیل کړې ده. د کور په چوکاټ کې د ښځو د غندلو په اړه، د کتاب په ۹۷ او ۹۸ مخونو کې دا ویل شوي: «په بېلا بېلو کلتورو کې ښځې او نجونې په مختلفو لارو د هغو کورنۍ د مشرانو له خوا تړل شوې دي، چې معمولآ نرواکې دي، نارینه هم په مختلفو لارو خپل قانون پر دوی پلی کوي او په حقیقت کې ښځې په کور کې په نظر بندۍ محکومې دي. په وروسته پاتې هېوادونو لکه افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې، ښځې نه یوازې د کور څخه بهر د کار کولو او زده کړو حق نه لري، بلکې ان نه شي کولی د محرم پرته حرکت وکړي، دا د دې ارادې، ځواک او تحمیل شوي سیستم له امله ده، چې ډېری ښځې اړ دي، د دودیزه او تړلو کلتورونو د ساتونکو رول ولوبوي او خپلې دندې د کور ساتنې او تولید پورې محدودې کړي.
د طالبانو اوسنی نظام د ښځو پر وړاندې د خپلو قوانینو په پلي کولو کې په سمه توګه د پخوانی پلارواکۍ په څېر دیو چې د قانوني سیستمونو له لارې بنسټیز شوي، لکه څنګه چې میلټ وايي، هزاره ښځې استثنا نه دي. د هزاره وګړو ولسي بوللې او دوه بیتۍ د دې ثبوت دی، چې ښځې د بې رحمه او بې احساسه کورنیو او مېړونو په بند کې دي، چې ځینې وختونه تغذیه کېږي. دوی دې مینې غم او درد سره مخ کېږي او خپل غم د دوه بیتیو له لارې بیانوي. دا ډول دوه بیتۍ نه یوازې د یوې ښځې د درد ریښتینی بیانوونکی دی، بلکې د زرګونو نورو ښځو د درد حقیقت بیانوي.»
څېړونکې په ۱۳۹ او ۱۴۰ ام مخونو کې د ښځو په سزا ورکولو کې د مذهب د رول په اړه لیکي: «میلټ دا باور هم لري، چې هغه سخت پلارواکي، چې په ځینو مذهبونو کې شتون لري، لکه اسلام، د مرګ سزا سره غیرقانوني اړیکه یا جنسي رضایت منع کوي. په افغانستان او سعودي عربستان کې هغه ښځې، چې زنا (محسنا) کوي لا هم د هغو ملایانو په شتون کې د سنګسار له لارې په دار کېږي، چې د اعدام مسوولیت لري. د سنګسار له لارې اعدام یو وخت په نېږدې ختیځ کې عام وو او دا سزا لا هم په سیسیل کې منل شوې ده، بې له شکه د دې جرم لپاره د نارینه زناکارانو لپاره هېڅ سزا په پام کې نه ده نیولل شوې او هېڅ نشته، پرته له دې چې په وروستیو وختونو کې او په استثنايي قضیو کې. زنا عمومآ په نارینه وو کې نه پېژندل کېږی. د میلټ په نظره دا قوانین د قانوني سیستمونو له لارې بنسټیز شوي دي. د ډېرو کلونو لپاره د ښخو د وضعیت د څېړلو سربېره، په تېرو څو کلونو کې په هزاره او غیر هزاره ولایتونو کې لسګونه ښځې د سنګسار په سزا محکومې شوې دي او د طالبانو د واکمنۍ سره د سنګسار عمل او د ښځو پر وړاندې په دورو وهل زیات شوي دي. د هغو ښځو په منځ کې چې د (جمهوریت) د حکومت پر مهال سنګسارې شوې وې، یوازې د «رخشانه» نوم رسنیو ته افشا شو، یوه اوولس کلنه نجلۍ چې یوازینی جرم یې د خپلې خوښې ټینګار وو، نورې ښځې چې محکومې شوې او سزا ورکړل شوې ده، یوازې په عمومي توګه «ښځې» بلل کېږي، هغه سزا چې د مذهب او فرقو له لارې او د مذهب په نوم پر ښځو تر سره کېږي، یوازې د سنګسار یا صحرايي محکمو پورې محدوده نه ده، بلکې غیرمستقیم ظلمونه هم شتون لري، چې ډېری هزاره ښځې یې قرباني دي. د اسلام له نظره «پاک لمني» د ښځې د ژوند یوازینۍ بنسټیزه ستنه ده او دا د سړي د رواني امنیت لپاره یو له خورا اغېزمونو عواملو څخه ګڼل کېږي. د روم سورت ۲۱ آیت هم د دې خبرې شاهدي ورکوي، چې وايي: «د الله تعالی له ښکلو نښو څخه یوه دا ده، چې هغه ستاسو لپاره ستاسو له منځه څخه یوه ملګرې پیدا کړې، چې تاسو په کې سکون ومومۍ او یو له بله وپېژنۍ.»
د کتاب د منځپانګې یوازې د یو څو مثالونو په لوستلو سره دا روښانه کېږي، چې د کتاب ژبه روانه او د پوهېدو وړ ده. د پېچلو ځانګړو اصطلاحاتو څخه په ډډه کولو سره لیکوالې تیوریکي مفکورې په داسې ډول وړاندې کړې، چې د ادب، کلتور او د شځو د مطالعاتو سره لېوالتیا لرونکو لوستونکو لپاره د پوهېدو وړ او زړه راښکوونکې وي. د ښځې د مینې غم کتاب د ولسي ادب، جنسیت ټولنپوهنې او کلتوري مطالعاتو په تقاطع کې یو بین االظابطه مطالعه ده. د کتاب بل اهمیت د تاریخي او ټولنیز سند په توګه د دوه بیتیو راټولول او ساتل دي، ځکه چې هره دوه بیتي د ښځو د مقاومت او اعتراض بې سارې حافظه او تاریخ دی. د بېلګې په توګه زه به د کتاب له متن څخه یو څو دوه بیتۍ نقل کړم او تاسو به د دوه بیتیو تحلیل لوستلو لپاره کتاب ته راوګرځوم. د یادونې وړه ده، چې په کتاب کې دوه بیتۍ د فونیټیک او د هغوی د کلمو او اصطلاحاتو له مخې هم تشریح شوي دي، تر څو دوی د هغو لوستونکو لپاره د پوهېدو وړ وي، چې د هزاره ګي ژبې سره نا اشنا دي.
مُلای نامُلا، طالِه مُونَه دید
از مُوری گنجینَه جاگِه مونَه دید
از مُوری گنجینَه جاگَه ره خیره
دو قُبَهی سرِ سینه مُونَه دید(ص.143)
اَزو روزی که رَفتی اُولبی دریا
جِیگر قَیلَه شودُوم بَینِ سیالا
اَزی آغِیلُ و قَریَه دیل مَه تنگَه
چِیم مَه مَندَه سَرِ کوتَلِ خاگا(ص. 132)
***
شُوی مَه خاتُوگره آبی بَلِه مَه
میچِیقَه قَطرَه قطرَه اَو دِیدی مَه
سَرلوچ، پای لوچ قُورُو بَغَل، دُوا نُوم
آبی بابا بِییه دَه پُورسِیدِی مَه(ص.110)
***
مُوشوم آوارهی روی زمین خو
سلامی نُوم به عزم آهنین خو
موسوُزوم از جُدایی، گپ نمیزنُوم
مَه بَلدی طفلکای نازنین خو(ص. 107)
***
سُوارِ اِرغَگگ مَندُوم دَه جای تُو
خَانِه خُورَه بیرو کَدُوم برای تُو
خُودا تُو رَه شَخِ ناخُو نَدیَیه
از مَه زیادتَرَک، خاتو نَدییه(ص 160)
فریده فریاد د جنسیت او ادبیاتو د څانګې زده کوونکې ده. د طالبانو لاس ته د کابل له سقوط مخکې، هغې د افغانستان په خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونکې په توګه کار کاوه، د هغې تعلیمي کتاب «فارسي ګرامر» هم د «پوهنتون خپرونو» له خوا په کابل کې خپور شوی دی. د ۲۰۲۱ کال له مني راهیسې، هغه په فرانسه کې ګډواله ده او د « کلیکسیون انډوه Collection de Chagrins- » په نوم یې یو کتاب خپور کړی، چې په فرانسوي ژبه کې د افغان ښځو د دریو نسلونو کیسه بیانوي. فریده فریاد د فرانسې په کلتوري او اکاډمیک چاپېریال کې په کنفرانسونو او سیمینارونو کې د ګډو له لارې د افغان ښځو ملاتړ کوي.







